(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جذباتي افغانان

[06.Nov.2020 - 16:30]

په افغانستان کي د تیرو څلویښتو کلونو څخه جنګ روان دی، او که چیري مونږ د عقل څخه کار وانخلو نو امکان شته چي دا جنګ به څلویښت کاله نور هم دوام ومومي، د افغانستان جنګ دومره پیچلی هم نه دی، چې څوک ورباندې پوهیږي نه، خو مشکل دا دی چې جزباتي افغانان ئې د عقل او فکر په ځائ په جزبې حل کوي

 

کله چي ډاکټر نجیب الله شهید ویل چي "ګوری مه کوی، دا خپل دولت او ځواک له منځه مه وړی، ګني امریکایان، عرب او پنجابیان به مو کورونو ته درورسیژي" ـ

 

اشرارو به ویل چي ډاکټر نجیب په دې خبرو غواړي چي خپل حکومت ته ادامه ورکړي، باید دا حکومت له نظامي طریقه له منځه یوړل شي، هم هغه وشول، د ډاکټر نجیب حکومت ختم شو، افغان وسله فوځ له منځه ولاړ او عربان، پنجابیان او امریکایان کابل ته ورسیدل

 

اوس دنیا بیا هغه پخوانی فلم تکرارول غواړي، هغوئ غواړي چي د افغانستان نظام یو ځل بیا وپاشل شي، هر څه له منځه لاړ شي، یو ځل بیا افغانستان په ډلو او ټپلو وویشل شي، چي تر څو غربیان د افغانستان له خاوري چین او روسیه ته ترهګر ورننه کړي

 

ددي دپاره غربیانو طالبانو ته هر هغه غیر مشروع لوړوالۍ ورکړ، کوم چي د امریکا د راتلونکي پلانونو دپاره ددوئ نه ګټه آخیستل کیدائشي، په دي وخت کي که چیري د عقل او فکر څخه کار وانخلو نو افغان دښمنه ګاونډیان ددي فرصتونو څخه ګټې آخیستۍ شي

 

ځني ملګري وائي چي افغان رئیس جمهور ته نه وو په کار چي 5000 ترهګر طالبان بندیان ئې محکمې ته د وړاندې کولو نه پرته د امریکا په وینا او د طالبانو په دهړکو خوشي کول

 

یقیناً دا ملګري په خپلو زړونو کې احساس د افغانیت لري، ځکه داسې وائي، خو ایا بله کومه بدیله لاره وه ؟

 

نه

 

زما په خیال چي د ګاونډیو او د غربیانو چي کوم پلانونه وو، تر ډیره حده پورې افغان رئيس جمهور شنډ کړل، امریکا د دنیا یو سپر طاقت دی، د امریکا سره نه کیږي

 

خبره صرف د 5000 بندیانو نه ده، طالب په کامله توګه د غربیانو او د ګاونډیو په موټي کې دي، طالبان د غرب او د ګاونډیانو بغیر یوه میاشت هم په افغانستان کې نشي ټینګیدائ

 

طالبانو ته نړیوال او ګاونډیان هر قسمه وسله ورکوي، ځکه چي طالبان ددوئ د مفاداتو جنګ په افغانستان کې کوي، د رپورونو د مخې، پخوا داسې خبرونه خپاره شوي وو چې وسلهوالو طالبانو داسې وسلې پیدا کړې دي چې له ډېر لري فاصلې کولی شي څوک په نښه کړي، خو

 

تازه نیویارک ټایمز لیکي چي ممکن طالبانو پر کندز د بې پيلوټه الوتکې په وسیله برید کړی وي، د نیویارک ټایمز ورځپاڼه په اساس، د کندز پر ولایت مقام د تېرې ورځې برید چې په کې د والي څلور ساتونکي ووژل شول ممکن طالبانو د بې پیلوټه الوتکې په وسیله ترسره کړی وي.

 

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایي، د کندز پر ولایت مقام د تېرې ورځې برید په داسې حال کې ترسره شو چې د والي ساتونکو د ولایت مقام په انګړ کې په والیبال لوبه بوخت وو

 

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات په ټپه ولاړ دي او په هېواد کې جګړې سخت زور اخیستی دی.

 

نو باید ووایم چي نړیوالو قدرتونو، افغان جګړه چي کوم پړاو ته داخلول غوښتل په هغه پلان کې 95 فیصده پاتې راغلي دي، اوس نه غربیان دا جګړه دومره اوږدولی شي او نه ئې ګاونډیان، ځکه چې غربیان نور نشي کولی چي خپل ملتونو ته دروغ ووائي

 

پاکستان او نور ګاونډي هیوادونه هم افغان جګړې ته نور لمن نشي وهلی، ځکه چې پاکستان د چین څخه د سی پیک دپاره په لسګونه ملیارده ډالره پور آخیستۍ دی، او نشي کولی چي د چین د پیشار په وړاندې پنجابی ریاست نور مقاومت وکړي، طالبانو هم په داخل د افغانستان کي هغه پخوانۍ محبوبیت د لاسه ورکړی دی، ځکه چي خلکو وپیژندل چي ددوئ جګړه د اسلام دپاره نه، بلکه د ګاونډیو د شومو اهدافو دپاره دی

 

نو باید ووایم چي افغانانو او افغان دولت هغه سختې شپې تیرې کړي دي، اوس انشاءالله رڼا را روانه ده، راتلونکی زمونږ او ستاسو دی

 

ستاسو په درد دردمن Sohail Noor

- سهېل نور
بېرته شاته