(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د دستار سړی

[14.Jan.2021 - 14:59]

د څوارلسم دستار سړے 

         ليکفضل مومند

د څوارلسم دستار سړے د عنوان لاندې چې کوم شخصیت زما زیر بحث دے دا ښاغلے خو زما تر نظره د ړومبي دستار سړے دے ، خو چونکه دیارلس دستارونه دوي پۀ خپله د نورو په  سرونو پۀ خپل لاس تړلي دی , خوشحال بابا فرمائیلی دي ؛ چې دستار تړي هزار دي + د دستار سړي پۀ شمار دي ـ پۀ ؛  دستارنامه ؛ کښې هم دغه شعر پۀ  وړومبۍ صفحه دے خو دا ذکر ورسره ضروري دے  چې دا شعر پۀ  ؛ فراق نامه ؛  کښې هم موجود دے. یقیننا چې د دستار سړي د شمار دي او پۀ دغه د شمار سړو کښې دا زما زیر بحث سړے هم دے ، دغه ښاغلی سره غالبا شل پنځویشت کاله وړاندې زما ملاقات د ګران ملګري او نوموړي شاعر اديب  اقبال مومند پۀ وساطت سره شوے وۀ چې د ګنو سیزن وۀ او د څمکنو کلي نه بهر یوه ګاڼۍ کښې مو سره وړومبے ملاقات د ګړې د کړهي په غاړه شوے  وۀ ـ او هم پۀ دغه وخت کښې اقبال مومند صیب پۀ موټروے  پولیس کښې د سب انسپکتر پۀ څوکۍ خپله دنده تر سره کوله ۔  د دستار دا څوارلسم سړے مې هم هغه وخت پۀ وړومبي ملاقات کښئ زړۀ ته پریوتے وۀ ـ 

د دغه ښاغلي څۀ علمي او څۀ پولیسي قیصۍ راته بیا وروستو اقبال مومند پۀ خوند خوند سره بیان کړي دي،  ولې  چې دا ښاغلے  د پولیس پۀ محکمه کښې وۀ او پۀ کواټ کښې ئې د خپلې ډیوټۍ فرائض ادا کول او د اقبال مومند سره یې د هغه وخت نه یارانه پخه شوې ده،  زما خو اول دا خیال وۀ چې ګني دا ښاغلے د څوکنو میاں  صیب دے خو بیا وروستو راته علم اوشو چې دا هم لکه د انسپکټر طارق نیاز خان پۀ شان پۀ خټه شنوارے دے خو ماته  د شکل صورت نه شینوارے کم او د خلیلو مومندو یو غټ جرګه باز زیات ښکاري،  ځکه چې یو خو ورله الله پاک دومره غټ او دروند وجود ورکړے دے بل لکه د درنو مشرانو ئې هر وخت څادر پۀ اوږه او کله کله  ټوپۍ پۀ سر وي،  د سر او د ږیرې وېښتۀ ئې لکه د جمیعت علماء اسلام د جهنډې پۀ شان تور او سپین دي،  د پېښورۍ څپلو پېړمې ئې هر وخت مضبوطې تړلې وي لکه چې د څوکنو پۀ سوزوکي پسې منډې وهلو ته تیار وي ـ د مومندو په علاقه کښې شوے او لوے شوے دے ځکه نو خبرې او چال چلن ې هم د دې ځاے د خلقو غوندې دے ۔ 

د دستار دا څوارلسم سړے کۀ هر څو پۀ شکل صورت یو عام سړے ښکاري داسې نۀ بریښي چې ګني دا سړے یو لوې  عالم فاضل او لیکوال دے خو ولې دا سړے د علم یوه داسې خزانه ده چې پۀ دغه غټ  سر او لږو مازغو کښې ئې څومره څومره علم پروت دے. دغه د دستار سړی چې د ریډیائی ډرامو کومه لړۍ روانه کړې ده زۀ پۀ یقین سره دا وئېلے شم چې کومه سلسله امیرحمزه خان شینواري او سمندر خان سمندر  چرته پریښې وه هم د هغه ځائے نه دغه ښاغلی دا  سلسله جاري ساتلې ده ـ 

دې  ښاغلی تقریباً پنځهـ سوه څلوېښت ( ۵۴۰ریډیائي ډرامې ليکلي دي   او  هم دغسې پۀ شلګونو فیچرونه یې لیکلي دي د دغه فیچرونو نه ئې یو ضحیم کتاب چاپ کړے  دے  ؛ د علم ښار ؛  پۀ نوم باندې . د ریډیو د پاره د دوي د دغه د کار او زیار سلسله لا روانه ده ، تاسو کۀ دغه ښاغلي سره ملاقات کول غواړۍ یا څۀ کتاب ورکول یا اخستل غواړۍ نو هم د ريډیو پاکستان پېښور ګېټ یا د  رشید احمد صیب دفتر به درته ښائي ـ د دغه ښاغلي پۀ لیک یا پۀ عامو خبرو کښې دومره خوند دے چې بس سړي صرف اوریدې او لوستلې ـ د دوي  د لیک نه علاوه پۀ عامو خبرو کښې هم د طنز و مزاح عنصر غالب وي ، پۀ شعر ښه پوهه لري هم دغسې نثر خو ئې خپل فیلډ دے،  پۀ شعر د پوهیدو خو ئې راته علم هغه ورځ پۀ یوه  مشاعره کښې اوشو چې  ما خپل یو غزل اووئیلو چې زما د خوښې غزل وۀ او تمام شعرونه مې هم د خوښې دي او دې ښاغلي راته اووئېل چې دا باقی شعرونه هسې خانه پوري ده بس دا یوه مقطع دې د کمال ده هم پۀ دې کښې تغزل دے. مقطع داسې وه 

     اصلاح خپله د خپل ځان وکړه فضله 

      چې یارانو درنه ولې کړے څنګ دے.

زما خو دا خیال وۀ چې ګني دا ښاغلے صرف نثر ښۀ لیکلے شی خو دا راته بیا وروستو علم اوشو چې د دې ښاغلی وړومبے کتاب هم شعري مجموعه وه چې پۀ ۱۹۸۹ کښې د  ؛ قافله ؛ پۀ نوم چاپ شوې او مارکیټ ته راغلې وه ـ دا کتاب ې د ملګري اقبال مومند صیب په ترغيب چاپ کړے وو او کتابت ې هم ورله اقبال مومند مفت کړے وو ۔ 

دا ښاغلے چې کله پۀ پولیس لائن کوهاټ کښې وۀ او د سرکار بیلټ ئې تړلے وۀ بقول اقبال مومند چې درې څلور کاله نوکري ئې پۀ پولیس کښې کړې وه اقبال مومند وائي چې زۀ د ایس پي دفتر کښې  ریډر وم سحر به کواټ ته راتلم او ماښام به کورته ته تلم زما هم دغه دوه درې کاله نوکري وه زۀ به چې سحر د کور نه کواټ ته تلم نو اول به پولیس لائن ته تلم او چې لائن ته به لاړم نو دے به اودۀ وۀ ما به د خوبه پاڅولو نو دۀ به راته  وې تۀ کېښنه زۀ دا دیوال وینځم ( مخ ته به یې دیوال وئیل ) او چاے  هم وایم،  ما به کۀ ډېر اووې چې وروره پۀ ما د دفتر ناوخته کیږي  د هغې باوجود به ئې پۀ زور چائېو ته ايسارولم،  اقبال مومند وړاندې وائي چې هغه وخت پوليس کښې تعليم يافته کسان کم وو نو دے به لاين کښې منشي وو ۔  یوه ورځ ئې د یو سپائي د چوټۍ درخواست لائن افسر له وړے وۀ د سپائي پلار کۀ څوک رشته دار مړ وۀ لائن افسر ته ئې وې سپائي خو تلے دے  زه به ډيوټي اوکړم خو دا درخواست منظور کړه هغۀ ورته وې هر سړے به وائي چې پلار مې مړ دے او تۀ به ورته وایې چې کورته ځه داسپایان خو بهانې کوي ـ 

بس د هغې ورځې نه یې زړۀ مات شو او وئیل ئې چې نوکري پریږدم خو پۀ ګېټ مې ډیوټي ده چې دا ختمه شي نو ځم به او بېا واپس نۀ راځم ـ اقبال مومند وائي چې ما ورته ډېر نصیحت وکړو چې نوکري مۀ پریږده او کۀ خامخا ئې پریږدې نو بس د اوس نه ځه کنه ډیوټي پۀ تندر اولې،  دۀ وې بیا به خلق وائي چې د ډیوټۍ نه پټ شو،  اقبال مومند وائي چې بله ورځ زۀ کواټ ته لاړم دا ښاغلے موجود نۀ وۀ او نوکرۍ له ئې لته ورکړې وه ـ 

داسې لږ لږ زۀ خبر شوے  وم چې د دې ښاغلي د مردان د یو هلک سره دوستانه وه او داسې کلکه دوستانه وه چې د هغۀ پۀ سر به یې سرونه ماتول او خپل هر څه دوړه کولو ته تيار وو ۔   هغه دوست ورته د خپل ځان او لۀ جهانه زیات ګران وۀ،  خبر نۀ یم چې هغه دوست ئې بیا څۀ شو او چرته لاړو البته دغلته ې دا توره اووهله چې دوه درې کاله کښې د ډيوټۍ سره ې بي ۔ اے پاس کړه ۔ بيا وروستو ې  په پښتو کښې ايم ۔ اے اوکړه خو دا موقعه ورته برابره نه شوه چې لويه سرکاري نوکري اومومي نو مختلفو د اخبارونو سره سره ې تعليمي او نورو پراجيکټونو کښې  کار کولو ۔ 

د دې ښاغلي سره پۀ شمول ټول څلور روڼه وو دوه روڼه ئې پۀ ورکوټوالي کښې وفات شوي دي چې د میرګو مریضان  شوي وو او دا مرض ورته د سنت کولو  پۀ وخت د نائي د ګنده چړې نه لګیدلے وۀ  ـ 

اوس چې دا کومې دوه دانې پاتې دي چې د تعریف او تعارف محتاجه نۀ دي،  یو ورور یې د موسی خان شینواري پۀ نوم خلق پیژني چې د نثر  یو ښۀ لیکوال دے دوه د نثر کتابونه یې چاپ دي یو کتاب ې ؛ د  متلونو قيصې ؛  او دویم کتاب ئې د  ؛ توهمات  ؛ پۀ نومونو د شلمې صدۍ پۀ اخري لسیزه کښې چاپ شوي دي  یاده دې وي چې د ؛  متلونو قيصې ؛   کتاب سریزه هغه وخت د پښتنو ستر رهبر خان عبدالولي خان لیکلې وه ۔ دا کتاب تر اوسه پينځه شپږ ځله چاپ شوے دے ۔ 

د دې ښاغلي شپږ بچي دي چې څلور ځامن او دوه لوڼه دي ـ 

دې ښاغلي چې د پښتو ادب له څومره کار کړے کړے دے او څومره څومره ستړیا ئې پۀ نصیب شوی دي  نو ډير کم خلق ورسره سيالي کولے شي ۔ 

دا موصوف هم لکه زما د ساهو لیکونکیو مرکې غړے پاتې شوے دے او د قلندر مومند د مکتب نه فارغ التحصیل دے،  څۀ چې ئې د دغه مکتب نه زده کړي هم هغه یې وروستي نسل ته منتقل کړي دي

 د دې ښاغلي يو اهم کار دا دے   چې د ډيرو نوموړو   لیکوالو سره ې مرکې کړي دي دغه  اکثرې  مرکې چې دغازي  : اخبار د پښتو صحفه کښې چاپ شوې وې    چې هم د دغه مرکو پۀ وجه  : غازياخبار خپل یو نوم پرېښې وۀ  وزوستو ې څه نورې مرکې هم کړي دي چې کمپوزنګ ې شوے دے او د نلچاپه کتاب په صورت کښې ورسره دے ۔  دغه کتاب هم خپله ثاني نۀ لري او د  ده د نورو تخليقي کتابونو  : چرچڼو توت : : روښانه څهرېاو  ددستار سړي :   نه به نمبر وړي ـ 

 

استاد عبدالکریم بریالے پۀ خپل یو مضمون کښې د دې ښاغلي پۀ اړه داسې لیکي ـ 

دا ښاغلے يو ښۀ عالم دى، فقيهه دى، صحافي دى او رېډيائي او اليكټرانک  مېډيا د ټولو اصنافو داسې ليكوال دے لكه څنګه چې حمزه شينواري او مراد شينواري پښتو ته د رېډيو لۀ لارې څۀ وركړي وو. د بيانيه او واقعيت څخه يوه تخليقي فنپاره جوړول د هغۀ تكل ته يو همه ګيريت وربخښلى دی. “د سريزو سريزهتکل خيال دومره ښكلے دے چې سړي ته شفيق الرحمٰن د اردو ژبې ليکوال ور پۀ ياد شي، د يوې جملې يوه سريزه دا وه: زۀ چې دا كتاب ليكم نو زۀ پۀ لندن كښې ناست يم”. پۀ دې حواله د Essay او تخليقي مضمون نګارۍ يا تكل مثال د انګرېزي ژبې داسې ښكاري چې مولوي ګل محمد بيتاب  صیب پۀ لندن كښې ناست وي او حال د خېبر بازار وائي، لكه چرچل چې د مالاكنډ فيلډ حال ليكلى ؤ. سره د دې چې يو ليكوال ئې هم د كمزوريو څخه معاف كړے هم نۀ دے او د حقيقي ادب يو صنف ته ئې ښه روانه ژبه او د تاريخ او تهذيب او ذهني او نفسياتي عكس د ټول پښتانۀ وطن څرګند كړے دے ــــ آفرين باد بر اين هم مردانۀ تو! : 

د دې ښاغلي کتاب د  : چرچڼو توت :   دغه وخت  تازه تازه مارکیټ ته راغلے وو او د دغه کتاب نه هم هغه   دوه تکلونه بریالي صیب خوښ کړي وو  کوم چې هم زما خوښ تکلونه وو بریالے صیب پۀ خپل مضمون کښې لیکي چې ـ 

 د دې كتاب تر ټولو اهم تكلونه دوه دي ـــ يومعدوله واواو دويمپټه خزانه فى الميزانشهكار علمي تحريرونه دي چې د اظهار او بيان سره ئې انساني او علمي نزاكتونه پۀ نظر كښې نيولي دي ـ 

 دغه دوه تکلونه چې بره ئې ذکر وشو دا د ساهو لیکونکیو مرکې پۀ تنقیدی اجلاسونو کښې د قلندر مومند صیب پۀ نظامت کښې تنقید ته وړاندې شوي دي،  دا د دې سړي د فن کمال دے چې د قلندر مومند صیب پۀ وړاندې دغسې تکلونه لیکلي وو چې د نومونو نه  ې ظاهره ده  چې د قلندر مومند سره به یې څۀ نا څۀ نزدیکت ضرور وي

د څوارلسم دستار دغه سړے د مرکې پۀ هغه کسانو کښې شامل وۀ چې اکثر به ئې د قلندر مومند صیب سره پۀ  اجلاسونو کښې د ځان پوهولو دپاره  تنقیدی بحث کولو او کله کله به یې شرارتا د  قلندر صیب د غصه کولو د پاره رنګ رنګ سوالونه هم پوښتل ـ 

د دې سړي تکل " معدوله واو " د کمال تکل دے داسې نۀ ده چې ګني دغه  ې ښاغلي  قلندر صیب ته پالش لګولے دے او د قلندر صیب د معدوله واو فیصله یې من و عن قبوله کړې ده د باړه ګلۍ درې ورځني سیمیمار کښې اصل موضوع د معدوله واو پۀ دغه خبره وه چې د لفظ نه به واو نۀ غورځوو  اصل خبره دا وه چې بس د قلندر مومند فیصله نۀ منل وو ـ قلندر صیب به وئيل چې معدوله واو به د لفظ نه غورځوو او صرف پېش به لګوو ـ لکه  لُستل - غُنډه وغېره خو ولې د باړه ګلۍ ملګري پۀ دغه فیصله راضی نۀ وو او هغوی وئیل چې لستل به لوستل او غنډه به غونډه لیکو ـ 

دغسې د دې ښاغلي بل معروف تکل  : پټه خزانه فې المیزان : دے   چې د نوم نه څرګندیږي د قلندر مومند د تحقیقي او تنقیدي کتاب نوم دے ـ پټه خزانه فی المیزان د قلندر مومند صیب هغه کتاب دے کوم چې د پټه خزانه پۀ رد کښې لیکلے شوے دے ـ 

 دغه ښاغلی وخت پۀ وخت د پېښور هر د پښتو لوے وړوکي اخبار سره کار کړے دے  ـ  وحدت کښې څو کاله سب ايډيټر  پاتې شوے دے او هم دغسې د کسوټي،  غازی،  خبرونه او صبح سره ئې د چیف ایډیټر او سب ایډیټر پۀ څوکۍ خپله دنده تر سره کړې ده ـ او هم دغسې پۀ مختلفو ورځپاڼو او مجلو کښې لکه روزنامه  جهاد ´ شهباز ´ پښتون  پاڅون او نورو مجلو  وغېره کښې  کالمونه ´ مقالې ´  تکلونه،  خاکې او نور مضمونونه وخت پۀ وخت چاپ کیږي ـ 

دا موصوف د  خاکو خپل کتاب : دستار سړي  : پۀ یوه  : فرمائشي خاکهکښې لیکي چې " خبره مې د همایون هما د ځوانۍ او ښکلا کوله چې خدائې دې د بد نظره اوساتي اوس هم تقریبا˝ هغه شان دے ځکه زۀ وایم د هغۀ پۀ کتاب ؛ ښکلي ښکلي خلق؛ 

کښې د پینځلسو نورو ښکلو ښکلو شحصیاتو سره شپاړسم ښکلے سړے هما پخپله دے ـ 

زما هم دغه نظر دے چې د دې  ښاغلي تازه چاپ کتاب  " د دستار سړي  " کښې د دیارلسو نورو د دستار سړو سره څوارلسم د دستار سړے ګل محمد بیتاب  پۀ خپله دے ـ ـ ـ 

[email protected]

- فضل مومند
بېرته شاته