(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو او پښتونوالی

[06.Nov.2020 - 17:04]

پښتو او پښتونولۍ/ پښــــتونوالــــــي

بهیر غورځنګ 

پښتونوالي هغه قاعده ده چې د تاريخ په اوږدو کې د پښتنو له خوا جوړه شوې ده او يا په بل عبارت يې چې ووايو پښتونوالي هغه دود او دستورونه دي چې پښتنو د خپل ټولنیز ژوند د پاره ي ځانګړې کړي دي . د دې معنا دا ده چې پښتون هغه وخت پښتون دی چې په خپلې پښتونوالې ولاړ وي او د پښټونوالي دود او دستورونه په ټولنیز ژوند کې مراعت کړي . دا بیا په خپله د دې معنا ورکوي چې که نوم دې پښتونمل وي ، ژبه دې پښتو وي او په خټه هم سوچه پښتون اوسې خو پښتني معاشره مراعت نکړې ، بس بالا نیم پښتون یې .

 

په دې کې شک نشته چې د پښتونوالۍ ځنې دودونه ډير زاړه شوي او د نوي عصر د تهذیب سره برابر ندي ، نوو ځنې شيان يې بدلون ته اړتيا لري . خو بيا هم په عمومي ډول پښتونوالي داسې يو متمدن دود دی چې د نړۍ په ډيرو اقوامو کې داسې دود او دستورونه ندي لیدل شوي او نليدل کېږي 

دا چې پښتونوالۍ له کوم وخت راهيسې په پښتنو کې مروجه شوې ، داسې سل په سلو کې مالومه نده . ځکه پښتونوالي داسې يو ليکل شوی قانون ندی . البته په دې ورستويو کې د پښتونوالۍ په هکله ځنې ليکنې شوي او يا د پښتونوالۍ دود او دستور راټول شوي

 

ماته د داسې کوم کتاب پته نشته چې نوم يې پښتونوالي وي ، خو بيا هم د کورنۍ په چاپېريال کې مو د پښتونوالۍ په هکله ډير څه اورېدلي دي . زما موخه دلته د دې پرانيستل شوې ليکنې نه دا دی چې له تاسو سره خپل مالومات شريک کړم او ستاسي د مالوماتو نه يو څه ګټه واخلمه

 

د پښتونوالۍ الفبا د مېلمستیا ، بدل او ننواتې نه پيلېږي .

 

ــ مېلمستيا : مېلمستيا په پښتنو کې هغه مېلمه پالنې ته ويل کېږي چې مېلمه ترې برخورداره دی . دا په دې معنا چې مېلمه ځانته ځانګړې حقونه لري ، چې ما ته سل په سلو کې مالومه ندي ، نو که تاسي ته يې جزيات مالوم وي ، ماسره يې شريک کړئ

 

ــ بدل يا انتکام : که چېرې کوم څوګ د يو پښتون حق تلف کړي او يا ورباندې تعرض وکړي ، نو پښتون بيا د بدل نارې کوي . نو دغه د بدل جزيات څه دي ؟؟ 

 

ــ ننواتې : که چېرې د دوو پښتنو کورنيو تر منځ شخړه وي ، نو د روغې ـ جوړې د کولو د پاره هغه کورنۍ چې خپله ګناه منلې ، د عفو د پاره ننواتې ته رجوع کوي

په دې هکله زه يوه پوښتنه لرم او هغه دا چې د ننواتې د جزياتو تر څنګ ايا بهرني وګړو يا اسيرانو سره هم ننواتې کېدلی شي او کنه ؟؟ 

 

ــ ننګ : د پښتنو غيرت ، عزت او ابرو ته ويل کېږي . د ننګ خاص تعريف څه دی او محتوايې په څه کې ده ؟؟

ــ تور : هغه حالت دی چې پکې د يوې ښځې د عزت او ابرو مسله دخيله وي

 

ــ توربور : توربور خو د اکا ځوی ته ويل کېږي چې په پښتنو کې ورته د سيال ، رقيب او يا حريف په سترګه ليدل کېږي . دا ولې ؟؟ 

 

ــ جرګه : د پښتنو د يو قوم د مشرانو غونډې ته ويل کېږي چې د مختلفو پرابلمونو د حلولو د پاره راټولېږي

ــ لښکر : د ځوانانو هغې ډلې ته ويل کېږي چې د جرګې د احکامو د پلي کولو د پاره راټولېږي او يا مسلح کېږي

 

ــ تيګه : هغه ورځې ته ويل کېږي چې د يو قوم او يا د دوو قومونو تر منځ شخړې بايد لغو شي او ورباندې تيګه کېښودل شي

 

همداسې ډير نور دودونه په پښتونوالي کې شته چې د پښتونوالي برخې دي . لکه بدرګه ، ګاونډی ، نيکات ، لونګۍ ، ناغه ، حجره او داسې نور .... 

څنګه چې ښکاري پښتونوالۍ يو ډير متمدن دود او دستور دی ، او د دې دود او دستور ساتل په هر پښتون باندې فرض دی . نوکه تاسي هم خپل 

مالومات په همدې برخه کې مونږ سره شريک کړئ ، نو مهرباني به مو کړي وي ه بدو کې لور ورکول


ستاسي پام به هم کله ـ کله دې خبرې ته شوی وي چې ځنې خلګ د دې له پاره چې خپل کلتور د نورو کلتورونو په پرتله غوره ښکاره کړي، کوښښ کوي چې نورو کلتورونو باندې د ناوړتيا ټاپه ولږوي، او هغه هم په داسې حال کې چې په هر کلتور کې ښه او بد دودونه شته. له بلې خوا يو دود به په يو کلتور کې يو ناړه کار وي، خو په يو بل کلتور کې يوه عادي خبره وي. لکه ارګمی وهل په جرمنانو کې يو ډير ناوړه عمل دی، خو په عربو کې ارګمی وهل يوه عادي خبره ده. او يا تيز او پسکۍ وهل په افغانانو کې شرم دی، خو په ويتناميانو کې عادي خبره ده.

په ځانګړې توګه د ځنو افغاني لږکيو ټبرونو وګړي، او يا ځنې سيدان، او يا هم دا چې ځنې هاغه پښتانه چې ځان نه يې د عرب د کونې لوټه جوړ کړي، تل دا نيوکه کوي چې پښتونوالۍ يوه ناوړی کلتور دی او د خپلې دې ادعا د ثبوت په موخه په بدو کې د لور ورکولو دود وړاندې کوي او وايي چې دا يو ناوړی دود او دستور دی چې په پښتنو کې لا مروج دی.

خو په بدو کې لور ورکولو نه موخه څه ده؟؟

د بېلګۍ په توګه زه ستاسي ورور وژنم ( په هر دليل چې وي )، او تاسي د پښتني دود او دستور له مخې د بدل نارې کوئ او غواړئ چې د خپل ورور غچ (بدل) واخلئ. نو دلته که چېرې زه او زما کورنۍ اوږدمهالې دښمنۍ ته لېواله نه وي، نو د پښتني دود او دستور له مخې بيا مونږه ستاسي د کورنۍمشرانو ته د روغې ـ جوړې په موخه جرګه درلېږو او دا غوښتنه کوو چې دښمني ختمه او خپلوۍ پيل کړو.
که چېرې تاسي زمونږ د روغې ـ جوړې جرګه ومنله، نو مونږه بيا د خپلوۍ په موخه درته خپله لور درکوو.
اوس نو دغه لور چې مونږه ستاسي د کورنۍ يو ځوان ته په نکاح درکړې، په اوتوماتيکه توګه ستاسي د کور ناموس شوله او پښتون باندې خو بيا د ناموس ساتنه فرض دی کنه.

اوس نو که چېرې تاسي عرب ييئ، او يا د عرب لخوا روزل شوي ييئ، بيا نو طبعي خبره ده چې زمونږ د لور ژوند به ستاسي په کور کې ډير ناوړه وي. ځکه عرب ته خو خپل ناموس ارزښت نلري او د دوۍ له پاره ناموس يواځې او يواځې يوه مزرعه ده چې هر وخت او له هرې لارې چې پکې ننوځي، هغه خپل حق ګڼي. او دوۍ خپل ناموس لکه يو کنيزکه په کور کې ساتي.
خو که چېرې تاسي پښتانه ييئ، بيا نو زمونږه کورنۍ په دې ډاډمنه ده چې تاسي به زمونږ د لور سره داسې چلند کوئ، څنګه چې يو پښتون يې خپل ناموس سره کوي.

نو همدا وجه ده پښتانه د دې له پاره چې دښمنۍ په خپلولۍ بدله کړي، خپل لور هغه چا ته په بدو کې ورکوي چې په رګونو کې د پښتون وينه جاري وي، نه دا چې د عرب ميتيازې.
په داسې يو حالت کې چې مخامخ لوری خپل پښتني کلتور له لاسه ورکړي وي او ترېنه مصري عرب جوړ شوی وي، بيا نو داسې خلګو ته پښتانه خپله لور په بدو کې نه ورکوي، بلکې هلته بيا دولتي عدالت (پوليس،څارنوالۍ او قضا) ته مخه کوي.

نو څنګه چې ښکاري په بدو کې لور ورکول يو ناوړی دود ندی. د دې دود نه موخه دا ده چې د دوو کامونو او کورنيو تر منځ دښمني په خپلوۍ بدله شي. دا ډول يو سولييز دود د نړۍ په هېڅ کلتور کې نشته.

دا چې پښتانه خپل لور د خپلوۍ په موخه بل پښتون ته ورکوي، په خپله د دې ګواهي ورکوي چې پښتنو ته ښځه د سولې سمبول ده، نه دا چې يو څو کيلو غوښې او اډوکي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دودیزه لویه جرګه، مشورتي لویه جرګه او جرګه


د متحده ایالاتو سره د ستراتیژیک تړون په موخه لویه جرګه ختمه شوه او جرګه والو د ځنو شرطونو په ایښودلو متحده ایالاتوسره د ستراتیژک تړون د تړلو هوکړه وکړه. دا چې دا تړون به د افغانستان په ګټه وي او یا نه وي بېله خبره ده؛ خو افغانستان له دوه کلمو جوړ شوی یو نوم دی. یو کلمه ( افغان ) ده چې موخه یې له تاریخي لحاظه پښتانه دي او اوسمهال د یوې ټاکلې سیاسي محدودې اوسېدونکو ته افغان ویل کېږي. دوهمه کلمه ( استان ) ده چې پارسي ریښه لري او د ولایت معنا ورکوي. افغانستان د تاریخ په اوږدو کې ډیر وخت د پارس یو استان وو. سره له دې چې افغانستان د استان په توګه خپله داخلي خپلواکۍ لرله، خو په مالیاتو او سیمیز سیاست کې پارس، هند او یا انګرېز پورې تړلی وو.

خو هر کله چې افغانانو یوه لویه جرګه جوړه کړې، پایلې کې خپلواک دولتونه جوړ کړي او خپل هویت یې د ( استان ) له سطح په یو خپلواک دولت اړولی دی. یعنې جرګه یو تاریخ سازه یا تاریخ جوړونکی دود دی. خو له بده مرغه په معاصر تاریخ کې جرګې خپل وزن له لاسه ورکړی او اوس هر څوګ د دې له پاره چې ځان ښکاره کړي چې په ملي مسایلو کې د ولس رایو او مشورې ته غاړه اږدي ، نو لویې جرګې راغواړي تر څو خپل حاکمیت او یا خپلو پرېکړو ته قانوني بڼه ورکړي .

نو دا تېره لویه جرګه هم د دې په ځای چې د افغانانو خپلواکۍ تضمینه کړي، په غیر رسمي توګه یې افغانستان نه د متحده ایالاتو یوپنځوسم ایالت جوړ کړو. همداسې د پرچمیانو د واکمنۍ په مهال داسې اوازې خپرې وې چې نپوهېږم په کوم نمبر پولینوم کې به افغانستان د شوروي اتحاد شپاړسم ایالت شي.

نو که پرچمیان وو او که مجاهدین یا طالبان او یا که ننني واکداران، نو افغانستان نه د نورو سیمیزو او نړیوالو دولتونو د یو ( استان ) په جوړولو کې ډیرې هلې ـ ځلې وکړې. خو افغانستان تر اوسه هم افغانستان پاتې دی او دا چې په راتلونکي کې به هم افغانستان ـ افغانستان پاتې شي او تر ټولو مهمه دا چې یو خپلواک افغانستان پاتې شي، شک پورې تړلې یوه خبره ده. ځکه یو څه افغانان د اسلام له پاره ، یو څه نور د افغانستان د تجزیې له پاره او یو څه نور یواځې د خپل واک د ساتلو له پاره په سیاسي مبارزې او یا جګړې بوخت دي. او داسې څوګ ندی پاتې چې د افغانستان د خپلوا‍ۍ او د وګړو د سو‍الۍ غمه وخوري.

 

پښتني لوبې 

لوبې هم لکه ژبه، موزيک ، نڅا ، خوراک او پوشاک د يوې ټولنې کلتوري لاس ته راوړنې دي . سره له دې چې د لوبې د پاره کوم ځانګړی تعريف نشته ، خو بيا هم لوبې يو داوطلبانه يا اختياري عمل ته ويل کېږي او يا دا چې هغه عمل ته سړی لوبه ويلی شي چې ، کار او یا یوه ټاکلې دنده نه وي .

لوبې ډير ډولونه لري لکه فزيکي لوبې ، اندي لوبې ، د پوهې د زده کولو د پاره لوبې ، د ژبې د زده کولو د پاره لوبې ، د صيميت د رامنځته کولو د پاره لوبې او داسې نور ...

يوه لوبه بايد په خپل ذات کې يوه موخه ولري ، د خوښۍ او راحتۍ احساس راوپاروي ، رقابت بايد پکې موجود وي ، قوانين او پايله ولري .

غير له دې چې په نړۍ کې نړيوالې لوبې لکه د المپيا لوبې ، د فتبال لوبې ، د شطرنج لوبې او داسې نورې لوبې شته ، خو بيا هم هر قوم او ولس ځانته ځانګړې لوبې لري

افغاني لوبې او بيا په ځانګړي توګه پښتني لوبې کومې دي ، په کوم ځای او په څه ډول دا لوبې ترسره کېږي او څه قوانين لري ؟؟

زما شخصاً د پښتنو د دوو لوبو نومونه زده دي خو قوانين مې ورته د هيره وتلي او دوۍ عبارت دي له ، خسی او اکو ـ بکو سر سيندوکو .
نو دغه خسی څه ډول يوه لوبه ده ، د څو لوبغاړو له خوا تر سره کېدای شي ، او قوانين يې څه دي ؟؟
همداسې د دغه 
اکو ـ بکو سر سيندکو 
مکمل متن څه ډول دی او په څه ډول تر سره کېږي ؟؟

بل دا چې غير له خسي او د اکو ـ بکو نه بله داسې کومه لوبه هم شته چې سړی ورته پښتني لوبه وويلی شي ؟؟

که په دغه برخه کې څوګ راسره خپل مالومات شريک کړي ، نو مهرباني به يې کړي وي . ما خو له بده مرخه په انترنت کې د پښتني لوبو په هکله داسې کو د پام وړ څه پيدا نکړل او په دې هکله خو کوم کتاب هم ندی خپور شوی

خو د هرې ټولنې ځانګړې لوبې د دې د پاره چې ژوندي پاتې شي ، بايد چې راتلونکو نسلونو ته زده کړل شي . د بېلګۍ په توګه هغه خلګ چې د افغانستان نه په هجرت کې ژوند کوي ، د يوه د ځوی هم خسی زده ندی .
نو که دلته خلګ د خسي د لوبې مسابقات د ښارونو ، ښوونځيو او يا دکليو په سطح تر سره کړي ، دغه لوبه به راتلونکي نسلونه خپلو راتلونکي نسلونو ته زده کولی وشي . کنې خو په اروپا او امريکا کې هيڅ يو 12 کلن هلک نشته چې د خسی قوانين يې زده وي
ايا دا د خواشينۍ ځای ندی

- بهېر غورځنګ
بېرته شاته