(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اسونو

[23.Dec.2020 - 15:02]

زمـؤږ د آسـانـؤ مـسـتـي ــ مـسـتـي گـاډيـانـي

لیک: غرڅنی خان بابی

اوس خـؤ چـي وای پـهٔ گـردهٔ کـنـدهـار کـښـي يـوه دانـه گـاډۍ پـهٔ جـار غـواړې ــ لا هـم نـهٔ پـيـدا کـېـږي

د هـغـهٔ راهـيـسـي چـي دغـونـي پـهٔ يـو ښـهٔ ؤ بـد پـيـېـدلـئ يـم ، بـيـا تـر هـغـهٔ زمـانـهٔ پـوري چـي د يـوهٔ او بـل د خـولـې پـهٔ دې سـرهٔ غـوږېـدلـئ يـم ، چـي ، ‘‘ دهٔ خـؤ هـم دا دئ کـؤزه واخـيـسـتـهٔ ! ’’ ، او پـهٔ هـمـدغـهٔ روزگـار ؤ زمـان کـښـي چـي د کـنـدهـار پـهٔ ښـهـر ( ښـار ) کـښـي ــ څـهٔ پـيـاده او څـهٔ پـر هـا خـپـل چـيـنـايـي بـايـسـکـلـهٔ بـانـدي ــ گـرځـېـدلـئ يـم ، پـکـښـي ايـسـتـهٔ ؤ دوري سـوئ يـم ، نـو د ښـهـر پـهٔ هـرهٔ گـوښـه ؤ کـنـار کـښـي مـي ئـې ــ د سـړکـانـؤ پـر يـوه ؤ پـر بـلـهٔ غـاړهٔ ، پـر هـر دغـهٔ ؤ هـغـهٔ چـوک ، د بـسـانـؤ د دغـي ؤ هـغـي اډې سـرهٔ ، دلـتـهٔ ؤ هـلـتـهٔ ــ داغـهٔ د آس گـاډيـانـي هـم پـهٔ سـتـرگـهٔ سـوي دي ، چـي دي

د آس د گـاډيـانـؤ دا بـهٔ نـو اوس داغـهٔ څـهٔ نـهٔ څـهٔ سـل کـالـهٔ کـېـږي ، يـا تـر دې لا هـم ښـهٔ داسـي ډېـر ـ ډېـر ؤر پـهٔ هـاخـوا ، چـي چـلـوونـگ ئـې پـهٔ کـنـدهـار کـښـي دود سـوئ دئ . د آس گـاډۍ بـهٔ زمـؤږ ځـيـنـؤ کـنـدهـاريـانـؤ ( د ‘‘ آس ’’ پـر ‘‘ گـاډۍ ’’ سـربـېـرهٔ ) ‘‘ بـگـۍ ’’ ، ځـيـنـؤ بـهٔ ‘‘ ټـانـگـه ’’ ، او ځـيـنـؤ نـورؤ بـهٔ د ‘‘ آس ’’ پـهٔ ‘‘ ټـانـگـه ’’ سـرهٔ لا هـم بـلـلـهٔ . د آس و گـاډۍ تـهٔ پـهٔ هـيـنـدي ژبـهٔ کـښـي هـم د ‘‘ بـگـي ’’ او هـم د ‘‘ ټـانـگـه ’’ نـؤمـؤنـهٔ کـارېـږي او پـهٔ انـگـرېـزي ژبـهٔ ئـې بـيـا ‘‘ بـگـي / buggy ’’ بـولـي . د ‘‘ بـگـي ’’ نـؤم ، د ۱۸ مـي مـيـلادي پـېـړۍ پـهٔ پـای کـښـي ، پـهٔ ايـنـگـلـيـسـتـان کـښـي راوتـلـئ دئ . دا هـغـهٔ بـگـيـانـي وې چـي دوې اربـې بـهٔ ئـې لـرلـې . د ۱۹ مـي مـيـلادي پـېـړۍ د مـيـانـځ و کـلـؤنـؤ تـهٔ هـمـداغـهٔ د ‘‘ بـگـي ’’ نـؤم ولاړئ ، بـرابـر تـر امـريـکـا پـوري ورسـېـدئ او هـلـتـهٔ ئـې اربـې د دوو څـخـهٔ و څـلـورؤ تـهٔ ؤرواړولـهٔ سـولـې . اگـر چـي د ‘‘ بـگـي ’’ د نـؤم څـرک لا تـر اوسـهٔ پـوري پـهٔ هـيـنـدؤ ـ آريـايـي او هـيـنـدؤ ـ ارؤپـايـي ژبـؤ کـښـي ايـسـتـلـهٔ سـوئ نـه دئ ، مـگـر پـهٔ بـاسـتـانـي روم کـښـي بـهٔ ئـې لا ‘‘ بـيـگـه ’’ و هـغـؤ گـاډيـانـؤ تـهٔ ويـلـهٔ چـي پـهٔ دوو آسـانـؤ سـرهٔ بـهٔ چـلـېـدلـې . پـخـپـلـهٔ بـــــيــگــه ( biga/bigae) د لاتـيـن ژبـي واژه ( لـغـت ) دهٔ ، چـي زمـا پـهٔ گـؤمـان سـرهٔ د زمـان پـهٔ تـېـرېـدو سـرهٔ بـهٔ پـهٔ بـگـي سـرهٔ اؤښـتـې يـيد اپـگـانـيـسـتـان ( افـغـانـسـتـان ) آسـي گـاډيـاني پـهٔ يـوهٔ آس سـرهٔ کـشـېـږي ،  مـگـر پـهٔ امـريـکــا او ځـيـنـؤ ارؤپـــايـي کـيـښــورؤنــؤ ( مــمــلـکــتـؤنـؤ ) کښي بيا داسـي گـاډيـانـي سـتـه چـي د يـوهٔ آس پـر ځـای د دوو يا څــلــورؤ آســانــؤ پـهٔ مــرســـتــهٔ سـرهٔ چـلـولـهٔ کــېــږي .

د سـردار بـابـا ( ښـادروان ، شـهــيـد سـردار داؤد خـان ) په زمـانـه کـښـي مـؤ يـوازي مـردؤم ( خـلـق ، خـلـکخـوښ ، ښـاد او آبـات نـهٔ ول ، بـل لا گـؤمـان کـوم چي د ځــنــگــلــؤنــؤ جـانـوران ( حـيـوانـان ) ، بـوده گـان او د گـاډۍ د آســــانــؤ غؤندي چــهــارپـايـان مؤ لا هم ښه مـــســـت او په غـــؤره کــښي ول . اگـر چـي هــاغـه زمـان دا ريـکـشـې ــ مـيـکـشـې ، ښـهـري بـسـان او روسـي ټــيــکــيــســـيــان هم ښـهٔ پـهٔ پـېـخـر ول ، مـگــر پـر هـغـؤ ســربــېــره لا بـيـا هـم د آس د گـــاډيـــانـــؤ بــازار ښـهٔ ؤ ــ خــورا  تــود ؤ

کـهٔ د اټـکـل مـتـار ؤرواچـوؤ، نـو ټـيـک هـمـهـاغـهٔ زمـان مـؤږ پـهٔ کـنـدهـار کـښـي داغـهٔ څـهٔ نـهٔ څـهٔ څـلـور / څـلـور ـ نـيـم سـوهٔ د آس گـاډيـانـي لـرلـې

د کـنـدهـار د آس گـاډيـانـي پـهٔ گـردهٔ اپـگـانـيـسـتـان کـښـي هـم پـهٔ نـام وې او هـم ښـې د خـؤدای تـر کـورهٔ ښـايـسـتـې وې . دغـهٔ نـامـي گـاډيـانـي بـهٔ دالـتـهٔ زمـؤږ پـهٔ خـپـل کـنـدهـار کـښـي جـوړېـدلـې ؛ چـي يـو ځـای خـؤ ئـې د شـهـيـدانـؤ د چـوک و لـوېـديـځ تـهٔ پـر وتـلـي خـام سـړک بـانـدي د سـنـځـري د اډې سـرهٔ پـهٔ ولاړؤ سـرايـؤنـؤ کـښـي ؤ . د دغـؤ آسـي گـاډيـانـؤ پـهٔ جـوړولـؤ کـښـي بـهٔ د لــرگـي ، اوســپــنـي ، څـــرمـن او لــبــړهٔ څـخـهٔ ښـهٔ تـر ډېـرهٔ پـهٔ دغـهٔ لانـدي ډول سـرهٔ کـار اخـيـسـتـهٔ کـېـدئ

د گـاډۍ دوه اؤږدهٔ تـيـران بـهٔ ئـې د بـاڼـس د ښـهٔ پـاخـهٔ لـرگـي څـخـهٔ ؤرجـوړول ، چـي پـر يـوهٔ سـر ؤ پـر بـل سـر بـهٔ ئـې ، و تـېـش خـولـيـانـؤ تـهٔ ورتـهٔ ، د اوسـپـنـي پــتــري ؤروهــلـهٔ ســوي ول . د تــيــرانــؤ پـر پـاتـهٔ بــرخــهٔ بـانـدي بـهٔ ئـې بـيـا د سـرهٔ څـخـهٔ تـر پـايـهٔ پـوري ، بـنـد پـر بـنـد ، يـو رازي ژړ ـ زريـن پـيـتـل هـم ټـيـنـگ ؤرپــــتــری کــړئ ؤ ؛ څـو د گـاډۍ تـيـران ئـې ښــهٔ ډېــر وخــت ؤرؤوهــي او ژر مـات نـهٔ ســـي . د بــــاڼــس لــــرگــي ، زمـــا پـهٔ گــــؤمـان ســـرهٔ ، لــکـهٔ چـي د لاهـــورهٔ څـخــهٔ راتـــلـل .

د گـاډۍ دوې غـټـي ـ گـيـردۍ اربـې ، د اربـو پـرې ، او د اربـو مـيـانـځـنـۍ بـرخـهٔ ( هـغـهٔ بـرخـهٔ ئـې چـي د اربـې پـرې د هـغـي د دبـانـدنـۍ کـړۍ سـرهٔ مـؤښـلـيـي ) بـهٔ ئـې د گـوز ( جـوز ) او يـا هـم د بـلـؤت ( بـلـؤط ) د لـرگـي څـخـهٔ ؤرجـوړول

د گـاډۍ د اربـو د دبـانـدنـۍ کـړۍ هـا تـک ـ تـور او پـنـډ ـ غـورس لـبـړ بـهٔ ئـې بـيـا د گـاړؤ ( مـوټـرانـؤ ) د ټـيـرؤنـؤ څـخـهٔ ؤرجـوړاوهٔ

د آس د زيـاتـرهٔ گـاډيـانـؤ اکـشـئـدنـد ( اکـسـل ) بـهٔ د اوسـپـنـي ؤ ، خـؤ دانـه ـ مـانـه گـاډۍ بـهٔ داسـي هـم وهٔ چـي اکـشـئـدنـد بـهٔ ئـې د لـرگـي څـخـهٔ ؤرجـوړ کـړئ ؤ . د دغـسـي لـرگـيـنـؤ اکـشـئـدنـدؤنـؤ ( اکـسـلـؤنـؤ ) پـهٔ جـوړولـؤ کـښـي بـهٔ ئـې د گـوز ( جـوز ) يـا چـيـنـار لـرگـی کـاراوهٔ

د گـاډۍ وان و مـخ تـهٔ ، د دهٔ او د گـاډۍ د آس تـر مـيـانـځ ، د سـپـر غـؤنـدي ولاړهٔ هـا يـوه څـلـور ـ کـؤنـجـه تـخـتـه ؛ د گـاډۍ د يـوهٔ او بـل اړخ هـا دوې غـټـي ـ غـټـي دېـوالـي تـخـتـې ؛ او د هـمـدغـؤ دوو غـټـؤ اړخـکـي ؤ دېـوالـي تـخـتـو پـر سـر ؤرکـړهٔ سـوې يـوه ـ يـوه نـرۍ تـخـتـه ( چـي پـهٔ بـروالـهٔ بـهٔ څـهٔ نـهٔ څـهٔ يـوه لـوېـشـت ؤ څـلـور گـؤتـي او پـهٔ اؤږدوالـهٔ بـهٔ داغـهٔ څـهٔ نـهٔ څـهٔ يـو گـز کـېـدلـې او گـاډۍ وان او سـؤواريـانـؤ بـهٔ خـپـل څـنـگ پـر اچـاوهٔ ) دا بـهٔ ئـې بـيـا د گـوز ( جـوز ) ، نـاجـؤ او يـا هـم سـپـېـدار د لـرگـي څـخـهٔ ؤرجـوړولـې

د گـاډۍ د مـخ و هـا کـؤچـيـنـۍ سـپـر ـ وشـمـهٔ تـخـتـې او هـغـؤ دوو غـټـؤ اړخـکـي تـخـتـو تـهٔ بـهٔ ئـې د درو خـواؤ ( يـو اړخ ؤ بـل اړخ او د سـر د خـوا ) د اوسـپـنـي درې سـپـيـنـي مـيـلـې ؤرکـړلـهٔ سـوي وې ، چـي سـؤواريـانـؤ بـهٔ و گـاډۍ تـهٔ د ؤرخـتـلـؤ ، د گـاډۍ څـخـهٔ د راکـښـتـهٔ کـېـدلـؤ او يـا هـم د گـاډۍ د تـگ پـهٔ وخـت کـښـي د ښـهٔ پـر آرامـهٔ کـښـېـنـسـتـلـؤ او يـو چـؤرت ـ مـؤرت ايـلـه کـولـؤ پـهٔ تـرڅ کـښـي خـپـل لاس پـر ټـيـنـگـاوهٔ

د آس د گـاډۍ و تـنـې ( د گـاډۍ د مـخ هـا يـوې کـؤچـيـنـۍ سـپـر ـ وشـمـهٔ او څـلـور ـ کـؤنـجـه تـخـتـې ، د يـوهٔ او بـل اړخ دوو غـټـؤ دېـوالـي تـخـتـو ، دوو اربـو او دوو اؤږدو تـيـرانـؤ ) تـهٔ بـهٔ ئـې ژړ ـ نـخـؤدي او يـا هـم تـېـز شـؤتـؤري رنـگـؤنـهٔ ؤرکـړلـهٔ سـوي ول . دا کـهٔ بـهٔ نـو گـاډۍ ښـهٔ نـوې ـ نـزې وهٔ ، نـو دغـؤ ښـايـسـتـو رنـگـؤنـؤ بـهٔ ئـې بـيـا د کـنـدهـار د لـمـر و روښـنـايـي تـهٔ بـل رازي جـل ـ بـل واهـهٔ ! خـورا بـهٔ بـرېـښـېـدلـهٔ

د گـاډۍ د مـخ او شـا پـايـدانـؤنـهٔ بـهٔ ئـې بـيـا د گـوز ( جـوز ) يـا جـنـغـوزيـؤ د لـرگـي څـخـهٔ ؤرکـول ، چـي پـر هـغـهٔ بـهٔ ئـې سـربـېـرنـهٔ  يـو پـنـډ چـادر يـا اژدهـات ( فـلـز ) هـم وهـلـهٔ سـوئ ؤ . د شـا پـايـدان بـهٔ ئـې دوې پـلـې لـرلـې

د گـاډۍ د شـا د چـوکـۍ و مـخـي تـهٔ دسـتـي بـهٔ ئـې هـا يـو لاس هـمـوارهٔ پـلـه وهٔ

دوهـمـهٔ يـوه ئـې بـيـا ، پـهٔ هـمـدغـي پـلـې پـوري ، يـوه بـلـهٔ مـخ پـر لـوړهٔ تـلـلـې پـلـه وهٔ ، چـي د پـای و خـواتـهٔ  لـوړ پـر ژۍ  بـهٔ ئـې د اوسـپـنـي يـوه نـرۍ سـپـيـنـهٔ پـټـه او يـو څـو کـږې ـ وږې او چـنـگـک ـ چـنـگـک  مـيـلـې هـم ؤرکـړلـهٔ سـوي وې . دا پـهٔ دې چـي : د گـاډۍ د تـگ پـهٔ وخـت کـښـي بـهٔ هـم سـؤواريـان خـپـلـي پـښـې پـر ټـيـنـگـيـي او هـم بـهٔ د گـاډۍ څـخـهٔ لانـدي رالـوېـږي ؤ راښـوېـږي نـهٔ . پـهٔ گـاډۍ کـښـي و شـا تـهٔ نـاسـتـؤ ځـيـنـؤ سـؤواريـانـؤ بـهٔ خـپـل کـؤچـيـنـيـان دالـتـهٔ ، پـر هـمـدغـهٔ ځـای ، و پـښـو تـهٔ کـښـېـنـول

د مـخ د پـايـدان د سـر و خـواتـهٔ ( د گـاډۍ وان د پـښـو سـرهٔ ) بـهٔ ئـې بـيـا د اوسـپـنـي يـوه سـپـيـنـهٔ او اؤږده مـيـلـه ؤرکـړهٔ سـوې وهٔ ، چـي پـر هـغـهٔ بـانـدي بـهٔ پـخـپـلـهٔ گـاډۍ وان او و څـنـگ تـهٔ نـاسـت سـؤواري ئـې خـپـلـي پـښـې ايـښـوولـې

د آس گـاډيـانـؤ بـهٔ گـردسـره دوې چـوکـيـانـي لـرلـې : يـوه مـخ تـهٔ ، يـوه شـا تـهٔ

د مـخ پـهٔ چـوکـۍ کـښـي بـهٔ ئـې پـخـپـلـهٔ گـاډۍ وان او و څـنـگ تـهٔ بـهٔ ئـې يـو سـؤواري کـښـېـنـسـتـئ ؛ د شـا چـوکـۍ بـهٔ ئـې بـيـا يـوازي د سـؤواريـانـؤ دپـارهٔ وهٔ . د دغـؤ دوو چـوکـيـانـؤ تـر مـيـانـځ بـهٔ ئـې يـوه اؤږده تـکـيـه وهٔ ، چـي د اوسـپـنـي پـهٔ دوو مـيـلـو سـرهٔ بـهٔ ټـيـنـگـهٔ سـوې وهٔ او د گـاډۍ و مـخ او شـا تـهٔ نـاسـتـؤ کـسـانـؤ بـهٔ خـپـلـهٔ ډډهٔ پـر اچـولـهٔ . د چـوکـيـانـؤ تـر مـيـانـځ د ؤرکـړهٔ سـوي تـکـيـې او د چـوکـيـانـؤ و يـوهٔ ؤ بـل اړخ تـهٔ د گـاډۍ د هـا دوو غـټـؤ اړخـکـي ؤ دېـوالـي تـخـتـو دنـنـهٔ خـواوي بـهٔ ښـې پـسـتـې او ايـسـپـنـجـي وې ، چـي د پـلاسـټـيـک يـا ټـؤکـرهٔ ښـهٔ يـو ښـايـسـتـه گـؤلـدارهٔ پـوښ بـهٔ پـر ؤرکـړهٔ سـوئ ؤ او سـربـېـرنـهٔ بـهٔ ئـې بـيـا يـو بـل سـپـيـن ـ ښـوی پـلاسـټـيـکـي پـوښ هـم ــ د يـو خـونـدي سـاتـنـگ ؤ دې پـر پـار ( خـاطـر ) ئـې ــ پـسـي پـر ؤرکـړهٔ سـوئ ؤ . د مـخ او شـا د خـوا پـر دواړؤ چـوکـيـانـؤ بـانـدي بـهٔ ئـې د لـوړي څـخـهٔ يـوه نـرۍ ، ښـايـسـتـه ـ گـؤلـدارهٔ او پـلاسـټـيـکـي پـرده راځـړولـهٔ سـوې وهٔ . تـر دغـؤ چـوکـيـانـؤ لانـدي بـهٔ بـيـا سـؤواريـانـؤ خـپـلـهٔ يـوه کـؤچـيـنـۍ غـؤټـهٔ ـ مـؤټـهٔ ، کـهٔ بـهٔ ؤرسـره وهٔ ، دا بـهٔ ئـې ايـښـوولـهٔ

د آس گـاډيـانـؤ مـؤ څـلـور ځـيـنـې لـرلـې : دوې مـخ تـهٔ ، دوې شـا تـهٔ

هـرهٔ ريـکـابـي ځـيـنـه بـهٔ ئـې د اوسـپـنـي يـوه سـپـيـنـهٔ مـيـلـه وهٔ ، چـي پـهٔ هـغـهٔ پـوري بـهٔ د کـښـې د خـوا د اوسـپـنـي يـوه ، ريـکـاب تـهٔ ورتـهٔ ، پـلـنـهٔ ټـوټـه د پـښـو ايـښـوولـؤ دپـارهٔ ؤرويـلـډيـنـگ سـوې وهٔ . و گـاډۍ تـهٔ د ؤرخـتـو پـهٔ وخـت کـښـي چـي بـهٔ چـا د هـغـي د شـا پـر ريـکـابـي ځـيـنـو بـانـدي خـپـلـهٔ پـښـه کـښـېـښـووهٔ ، نـو د هـغـهٔ سـرهٔ بـهٔ د گـاډۍ د شـا خـوا هـم مـخ پـر کـښـتـهٔ ولاړهٔ ــ کـښـې بـهٔ نـسـتـهٔ

د گـاډۍ د دوو غـټـؤ اربـو څـخـهٔ د هـري يـوې و شـا تـهٔ بـهٔ د اوسـپـنـي يـوه اؤږده ـ پـنـډهٔ پـنـري کـؤنـده ؤرکـړهٔ سـوې وهٔ

د گـاډۍ د دوو غـټـؤ اړخـکـي ؤ دېـوالـي تـخـتـو پـهٔ لانـدنـۍ بـرخـهٔ کـښـي بـهٔ ئـې ( د مـخ و خـوا تـهٔ ) و ځـيـنـؤ گـاډيـانـؤ تـهٔ  ، پـر راسـتـه او چـپـه دواړؤ خـواؤ بـانـدي ، يـوه يـوه ډېـوټـدانـۍ ( شـمـعـدانـۍ ) او ځـيـنـؤ نـورؤ تـهٔ بـهٔ ئـې بـيـا تـيـلـي څـيـراغـان ؤرکـړلـهٔ سـوي ول . گـورهٔ نـو ، چـي دغـهٔ بـهٔ ئـې د شـپـې د خـوا لـگـول او کـهٔ بـهٔ ئـې سـاده د يـو نـمـای دپـارهٔ ؤراچـولـهٔ سـوي ول ؟ خـؤ هـر څـهٔ چـي ول ، بـد بـهٔ نـهٔ ؤرسـرهٔ اېـسـېـدل

و ځـيـنـؤ گـاډيـانـؤ تـهٔ بـهٔ ئـې د هـغـؤ د هـا دوو غـټـؤ اړخـکـي ؤ دېـوالـي تـخـتـو څـخـهٔ و هـغـي يـوې تـهٔ چـي د گـاډۍ وان پـر راسـتـه لاس بـانـدي بـهٔ وهٔ ،  د تـاچـانـې ( تـازيـانـې ، شـلاق ، چـلاخـي ) د ايـښـوولـؤ دپـارهٔ د اوسـپـنـي يـوه نـلـۍ  هـم ؤرکـړهٔ سـوې وهٔ . مـگـر د نـورؤ گـاډيـانـؤ د تـاچـانـې د ايـښـوولـؤ نـلـۍ بـهٔ ئـې بـيـا هـمـداغـهٔ د گـاډۍ د راسـتـې خـوا د غـټـي اړخـکـي ؤ دېـوالـي تـخـتـې پـر سـر د ؤرکـړهٔ سـوي هـا يـو گـزه اؤږدې ـ نـرۍ تـخـتـې ( چـي د يـوې ډډي اچـولـؤ دپـاره بـهٔ وهٔ ) د مـخ و خـوا تـهٔ ( د گـاډۍ وان پـر راسـتـه لاس بـانـدي ) ؤرکـړهٔ سـوې وهٔ .   

د آس و ځـيـنـؤ گـاډيـانـؤ تـهٔ بـهٔ ئـې د کـال پـهٔ يـوهٔ ؤ بـل مـوسـم کـښـي د ټـاټ يـو ښـهٔ رنـگـارنـگ سـايـوان هـم ؤرکـاوهٔ ؛ او د ځـيـنـؤ ـ ځـيـنـؤ گـاډيـانـؤ تـنـه بـهٔ بـيـا د کـښـې د خـوا د ټـاټ پـهٔ يـوهٔ رنـگـه ټـؤکـرهٔ کـښـي ، چـي ښـهٔ پـرکـؤنـهٔ بـهٔ هـم ؤرکـړلـهٔ سـوي ول ، پـهٔ دغـهٔ کـښـي بـهٔ نـيـوهٔ سـوې وهٔ

د گـاډۍ د آس مـلـؤنـهٔ ( قـيـزه ، کـيـزه ) ، کـانـپـټـۍ ( د څـرمـنـي يـا لـبـړهٔ څـخـهٔ جـوړي سـوي هـغـهٔ پـټـۍ چـي د آس پـر سـتـرگـؤ بـهٔ ئـې پـهٔ دې ؤراچـولـې چـي  تـور نـهٔ وخـوري ) ، د تـنـدي تـسـمـه ، د اؤربـؤز تـسـمـه ، کـلـه گـيـرهٔ تـسـمـه ، د غـاړي تـسـمـه ، د سـيـنـې تـسـمـه ، د سـتـؤنـي تـسـمـه ، د بـاړخـؤگـانـؤ تـسـمـه ، د نـس تـسـمـه ، د کـؤنـاټـو تـسـمـه ، د شـا تـسـمـه ، د خـول ټـوټـه ... دا گـردهٔ بـهٔ ئـې د څـرمـنـي ول . دا څـيـزؤنـهٔ بـهٔ ئـې پـر کـارخـانـو سـربـېـرهٔ د پـخـوانـي ارگ و لــمـرخـاتـهٔ تـهٔ پـهٔ ځـيـنـؤ دؤکـانـؤنـؤ کـښـي هـم جـوړېـدل . پـاتـهٔ سـول نــالــؤنـهٔ ئـې ؛ چـي هـغـهٔ بـهٔ ئـې بـيـا د ســـنــځــري د اډې سـرهٔ پـهٔ پــښــو کـښـي ؤرټــکــوهــل کـېـدل

زمـؤږ د کـنـدهـار زيـاتـرهٔ گـاډۍ وانـانـؤ بـهٔ خـپـلـي گـاډۍ پـهٔ خـپـلـهٔ چـلـولـې ، خـؤ ځـيـنـؤ کـسـانـؤ بـهٔ بـيـا د بـل چـا دپـارهٔ گـاډۍ وانـي کـولـهٔ . د گـاډۍ چـلـولـؤ دپـارهٔ چـا د کـمـي اپـيـژه ( خـاص ) پـرئـويـنــتـا ( مـهـارت ) و لـرلـؤ تـهٔ څـهٔ اړتـيـا نـهٔ لـرلـهٔ ، مـگـر و گـاډۍ تـهٔ د يـوهٔ نـوي آس د ؤراچـونـگ ، د هـغـهٔ  رامـول ، د گـاډۍ سـرهٔ آمـؤخـتـه کـوونـگ او د سـاتـنـگ کـار ئـې لا يـو څـهٔ سـخـت او دؤښـوار ؤ . هـاغـهٔ زمـان ( د ښـادروان ، شـهـيـد سـردار داؤد خـان پـهٔ زمـانـه کـښـي ) زمـؤږ پـهٔ کـنـدهـار کـښـي د يـوې ښـې ـ نـوي ـ نـزي گـاډۍ بـهـا ( قـيـمـت ) ، چـي ښـهٔ بـيـهـتـريـن ـ تـکـړه آس بـهٔ ئـې هـم لارهٔ ، د داغـهٔ څـلـوېـښـتـؤ څـخـهٔ تـر پـيـنـځـوسـؤ زرؤ اوگـانـيـؤ ( افـغـانـيـؤ ) پـوري رسـېـدهٔ . گـاډۍ وانـانـؤ بـهٔ مـؤ د روځـي درې / درې ـ نـيـم سـوهٔ اوگـانـۍ ( افـغـانـۍ ) جـوړولـې . مـگـر دا ؤ چـي پـهٔ دؤئ بـهٔ د آس د خـوراکـې خـرڅ هـم پـسـې ؤ ؛ چـي د يـوهٔ آس د خـوراکـې روزانـه خـرڅ بـهٔ ئـې و څـهٔ نـهٔ څـهٔ سـلـؤ اوگـانـيـؤ ( افـغـانـيـؤ ) تـهٔ رسـېـدئ . داسـي گـاډۍ وانـان هـم ول ، چـي د يـوهٔ آس پـر ځـای بـهٔ ئـې دوه ، درې آسـان سـاتـل . گـورهٔ نـو ، و دې تهٔ ئـې لا نـهٔ پـيـېـږم ، چـي دغـؤ گـاډۍ وانـانـؤ بـهٔ پـهٔ دغـهٔ رازي سـرهٔ خـپـلـهٔ يـوه اړهٔ ؤ مـانـده پـؤره کـولای سـوای ؟ او کـهٔ بـهٔ د خـوارکـيـانـؤ دا د ژونـد تـر پـايـهٔ يـوه نـهٔ پـکـښـي دوې کـېـدلـې ؟

د کـنـدهـار د تـکـړه او ډېـرؤ پـهٔ نـام گـاډۍ وانـانـؤ څـخـهٔ يـو ‘‘ تـور گـاډۍ وان ’’ ؤ . تـور گـاډۍ وان يـو غـټ ـ پـنـډ او تـور ـ سـيـهـن سـړی ؤ . دی تـر گـاډۍ وانـي دمـخـهٔ د کـنـدهـار پـهٔ مـشـريـکـي ( مـشـريـقـي ) لـېـسـه کـښـي چـپـړاسـي ؤ . بـلـهٔ ئـې دا چـي  د کـنـدهـار د نـامـتـؤ بـدلـچـي ، ‘‘ د کـنـدهـار د بـؤلـبـؤل ’’ ، ښـادروان شـاهـزاده ( شـاه مـؤهـمـد / مـحـمد کـنـدهـاري ) ډېـر ټـيـنـگ انـډيـوال هـم ؤ . شـاهـزاده بـهٔ هـمـېـشـه د دهٔ پـهٔ گـاډۍ کـښـي ؤرسـرهٔ نـاسـت ؤ او د سـنـگـيـت و بـانـډارؤنـؤ تـهٔ ، چـي زمـؤږ کـنـدهـاريـان ئـې ‘‘ شـوک ’’ بـولـي ، و دغـهٔ تـهٔ بـهٔ يـوځـای سـرهٔ تـلـل . يـوازي نـو تـور گـاډۍ وان نـامـي نـهٔ ؤ ، بـل لا د آس گـاډۍ ئـې هـم پـهٔ گـردهٔ کـنـدهـار کـښـي ښـهٔ پـهٔ نـام وهٔ . چـؤن د دهٔ گـاډۍ هـم ډېـرهٔ ښـايـسـتـه او هـم ښـهٔ نـوې ـ نـزې وهٔ ، نـو ځـوانـان بـهٔ ئـې پـهٔ هـغـهٔ کـښـي د يـو ځـان ښـکـاره کـولـؤ يـا هـا د کـنـدهـاريـانـؤ پـر چـم ‘‘ د شـو دپـارهٔ ’’ لا هـم کـښـېـنـسـتـل

پـر تـور گـاډۍ وان سـربـېـرهٔ د کـنـدهـار نـور نـامـي گـاډۍ وانـان دغـهٔ کـسـان ول

اودؤ الـلـه ( عـبـدالـلـه ) جـان گـاډۍ وان 

سـلام گـاډۍ وان 

مـؤديـر سـاب ( د نـوي ـ ښـهـر / ښـار ـ ي ـ نـو )

جـمـالـديـن ( جـمـال الـديـن ) کـاکـو ( د نـوي ـ ښـهـر )  

تـور گـاډۍ وان ــ د نـوي ښـهـر 

او داسـي نـور ؤ نـور .  

د مـؤديـر ( مـديـر ) سـاب دا بـهٔ درتـهٔ وکـم

د کـنـدهـار پـهٔ نـوي ښـهـر کـښـي د هـاجـي مـؤهـمـد يـوسـپ خـان ( حـاجـي مـحـمـد يـوسـف خـان ) دؤئ د کـور و لـوېـديـځ تـهٔ د مـامـدزو ورؤڼـؤ ( سـردار اودؤالـلـه جـان ؤ سـردار ازيـزؤالـلـه جـان / سـردار عـبـدالـلـه جـان ؤ سـردار عـزـيـزالـلـه جـان ) د شـپـيـشـتـؤ يـوه غـټـهٔ او څـلـور ـ کـؤنـجـه مـامـتـه ولاړهٔ وهٔ ، چـي و څـلـورؤ خـواؤ تـهٔ بـهٔ ئـې ښـې ډکـي والـې بـهـېـدلـې . د دغـي مـامـتـې و دکـشـيـن ( جـنـؤب ) تـهٔ د هـيـرات پـر لـوري وتـلـئ ډامـبـر سـړک ، او اؤتـر ( شـمـال ) تـهٔ ئـې د شـهـيـدانـؤ د چـوکـهٔ څـخـهٔ مـخ پـر لـوېـديـځ د ډنـډ تـر چـوکـهٔ پـوري غـځـېـدلـئ خـام سـړک پـروت ؤ . د مـامـتـې پـر اؤتـر ـ خـتـيـځ کـونـج بـانـدي تـر خـام سـړک يـو لـږڅـهٔ و رادې خـواتـهٔ ، د يـوې والـې پـر غـاړهٔ ، د مـؤديـر سـاب يـوه کـؤچـيـنـۍ کـوکـه ولاړهٔ وهٔ

مـؤديـر سـاب بـهٔ پـهٔ خـپـلـهٔ کـوکـه کـښـي شـيـدې ؤ مـسـتـې ، پـېـروی ، پـؤلـه ؤ نـخـود ، تـوري اؤڅـکـي ، شـنـې ، خـؤرمـا ، کـنـدهـارۍ تـشـلـمـه ؤ پـلـمـېـټ ، سـپـيـن نـري ـ اؤږدهٔ نـؤکـل ، گـوړهٔ ، پـاووالا گـيـريـړيـان ؤ کـجـؤران ، بـيـسـکـوټ ، کـيـک ؤ کـؤلـچـې ، گـؤړي مـسـت ؤ کـؤرتـوبـه ، اورلـگـيـتـان ، مـارلـبـورو ، کـېـنـټ ، ايـل ايـم سـيـگـرېـټ او بـېـړيـانـي ، ژاولـي ، بـادرنـگ ، د دوبـي پـهٔ مـوسـم کـښـي يـخـی ، د لـمـپـو تـېـل ، گـاسـلـېـټ ، د ۷ اوکـلاک پـاکـي چـړې ... ؤ دا څـيـزؤنـهٔ خـرڅـول . د دغـؤ څـيـزؤنـؤ څـخـهٔ بـهٔ ئـې ځـيـنـي د کـوکـې و مـخـي تـهٔ پـهٔ کـپـو کـښـي او نـور بـهٔ ئـې دنـنـهٔ پـهٔ کـوکـه کـښـي د هـغـي پـر لـرگـيـنـؤ او ځـيـنـه پـر ځـيـنـه رپـؤنـؤ بـانـدي پـهٔ ښـو ښـيـښـهٔ يـي مـرتـبـانـؤ کـښـي ايـښـي ول

د مـؤديـر سـاب پـر کـوکـهٔ بـهٔ زمـؤږ د نـوي ښـهـر ډېـری ځـوانـان هـم د يـو گـړی بـانـډار کـولـؤ دپـارهٔ سـرهٔ راټـولـېـدل ؤ ســرهٔ کـښـېـنـسـتـل بـهٔ . د دغـؤ گـاهـي  لـنـډؤ ، گـاهـي اؤږدو بـانـډارؤنـؤ پـهٔ تـرڅ کـښـي کـهٔ بـهٔ د چـا ـ مـا و کـم څـهٔ تـهٔ زړهٔ وڅـکـېـدئ ، نـو د هـر څـهٔ کـپـې بـهٔ ئـې و مـخـي تـهٔ پـرتـې وې ــ و هـغـؤ تـهٔ   د لاس ؤراؤږدونـگ ؤ يـو کـؤچـيـنـی نــاخــؤنــک وهـنـگ ؤ دا بـې خـارهٔ ايـلـه ول ــ چـا ئـې لاس نـهٔ نـيـاوهٔ  . ځـکـهٔ مـؤديـر سـاب داسـي سـړی ؤ چـي مـنـې کـهٔ ئـې پـهٔ هـغـهٔ بـاڼـؤ لا هـم درنـېـدئ !

مـؤديـر سـاب د کـوکـې تـر راايـسـتـلـؤ او د دؤکـانـداري پـهٔ کـار د لاس تـر بـنـدولـؤ دمـخـهٔ د کـنـدهـار پـهٔ يـوهٔ دبـيـسـتـان ( مـکـتـب ) کـښـي چـپـړاسـي ؤيـوه روځ دهٔ زمـا و مـشـر ورور ( د کـنـدهـار د پـؤټـبـال ډېـر لـؤئ ، نـامـتـؤ او ځـلانـدهٔ سـتـوري ) ښـادروان ، هـادي جـان بـابـي ؛ زمـا کـشـر ورور ، بـريـالـي خـان بـابـي ؛ مـا ( غـرڅـنـي خـان بـابـي ) او يـو څـو تـنـو نـورؤ ځـوانـانـؤ او مـشـرانـؤ تـهٔ د خـپـلـي گـاډۍ تـر آسـهٔ پـوري داسـي ويـل : ‘‘ د گـاډۍ آس مـي بـېـخـي رابـانـدي گـران ؤ ! دونـدي رابـانـدي گـران ؤ ، ښـهٔ ، چـي څـهٔ درتـهٔ ؤوايـم ؟چـي مـړ سـؤ ... نـو زهٔ ؤ خـؤدای کـهٔ مـي زړهٔ کـېـدئ چـي لـيـري ځـای دې يـوسـم ، ښـخ دې کـم . آ بـاره راولاړ سـوم ، دالـتـهٔ ، دا د کـوکـې شـا تـهٔ پـر دغـهٔ ځـاگـي بـانـدي مـي ښـخ کـئ . بـس دا بـهٔ نـو بـيـا هـا دئ ... يـو وخـت بـې يـادوئ ! ’’

دا مـي نـو تـر دې پـوري درتـهٔ وکـړهٔ چـي زمـؤږ گـاډۍ وانـانـؤ بـهٔ د خـپـلـي گـاډۍ آسـان يـوازي ښـهٔ سـاتـل ؤ نـازول نـهٔ ، بـل لا هـغـهٔ بـهٔ ئـې ښـهٔ تـيـمـارول هـم . کـلـهٔ چـي بـهٔ ئـې د گـاډۍ آس بـيـمـار سـؤ ، نـو و هـغـهٔ تـهٔ بـهٔ ئـې دمـهٔ ؤرکـول ــ کـار ئـې نـهٔ پـهٔ کـاوهٔ . بـل بـهٔ ئـې نـو ، تـر هـا خـپـلـهٔ تـؤوانـهٔ ، ښـهٔ مـړول ؤ اؤبـهٔ کـول هـم . لـنـډهٔ ئـې دا چـي گـاډۍ وانـانـؤ بـهٔ مـؤ خـپـلـي گـاډيـانـي او د گـاډۍ آسـان ئـې تـر خـپـل ځـان لا هـم ښـهٔ سـاتـل ! دؤئ بـهٔ هـمـېـشـه خـپـلـي آسـي گـاډيـانـي خـورا ښـې آراسـتـه ؤ پـيـرايـه کـړي وې . د گـاډۍ پـهٔ آس ، پـخـپـلـهٔ پـهٔ گـاډۍ ، او تـاچـانـه ( شـلاق ، چـلاخـهٔ ) بـهٔ ئـې ښـهٔ ښـايـسـتـه گـيـردي ـ ويـردي او سـرهٔ ـ سـرهٔ زؤمـبـکـان ؤ زنـگـولـې ، او د گـاډۍ پـهٔ دوو تـيـرانـؤ بـهٔ ئـې بـيـا ښـې رنـگـه ـ رنـگـه پـلاسـټـيـکـي اشـې ؤرځـړولـي وې

پـهٔ دغـؤ گـاډيـانـؤ کـښـي بـهٔ زيـاتـرهٔ زمـؤږ ښـهـري مـردؤم ( خـلـق ، خـلـک ) سـپـرېـدل او ځـانـؤنـهٔ بـهٔ ئـې د يـوهٔ ځـايـهٔ څـخـهٔ تـر بـلـهٔ ځـايـهٔ پـوري پـکـښـي رسـول . زمـؤږ د کـنـدهـار ډېـری کـاکـه ـ کـاکـه ځـوانـان بـهٔ د نـمـاځـديـگـر خـواؤتـهٔ پـهٔ گـاډيـانـؤ کـښـي سـپـرېـدل او خـپـل چـکـرؤنـهٔ بـهٔ ئـې پـکـښـي وهـل . دؤئ بـهٔ پـهٔ ډلـؤ ـ ډلـؤ د ارغـنـداو ، بـابـا سـاب ، ســرکـاري بـاغ ، مـرنـجـان ، بـاغ ـ ي ـ پـؤل او ... مــېــلـو تـهٔ پـکـښـي تـلـل . د هـــپـــتــې پـهٔ روځـــؤ کـښـي د پــيــنــځــهٔ شــنــبــتــي ( پــنــج شــنــبـتـې ) او شــپــږشــنــبــتــي ( جـمـعـې ) پـهٔ روځــؤ او هـم بـهٔ د اخــتــرؤنـؤ او جـشـن پـهٔ شــپــو ـ روځــؤ کـښـي داسـي ؤ ، چـي پـر دغـؤ گـاډيـانـؤ بـانـدي بـېـخـي روڼ نـهٔ کـېـدئ !  

د کـنـدهـار آسـي گـاډيـانـؤ ، يـوازي د کـــنـدهـاريـانـؤ څـخـهٔ نـهٔ ، بـلا د ارؤپـا او امـريـکـا څـخـهٔ و اپـگـانـيـسـتـان تـهٔ د پـهٔ چـکـر سـرهٔ راغـلـؤ گـــيـهـانـگـــــښـــتـيـانـؤ ( سـيـاحـانـؤ ، ټـوريـسـټـانـؤ ) څـخـهٔ ئـې لا هـم زړهٔ وړئ ؤ . دؤئ بـهٔ د آس پـهٔ گـاډيـانـؤ کـښي د کـنـدهـار پـهٔ ښـهـر کـښـي ايـسـتـهٔ ؤ دوري پـر يـوه ؤ پـر بـلـهٔ سـرهٔ تـلـل ، خــپــل چـــکـرؤنـــهٔ بــهٔ ئـې پــکــښـي وهــل ، خــپـلـي هــواخــورۍ بـهٔ ئـې پـکـښـي کــولـې او تـر هـا خـپـلـؤ هــؤټــلــؤنــؤ پــوري بـهٔ ئـې بــيـرتـهٔ خـپـل ځــانـؤنـهٔ پـکـښـي رسـول

وايـي پـخـوا بـهٔ زيـاتـرهٔ مـردؤم ( خـلـق ، خـلـک ) د کـوتـل ـ ي ـ مـؤرچـې پـر لاري و ارغـنـداو تـهٔ ؤراؤښـتـل . دا مـي هـم اورېـدلـي دي چـي د کـنـدهـار ځـيـنـي خـانـانـؤ بـهٔ خـپـلـي ځـانـگـړي ( شـخـصـي ) گـاډيـانـي لـرلـې . کـلـهٔ چـي بـهٔ هـغـؤئ پـهٔ خـپـلـؤ گـاډيـانـؤ کـښـي نـاسـت ول او هـمـداغـهٔ د کـوتـل ـ ي ـ مـؤرچـې پـر لاري بـهٔ و ارغـنـداو تـهٔ تـلـل ، نـو وای شـاتـران بـهٔ ئـې هـم ، د گـاډۍ تـرمـخـهٔ ، پـهٔ لـڅـؤ پـښـو پـهٔ تـراټ ؤرسـرهٔ ايـلـه سـوي ول ــ ؤرسـرهٔ ځـغـسـتـل بـهٔ ئـې . خـؤ پـهٔ دغـهٔ مـي ئـې نـو اوس چـنـدانـي سـد نـهٔ رسـېـږي ، چـي دا نـو بـيـا څـلـهٔ او پـر څـهٔ بـانـدي ؟

 پـهٔ هـر راز ، د کـنـدهـار آسـي گـاډيـانـي بـهٔ هـاغـهٔ زمـان د ښـهـر پـهٔ هـرهٔ گـوښـه ؤ کـنـار کـښـي د خـپـلـؤ سـؤواريـانـؤ و پـورتـهٔ کـولـؤ تـهٔ ولاړي وې . خـؤ هـا غـټـي تـمـگـاه وي ئـې دا وې

پـهٔ هـيـرات دروازه کـښـي د شـهـيـدانـؤ د چـوک و لـوېـديـځ تـهٔ د بـسـانـؤ د اډې سـرهٔ 

پـهٔ هـيـرات دروازه کـښـي د شـهـيـدانـؤ د چـوک و دکـشـيـن ( جـنـؤب ) تـهٔ د سـېـنـمـا د سـړک پـر دواړؤ غـاړؤ 

د کـنـدهـار سـېـنـمـا و مـخـي تـهٔ د هـمـواري پـخـې مـيـدانـي پـر لـوېـديـځ اړخ د سـېـنـمـا د سـړکـهٔ سـرهٔ نـيـژدې 

د سـېـنـمـا پـر سـړک د کـامـدېـش هـؤټـل سـرهٔ نـيـژدې 

د چـارسـؤ چـوک 

د اخـتـرگـاه ( عـيـدگـاه ) پـهٔ دروازه کـښـي د اهـمـدشـاهـي ( احـمـدشـاهـي ) دېـژ ( قـلـعـه ، کـلا ) د شـيـشـک ( رواق ) سـرهٔ نـيـژدې 

د سـرپـؤزې بـازار او مـيـر بـازار 

د سـنـځـري د اډې سـرهٔ 

کـابـل دروازه 

ښـکـارپـؤر / ښـکـاپـر دروازه  

د الـبـيـرونـي د لـېـسـې سـرهٔ نـيـژدې 

د مـدد چـوک سـرهٔ 

د تـوپـخـانـې پـر سـړک 

 چـوڼـۍ بـازار او پـخـپـلـهٔ د چـوڼـۍ ( فـرقـې ) مـخ تـهٔ  

 د گـاډۍ تـر نـيـولـؤ پـس تـهٔ ، و گـاډۍ تـهٔ د ؤرپـورتـهٔ کـېـدو پـهٔ وخـت کـښـي ، چـي بـهٔ دي د هـغـي د مـخ و خـواتـهٔ پـر ريـکـاب وشـمـهٔ ځـيـنـه بـانـدي پـښـه کـښـېـښـووهٔ ، نـو د هـغـهٔ سـرهٔ بـهٔ گـاډۍ يـوڅـهٔ سـرهٔ کـښـېـنـسـتـهٔ . د شـا پـر ريـکـابـي وشـمـهٔ ځـيـنـو بـانـدي و گـاډۍ تـهٔ د ؤرپـورتـهٔ کـېـدو سـرهٔ ئـې هـم داغـسـي وبـولـئ . مـگـر د هـغـهٔ سـرهٔ بـهٔ يـوازي گـاډۍ د کـښـې پـر خـوا نـهٔ تـلـهٔ ، بـل لا د گـاډۍ هـا د بـاڼـس د لـرگـي دوه اؤږدهٔ  تـيـران بـهٔ ئـې بـيـا يـوڅـهٔ پـر لـوړهٔ ولاړل چـي گـاهـي نـاگـاهـي خـؤ بـهٔ د گـاډۍ آس لا هـم ؤرسـرهٔ وشـيـشـنـل . گـاډۍ وان ، چـي د گـاډۍ د مـخ پـهٔ چـوکـۍ کـښـي بـهٔ د راسـتـه لاس خـواتـهٔ نـاسـت ؤ ، د گـاډۍ تـر چـلـولـؤ دمـخـهٔ بـهٔ ئـې هـا خـپـل د نـسـوارؤ دبـلـی يـا د نـسـوارؤ کـډؤ د خـپـلـي سـدرۍ د جـېـبـهٔ څـخـهٔ راوکـيـښ ، يـوهٔ خـولـهٔ نـسـوار بـهٔ ئـې و خـولـې تـهٔ واچـول ، د آس مـلـؤنـهٔ بـهٔ ئـې راکـش کـړل او د گـاډۍ آس بـهٔ ئـې اتـي ( زيـاتـي ) هـی کـئ . دهٔ بـهٔ د گـاډۍ مـلـؤنـهٔ ( قـيـزه ، کـيـزه ) پـهٔ لاس کـښـي نـيـولـي ول ؛ هـغـهٔ بـهٔ ئـې يـو وار د ځـان و خـواتـهٔ راکـشـول او بـيـا بـهٔ ئـې د گـاډۍ د آس پـر خـوا ؤرايـلـه کـول . کله چي به د گاډۍ آس په رپـتـار کـښـي لـږڅـهٔ ځـان سـرهٔ وځـړاوهٔ ، نـو گـاډۍ وان بـهٔ هـم يـوه پـلا ـ مـلا و هـا خـپـلـي تـاچـانـې ( تـازيـانـې ، شـلاقـي ، چـلاخـي ) تـهٔ لاس کـئ او هـغـهٔ بـهٔ ئـې پـهٔ ډېـر اتـيـات ( احـتـيـاط ) سـرهٔ و آس تـهٔ پـر دا شـا ـ شـا ؤرسـره کـړهٔ ، څـو پـهٔ دغـهٔ رازي ئـې و دې تـهٔ اړ بـاسـي چـي پـهٔ تـاخـتـؤ دي سـي

ددغـؤ گـاډيـانـؤ يـو بـدی دا ؤ چـي د ښـهـر هـا يـوازنـی پـوخ سـړک او نـور خـام سـړکـان بـهٔ ئـې گـردهٔ خـال ـ خـال پـهٔ خـپـلـؤ خـؤشـيـو سـرهٔ لـړلـي ول . د دغـي يـوې نـيـمـگـړتـيـا د لـرلـؤ پـرتـهٔ ئـې نـور نـو دغـسـي سـل پـهٔ سـل کـښـي گـټـلـهٔ ! د کـنـدهـار گـردهٔ ښـهـر بـهٔ ، وپـيـېـدلاسـت ، پـهٔ ښـايـسـتـه ؤ ! چـؤن زمـانـه ، د سـردار بـابـا زمـانـه وهٔ ، نـو دغـهٔ سـړکـان بـهٔ هـمـدغـسـي پـهٔ خـؤشـيـو سـرهٔ لـړلـي د يـوې روځـي څـخـهٔ و بـلـي تـهٔ پـاتـهٔ نـهٔ ول ، بـل لا د کـنـدهـار د ښـهـروالـي د خـوا بـهٔ ئـې ځـيـنـي کـسـان و پـاکـولـؤ تـهٔ گـؤمـارلـهٔ سـوي ول ، چـي د شـپـې د خـوا تـر ؤچـېـدو پـس تـهٔ بـهٔ ئـې هـر سـهـار هـم خـؤشـايـي ؤرپـاکـول او هـم بـهٔ ئـې جـارؤ کـول .     

هـاغـهٔ زمـان زمـؤږ کـور د کـنـدهـار پـهٔ نـوي ښـهـر کـښـي ؤ . د دوبـي پـهٔ مـوسـم کـښـي بـهٔ نـو مـؤږ څـوک لـوړ پـر بـام او څـوک ؤ څـوک بـهٔ کـښـتـهٔ پـهٔ سـرای کـښـي پـر پـرتـو غـټـؤ ـ غـټـؤ کـټـانـؤ بـانـدي بـيـدېـدلـؤ . کـلـهٔ چـي بـهٔ مـؤږ ، کـشـرانـؤ ، هـا خـپـل د دبـيـسـتـان ( مـکـتـب ) کـورنـي کـارؤنـهٔ وکـړل ــ مـشـرانـؤ بـهٔ د بـي بـي سـي او راډيـو اپـگـانـيـسـتـان / کـابـل څـخـهٔ خـپـل سـمـاچـارؤنـهٔ ( خـبـرؤنـهٔ ) سـرهٔ واورېـدل ، د نـمـاځـښـام ډوډۍ بـهٔ پـر يـوهٔ دسـتـرخـوان بـانـدي ټـولـؤ پـهٔ گـډهٔ سـرهٔ ؤخـوړلـهٔ ، گـردهٔ بـهٔ يـو دوې ـ درې گـنـټـې ( سـاعـتـهٔ ) سـرهٔ کـښـېـنـسـتـلـؤ او خـپـل يـو بـانـډار بـهٔ مـؤ سـرهٔ وکـئ ــ هـا بـيـا بـهٔ نو زه ولاړ سـوم ، هـا خـپـل يـو اودس ؤ د نـمـاځـخـؤسـتـن نـمـؤنـځ بـهٔ مـي سـرهٔ ورسـول . بـيـا بـهٔ نـو ولاړم ــ ښـهٔ پـهٔ بـېـغـمـهٔ زړهٔ بـهٔ مـي د خـپـل خـوب پـر ځـای ، چـي دوخـتـهٔ بـهٔ مـي لا هـمـوار کـړئ ؤ او و دبـانـدي هـوا تـهٔ بـهٔ ښـهٔ يـخ سـوئ هـم ؤ ــ پـر دغـهٔ بـانـدي بـهٔ مـي ځـان ؤرتـهٔ واچـاوهٔ ، پـرې بـهٔ وتـم . زمـا د گـران بـابـؤکـو ، ‘‘ جـانـان ’’ ، يـوه پـيـلـيـپـس ( فـيـلـيـپـس ) راډيـوهٔ وهٔ ــ دا بـهٔ مـي هـم پـهٔ ځـای راسـرهٔ دنـنـهٔ کـړهٔ . هـا اتـي ( زيـاتـي ) بـه مـي نـو د هـغـي سـره ـ نـرۍ سـتـنـهٔ پـهٔ خـپـلـهٔ بـټـهٔ گـوتـهٔ سـرهٔ و راسـتـې ؤ چـپـې تـهٔ کـولـهٔ ؛ کـلـهٔ بـهٔ مـي د اپـگـانـيـسـتـان / کـابـل راډيـو څـخـهٔ پـر خـپـرېـدؤنـکـې ‘‘ د شـؤمـهٔ دم انـگـازې ’’ پـر بـرنـامـه بـانـدي ؤرسـمـهٔ کـړهٔ او يـا بـهٔ مـي د آل ايـنـډيـيـا راډيـو څـخـهٔ د هـيـنـدي پـيـلـمـي گـانـو خـپـروؤنـکـې کـمـهٔ بـرنـامـه پـهٔ ونـيـولـهٔ

د څـيـراغـانـؤ تـر گـولـولـؤ پـس تـهٔ بـهٔ پـهٔ سـرای کـښـي داسـي تـپـهٔ ـ تـيـارهٔ جـوړهٔ سـوهٔ ، چـي د کـنـدهـار هـا د سـتـورؤ څـخـهٔ د ډک آسـمـان پـرتـهٔ بـهٔ نـور څـهٔ د چـا چـنـدانـي نـهٔ تـر سـتـرگـؤ کـېـدل . زه بـهٔ د آسـمـان پـهٔ مـيـانـځ کـښـي وتـلـي د شـيـدو و سـپـيـنـي لاري تـهٔ چـؤرت وړئ وم . د دغـي آسـمـانـي لاري پـهٔ بـاره کـښـي بـهٔ مـؤ نـو گـرانـي مـورکـي جـانـي ، ‘‘ بـي بـي ’’ ، پـهٔ هـمـهـغـهٔ روځ لا ــ د نـمـاځـښـام تـر نـمـانـځـهٔ پـس تـهٔ د سـرای پـهٔ مـيـانـځ کـښـي پـر پـرتـو کـټـانـؤ بـانـدي ــ د پـيـامـبـرانـؤ ، بـيـبـيـانـؤ ، او پـيـراونـانـؤ ( فـرعـونـانـؤ ) ښـهٔ يـو کـوټـهٔ داسـتـانـؤنـهٔ راتـهٔ کـړي ول . د آسـمـان و خـامـؤ او تـېـزؤ ځـلـېـدؤنـکـؤ سـتـورؤ تـهٔ بـهٔ لا هـمـهـغـسـي هـېـښ تـلـلـئ وم ، چـي زمـؤږ او زمـؤږ د اکـا دؤئ د کـور و مـخـي تـهٔ د کـنـدهـار ـ هـيـرات پـر وتـلـي پـاخـهٔ / ډامـبـر سـړک بـانـدي د روانـي يـوې آسـي گـاډۍ د پـښـو کـړپـهـارئ او د هـغـهٔ سـرهٔ هـمـزمـانـهٔ بـهٔ مـي ، د شـپـې پـهٔ هـغـهٔ چـؤپـهٔ ـ چـؤپـايـي کـښـي ، د يـوهٔ گـاډۍ وان پـهٔ لـوړ او خـواږهٔ آواز کـښـي د يـوهٔ کـنـدهـاري بـدلـچـي کـمـهٔ نـامـي بـدلـهٔ هـم تـر غـوږ سـوهٔ ، چـي ويـلـهٔ بـهٔ ئـې . د دغـؤ گـاډۍ وانـانـؤ هـا پـهٔ نـيـمـهٔ شـپـه کـښـي د بـدلـؤ ويـل ، چـي خـونـدوري ازانـگـې بـهٔ ئـې بـرابـر زمـؤږ تـر کـورهٔ پـوري راتـلـلـې ؛ د کـور پـهٔ مـيـانـځ کـښـي مـؤ د تـېـر سـوي لـښـتـي د روانـؤ اؤبـو هـا پـهٔ شـؤر ـ شـؤر شـؤرهـارئ ، چـي د شـپـې پـهٔ نـيـمـايـي کـښـي بـهٔ ئـې د هـمـدغـؤ گـاډۍ وانـانـؤ د وچـؤ غـاړؤ سـرهٔ د يـوهٔ جـلـتـرنـگ پـهٔ څـېـر خـپـلـهٔ آهـنـگـي مـلـتـيـا کـولـهٔ ؛ د کـور پـهٔ مـيـانـځ کـښـي مـؤ د ولاړ کـؤچـيـنـي بـاغ او د هـغـهٔ و څـنـگ تـهٔ د رؤمـيـانـؤ ، بـانـجـاڼـؤ او بـېـنـډيـؤ د پـالېـزؤنـؤ څـخـهٔ د چـؤرچـؤرکـؤ راولاړېـدؤنـکئ چـؤرهـارئ ؛ د چـؤنـگـښـؤ پـهٔ کـؤرـ کـؤرـ کـؤر سـرهٔ کـؤرهـارئ ؛ او پـر دې هـرڅـهٔ سـربـېـرهٔ نـو بـيـا د لال مـامـد کـاکـو د شـپـېـلـۍ د ږغ پـر ؤرډېـرېـدل ئـې د يـوهٔ رشـتـيـنـي شـؤمـهٔ دم هـغـهٔ انـگـازې وې چـي د کـابـل راډيـو دا ئـې د چـا څـخـهٔ دغـسـي سـمـي ـ دمـي هـېـرولـې . دا ، او د روځـي د خـوا بـيـا هـم هـمـداغـهٔ د کــــنـدهـار پـهٔ نـوي ښـــــهـر کـښـي  ، زمـؤږ د اکـا دؤئ د کـور و مـخ تـهٔ پر وتـلـي ډامـبـر سـړک او زمـؤږ د کـور و شـاتـهٔ پـر خـام سـړک بـانـدي ، پـهٔ ټـکـنـدهٔ غـرمـه د روانـؤ گـاډيـانـؤ د گـاډۍ وانـانـؤ بـدلـي ، د گـاډۍ د آس د زنـگـولـو شـرنـگـهـارئ او هـا زمـؤږ د کـورؤنـؤ و څـنـگ تـهٔ د سـړکـانـؤ پـر غـاړؤ بـانـدي د ولاړؤ جـگـؤ ـ لـوړؤ نـاجـؤگـانـؤ پـهٔ سـرو کـښـي د نـاسـتـؤ گـؤگـؤ کـوتـرؤ خـوږ او زړهٔ آرامـوؤنـکـئ غـؤمـبـر ــ دا گـردهٔ هـغـهٔ څـهٔ دي چـي شـانـت ( سـکـؤن ) او پـرئـشـانـت مـي ئـې تـر دا نـنـهٔ پـوري پـهٔ بـل څـهٔ کـښـي لـيـدلـئ نـهٔ دئ .

د ارؤپـا پـهٔ تـر ايـتـيـهـاس ـ دمـخـهٔ ( تـاريـخ ـ دمـخـهٔ ) زمـانـه کـښـي د هـغـؤ گـاډيـانـؤ څـخـهٔ کـار اخـيـسـتـهٔ کـېـدئ ، چـي څـلـور اربـې بـهٔ ئـې لـرلـې . پـهٔ اوس زمـان کـښـي چـي دغـهٔ گـاډيـانـي تـر کـيـنـدنـؤ پـس تـهٔ راايـسـتـلـهٔ سـوي دي ، د ډولـهٔ څـخـهٔ ئـې داسـي ښـکـارېـږي چـي پـخـپـلـهٔ اربـې او نـور بـؤنـداتـي ( بـنـيـادي ) جـوړښـت ؤ دا ئـې گـردهٔ د هـمـهـغـي تـر ايـتـيـهـاس دمـخـهٔ زمـانـې دي . د هـغـؤ نـخـښ ؤ نـيـښـانـو څـخـهٔ ، چـي و مـؤږ تـهٔ راپـاتـهٔ دي ، د هـغـؤ ټـولـؤ څـخـهٔ داسـي ښـکـارېـږي چـي لـؤمـړنـۍ گـاډيـانـي تـر مـيـلاد  ۳۰۰۰  کـالـهٔ دمـخـهٔ پـهٔ بـيـنـؤلـنـهـريـن ( بـيـن الـنـهـريـن ) کـښـي راوتـلـي دي . دا يـو رازي رئـتـؤنـهٔ ( دوې اربـې لـرؤنـکـي گـاډيـانـي ) ، چـي پـهٔ انـگـرېـزي کـښـي ئـې ( چـيـاړيـيـټ ـ chariot ) بـولـي ، دغـهٔ ول . د دغـؤ رئـتـؤنـؤ څـخـهٔ بـهٔ و جـنـگ تـهٔ د تـلـو ، ښـکـار کـولـؤ ، او يـا هـم پـهٔ ځـيـنـؤ ورزښـتـي ( ورزشـي ) سـيـالـيـؤ کـښـي د گـډؤن کـولـؤ دپـارهٔ کـار اخـيـسـتـهٔ کـېـدئ . تـر ټـولـؤ لـؤمـړنـۍ او د هـري خـوا پـؤره او پـرمـخـتـلـلـي رئـتـؤنـهٔ  ( دوې اربـې لـرؤنـکـي گـاډيـانـي ) ، چـي جـوړ سـوي او راوتـلـي دي او مـؤږ تـهٔ راښـکـاره دي پـېـژنـؤ ئـې ، دا د اوسـنـۍ روسـيـيـې او کـزاکـيـسـتـان د انـدرونـوو پـهٔ سـيـمـؤ کـښـي تـر کـيـنـدنـؤ پـس تـهٔ د بـاسـتـان پـېـژنـدؤنـکـؤ و لاس تـهٔ ؤرغـلـي دي . دغـه رئـتـؤنـهٔ ، چـي پـره يـي اربـې لـري ، د سـيـنـتـاشـتـا ـ پـيـتـرووکـا د زمـانـې دي ، چـي تـر مـيـلاد  ۲۰۰۰  کـالـهٔ دمـخـهٔ د هـيـنـد ـ ؤ ـ  اېـرانـي پـرهـنـگ ( فـرهـنـگ ) پـهٔ تـر ايـتـيـهـاس ـ دمـخـهٔ زمـانـه کـښـي راځـي . د هـيـنـد ـ ؤ ـ اېـرانـي پـرهـنـگ گـردهٔ نـهٔ ، بـل لا يـوه بـرخـهٔ ئـې د يـمـنـا د پـرهـنـگ د لـؤمـړنـيـؤ زمـانـو څـخـهٔ راوتـلـې دهٔ . پـهٔ هـيـنـد ـ ؤ ـ اېـرانـي پـرهـنـگ کـښـي داسـي ؤ چـي ، کـلـهٔ چـي بـهٔ دؤئ هـر ځـای مـيـشـت سـول ، نـو هـلـتـهٔ بـهٔ ئـې خـورا ټـيـنـگ دېـژؤنـهٔ ( قـلاع ، کـلاوي ) او مـؤرچـې هـم خـامـخـا ؤرسـرهٔ جـوړولـې ، او د ژړؤ او اژدهـاتـؤ ( فـلـزاتـؤ ) د راايـسـتـلـؤ او کـارولـؤ پـهٔ کـار بـهٔ ئـې د يـوې ورهـڼـي ( صـنـعـت ) پـهٔ تـوگـهٔ لاس بـنـداوهٔ . د انـدرونـوو پـرهـنـگ د څـو پـېـړيـؤ پـهٔ تـېـرېـدو سـرهٔ ولاړئ د يـؤرل / يـؤرال تـر غـرؤنـؤ ؤر پـهٔ هـاخـوا ، د ټـيـيـن شـان تـر دښـتـي سـيـمـؤ پـوري خـپـور سـؤ . د دې سـرهٔ نـو بـيـا هـغـهٔ ؤ چـي د لـؤمـړنـيـؤ هـيـنـد ـ ؤ ـ اېـرانـي پـرهـنـگـؤنـؤ سـر هـم کـښـېـښـووهٔ سـؤ

پـهٔ هـيـنـد ـ ؤ اېـرانـي اپـسـانـو ( افـسـانـو ) کـښـي د رئـتـؤنـؤ ( دوې اربـه يـي گـاډيـانـؤ ) تـنـدېـسـې ( مـجـسـمـې ) خـورا ډېـري لـيـدلـهٔ کـېـږي ، چـي د هـمـدغـؤ دواړؤ پـرهـنـگـؤنـؤ ( فـرهـنـگـؤنـؤ ، کـلـتـورؤنـؤ ) د ايـتـيـهـاسـي ( تـاريـخـي ) اپـسـانـو يـوه ډېـرهٔ ارزښـتـنـاکـهٔ بـرخـهٔ ئـې گـڼـلای سـؤ . پـهٔ دغـؤ دوو پـرهـنـگـؤنـؤ کـښـي داسـي تـنـدېـسـې ( مـجـسـمـې ) تـراشـلـهٔ سـوي دي چـي پـهٔ هـغـؤ کـښـي ئـې خـپـل کـؤچـيـنـي ـ کـؤچـيـنـي خـؤدايـان ( رب الـنـوع ) پـهٔ رئـتـؤنـؤ کـښـي نـاسـت يـي ــ هـغـهٔ چـلـيـي . ‘‘ رئـت ’’ پـهٔ سـنـسـکـريـت ژبـهٔ کـښـي و هـغـي گـاډۍ تـهٔ وايـي چـي دوې اربـې ولـري او پـهٔ يـوهٔ آس يـا څـو آسـانـؤ سـرهٔ کـشـېـږي . رئـت د اويـسـتـا د ژبـي د ‘‘ رئـتـه ’’ سـرهٔ يـوه هـمـريـښـه واژه ( لـغـت ) دهٔ او ښـهٔ تـر ډېـرهٔ نـژدېـوالـئ سـرهٔ لـري . پـښـتـؤن پـيـامـبـر ، زړتـښـت ( زردشـت ) ، بـهٔ و گـاډۍ وان تـهٔ ‘‘ رايـتـي ’’ ويـلـهٔ . پـهٔ لاتـيـن ژبـهٔ کـښـي بـيـا و رئـت تـهٔ ‘‘ روتـه ’’ ويـلـهٔ کـېـږي ، چـي د اربـې پـهٔ مـانـا سـرهٔ دهٔ . د رئـتـؤنـؤ ( اوسـنـيـؤ گـاډيـانـؤ ) څـخـهٔ پـارسـيـانـؤ ، د مـيـسـر ( مـصـر ) پـيـراونـانـؤ ( فـرعـونـانـؤ ) ، سـکـنـدريـانـؤ ، د چـيـنـايـي پـرمـانـروايـانـؤ کـورنـيـؤ ، رومـيـانـؤ او داسـي نـورؤ هـم د ډېـرؤ پـخـوا زمـانـو پـهٔ جـنـگـؤنـؤ ، د ښـکـارؤنـؤ پـهٔ کـولـؤ ، او د راز ـ رازي ورزښـتـي ( ورزشـي ) سـيـالـيـؤ پـهٔ سـرهٔ کـولـؤ او گـټـلـؤ کـښـي هـم خـپـل کـار اخـيـسـتـئ دئ

يـادونـهٔ : د يـؤرل / يـؤرال د غـرؤنـؤ لـړۍ پـهٔ روسـيـيـه کـښـي د اؤتـري دهـرؤو ( شـمـالـي قـطـب ) د غـاړؤ څـخـهٔ راآغـاز سـوې او ( د داغـهٔ څـهٔ نـهٔ څـهٔ  ۲٬۴۰۰  کـېـلـومـيـتـرؤ / ۱۲۵۰۰ مـيـلـؤ پـهٔ اؤږدوالـهٔ ) مـخ د دکـشـيـن ( جـنـؤب ) پـر خـوا غـځـېـدلـې دهٔ . د يـؤرل / يـؤرال غـرؤنـهٔ او د يـؤرال رود د آسـيـايـي او ارؤپـايـي روسـيـيـې تـر مـيـانـځ د يـوهٔ مـرز ( سـرحـد ) پـهٔ تـوگـهٔ سـرهٔ پـراتـهٔ دي

پـهٔ دا پـای کـښـي بـهٔ دا يـو دونـدي لا ؤوايـم چـي کـهٔ پـهٔ رشـتـيـا سـرهٔ هـم داغـسـي يـي ، لـکـهٔ دا د يـوهٔ او بـل د خـولـې چـي ئـې اورؤ ، چـي : ‘‘ اوس خـؤ چـي پـهٔ گـردهٔ کـنـدهـار کـښـي يـوه دانـه گـاډۍ پـهٔ جـار غـواړې ــ لا هـم نـهٔ پـيـدا کـېـږي ! ’’ 

نـو ، کـهٔ داسـي يـي او زمـا مـنـئ : زمـؤږ د ښـايـسـتـو آسـي گـاډيـانـؤ دغـهٔ دېـسـي ( مـلـي ) او دغـهٔ ډېـرهٔ بـاسـتـانـي ؤ ايـتـيـهـاسـي ( تـاريـخـي ) ورهـڼـهٔ ( صـنـعـت ) بـيـرتـهٔ ښـهٔ پـهٔ خـرپ دود کـئ ! و ؤرکـېـدو او تـبـاهـي تـهٔ ئـې هـيـڅـکـلـهٔ مـهٔ پـرېـږدئ !

پـهٔ مـيـنـهٔ او درنـښـت ، 

غـرڅـنـی خـان بـابـی 

د  ۲۰۲۰ کـال د ډيـسـمـبـر د مـيـاشـتـي  ۱۶ مـهٔ ، د څـلـورشـنـبـتـي ( چـهـارشـنـبـې ) روځ

- ګاډېانې
بېرته شاته