(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سوات پښتو ادب

[26.Nov.2020 - 11:08]

د سوات پښتو ادب او ثقافت  

لیک: څېړنپوه ډاکتر ظاهر شکېب
«سوات» د پښتونخوا په شمال ختيځه څنډه کې پرته یوه ښکلې لرغونې او تاریخي سیمه ده او د ختيځ سويزرلېنډ بلل كېږي، چې د  پېښور او مردان شمال ته د ملاکنډ له غاښي سره ګډه پوله جوړوي. که یې تاریخي شالید ته وګورو، نو لرغونتیا یې له میلاده څو پېړۍ وړاندې زمانو ته رسي. مقدوني سکندر چې له اوسني کونړ څخه د افغانانو د مقاومت او کلکې مقابلې په نتیجه کې په تېښته د چمرکنډ پر لار له پښتونخوا څخه هند ته روان شو، نو د ۳۲۷ق. م کال شاوخوا د یوروګوس (اوسنۍ پنجکوړې) له سیندګي پورې ووت، د کوز سوات درې ته ننوت او (اساګونا) یا سواتیانو پښتني قبیلې له سختې جګړې او مقابلې سره مخامخ شو، دې سیمې تر سکندر وروسته د کوشانیانو، ساسانیانو او بودایانو، په ځانګړې توګه د هندي راجاګانو د واکمنۍ د دورو بیلابېل یرغلونه او تاړاکونه هم ولیدل.
وايي د هندي راجاګانو وروستی واکمن(راجاګرا)  د سوات د بګرام غره لمرخاته ته یوه ټينګه او كلكه کلا جوړه کړې وه، چې په هغه پسې سلطان محمود غزنوي هغه مهال چې هند ته د اسلام د سپېڅلي دین د خپراوي په موخه روانېده نورغازي پیرخوشاب په نوم یو پیاوړی پښتون سرلښکر یې له هندوانو څخه د سوات د نیولو لپاره ولېږه، هندي راجا یې کلابند او لویه سوبه د مسلمانانو په برخه شوه، هندوان وتښتېدل او پر ځای يې د پښتنو (دله زاک) قبیله مېشت شوه، چې بیا وروسته په نهمه هجري پېړۍ کې یوه بله پښتني قبیله (یوسفزي) د مغولي حکمرانانو د زور زیاتي له امله له افغانستان څخه دغې سیمې ته ور کډه شول، له دله زاکو پښتنو یې هغه ونیوله او پخپله پکې مېشت شول، چې تر ننه پکې اوسي. مغولي واکمن بابر چې پر هندوستان یرغل کاوه په سوات کې یې له ملک شاه منصور یوسفزي سره خپلوي وکړه او ددغه ځای د پښتنو لښکرو پر مټ یې په هندوستان کې د لودي پښتنو حکومت رانسکور او پخپله د واک پر ګدۍ کېناست. د انګرېزي ښکېلاک په زمانه کې، په ځانګړې توګه د ډیورنډ د تحمیلي کرښې له تېرېدو وروسته د انګرېزي یرغلګرو تر ولکې لاندې راغی، خو کور دننه خپلواکي یې لرله او پر دوو برخو د هند د لويې نیمې وچې له وېش  وروسته هم تر ۱۹۶۹م کال پورې سیدعبدالجبار شاه، میا عبدالودود او میاګل جهانزیب په ترتیب سره د سیمه ییز حکومت (سوات ریاست) واکمنان وو او بیا دغه حکومتولي په شمال مغربي صوبې(صوبه سرحد) کې مدغم او کور دننه خپلواک حیثیت یې ختم شو.
په هر صورت له دې پورته لنډو یادونو څخه دا څرګندېږي چې له ډېرو لرغونو زمانو د تاریخ د په بهير كې د پښتونخوا دغه لرغونې ښکلې او سمسوره سیمه د خپل جغرافیوي موقعیت او سیاسي ستراتيژیک اهمیت له مخې د بېلابېلو دورو د مدنیتونو، تهذیبونو، ثقافتونو د راټولېدو او له دې ځایه د خپرېدو او په ټوله کې د علم، ادب او فرهنګ د روزنې، پالنې، ودې او پرمختیا ټاټوبی او مرکز پاتې شوی، نو ځکه د ډېرو لرغونو زمانو د آثارو نښې نښانې پکې اوس هم تر سترګو کېږي. ویلای شو چې د پښتونخوا سیاسي تاریخ او د پښتو ژبې او ادب عمومي تاریخ په دغه سیمه کې د رامنځته شویو ملي، سیاسي او ادبي ـ فرهنګي غورځنګونو د ویاړلو ملي او سیاسي مبارزو او ادبي ـ فرهنګي آثارو او افکارو له مطالعې او یادونې پرته نیمګړي ښکاري. تر کومه چې خبره په پښتو ژبه او ادب پورې اړه لري، د شیخ ملي دفتر، د خان کجو تاریخ، د اخون دروېزه مخزن الاسلام او دده د نورو لارویانو او پلویانو ډېر منظوم او منثور آثار او د خوشحال خان خټک سواتنامه او له میانور سره یې ادبي او سیاسي مناظرې ټولې د پښتونخوا په دغه سمسورې او ښکلې سیمې (سوات) کې پنځېدلي او رامنځته شوي دي او پر دې ټولو سربېره د واکمنو حکومتونو په دربار او دفتر کې د پښتو ژبې او  پښتنو په  ادبي او سیاسي تاریخ کې لومړی ځل د رسمي کېدو او دفتري کېدو ویاړ هم په ټولې لویې پښتونخوا کې دغلته د سیمه ییز حکومت (سوات ریاست) په برخه شوی دی. د سوات دې ټول علمي ـ فرهنګي، تاریخي، سیاسي اهمیت او ارزښت ته په کتو د پښتونخوا ځوان پیاوړي لیکوال او څېړونکي ښاغلي محمدعلي دیناخيل په علامه اقبال اوپن یونیورسټي کې د لوړو زده کړو پر مهال د خپل پي ایچ ډي تیزس لپاره( د سوات پښتو ادب او ثقافت) موضوع د څېړنې لپاره خوښه کړې، د ښاغلي ډاکټر عبدالله جان عابد په لارښوونه یې په ۲۰۱۷م کال بشپړه او له یاد پوهنتون څخه یې پرې د Ph .D لوړ علمي سند ترلاسه کړی دی.
نوموړي خپله دغه څېړنیزه مقاله په دې لاندې ترتیب په اوو څپرکو(بابونو) کې بشپړه کړې ده:
په لومړي باب(پېژندګلو) کې د موضوع په اهمیت، مبرمیت، د څېړنې موخې او هدف، پوښتنو، د بابوبو وېش، څېړندود(مېتود) او ... پر ښودنې سربېره د تهذیب په لغوي اصطلاحي معنا، تمدن او تهذیب، ثقافت یا کلچر او د هغو تر مینځ د اړیکو په باب لنډې، خو جامع څرګندونې لري. دویم باب د شالید (پس منظر) مطالعه ده چې پکې پر هغو آثارو بحث او کره کتنه شوې چې د اړوندې موضوع په هکله د مخه خپاره شوي دي. درېیم باب د سوات لنډ تاریخ او د جغرافیوي څرنګوالي پېژندنې ته ځانګړی شوی دی. څلورم باب د پښتنو په زمانه کې د سوات ادب او ثقافت (اول نه تر ۱۹۱۵م کال پورې) په سوات کې پښتو او پښتانه، د پښتو ادب په ودې او پرمختیا او دغلته په رامنځته شویو ادبي او تاریخي آثارو، ادبي غورځنګونو، پښتو پنځیدلي ولسي ادب، دودونو، عنعنو او نورو ډېرو اړوندو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه لري.
پنځم باب ته «د سوات په ریاستي دور کې (۱۹۱۵- ۱۹۶۹م) پښتو ادب» سرلیک ورکړل شوی، چې پکې په دغه دوره کې د پښتو ژبې او ادب د ودې او پرمختیا بهیر، د پنځیدلي او رامنځته شوي نوي معاصر ادب، آثارو او افکارو په رڼا کې په تحلیلي بڼه څېړل شوی او د هغه وخت د ټولنیز نظم او نظام، دود، دستور پر څرنګوالي هم بحثونه شوي دي. په شپږم باب کې چې د (سوات پښتو ادب او ثقافت د ریاست سوات ادغام او ټولنیز بدلون) نومېږي، د پښتونخوا په دغه تاریخي سیمه کې د سیاسي او ټولنیزو بدلونونو په رڼا کې د پښتو د اوسني ادب او فرهنګي بهیر د ودې او پرمختیا څرنګوالی او څومره والی، د ادب او فرهنګ او همدارنګه د ټولنیز ژوند په بیلابېلو برخو کې د ترسره شویو څېړنیزو او تخلیقي علمي او عملي کارونو د بېلګو او مثالونو په ښودلو سره په ښه علمي، ادبي اکاډمیکه بڼه تشریح شوي دي. په اووم باب کې د ټولو بابونو لنډيز، نچوړ او نتیجه راغلې. په وړاندیزونو، سپارښتونو، ضمیمو او د اخځلیکونو په عمومي لیکلړ سره دغه څېړنه پای ته رسېدلې ده.
د ښاغلي ډاکټر محمد علي دیناخیل څېړنیز اثر( د سوات د پښتو ادب او ثقافت څېړنه) به نه یوازې دا چې د پښتو ژبې او ادبیاتو څېړونکو، استادانو او زده کړیالانو ته د خپلو لیکنو، څېړنو، زده کړو او ادبي مطالعاتو ترسره کولو لپاره ډېر ګټور مستند معلومات په واک کې ورکړي، بلکې په عام ډول به د سوات د تاریخ، فرهنګ، ثقافت او د خلکو د ټولنیز ژوند ژواک د پېژندنې او پرې پوهېدنې لپاره تاریخ لیکونکو، بشر پوهانو، ټولنپوهانو، لرغونپوهانو، سیاستوالو او د پښتني کلتور او فولکور څېړونکو ته د یوې معتبرې باوري معلوماتي سرچینې په توګه په کار ورشي او د اړوندو موضوعاتو په برخه کې به د خپلو مطالعاتو او څېړنو لپاره به نوې سوژې او غوره لارې چارې هم ومومي.
همدې علمي، ادبي ـ فرهنګي ارزښت او اهمیت ته په کتو د افغانستان د علومو اکاډمي دغه څېړنیز اثر خپروي، نو یې د کتنې او سمون چارې د خپرونو د کمېسیون له خوا د علومو اکاډمي علمي منشي ښاغلي څېړنوال رفیع الله نیازي ته وسپارل شوې.
موږ له ښاغلي ډاکټر دیناخیل، چې دا اثر یې د چاپ لپاره زموږ په واک کې راکړ او له ښاغلي نیازي، چې دا اثر یې په وروستۍ کتنه او چاپ زیار خپرېږي، منندوی یوو، دواړو څېړونکو ته په علمي ـ فرهنګي چارو کې د لابریالیتوبونو او غوره خدمتونو هیله کوو.
په درنښت
څېړنپوه ډاکټر عبدالظاهر شکېب

- شکېب
بېرته شاته