(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تضمین او پېخ

[14.Jan.2021 - 15:14]

تضمين او پېخ

ما يو وخت د ښاغلي ګوهر نويد صېب په کتاب تبصره ليکلی وه په هغې کښې مې د دولت لواڼي يو شعر ليکلی وو,

زه پخوا هم ديوانه وم ديوانه يم لا تر اوسه

له دلداره هم خانه وم همخانه يم لا تر اوسه

يو ملګري راته ليکلي چې ته څه وائی چې دا شعر د چا دی؟ زه د هغه په پوښتنه پوهه نه شوم ځکه چې ما خو ليکلي دي چې د دولت لواڼي دی نو بيا دا څه پوښتنه ده؟

چې کله مې پرې فکر وکړو نو دې خبرې ته مې پام شو چې ددې تضمين خوشحال بابا ليکلی دی او ډېر د کمال نه ډک کلام دی ملګری لکه چې په هغه ټال کښې ځانګي, نو دلته د لږ وضاحت سره دغه دواړه کلامونه راؤړم, د دولت لواڼي غزل دی.

زه اول هم ديوانه وم ديوانه يم لا تر اوسه

له دلداره هم خانه وم هم خانه يم لا تر اوسه

له طفليه زه عاشق وم غم طلب او بلا خوښ وم

د دلبر د مخ په شمع پروانه يم لا تر اوسه

زه هلک وم افسانه وم او له غمه بېګانه وم

تر څلوېښتو کالو تېر شوم بېګانه يم لا تر اوسه

چې عاشق په جانانه شوم له اغياره کارانه شوم

تور وېښته مې د سر سپين شول کرانه يم لا تر اوسه

تل راضي يې په رضا وم هم صابر يې په بلا وم

عذر نه لرم له حکمه بې بانه يم لا تر اوسه

چې داخل د يار په صف شوم د تهمت د تير هدف شوم

عام و خاص مې واړه ولي نښانه يم لا تر اوسه

په څو مياشتو په ډېر کاله عشق مارغه مې کا تن جاله

که عاجز ضعيف شوم څه شو آشيانه يم لا تر اوسه

د شيرين دلبر د لاسه پاک شراب د عشق بې قياسه

څو بې حده ډېر مې وڅښل فرزانه يم لا تر اوسه

د فقير دولت يو مست يم د اشنا په مينه مست يم

په ازل يې شراب څښلي ديوانه يم لا تر اوسه.

 

خوشحال بابا که مونږ وګورو نو دومره لوئې استاز دی چې پردي تضمينونه ئې کم کړي دي او اکثره ئې د خپلو کلامونو تضمين کړې دی خو چې چرته ئې تضمين کړې نو هم کمال ئې کړې دی, يوه خبره بله هم ده چې څنګه خوشحال بابا ځائی په ځائی دعوه کړې لکه دا چې,

څوک پاوی څوک نيم پاوی دی

قلندر په کښې نيم سېر

چې زمونږه په حساب دی

هېڅ مې نه دې واصل هېر

بل دولت فقير درې واړه

زه ترې څو شرشاهي تېر

او بل ځائی وائي,

د مرزا ديوان مې ومنډه په ګوډي

مسخره مې ارزاني خيشکي زمند کړ

که دولت دی که واصل دی که دا نور دي

د دې واړو په خبرو مې ريشخند کړ

نو دا تضمين ئې د دغه ريشخند يوه نمونه هم ګڼلې شو, د خوشحال بابا کلام دا دی.

زه هم چيرې فرزانه وم فرزانه يم لا تر اوسه

تل بې خوده ديوانه وم ديوانه يم لا تر اوسه

جدائي نشته وصال دی ځينې بعد وهم و خيال دی

تر هغه چې همخانه وم همخانه يم لا تر اوسه

چې راغلی په جهان يم خبر شوې په خپل ځان يم

د رازونو خزانه وم خزانه يم لا تر اوسه

په عالم زما خبرې خلک کا په نزدې لرې

په وګړي افسانه وم افسانه يم لا تر اوسه

چې د مخ پلو ئې وا شو يو مشال وو چې نما شو

هغه دم پرې پروانه وم پروانه يم لا تر اوسه

ناوکي ئې د مژګان دي چې بلا زما د ځان دي

ورته عمر نښانه وم نښانه يم لا تر اوسه

چې ئې ځان سره اشنا کړم له هر چا ئې شا په شا کړم

له عالمه بېګانه وم بېګانه يم لا تر اوسه

هغه بحر چې محيط دی په افراط او په تفريط دی

دغه بحر دردانه وم دردانه يم لا تر اوسه

هغه شان له خپله ياره بې رقيبه بې رېباره

زه خوشحال چې يګانه وم يګانه يم لا تر اوسه.

که مونږ وګورو نو د دولت لواڼي په شعر کښې چې په مطلع کښې د وم او يم لکه ديوانه وم ديوانه يم کوم تکرار دی هغه ئې په نورو شعرونو کښې هغسې روان نه دی ساتلی لکه ورپسې شعر کښې وائي,,د دلبر د مخ په شمع پروانه يم لا تر اوسه,, بل اړخ ته د خوشحال بابا په غزل کښې دغه تکرار لکه د شوريده اوبو يو شان روان دی, لکه فرزانه وم فرزانه يم, ديوانه وم ديوانه يم, دغسې تر مقطعې يګانه وم يګانه يم, دوېم د دې ټول غزل د مطلعې نه وروسته شعرونو د هر يو د لومړۍ مصرعې جوړښت او د څپو په بېلتون کښې د قافيو خوند هم په پام کښې نيول پکار دي لکه,

چې راغلی په جهان يم, خبر شوې په خپل ځان يم

او

هغه بحر چې محيط دی, په افراط او په تفريط دی,

او دغسې تر مقطعې

هغه شان له خپله ياره, بې رقيبه بې رېباره, چې د لفظونو فني او فکري جوړښت ته فکر وکړو نو د خوشحال بابا کلام په هر لحاظ سره ډېر لوړ دی, د يو عالم وېنا ده چې, شعر يواځې موزون کلام نه دی بلکې د وړو وړو باريکو معرفت ددې په خټه کښې اخلې شوې دی د شعر  لوئې مطلب او موزونيت خپله د شعر په نوم کښې شتون لري,, هم دغې ته شعريت هم وائي, پته نشته چې نن سبا نوي کهول شعريت ولې د پامه غورزولې دی او زيات تره کلامونه يو شان بيانيه لري, اوس اوس يو کلام مخې ته راغلې وو چې بلها شور ئې جوړ کړې وو د ملګرو پرې دغه اعتراض وو چې په دغه شعرونو کښې د مقدساتو او عقيدو سپکاوې شوې دی, بيا په کښې دا خبرې هم راغلې چې د دين ملايانو پرې د کفر فتوې ولګولې بل اړخ ته ئې د ادب ملايانو بې ځايه دفاع شروع کړه, هم دغه د پښتو ادب لويه مسئله ده چې دواړه اړخه په انتها ولاړ دي, په دغه بحثونو کښې دا خبره بيخي د پامه وغورزول شوه چې دغه کلام کښې تشبيه, استعاره, فني ښکلا, شعريت هيڅ نشته, بس نيغ په نيغه خبره ده لکه بيان, زما په اند که څوک څه متنازعه خبره هم کوي خو چې څه شعري موزونيت او خوند خو ولري, دا خبره په پام کښې نيول پکار دي چې يو د رب کار دی او بل د بنده کار دی د بنده کار خو دا دی چې د ډلو ټپلو په بنياد نه د ادبي ديانت په بنياد خبره وکړي, د شعر او ادب په نامه د هيچا د مذهب او عقيدې سپکاوې ونه کړي او ادب دې د ادب د حده ونه وځي, د رب کار دا دی چې خوښه  ئې ده چې څوک بخښي او څوک نه بخښي, بعضې خلک د اشرف مفتون, غني خان او داسې نورو حوالې راؤړي خو دا خبره په پام کښې نه نيسي چې د غني خان کلام ډېر لوړ هنر او شعري موزونيت لري,که په دغه تناظر کښې وګورو نو خوشحال بابا په دغه کلام کښې يو پېغام پرېښودې دی چې تضمين ئې د اصل کلام نه زيات خونده ور کړې دی, زما په اند که څوک پېخې کوي نو ودې کړي خو بې خوندي دې نه جوړه وي او د ادب سپکاوې دې نه کوي.

(نوټ)

د دغه کلامونو د پاره د ښاغلي راشد خټک د مينې مننه,,

په درنښت

طيب خان

 اسلام اباد ۲ جنوري ۲۰۲۱

- طیب خان
بېرته شاته