(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ترنګزو

[17.Nov.2020 - 21:18]

********* حاجي صيب ترنګزې *********

د حاجي صيب ترنګزے خپل نوم فضل واحد او د پلار بابا نوم يې فضل احد وو حاجي صیب په کال 1846 کې په ترنګزو کلي کې پيدا شوے وو د ترنګزو کلي ړومبنې حاجي وو ځکه په حاجي صيب ترنګزو مشهور شو جاحي صيب په ماشومتوب د عامو ماشومانو په رنګ  ډير روان وو نو د کلي خلکو به ورته چوچي پير صيب ويل

حاجي صيب ترنګزے د پلار بابا له اړخ نه د حضرت شيخ عبدالقادرجيلاني اولاد کې او د مور بي بي له اړخ نه د حضرت شيخ رحمکار کاکا صيب په اولاد کې وو

د حاجي صيب جد اعله سيد بهادالدين المعروف پيربودلے بابا د افغانستان مشهور بزرګ بابا ولي قندهاري زوې وو 

حاجي ترنګزے  25 کلونه د پيرنګي حلاف مجاهدے او مبارزے کړے وے حاجي صیب د ملاپاونده بيعت کړې کړې وو او د امير رحمان په وينا ئې د ډيورنډ کرښې راښکو روستو په قبايلو کې د پيرنګي خلاف جهاد هم شروع کړې وو

ولې حاجي صیب داسې جهاد نه کولو د کوم چې نن سبا رواج دې چې په جماعت مندر ګيرجه امام بارګاه کليسا حجرو ښارونو بازارونو او تعليمي ادارو سرتير حملې کوي

حاجي صیب د خلکو ذهنونه بدلول په دغه زمانه عجب خان اپريدی ژوندې وو هغه يوه ورځ حاجي صیب ته خط ليک کړو چې که تاسو ما د ځان سره پريګدې نو زه راځم او تاسو سره په لښکر شاميلږم حاجي صیب ورته واپسي خط ليک کړو چې ته غل ډاکو ئې او تا زياتې اپريدی قام سره کړې دې نو که چری ته توبه وباسي او اپريدی قام ته معاف کړي نو بيا راځا زما سره شامل شه

ما راقم حروف شبير دراني ته يوه ورځ خپل نيکه بابا خبره کوله ويل  هډې مولانا صېب حاجي صیب ته ويلې وو چې ته هر وخت کابل ته نه شې راتللې نو ستا چې زما سره څه خبره وي هغه زما پلار بابا مطلب زما قرنيکه حميدالډين دراني ته کوه وائي يوه شپه حاجي صیب په پټه زمونږ جومات ته راغلې وو او د حميدالډين دراني بابا سره ئې څه خبره کوله په دغه کې د شيخ ادلو کاکا پلار بابا په لار تيريدلو نو دوي ته پټ شولو چې دوي څه وائي لږ ساعت روستو د شيخ ادلو کاکا پلار چغې جوړې کړې چې لړم وخوړم ويل دغه کې حاجي صیب د جومات له کوټې رابهر شولو د شيخ ادلو کاکا پلار بابا ته په هغه ځاېې د خپلې خلې لارې پورې کړې په کوم ځايې چې لړم خوړلې وو او ورته ئې ويل چې کوکئ بيا غوږ ايستنې مه کوه ښه

حاجي صيب ترنګزے ته درې زره او پينځۀ سوه 3500 جيربه زمکه د کابل امير حيبيب الله خان د لنګر له لپاره ډالې کړے وه

او سل جيربه زمکه ورته عبدالقادر خان ډالې کړې وه

عبدالقادر خان د هشنغر عمرزو کلي د خدایي خدمتګار او ستر ليکوال  عبدالله اکبر اکبر چاته چې په پښتو ادب کې د ړومبنئ ډرامې ليکلو اعزاز حاصل دې پلار بابا وو او د سخي ارسلا خان زوې وو

حاجي صيب ترنګزے ړومبنۍ ذدکړه هم په ترنګرو کلي کې د خپل پلار بابا او حميد الدين دراني سره کړے وه د څورلسو کالو په عمر کې يې د کلام پاک ختم کړے وو

د ترنګزو نه روستو حاجي صيب دارالعلوم تهکال ته لاړو او هغلته يې شپږکاله ديني تعلييم اوکړو دا اسلامي مدرسه د دهلي او کابل ترمينځ وه نو د کابل نه چې به څوک دهلي ته تلل او د دهلي نه به کابل ته راتلل نو په دا دارالعلوم تهکال کې به يې د حاجي صیب سره دمه کوله

هم په دغه زمانه کې د دارالعلوم ديوبند بنياد ايښودے شوے وو او شيخ الهند مولانا محمودالحسن صيب په کې ړومبني کلاسونو ته سبق ښودلو په ټول هندوستان او افغانستان کې د دے دارالعلوم چرچې وے

د حاجي صيب ترنګزے په زړۀ کې هم د دې ادارې د ليدو حسرت پيدا شو اجميرشريف ته تللو نو د دارالعلوم يوبند ليدو ته هم ورغللو په دغه زمانه د کابل ډيرو پښتنو په دارالعلوم يوبند کې سبق ويلو او دوي چې به کابل ته تلل نو په درالعلوم تهکال کې به يې حاجي صیب سره دمه کوله

دغه رنګ يې د حاجي صيب سره شناحت پيژندګلو وه دغه افغانانو د ميلمستيا په حاطر حاجي صیب د څو ورځو لپاره  د ځان سره په دارالعلوم ديوبند کې ايسار کړو او دغه رنګ د حاجي صيب او شيخ الهند مولانا محمودالحسن صيب تعلوقات جوړ شو 

هم په دغه ورځو کې د دارالعلوم يوبند نه يو ټولګې حج لپاره تللو او حاجي صيب ترنګزے هم په دغه ټولګي کې شامل شو دغه رنګ د حاجي صيب ترنګزے رشته د حج په سفر کې د مولانا محمودالحسن سره نوره هم پخه شو

دا نن چې د باچاخان بابا  د اذادو مدرسو ذکر کيږي نو باچاخان بابا د  حاجي صيب ترنګزے پيرو کار وو حاجي صيب خپله باچاخان بابا ته ويلو وو چې زۀ به په قاباييلو کې کار کوم او تۀ په سمه خپل تحريک چلاوه 

باچاخان بابا چې د 1921 نه دا کوم آذادو سکولونو پرانستل شروع وو کړے وه دا  حاجي صیب په 1899 کې شروع کړې وو چې دغه وخت د باچاخان بابا عمر صرفکاله وو هم په دې مدرسو  جوړولو حاجي صيب پيرنکي د 1907نه تر 1908  يولس مياشتې قيد کړې هه په دغه زمانه حاجي صیب 127 مدرسې قايمې کړې وې او د دغه مدرسو جيف ايکزيکټو خپله حاجي صیب وو د دې مدرسو صدر دفتر په صوابۍ ګډر کې وو او په دې مدرسو کې به د ديني تعليم سره د طب او معاشياتو تعليم هم ښودلې کیدو او هر کال په د حاجي په مشرۍ کې د دغه مدرسو امتخانونه اخستلې شول

په دې مدرسو کې

يوولس په چارسده کې

يو په پيښور کې

ځلور په نوښار کې

اتۀ په مردان کې

او د لرے پښتون خوا په نورو سيمو کې وې

دا آذادې مدرسې ولې حاجي صيب شروع کړے نو په دغه زمانه پيرنګي دلته چرچ مشنري سکولونه کالجونه او ډسپنسرې جوړے کړے وي په دے آدارو کې به پيرنګي عيسايي مبلغينو ته نوکرے ورکولے او هغوي به دغلته د عساييت تبليغ کولو په مدرسو او کالجونو کې به يې هلکانو جينکو ته ويل چې الله پاک فرمايي چې زۀ هغه څوک خليفه کوم څوک چې ماته نزدے وي مونږ الله ج ته نزدے يو نو مونږه يې په تاسو بادشاهان کړے يو که چرے تاسو عيساييت قبول کړو نو تاسو به هم په تخت کينوي

په ډسپينسرو کې به يې رنځورانو ته ويل چې حضرت عيسه ع په مړي ژوندي کول تاسو ځکه رنځوران کيږے چې په حضرت عيسه ع ايمان نۀ لرے

په دغه زمانه د عيساييت 5 پنيځ غټ مرکزونه وو کوم مسلمان چې به عيسايان شول نو دغه مرکز ته به يې اوليږلو

دغه مرکزونه په کوهات بنو مردان مانسهره  او سيالکوټ کې وو

په فروري 1916 کې حاجي صیب ترنګزې د دارالعلوم اسلاميه پيښور  بنياد آيښوډلې وو کوم چې نن سبا په اسلاميه کالج پېښور ياديږی

حاجي صیب چې په ژوند د پيرنګي خلاف د جهاد په عرض د ترنکزو کلي نه مومندو ته تلې وو په 17 دسمبر 1937 کې هم په مومندو کې وفات شو او په 18 دسمبر يې د جنازے لمونځ اوشو او په لکړو مومند ايجنسۍ کې خاورو ته وسپارلې شو

(شبيردراني)

- حاجي صیب
بېرته شاته