(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وزیرستان

[26.Dec.2020 - 21:21]

دکړکیښ(تاریخ ) پاڼه

نادرخان د۱۹۲۹ زکال دمۍ پر ۲۳ مه له فرانسې نه پېښور ته راغی ، په قبایلو او وزیرستان کې یې د اماني تخت ګټنې تر شعار لاندې د عبدالغفارخان په مشرۍ د خدایې خدمتګارانو او د ملا فضل دین په مشرۍ دملا پوونده د غورځنګ او نورو خلکو د ملاتړ ترلاسه کولو هڅې پیل کړې

د ۱۳۰۷ زکال د میزان پر شلمه د شپې ناوخته کابل په بشپړه توګه د مسیدو او وزیرو لاس ته ورغی، درې ورځې وروسته نادر خان هم چهلستون ماڼۍ ته راورسید . وزیرستانیان د ښار په ساتنه لګیا وو، نادرخان او ورونو یې په خپلو منځونو کې د حکومت تشکیلات جوړول.وزیرستانیان په دې تمه وو، چې نادرخان به پاچاهي د امان الله خان او د هغه د ورو لپاره اعلانوي، خو نادرخان پاچاهي د ځان لپاره اعلان کړه. نادرخان وزیرو او مسیدو ته په ورکړو ژمنو عمل ونه کړ.

نادرخان د ۱۸۳۰ کال د سیپټمبر پر لومړۍ نېټه د بریتانیا (انګریزانو) استازې ریچارډ مک اوناکي ته وویل: قبایلي وګړي، په تیره د وزیرستان مسید او وزیر د امان الله خان سرسخته پلویان دي او که چیرې هغوۍ د جهاد اعلان وکړي، نو نه به زه یم او نه به  بریتانیا په سرحدي ایالت کې پښې د ټینګولو ځای ولري. دنادرخان له دغه خبرداري وروسته انګریزانو په وزیرستان کې دمبارزانو د ځپنې چارې لا ګړندۍ کړې.      (کتاب نوم: وزیرستان وروستی تمځای ، لیکوال : نذیراحمد سهار ، ۱۹۴/۱۹۳ مخ)

*********

- وروستی تمځای
بېرته شاته