(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخوشال بابا سېاسي

[14.Jan.2021 - 15:25]

 دخوشال خټک عقیده اوسیاسي فلسه

لیک:رڼا ګل اریوبزی د کابل پوهنتون پخوانی استاد

......د خوشال خال عقیده:

عقیده دیوه دین اومذهب سره دانسان معنوي پیوستون او دهغه په رښتینوالې پوخ ایمان دی. عقیده دزړه له تله راپورته کیږي او په خوله اوژبه بیانیږي، نه په زورپه چا پورې تپل کیږي او نه په زور څوک ترې منکر کیږي. نوځکه څوک چې بې له کوم جبره، په بشپړه ازادۍ کې داسلام په مبین د ین یانې دلوی خدای په یوالې، دهغه په بې پایه قدرت او دحضرت محمد(ص) په رسالت عقیده لري او په خوله اوژبه يې بیانوي، هغه مسلمان دی او مسلمان ګڼل کیږي. که څه هم داسلام په پاک دین کې دعلم زده کړه په هر مسلمان فرض دی، خو په تأسف هرمسلمان عالم نه دی او ډیر زیات يې د ديني او عقلي علومو دزده کړې بې برخې پاتې وواودي. دخوشال په زمانه او دژوند په سیمه کې هغه چاته عالم ویل کیده چې په جوماتونو اومدرسو کې يې دیني زده کړې کړې وې او لږ ترلږه دملايې درجې ته رسیدلي ول. دخوشال خټک په نظرکې دا عالما ن یاملایان ټول یو شان نه وو. ځینو يې ځانونه عالمان ګڼل خوپه خپل مسلک کې يې لومړني مالو مات هم نه درلودل، ځنې نور په رښتیا عالمان وو خو په عمل کې دشیطان په لارروان وو او د دین او عقیدې نه يې د دنیاوي ګټې وسیله جوړه کړې وه.  خو ځنې داسې هم شته ووچې په رښتیا عالمان وواوهم دخپلې پوهې او عقیدې په رڼا کې دحق په لور روان وو. کوم علم يې چې در لود، هغه يې دخپل عمل لارښود و. خوشال خان د دوی دهمدې ځانګړتیاوو په بنسټ دهغوی په وړاندې خپل دریځ ټاکي اولیکي چې:            

هرعا لـم چې رباني دی ، تـرې ځاریږم       نـفســا ني وتــه غلیــم غــونـدې ښکاریږم

چې په علــم وعــمل جوړ وي رباني دی      بــي عــمــله عــلــم، واړه شیــطا نــي دی

نیــم مــلا، بــلا د د ین ا و د ا یــمان دی       نیــم طبــیب خطره دتن دی، هم دځان دی

مــد عــي مــلا کــه ډ یــر علم حاصل کا       دی چـــې علــم په د نیـا، پـلوري باطل کا

[ دخوشال خټک کلیات.......... ۶۰۴ مخ]

خوشال خان په دې عقیده دی چې مسلمان یوازې دخپل خالق نه ډاریږي، ځان هر وخت او هر چيرې دحق په ویلو مکلف ګڼي اوهم دهرچا په وړاندې دحق ویلو جرأت لري. بډې نه اخلي، دبل چا مال ته  تمه اواسره نه کوي، دذکات اوسرسايې له پاره په ایاتونو اوحدیثونو تجارت هم نه کوي. هغه عالم چې کامل ایمان لري، سرلوړي خوښوي او پاک وجدان لري، په څښټ اوتعویز دناروغانو در ملي نه کوي، د پیسو په تمه یا بدل کې دظالم تر څنګ نه دریږي اوحق نه تر پښو لاندې کوي. خوشال خټک لیکي چې:

کښیني شرع بـه کــوي په رشوتونو       ځــان قــاضــي کا، پــه غـلــط روا یتــونو

وهــرچـا تــه مســلې د سخــاوت کا       خپــلــه خــونــه ډ کــوي، د بــل غارت کا

په مسجید راځي پنځه وخته اذان که       چې ذکات، سرسایه نه وې مسجید وران کا

دمــیراث مـالـونـه خوري د ظالمانو       نــوم پــه ځــان بانــدې کښــیــږدي دعالمانو

په داهسې علـم برند کښینې ملاشي        وعــالــم تــه مــیـــراث خـــور د ا نـبـیا شي

[ دخوشال خټک کلیات.......... ۹۲۴-۹۲۵ مخونه]

دوخت دعالمانو او ملایانو په هکله خوشال خان داډول څرګندونې که له یوې خوا په رباني پوهانواو ملایانو ښې لګیدلې نوله بلې خوايې د ده په وړاندې دمدعي ملایانوکينې هم راپارولې، ورته کرار او لاس په زنه نه کښبیناستل او په خلاف يې حتی دکفر فتواګانې هم صادرولې. دی په سوات نامه کې دملایانو ددې وروستې ډلې په نمایندګې دملا میانور نوم اخلي اولیکي چې:

اوس به وایم له میانورله حقـیقـته       چــې لــه نــورونــه، د ی لا دی بــد خصلـته

را شه واوره په دا هومره قباهت       چــې پــه مــا بــانــدې يې سـاز کـړڅـه تهمت

رافضي يې په داهسې اعتقاد کړم       په درست سوات يې په تکفیرپه رفض یاد کړم

[ دخوشال خټک کالیات.......... ۹۲۵ مخ]

له دې تورونو څخه نه یوازې خوشال خان بلکې د پښتون په تاریځ کې ځنې نور لویان لکه بایزید روښان، فخر افغان خان غفارخان اوغازي او امان اله خان هم په امن کې نه وو. د دې له پاره چې له موضوع ونه وزو، دا نوردلته پریږدو او په دې ځای کې یوازې دخوشال خان دعقیدي سره یوڅه ځان اشنا کوو. زما په اند په دې هکله بله داسې سرچینه نشته چې دخوشال د خپلوڅر ګندونو نه دزیات باور وړوي، ځکه له یوې خواعقیده لکه څنګه چې ورته پاس اشاره وشوه، څوک په چا ور تپلی نه شي یانې هیڅوک دبل چا په خوله نه کافرکیږي اونه مسلمان کیږي بلکې دهرچا عقیده دهغه داقرار څخه راڅرګندیږي. له بلې خواخوشال خان هغه شخصیت و چې څه يې په زړه کې نه ساتل، څه يې چې په زړه و هغه يې په خوله و. دځان اوبل په وړاندې له حق نه تیریده او دحق په لار کې له هیچا هم نه ډاریده. که له یوې خوادخپل ننګ، دخپلو شعرونو، هنرونو اوخدمتونو یادونه او ستاینه کوې، نو له بلې خوا خپلې تیر وتنې، خپل عیبونه اوګنامونه هم نه پټوې او یو په یويې شمیري او دحق په وړاندې خپل زوی بهرام اوخپل دښمن اورنګ زیب په یوه ليکه کې دروې. داپه حق مین شخصیت خپله عقیده داسې بیانوي:

د خدای منت راباندې چې يې هست کړم له عد مه

بـل خـلقـت يــې نــه کــړم راپــیــدا شــوم له اد مه

پښــت پـه پښــت راغـــلی مســلمــان محــمدي یم

چـــا ر د چــا ریــا رو ســره وا ړه مــنـم ســـمـه

درست په دې پوهیږم چې څلور مذهــبه  حق دي

زه د حــنــفــي مــذ هــب د عــوا لــرم مـحـکــمه

مــیــنــه يې پــه زړه کې د علما وو راکـړه ډ یره

مــیــنــه يې د د ور د شــیـخــا نــو راکــړه کـمــه

نــه خــرابــا تــي نــه قــما ر باز نــه ریا کار یــم

نــه قــاضي مفــتي چې يې نـظر پـه څــو د رمـــه

[ دخوشال خټک کلیات......... ۶۰۴ مخ]

خوشال خان نه یوازې صادق او په خپله عقیده ټینګ ولاړ مسلمان وبلکې د ین پوه، فقیه اوعارف هم و، په دی برخه کې يې کتابونه لیکلي دي او سربیره پر دې دکلیاتو ډیرې پاڼې يې په حمد اونعتونوښکلې کړي دي چې ورڅخه دیوه حمد او یوه نعت څو پړوکې دبیلګي په توګه رانقلوم:

 

حمد

ای دهـر موجـود معـبــوده       جــود دهــرچـا ستــا له جوده

ته رحمان يې، ته رحیم يې       تــه دا نـا يـې، تـه حکیــم يې

تــه رؤف يـې تـه منان يې       ته معروف يې، تــه د یان يي

ته خالـق يې، ته غـفار يې       تــه را ز ق يـې، تـه ستار يي

بې هـمتا يې په قدرت کې       عرش دي لوی کړپه خلقت کې

[ دخوشال خټک کلیات........... ۷۵۷-۷۵۸ مخونه]

نعت

ای زما نبــي ســروره       اولوالعـــزمه پیـغامبره

نه دنـیــا وه نـه عالم و       نـه حیــوان و نه آدم و

چې ته خــتم انبـیـاوې       آد م زویه، ته بابا وې                                                             که ته نه وی آدم نه و       که ته نه وی عـالم نه و

هــم آخر هم مقدم يې       هم يې زویه هم آدم يې

[ د خوشال خټک کلیات ............۷۶۲ مخ]

دخوشال خان په عقیده رښتینئ مسلمان هغه څوک دی چې دپوخ یقین خاوند وي، تل دخدای ویره ورسره وي او د د ین په فکر کې وي. درښتیني مسلمان یوه مهمه ځانګړتیا داده چې خپل باردبل په اوږو نه باروي، له هيچا د هیڅ شي تمه نه کوي، له حرامو په کلکه ځان ساتي، دخپل ژوند دبسیا کولو له پاره په خپل ایمان، همت، مټواو کاراوزیار ډډه لګوي او دخپل خدای درضا له پاره دهغه دمخلوق سره مرسته کوي. خوشال خټک را ښيي چې:

مـو مـین هغـه دی چـې جــوړیقــین لري       ویـره له خـد ا یـه اندوه د د ین لري 

بار دهــرچا وړي خپل بار په چا نه ږدي       ښه ېې کردار وي ښه همنشین لري  

[ دخوشال خټک کلیات.............. ۴۹۹ مخ ]

اوزیاتوي چې:

د ین چې خالي شي، له ښه یقیـنه       کفر بهتر دی تر هغه دینه

چــا دا خــبره څــه ښـه ویــلې ده       ما ته لینـده ده نا قصه مینه

[ دخوشال خټک کلیات............۴۱۵ مخ

هرصادق مسلمان باید په دې پوه شي اودا ومني چې دی یوانسان دی. دانسان یوه ځانګړتیادهغه انساني نیمګړتیاده، او مانا يې دا ده چې د خپل عمل یا دکړووړو په بهیر کې تیروتنې ترې کیږي، د دې یاهغې لويې اویا کوچنې ګناه مرتکب کیږي، بي غلطې او بې عیبه انسان خو د دې نړۍ پرمخ نه پیدا کیږي. هغه څوک چې دا نه مني او په ځان کې هیڅ ډول عیب اوګناه نه ويني او له هرې غلطې او تیروتنې ځان پاک ګڼي یاعقلي بیماران دی اویا په هوسونو کې ډوب دفرعون په لورروان کم عقلاندي دي. دخپلو عیبونو اوګناهونو پټول او په بل کې دعیبونو او ګناهونو لټول دانسان عقلي اوعقیدوي رنځوري په ګوته کوي اوخوشال خټک په دې هکله لیکي چې:

صحبت چې نه وي له ښه احباب سره       عمر تیریږي له ډیر عذاب سره

هوښیار هیڅ چـېرې بې غلطې نه وي       خـطا تړلې ده اهـل صواب سره

کلیات[ دخوشال خټک کلیات.......... ۴۲۱ مخ]

د ننګیالي بابا دشخصیت دلويوالې ځلانده نښه داده چې ځا ن لوی نه ګڼي او دایمان دپوخوالې نښه يې داده چې ریاکار نه دی. خپل ګناهونه او خپلې تیروتنې نه پټوي، تل يې یادوي او ورسره سم له یوې خوا دخپل پروردګارد قهر څخه ډار څرګندوي اوله بلې خوا دهغه لوی ذات په رحم هم کلکه عقیده لری اوله بخښنې څخه يې تمه نه قطع کوي او دا دوا کوي چې:

یــا قــا د ره ذ والجــلا لـه       لـــم  یــــز ل و لایـــزا لـــه

خپل ګناه شمــارم شرمیږم       ستــا لــه قهــره زه و یـریږم

که هرڅو مې ګناه ډیر دی       تر حساب تر شــمار تیر دی

ستـــا د ر حــم لــه بـارانه       کــه قـــطــره شــي را روانه

بیاچې ستا کرم رایاد کړم       پـه هزار رنګه زړه ښاد کړم

[ دخوشال خټک کلیات..........۷۶۰ او ۷۶۱ مخونه]

خوشال خان دخپل ژوند په وروستی میاشتو اوکلونواو له دنیا څخه دخدای په امانۍ په وخت کې دځوان نسل څخه په یوه دپیغام کې غوښتي دي چې نیکیو ته ملا وتړي، له بدو ځانونه وساتي او دیني فرض ادا کړي. د فرضو ادا کول، دخدای مخلوق ته دښیګڼو رسول او له بدو ځان ساتل په حقیقت کې دنفس پاکې ده او دنفس پاکې دهرې ځوانې اودهرځوان له پاره تر ټولو لویه نیکمرغي اونیکبختي ده، نو ځکه په ټینګار وايي چې:

 

ښکلي ځوانان دي که ښکلي جونه       پرې مي سلام دی موږه به ځونه

سخ دهغوی دی چې لمن پاک وي       قضاېې نه وي روژې لمــونـځونه

[ دخوشال خټک کلیات.......... ۴۲۰ مخ]

داوه دخوشال خان عقیده چې د ده دځینو لیکنو د څیړنې له مخې له نږدې ورسره اشنا شوو. ور پسې به دخپل وس  سره سم د ده د سیاسي او ټولنیز فکریا سیاسي فلسفې په ځینو اړخونویوڅه بحث وکړو

.

 ......خوشال خان دوطن، پښتون او پښتو په وړاندې 

الفخوشال خان دوطن په وړاندې:

خوشال خان دوطن سره مینه دایمان برخه ګڼله اود هغې يې سمه پالنه کوله. څوک چې دخپل هیواسره مینه لري یانې دخپل ټا ټوبی، کلتور،ژبه، او تاریخي ارزښتونه ساتي او پالي، د وطن پالونکي نوم ګټي. وطن پالونکی په دې پسې نه ګرځي چې وطن يې ده ته څه ورکوي، کوم مقام او کوم امتیاز يې په برخه کوی، خو دی په خپله وطن ته هر څه ور کوي او دخدمت په لار کې يې هیڅ نه دریغوي. په دې لحاظ ننګیالی بابالوی وطن پالونکی و. خپلې خاورې او ولس ته يې ډیرڅه ورکړي دي اوبې سارې خدمتونه يې ورته کړي دي. د خوشال وطن په هغه وخت کې دمغولو امپراتورۍ یوه برخه وه، ملي دولت، ملي سمبولونه، ملی بیرغ او تاریخي جشنونه اوسیاسي سر حدونه يې نه در لودل، خو چرته چې افغان استوګنه کوله هغه يې خپل هیواد اوخپله خاوره بلله نو ځکه يې په شعرونو کې هم ملي دولت اوملي سمبولونو انعکاس نه دی موندلی او دهغو په ځای يې دخپل هیواد طبعیت، ښکلو منظرو، دنګوغرونو، مستو سندونواوښواو یارانو په زړه کې ځای نیولی دی اوهغه يې په خپلو شعرونو کې داسې ستایلي دي:

د وطـــن مــیــنــه ای جانه       را پــیــد ا ده  لـــه ایــمــانه

هغه ملک دزړه ارمان وي        چې پکې دې ښه یاران وي

نه دخــپــل وطــن خارونه       نــه د بـــل وطـــن ګـــلــونه

نه دخــپل دیـار ګور ګري       نــه د بــل د یــا ر شــکــرې

نــه د خپـــل د یــا ر حجر       نــه د بــل د یــا ر ســـره زر

[ دخوشال خټک کلیات................. ۸۳۸ مخ ]  

بابا ته خپل وطن دومره ارزښت لری چې ډبرې يې په سروزرو مني، دګورګرو نه يې دشکرو او له اغزیو اوخارونو نه يې د ګلونو خوند اخلي او دښو یارانو تر منځ په دې دیارکې دژوند کولو مزې داسې بیانوي:

نا ست په ګلزارکې یارپه کنا ر کې       با ده ګردانــه مطـرب په  کار کې

دا حال چې زه لرم په خپل دیارکې       باد شاه يې نه لري په هندویار کې

۵۲۶[ دخوشال خټک کالیات................۵۲۶ مخ ]  

بابا که هر څومره دخپل وطن دغرونو، رغونو، دښتو ، درو او سندونو ستاینه کړې ده اوخپل دیار ورته ګلزار او دشاهانو له دربار نه ښکلی او وچت ښکاریده، نو په دې کې يې یوازې خپله شخصي مینه او خپل ذوق بیان کړی دی او د نورو متفاوتو مینو اوذوقون درناوی يې ساتلی دی.د بیلګي په توګه دخپل وطن، په تیره بیا دسرای په هکله لیکي چې

که دسرای مځکه سنګزار ده       وخوشال وته فرخار ده

دا بهــار لکـــه د ســرای دی       هسې کله د بل ځای دی

[ دخوشال خټک کلیات.................۸۳۹ مخ

په بل ځای کې لیکي چې:                      

د وطــن ونــې چنــد ڼ ا ګــر دي       خاوری ېې واړه مشق وعنبر دي

که سرای ونورو، وته سنګیړ دی       کا ڼی ېې واړه ما ته سره زر دي

[ دخوشال خټک کلیات............... ۴۸۰ مخ ]

خوشال خان دخپل وطن بیلابیلوبرخو ته سیاسي اوڅیړنیز سفرونه کړي دي اود هغوی له هواوطبعی ښکلا سره له نږدې اشناو. دهیواد جغرافیه، ښارونه،غرونه، رغونه اوسندونه يې پیژندل او دهغوی له هوا اوښکلا څخه يې خوند اخیست. کله چې، له خپل خواږه وطنه جلا او لرې، د هندوستان درنتبور په جیل کي زنداني و، دهغه په فراق کې يې داسې ترانې ویلي دي

 هغه باد چې کابـل خیز دی       په ما واړه عنبر خیز دی

څوک چې یاد کاندي کابل       په ګــوګــل مـې شي غلفل

څوک چې یاد کړي پیښور       زړه زمـــا شـــي منـــور

څوک چې یاد کاندي اټک       قــافــیـــه کــړم د خــټک

[ د خوشال خټک کلیات............... ۸۴۹ مخ ]

په بل ځای کې لیکي چې:

د کا بــل وا ړه رو د و نـــه       د کــونــړ د صوات سندونه

سره یو شي په سرای راشي       د ســیحـون ســره یکجا شي

نـه يې غـږ نه يې نا رو شته       په هرجام کې يې دارو شته

چـې يـې څـښي، پکې شنا کا       مــا د ې یــا د هـغه اشنا که

[ د خوشال خټک کلیات...................۸۴۳ مخ [

که له یوې خواد بابا دسر کاسه دعلومو، ژورو فکرونواو لوړو رنګینو خیالونونه ډکه وه نو له بلې خوا يې دزړه په دهلیزونو کې دبشریت، په تیره بیا دخپلې خاورې او ټبرسره پاکې او بې پایه مینې ځای نیولی و او خبل برخلیک يې دخپل قوم او خپلې خاورې د برخلیک سره دهمدې مینې په ځنخيرونو تړی و.  

 
- اریوبزی
بېرته شاته