(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سیدال خان

[17.Nov.2020 - 21:19]

سرلښکرسيدال خان ناصر نوميالى و

 

دنړۍ تاريخ وګورئ چې هغه دخپلو مشرانو خواري  زحمتونه او ستړياوي په نظر کې نيولې وي دهغو دکارنامو په اړه ښوونځيو ، لېسو او پوهنتونونوکې يادونه ورته کوي چې خپل اتلان يې له ياده نه ووځي دهغو په لاره ولاړشي او لا يې په نومونونو باندې داسي علمي ځايونه ، روغتوونونه او هواي ډګر ونوموي چې دهغو په ذهن کې پاته شي ، چې خپل دهغوى په نقش قدم روان کړي او وبل چاته دهغوى دکړنو په اړه خبرې کولاى شي ـ اوسني حالات کې يې هغه نوميالي هېرکړى دى چې دخاورې او دهېواد يې په رښتنې ډول پالنه کوله د نادر افشار له پوځونو سره يې جنګونه کول د هېواد ساتنه يې په مېړانه سره کړې وه د اصفهان ښار يې فتح کړى و دقلم او توري خاوند و ـ دهغو په ارمانونو يې خاوري واړولې چې هر دولت راغلى دى تراوسه پورې يې چا نوم  نه دى اخيستى او دهغه علت دادى چې رښتنى او په خاورې مين او سرشندونکي ښاغلي څوک يادوي د هغه ستاينه په ژوندکې هم کېږې چې دغلا ځولۍ يې ترټولو لومړۍ ډکوله او دهغو کسانو هم په مړينې نومونه يادېږي چې وشاته يې يو څو کسان پرې اېښي وي چې رښتني اتلان ورک شي او دهغو ورځي لمانځل بېخي دچا په ياد کې نه راځي چې په کومه زمانه کې يې سترګې دوطن او خاورې په خاطر دښمن ځينې وايستلې او ولي دهغه ګناه څه وه ـ ايا دهغه کورنى ستوتزه که دوطن د ژغورني په سبب يې ځان قرباني کړ ـ

ددې پوښتنې ځواب به څوک راکوي او له چا داپوښتنه وکړو ـ ايا سيدال خان ناصر ديو بل هېواد دى ؟

ايا سيدال خان ناصر ددې حق نه لري چې يو پوهنتون او يا بل ځاى يې په نوم ونومول شي ؟

چې عربي پوهنتون دهغه چا نوم نومول شوه چې هېوادسره به يې ترسيدال خان ناصر ډېره مينه درلوده او که ترهغه يې توره ډېره کړې وه ـ

موږ بايد دداسي پوښتنو له پاره ځوابونه ولټوو او ولي دمور او ميرې چلند کېږې چې يو کس دي د ملي اتل ميرويس نيکه په خوله سرلښکر ټاکل شوى وي او دهوتکې دورې ترپايه پوري دي دسرلښکر مشري ورپه غاړه شوې وي دهغه دي نه يوځاى په نوم وي او نه دي علمي او ادبي سمينار ورباندې جوړشوى وي ، يوازي د رزوګان ولايت کې يې لېسه ، هلمند کې څلور لارې يې په نوم دي دادومره وړ شخصيت نه و چې په دې غاړه ورباسئ دا کوڅې او سړکونه خو اوس ديوې ورځې دعسکرپه نوم هم نومول کېږې چې فقط روابط ولرې په ژونديې کوڅې په نامه کولاى شي ـ د افغانستان پلازمينه کابل دى په هغه کې دشکردرې ولسوالۍ د سياه کلي کې قبر دى خو تراوسه په شمار يوڅو کسانو ته معلوم دى او بل چاته يې قبر لا معلوم نه دى او کابل کې يې کوڅه لا په نوم نشته ـ داطلاعاتو وزارت دي يوه پاملرنه نه ورته کوي چې داسي اتلانو باندې سمينارونه وشي او خلک يې په سهي ډول سره وپېژني ـ يوخت کې مې چاته ويل چې باچاخان پېژنې زه په پوهنتون کې وم هغه ويل نه مړه ، څوک به باجاخان نه پېژني د محمودخان پلار دى هغه دپښتونخوا دومره خو نه يم نا خبره ـ اوس خبره بېرته ودې خواته راګرځوم چې ورځ تربلې دي ملي اتلان له خلکو هېرېږي دهغو کارنامې بايد له فکره نه وباسو او تر نسلونو پوري يې ورسوو چې تل يې يادونه ژوندي وساتو ـ 

 

ليکوال ـ بشرمل ناصر

- ناصر
بېرته شاته