(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ادبي پارچې

[23.Jan.2021 - 15:27]

د سید عبید الله نادر لنډې ادبي پارچې

ستا په لټون                        

نه پوهیږم چې د اوښکو سلسله به می تر کومه غځیدلي وي ، زما د عاجزۍ اوښکي به چیري په دي لارو کې څڅیدلي وي ،څوک به داسي وي چې ګوندی زما په تندي کې یې د عاجزۍ نښي نښانې لیدلي وي ؟، نه پوهیږم چې تر کومه ځایه به زما د پلونه رسیدلي وي ،چیرته زما د عمر په بڼ کې زما د عمر له نهاله څو پاڼي غورځیدلي وي، آ دې معنی پسي چې ما خپلي خپي تڼاکي کړي دي ،چا به دا خاپونه او پلونه لیدلي وي ؟د خاطرو تابلو به می چیرته ګَرد وهلي پرته وي ،فرشته به الهام چیرته غلي وي ،خدای خبر چې پرکومو ورشو ګانو باندی به زما خیالونه ګرځي ؟،زما خیالونه به چیرته سرګردانه وي ،

ستا په لټون له خپله ځانه هم ورک شوی یم

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

ځکه چې زه، ځان ته وعده خلاف ښکارم                   

هغه ورځ می په یاده ده ، چې د ښار په یوه لویه پلورنځي چې تا  په کې کار کولوهلته مو سره ولیدل ،یو تر بله ډیر خوشحاله شو،او شي شیبې مو سره مرکې وکړې ، یاد می دي چې د خدای په امانی په وخت کې ما درسره ژمنه وکړه ، چې ښه شوه زه به دلته بیا څو څو ځله راشم ، ستا دیدن به وکړم ، خو بیا تقدیر داسي وکړه ،چې آخوا هیڅ درپیښ نه شوم ، خو په دي پوهیدم چې ستا به یاد وي ، او د انتظار سترګي به دي په لار وي ،ما هم ډیر کوښښ وکړ،چې د زمانۍ د جنجالونو نه ځان خلاص کړم ،او هاغه خوا در پیښه وکړم ،او بیا په هغه لاره تیر شم ، ډاډه وم چې ته هلته یې ، خو څه وکړم چې د روزګار او زمانې لیندۍ زه بل خوا ګذار کړم ،ځکه ما د دې ښاره څخه کډه وکړه ،خو د کډه کولو سره می دې ته پام راوګرځید ،چې ته به راته انتظاره یې ،نو زما په زړه داشیبې درنۍ تیریږي ،ځکه چې زه ځان ته وعده خلاف ښکارم

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

مهربانی                                             

په ډیر غټ ځان قوی او لوی هیکل سره په سړه سینه او په ډیره مهربانۍ سره د کوچني ماشوم ،تر څنګه کښیناسته او تر ډیره مودې پوري ، په یوه پراخه حوصیلي سره د کوچني ماشوم سره و لوبیده ،چې لارویان ورته حیران پاتي شول ، ماشوم هم د ځانه سره د لوی والي او لوړوالي احساس وکړ ،او ځان ورته ډیر لوی ښکاره شو ،او د انسانیت ډیر لوی درس یې واخیست ،او دا د ده په ماشوم ذهن کې پاتي شو ، چې دی لویږي نو د راتلونکي ماشومانو سره به څو چنده دا سلوک او ښیګڼه او اخلاقی رویه کوي ، تر څو نورو نسلونو ته پوړۍ په پوړۍ دا یو درس پاتي شي ،لارویانو هم کوم چې په کې د ژورلید او سوچ خاوندان ول ،د عبرت درس واخیست

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

 

د افسوس عالم               

سپین ږیرۍ بوډا چې ملا یی کړوپه وه ، او په رپانده لاسونو کې یي لکړه وه په لاس ،سر یی ښکته نیولی ،او دوه د لټون سترګي یی د ځمکي په لور ښخي کړي وي ، تا به وییل چې ګوندی څه لټوي ، او په ژور سوچ کښی وو ډوب ، یو ځوان هلک لاروی چې تر څنګه یي تیریده ، نو د ټوکې په انداز کې یي ورته وییل : با با په خاورو کې څه لتوې؟  با با په انتباهي انداز کې ورته ووییل :د افسوس په یو عالم کې لټومه مي ، په خاورو کې ځواني ،

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

یو قدم تر بهشته  

درویش چی په فلسفی سو چونو کې ،ددنیا د غوغا او شر و شور څخه لیری ، په یوګوټ کې ناست وو ، او په روښانه زړه رڼو او پرانستلو سترګو  یي د دنیا په چارو سوچ کاوه ،او په ژور سوچ کې ډوب وو چې د درویشانو خاصه ده . یو تن د روښانه زړه خاوند او د حقایقو پلټونکی چی پرې تیریده ،په صاحبدلانه انداز کې یي ترې و پوښتل : درویشه ! تر بهشته څومره لار ده ؟ درویش وویيل یو قدم . سړی هک حیران شو . ویيل یي څرنګه ؟ درویش وویيل که دي یو خپه په نفسانی او شیطانی خواهشاتو کېښوده نو په یقین سره دا   بله خپه دي په جنت کې ده .

«»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

ژور سوچ 

بهار وو ، او دګلونوموسم ،تر هغه ځایه چې نطر ورتله ،ښکلا وه ،سمه او غر په رنګین ګلونو پوښلي وو ،درویش چې د دیواله اړخ ته ډډه لګولي او دي ورشو ته مخامخ ناست وو، سر یی په ګریوانه کې د ننه کړی وو،لاروی چې پرې د تیریدو په حال کې وو ،ور ږغ یی کړ:درویشه!سر د ګریوانه څخه راپورته کړه چې ګلونه او ګلزار ووینې ،درویش ووییل:سر په ګریوانه کې د ننه کړه چې د ګلونو خالق ووینې.   

د فارسی ادبی پارچو څخه ژباړه

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

 

 

 د صاحبدل ژبه

                       داسي څوک نشته،چی شي پوه دهر یو ګل په ژبه

په غرورغــو کې ، د بورا او د بلــــــــبل په ژبه

خــاونده ورکـــــــړه د رازونو نیـــــــــازونو ژبه

چي وپوهــیږي ،د دردمن ، او صاحــبدل په ژبه

 

                                                                                       لکه څرنګه چي د یو طبیعی منظری ښکلا چې ډیره ښه په زړه پوری منظره وي او د هغی په لیدلو د انسان روح او روان تازه کیږي نو هماغسی د هغي منظری تازه اومعطره هوا چې د ګلونود وږمو سره نغښتی ده ،د انسانانو د ماغونه تازه کوی .او زړونه یی روښانه کوی ،نو د صاحبدل وینا هم د هماغسی منظری په شان د انسان روح او دماغ تازه کوی .او وینا یي په زړونو اثر کوی .لکه څنګه چی د عمر تر پایه هغه منظره د انسان د خاطر څخه نه ووځي ، او تل د انسان په یاد وي ، نو د صاحبدل وینا هم د انسان په زړه کې پاتي کیږي ،د پند آمیزه خبرو څخه یي انسان پند اخلی ، او د انتباهی څخه یی انسان ټکان خوری او په خود راځي ،یعني انتباه تری اخلی ، او د مجلس د نزاکت فهمی څخه د نزاکت فهمۍ درس اخلي ، د حافظ دا شعر به بده نه وي چی ډیر ښکلی د صاحبدلانو په باره کې وایي :                           

ګر سنګ از حدیث بنالد ، عجب مدار

صاحبدلان حکایت دل خوش ادا کنند

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

 

د الهام فرشته

پریږده چی د ګلبوټي د لاندی په هوسا خاطر پریوځم ،او خپل د پریشانه خیالونو تناب د کاییناتو په دي پراخه نظام کې وغزوم ، مګر داسي به وي چي یو ځل په ژور سوچ کې په خود راشم ،او په خپل حال وژاړم ،ځکه په خپل حال ژور سوچ کول د عبادت نه کمه نه ده ، ولی چې هره شیبه ، هره لمحه ،او هره لحظه ،د خدای تعالی په قدرتونو،او عظمت ژور سوچ کول ،دا په خپله لوی عبادت دی ،پریږده چي لږه شیبه  په معنویاتو کې ځان ورک کړم ،چیرته لاړې ای د معنویاتو او الهام فرشتۍ راشه یو ځل ما هم د بیخودۍ خواته بوځه .

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»،

 

د خاطرو ډیوه

 

نور زما د تصور په تل کې ستا د خاطرو د ډیوۍ رڼا مخ په تتیدو ده ،او اوس ستا د مخ تصویر څرنګه چی به پخوا هره لمحه هره شیبه زما د ذهن په آسمانونو کې ځلیده .اوس زما د خیالونوپه ورشو کې ستا انځور نه ښکاری داسي ښکاری چې نور د تل لپاره زما د ذهن او زړه له دنیا څخه ته وځې، په حقیقت کې د زمانی سټریااو ناخوالو زما په ذهن کې ستا دتصویر مخی ته پرده غوړولی ده ،اوس په خوبونو او خیالونوکې هم نه راځې ستا د ښکلي مخ رڼا اوس زما د تصور په دیوالونو رڼا نه غورځوی ،څومره چي د خیال غیږه پراخوم ، او لیری لیری واټنو ته نظر زغلوم ،ستا تصویر نه ویینم ،ډیر کلونه دمخه به شپه اوورځ زما په تصور کې ګرځیدې

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

 

 

د نزاکت پوهیدنۍ یو نوی مضمون،د لیري لید خاوند

سپین ږیری چې په ډیر متانت او دروندوالي په لاره کې روان وو نا څاپه ودرید ، او مخامخ یي کتل لاروی چې یی تر شاه روان و، هغه هم ورته ودرید او ترې یی و پوښتل با با څه ګوري څه دي ولیدل ،چې ناڅاپه ودریدی : سپین ږیري ځواب ورکړ .دا مخامخ کارغه ګورې چې د لار سر ډنډړکي کې اوبه څکې ما سوچ و کړ که مخامخ پرې ورشم زما څخه به وډاره شي ،او وا به لو ځي ، نو ودریدم چې ښه اوبه و څښي او په آرامه بیا زه خپل تګ ته دوام ورکړم ،ما د ځانه سره ووییل: سبحان الله انسانیت ته څومر لارې شته ،نو زه هم د هغې سپین ږيري په پیروي ودریدم تر څو هغه کارغه اوبه وڅښي ،او یو ډیر لوی درس می د نزاکت پوهیدنۍ او اخلاقو واخیست ،

د لیري لید خاوند 

وایي چې ډیر یو غشتلی ځلمی ځوان په یو مست او ټکړه آس سپور وو ، او بیدیا ته یی مخه کړه داسي یو ځای ټه په خپل سفر ورسیده ، چې د بیدیا څخه په وتو کې وو نو د لیري څخه یوه ونه ورته ښکاره شوه ،چې د وني لاندي راورسید ګوري چې یو شل د وني لاندي ناست دی ، شل ډیر په عذر او زاري خواست ترې وکړو چې ورسره مرسته وکړي چې معذور دی ،ځوان د خپل د آس څخه را کوز شو .او دا چې ډیر غښتلی وو ، شل یی په دواړه لاسو جګ کړ او د آس پاسه یی کښیناوه ،شل د وخت څخه په استفادی سره آس ته ممیز وکړ او لیري یی خپلي خپي وغزولي ،چې یعني ځان یی په ټګۍ وهلی وو ،ځوان پرې ورږغ کړه چې یوه خبره زما نه واږوره ،او هغه دا ده چې دا قیصه په خپل ټول عمر کې چاته ونه کړې ،او دا زما نصیحت دی تاته ،دا ځکه چې ځوان په خپل بیداره روح او دماغ ، او طبیعی استعداد سره چې خدای تعالی ورکړی وو ، د دي قیصي په منفي اغیز په انسانانو باندی پوهیده ،ځکه که دی ، دا قیصه خلکو ته وکړي ،نو د سخاوت او مردانګۍ تخم به ،په دوی کې محو او خلک به دي ته راوبولي چې د مردانګۍ ، سخاوت ، او فدا کارۍ تخم به د ټول عالم بشریت څخه ورک کړي .او خلک به جرأت و نه کړي چې چا سره مرسته وکړي

 

- سیدعبیدالله نادر
بېرته شاته