(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دجنازو بابا

[23.Jan.2021 - 15:56]

د جنازو بابا

                     ليک : ګل محمد بېتاب

لږه زمانه وړاندې چې ديني مدرسې دومره ډيرې نۀ وې ولې ښۀ او نامتو عالمان ځاے پۀ ځاے کلي بانډو کښې موجود  وو چې چڼي او طالبان به ورسره وو او مختلف علوم به ئې ترې زده کول. دې جماتونو کښې به  د شمېر څو طالبان او چڼي وو چې جوماتونو کښې به ئې د پاتې کېدو او چائے ډوډۍ انتظام کېدے شو. زمونږ علاقه کښې يو سړے وو فقير ګل نامه ئې وه يوه ورځ يو مشر طالب د هغه نمسے پۀ دې وهلے وو چې طالبانو سره ئې جومات کښې کرکټ کولو. فقير ګل ورپسې پۀ غصه ورغلے وو. د غصې غټه وجه ئې دا وه چې نمسي ورته وئيلي وو. مشر طالب نورو چڼو ته هېڅ او نۀ وئيل او يواځې زۀ ئې ووهلم. فقير ګل همسا پۀ لاس جومات ته ورسيدو او مشر طالب ته ئې پۀ غصه کښې ووې هلکه ولې دې زما نمسے وهلے دے. هغه ورته ووئيل جومات کښې ئې لوبې کولې دا د لوبو ځاے نۀ دے. فقير ګل همسا ته وکتل وې دا راته ووايه نور څوک ورسره لوبو کښې شريک ؤ کۀ نه. طالب وې او فقير ګل کاکا دا ماشومان چڼي ورسره وو. فقير ګل پۀ قهر ووې نو بيا دي ولې يواځې زما نمسے ووهلو طالب د سړي ځوے وو وار ئې خطا نکړو وې فقير ګل کاکا د ماشومانو چڼو د پاره دا جومات سکول، مېدان، حجره او کور هر څه دي. بل ځاے ته نه شي تللے او ستا نمسي دپاره هر څۀ بيل بيل شته او د هر ځاے خپل خپل اداب وي نو ستا نمسي ولي دوي سره لوبې کولې- دې سره نۀ صرف د فقير ګل غصه سړه شوه بلکه د زرين قول غوندې به يې داخبره هر ځاے کوله. فقير ګل خوش طبعيته سړے وو. دۀ به طالبانو سره او طالبانو دۀ سره ټوقې کولې. يو ځل ورته يو طالب وې فقير ګل کاکا کراچۍ ته يوې مدرسې له ځم. زر روپۍ قرض راکړه. دۀ ورته وې. نه ئې درکوم ستا څۀ پته لږې او زۀ  هم بوډا سړے يم کېدے شي دې  کال کښې مړ شم. طالب وې ښۀ نو بيا ماله سخات راکړه. فقير ګل وې ظالمه د ژوندې سړي نه سخات څنګه غواړې. بيا به ئې هر ځائے دا خبره کوله. داسې زمانې ته پاتې شو چې اوس مليان د ژوندو خلقو نه سخاتونه غواړي نو زۀ هم د دغه طالب غوندې د يو ژوندې سړي د جنازې حال ليکم او ځکه ئې ليکم چې پنځۀ دېرش کالو نه ئې پېژنم، زوړ اشنا مې دے.هغه د چا خبره شونډه ئې لا نۀ وه شنه چې د پښتو شاعري ئې شروع کړې ده او تر ننه لا لګيا دے پۀ يوه مخه نظم او نثر ليکي نو د داسې بنده خامخا حق جوړېږي بله دا چې د ډېرو ليکوالو د جنازو حال ئي ليکلے دے. تر دې حده دې فن کښي کمال ته رسېدلے دے چې د قمر راهي صېب غوندې د لوړې درجې ليکوال ورته وصيت کړے وو چي زما جنازه به ليکي. دے د جنازو د فن د ليکلو باني ګڼلے شو. چې د رپور تاژ پۀ شکل کښې ئې خوندي کوي. دا کار به پخوا پۀ زمانو کښې وير ګرو ښځو کولو او پۀ هر کلي علاقه کښې به د دې ماهرانې ښځې وې خو د دوي دغه فنکارې به تر يوې ورځې دوه  پورې وه. بيا به هر څۀ هېر شول. اوس چي وير ګرې ښځې نشته دۀ دا فن نۀ صرف پۀ يواځې ځان ژوندے کړے بلکه د تاريخ برخه ئې هم ګرځولې ده خو دے  صرف د وير ګرو ښځو غوندې ستائينې نۀ کوي کله کله پۀ کښې ټکونه، پېغورونه او کله کله خو پۀ کښې اوچه کلکه بد معاشي هم کوي خبره اوږدېږي رالنډوم ئې او هغه دا چې دا زۀ د چا د جنازې حال ليکم نو دۀ چې کله موقعه موندلې او وخت وو نو د حق رسېدلو ليکوالو د ادبي مقام پۀ حقله ئې راغونډ شوو خلقو ته تقريرونه هم کړي دي. حالانکه عموماً پۀ داسې موقعو عالمان تقريرونه کوي چې خلقو ته د نېکو اعمالو ترغيب ورکوي. زۀ کله داسې جنازې ته نۀ يم ورغلے چې پۀ کښې دۀ تقرير کړے وي خو چونکي دا موقعه داسې وي چې څوک د چا بد نۀ بيانوي نو اميد کوم دۀ به هم د مرحومو ليکوالو خوبۍ او صفتونه بيان کړي وي. ځکه زۀ هم کوشش کوم چي د دۀ زياتې خوبۍ بيان کړم خو لکه څنګه چې مې وړاندې وئيلي دي د ډېرې مودې نه مې ورسره تعلق دے نو کېدے شي چې ځيني خبرې ئې د خلې نه پۀ بې خيالۍ کښې اوځي اګر چې خلې ته مې د کرونا له وجې کڅوړه اغوستې ده. پۀ خپل خيال کښې زۀ يو لوئې غونډې ته مخاطب يم چې پۀ کښې د هر عمر خلق موجود دي. ګرانو مشرانو. کشرانو د کلي او د بهر نه راغلو مېلمنو تاسو ته معلومه ده چې صابر شاه صابر د تهکال د غريب اباد اوسېدونکے وو. د پلار محترم نامه ئې سيد ظاهر شاه وه چې پۀ ظاهر شاه باچا مشهور وو. دلته مې ناڅاپه دې فکر ته يوه خبره راغله چې صابر شاه څو کلونه وړاندې کابل ته تلے وو د افغانستان پخوانے بادشاه، ظاهر شاه ژوندے وو هغه ورله تسبې ورکړې وې. اخبار کښې خبر شو او چرچه ئې اوشوه. د قطر يو ملګري ليکوال ترې دغه تسبې اوغوښتې دۀ ورته ووې دربه ئې کړم خو کۀ شرط پوره کولے شې. چې د قطر ريالونه به راکوي هغه ووې شرط دې پۀ سر سترګو دۀ ورله تسبې ورکړې. هغه سړي قسم ورکړو چي دا واقعي د ظاهر شاه باچا تسبې دي. دۀ ووې او قسم دے چې هم د ظاهر شاه باچا د لاس تسبې دي نو تسبې د ظاهر شاه باچا وې. قسم ئې پۀ ځاے وو خو د افغانستان د پخواني باچا نۀ بلکه د دۀ د پلار ظاهر شاه باچا وې. وروستو ئې چې هغه ملګري ته سم حال ووئيلو نو هغوي هم دې پورې ډېر خندلي وو. زړۀ کښې مې ووې کۀ دا خبره کوم نو دې نه څو خبرې راوځي يو خو دا چي صابر شاه ګپي سړے وو ولې دا خطره هم شته چي خلق به  ئې دهوکه باز وګڼي. اوس کۀ دا هر څو  دلچسپه خبره ده ولې دلته ئې نۀ شم کولې. پۀ فکر کښې ډوب ووم چې د صابر شاه څوک خپلوان راغلو وې دے جوړې ژړا ونيولو وې کاکا کښېنه. بل ووې او د بنده چې خوږ ملګرے وفات شي نو داسې چل پرې کېږي. خير ما ځان سنبال کړو او  ومې وئيل د غم وخت دے. خبرې ګراني دي خو صابر شاه ما د ډېرې مودې نه پېژندلو. وحدت اخبار ته به ئې وخت پۀ وخت کلام د چاپ د پاره راوړلو. پۀ يو خاص وخت لکه د نهو نه تر لسو بجو به راتلو او دولس يوه بجه به واپس تلو. دلته يوه بله خبره دا راپۀ زړۀ شوه چې د پښتو صفحې ايډيټر زمونږ يو پرېشان حاله ملګرے به ورته پۀ دوېمه درېمه ورځ پۀ انتظار ناست وو او چې دے به راغلو نو ډېرسر کښې به شو. وروستو معلومه شوه چې هغه له به ئې پۀ درېمه څلورمه د سلو نوټ ورکولو لکه پښتو ادب کښې د بد عنوانۍ باني هم دا ښاغلے وو. ځان مې پۀ زورونو قابو کړو ولې چې دلته څنګه دا خبره وکړم او که فرض کړه زۀ دا ووايم نو دا خلق به څۀ وائي. ځان سره پۀ جنګ وم چې بيا څوک راپاڅېدل راغاړه وتل وې حوصله وکړه مونږ هم ټول خفه يو حالانکې ما له پۀ خپل حال خندا راغلې وه نو زر مې مخې ته څادر ونيولو. بل تن ووې کښېنه کښېنه. مۀ ژاړهما ځان قابو  کړو او بيا شروع شوم. صابر شاه پۀ قد وړوکے خو پۀ معني لوے وو. هغه د چا خبره نيم پۀ زمکه او نيم بهر وو. ډېر هوښيار، قابل او زيرک وو بس سم بهلول دانا وو خو ورسره زړۀ کښې د دۀ د کم عقل توب او سادګۍ ډېر واقعات رايادېدل.

 

څۀ مې ليدلي وو او څۀ راته دۀ پۀ خپله وئيلي وو ـ دا ټول   ډېر خوندور واقعات دي خو څۀ وکړم دا ځاے د دې خبرو نۀ دے نو پۀ داسې موقعه خو کۀ څوک د چا ډېر مخالف  بلکه دشمن وي نو هم داسې خبرې نۀ کوي نو زۀ ئې څنګه وکړم ـ  زۀ خو د صابر شاه دوست يم، بچي ئې راته کاکا وائي ـ  بس غلے شوم او پوره شېبه پس مې ووې، د شاعرۍ او تخليق د پاره د ډګرو ضرورت نۀ وي، صابر شاه سره هم څۀ لويه ډګري نۀ وه خو پوهه ورسره وه او چې کله به نهه لس بجې د پيو خرڅولو نه وزګار شو نو نزدې پېښور يونيورسټۍ ته به پېدل ورغلو ـ  زياتره به پښتو اکېډمۍ ته ورتلو او هلته ئې د ډائريکټر نواز طائر صېب پۀ شمول د ټولو لويو وړو کارکنانو سره تعلقات وو ـ  نواز طائر صېب ډېر شريف او ښۀ سړے ؤ خو د صابر شاه ورسره ډېره ځکه نۀ لګېدله چې د دۀ مشر او کليوال همېش خليل ترې خفه ؤ نو دۀ به هم پۀ نواز طائر وخت پۀ وخت ټکونه کول ـ  همېش خليل صېب سره د صابر ډېر تګ راتګ ؤ او ډېر عزت او احترام به ئې ورله کولو، دواړه به  د يو بل ځاے ته ډېر تلل راتلل ـ  يو ځل ما د همېش خليل صېب نه د دۀ پۀ وړاندې تپوس کړے ؤ چې پۀ خوراک کښې دې څۀ خوښ دي نو دۀ وئيل چې سرۀ کړې غوښه مې خوښه وي ـ  ما ورته وې سرۀ کړې غوښه د چا نۀ وي خوښه ـ  دا خبره صابر شاه ته تر اخره ياده وه ـ  صابر شاه د همېش خليل صيب  د حده زيات معتقد ؤ ـ  د هغۀ هره خبره به ئې پۀ پټو سترګو منله ـ  ډېر پۀ فخر به ئې ورته  خپل مشر وئيلو او چې رښتيا خبره وي نو همېش خليل صېب هم دۀ ته پۀ خاص نظر کتل ـ  د دۀ پۀ ترقۍ او پرمختګ به من  من غټېدو او د صابر شاه نه ئې دومره طمع وه چې ليکلي ئې وو "کۀ زۀ د تناسخ د عقېدې قائل وم نو ما به بې خوف و خطر دا خبره کړې وه چې د بابائے پښتو نصرالله خان نصر صېب ناقراره روح د خپل يو بل نوي ارمان د تکميل د پاره د صابر شاه پۀ جوثه کښې راننوتے دے" د همېش خليل صېب پۀ وجه صابر شاه نواز طائر صېب زما نه خفه کړے ؤ او هغه داسې چې پۀ 1991ء کښې د "غازي" اخبار د پښتو صفحې د پاره ما د همېش خليل صېب مرکه کړې وه چې پۀ کښې هغه وئيلي وو "د پښتو اکېډمۍ ډائريکټر صېب وائي چې مونږه يواځې د حق رسېدلو شاعرانو کتابونه چاپ کوو نو دا خپل ئې چې ګڼ کتابونه چاپ کړي دي نو دا مړ دے او کۀ ژوندے" ما اخبار کښې د همېش خليل صېب مرکه کښې يوه سرخي داسې ولګوله چې "نواز طائر مړ دے او کۀ ژوندے" د اخبار د چاپ کېدو سره صابر شاه سحر وختي اکېډمۍ ته ورسېدو او نواز طائر صېب ته ئې د ټکه ووئېل "نواز طائره تۀ مړ يې او کۀ ژوندے" او ورسره ئې ورته اخبار پۀ مېز کېښودو ـ  سمدستي هغه ماته د ګيلې د پاره ټيلفون وکړو ـ  ما ورته وضاحت وکړو چې طائر صېب ما همېش خليل صېب کله د داسې وېنا نه منع کولے شو، د هغۀ جواب کښې به ستاسو مرکه هم چاپ کړم او بيا جوابي مرکه چاپ شوه ـ  د صابر شاه پۀ وجه تهکال کښې ډېر اهم سيمنارونه، غونډې او مشاعرې شوې وې ـ  دې ته د لر او بر لوے واړۀ ليکوال راغلل او دې کښې ځينو کسانو د صابر شاه او همېش خليل صېب تر مېنځه فاصلې پېدا کړې ـ  داسې د دواړو لارې بېلې شوې ـ  د صابر شاه وېنا وه چې همېش خليل د غوږونو نه کچه دے، دوست دشمن نۀ پېژني ـ  دې زړۀ ته مې دا خبره راغله چې دوست دشمن پېژني خو دا خبره څنګه وکړم  ولې چې د صابر شاه ځاے کښې ولاړ يم او د هغۀ د جنازې د پاره راغونډ شوو خلقوته تقرير کوم ګینې نو څو څو ځله  مې د صابر شاه نه اورېدلي دي ـ  زما لويه کمزوري دا ده چې پۀ هر چا اعتبار کوم ـ  پۀ ډېرو خلقو تېروتلے يم ـ  ما ورسره نيکۍ کړې دي او هغوي راسره پۀ بدل کښې بد کړي دي خو البته د چا نه مې بدل نۀ دے اخيستے، خداے تعاليٰ ته مې پرېښي دي ـ 

داسې چې مخامخ مې وکتل نو ډاکټر چراغ حسېن شاه صېب مې پۀ نظر شو ـ  د دۀ خبره راياده شوه بس اومې وئيل، ډاکټر چراغ صېب موجود دے، دۀ راته وئيل چې ما د صابر شاه صابر صېب يو کتاب د نحقۍ سکول ته د تګ پۀ وخت لوستلے ؤ چې دغلته پروېش شاهين صېب د هائير سيکنډري سکول پرنسپل ؤ نو چې کله د همېش خليل صېب ځاے ته ورغلم نو د صابر شاه تپوس مې ترې وکړو نو هغۀ راته ووې چې او دا هلک دلته شته خو ما پسې بدې ردې وائي ـ  ډاکټر صېب وئېل چې زۀ به ورشم، هغه نه به کتاب واخلم او پوهه به ئې کړم چې مشرانو پسې خبرې مۀ کوه ـ  خېر چې ورغلو نو صابر شاه د ټکه وپېژندلو ـ  ستړي مشي ئې ورته ووې ـ  مېلمستيا او قدر  عزت ئې ورله وکړو ـ  د يو پۀ ځاے ئې ورله خپل لس مختلف چاپ کتابونه ورکړل چې څو ورځې پس ډاکټر چراغ حسېن شاه صېب پۀ دۀ زبردسته تبصره وليکله ـ  دا ئې پۀ کښې پۀ خصوصي توګه ليکلي وو چې د صابر شاه دوکان ته د پښتو ژبې لوے لوے ليکوالان راځي ـ  کۀ چرته سر اولف کېرو ژوندے ؤ نو هغۀ به هم دوه څلور ورځې پس دلته چکر لګولو ـ  چې دا تبصره د هغۀ پۀ يوه تصوراتي سفر نامه "د پښتونخوا سېل سفر" باندې چاپ شوه ـ  دا دے ډاکټر صېب مخامخ ناست دے کۀ زۀ غلط وايم نو دے مې اصلاح کولے شي چې همېش خليل صېب دے وليدو نو ډېر پۀ طنزيه انداز کښې ئې ورته ووې ، ډاکټر صېب تۀ څۀ له تلے وې او څۀ دې وکړل؟ ډاکټر صېب ورته ووې بس دغه زما تاثرات وو ـ  همېش خليل صېب ورته ووې، ستا دې تبصرې سره خو به هغۀ نور اوچت شي نو ډاکټر صېب ووې چې پۀ اکثرو کتابونو ورله  هم تاسو سريزې ليکلې دي  او ډېر لوے القابات او خطابات دې ورکړي دي ـ  همېش خليل صېب ووې ما پېژندلے نۀ ؤ ـ  نو ډاکټر چراغ حسېن صېب ورته ووئېل چې کوم سړے تا پۀ لس اتۀ کاله کښې اونۀ پېژندلو، ما به پۀ يو ملاقات، دوۀ کښې څنګه پېژندلو ـ  همېش خليل صېب وړاندې ووې، ما چې څۀ ليکلي، زۀ اوس پۀ هغې پښېمانه يم خو ډاکټر صېب ورته ووې، کېدے شي پۀ دې مخالفت ئې هم پښېمانه شې ـ  دا خبرې ځکه دلته کوم چې ليکوالان وروڼه خبر شي چې په ليک کښې د انصاف او احتياط نه کار اخلئ او نورې ډير خبرې نۀ شم کولې ځکه چې دا ادبي اجلاس نۀ دے  د جنازې دستوره ده ـ  دا مې ځکه ووې چې نورې ډېرې خبرې رايادې شوې چې هغه دې ځاے کښې د کولو نۀ دي ـ  بيان مې بدل کړو ګرانو وروڼو دا هم درته وايم چې صابر شاه پۀ هلکوانه قطعاً داسې نۀ ؤ، دا څنګه چې وروستو ؤ ـ  غنم رنګے ؤ خو پۀ مخ کښې ئې سرۀ ډېر وو او زړۀ خو ئې صفا سپينه شيشه وه ځکه خو به ئې سپينې سپينې وئيلې او ليکلې ـ  پۀ دې وجه ترې ډېر خلق خوشحاله او ډېر خفه وو ـ  دلته مې چې خيال وکړو نو مخامخ مې يو خداے وهلے ملګرے وليدو چې هغۀ به وئيل، څوک هم چې د صابر غوندې د ونې نه مندرے وي نو هغه داسې خبرې کوي ولې چې د زړۀ او خلې تر مېنځه ئې فاصله کمه وي ـ پکار وه چې ما دا خبره دلته کړې وې ولې چې د دۀ خلاف ئې هم چرته دوۀ درې فقرې ليکلي دي خو بس ځان مې پرې غلے کړو او خبره مې پۀ بله واړوله ـ  دا مې ووې چې صابر شاه د نشو شوقين نۀ ؤ، يواځې نسوار به ئې کول ـ  اوس دلته بله مسئله راپېښه شوه چې د نشو شوقين ؤ کۀ نۀ خو ما پۀ نورو نشو نۀ ؤ ليدلے او د تماشو خو سم شوقين ؤ، يو د پښتو فلم به ترې نۀ قضا کېدو خو اوس دا خبره څنګه وکړم، ګنې نو دا خبره کولے شم چې د پښتو فلمونو کتلو وجه ئې دا وه چې د پښتو پۀ فلمونو ئې تحقيق کولو او لوے کتاب ئې برابر کړے ؤ خو د پلار د خفګان پۀ وجه ئې هغه چاپ نۀ کړو ـ  دا هم نۀ شم وئيلے چې نسوار به ئې کول نۀ سم خوړل ـ  يوه هفته کښې به ئې سېر نسوار اخستل او څوک چې به  ئې زړۀ ته نزدې ؤ نو هغه له به ئې يوه د نسوارو ګوتۍ تحفه کښې ورکوله ـ  

زړه مې غواړي چې یو ځوي ته ئې اووایم چې ورشه او ما له ترې یوه ګوتۍ نسوار راوړه خو بیا مې اووې چې سړیه دا خلک به څه وائي چې په دې موقعه دے په دنسوارو پسې لېونے دے- دا خبره مې هم پرېښودله- غاړه مې تازه کړه او شورو شوم- محترمو صابر شاه صابر به تاسو کښې د چا ځوے، د چا ورور، د چا پلار، تره، ماما، لرې نزدې خپلوان اوکلیوال وي- مونږ سره یې خپلوي نه وه خو تعلق مو ورسره د خپلو غوندې وو- ده به د پښتو ادب خدمت کولو او مونږ یې هم کوو خو حقیقت دا دے چې ما او نورو نه ډېر وړاندې وو ولې چې ډېر وخت او روپۍ يې د دې ژبې د سره ځار کړي دي- څلوېښتو پورې خواوشا کتابونه يې چاپ کړي دي- خوش قسمته سړے وو ځکه چې په ژوند يې ډېر شهرت او دولت ګټلے وو- خپله يې راته وئېلي وو چې که ما د پښتو خدمت کړے دے  نو ما له يې هم ډېر څه راکړي دي او دلته ډېر داسې خلق  شته چې د پښتو په سر يې خوري خو خپلې روپې نه په پښتو لګوي او نه په پښتنو

د سید صابر شاه صابر کتابونو کښې قسم قسم کتابونه شته- د شاعرۍ نه يې شورو کړې وه او اصل تعارف يې هم دغه وو خو ورپسې يې د نثر هم ډېر کتابونه لیکلي دي- د جنازو د فن خو ماهر وو- دوه کتابونه يې چاپ دي چې پکښې د اهمو لیکوالانو، ځینو سیاستدانانو او نورو شخصیاتو د جنازو حال شامل دے- کله کله پکښې جذباتي شوے هم دے- لکه کله چې خبر شوے وو چې د پښتو د لوے ادیب عبدالحئی حبیبي صېب کورودانه وفات شوې وه نو د هغې نه ورځ دوه وروستو ما خېبر بازار کښې لیدلے وو نو ډېر خفه او غصه وو چې د دومره لوے سړي د کورودانې جنازه کښې صرف لس دولس تنه شریک شوي وو- ‌ډېر په جذباتو کښې يې اووې چې د شرم مقام دا دے چې په هغې کښې هم پینځه کسان ما په زور بوتلي وو ولې عجیبه دا اوشوه چې کله د حبیبي صېب ځامن د بهر ملک  نه راغلل او مور بي بي پسې يې دروند خېرات کولو نو بیا دا خادم د چا یاد نه وو-

بل اهم کار يې دا کړے وو چې په یوه مخه يې لس سفرنامې لیکلې وې- سفرنامو کښې يې دومره تجربه حاصله کړې وه چې یوه سفرنامه ئې خیالي هم لیکلې ده او په دغه فرضي سفرنامه يې شپږ اته اېوارډونه اخستي وو- خپلو سفرنامو کښې يې ډېر په بې باکۍ سره لیکل کړي دي تر دې چې په ځان يې هم پکښې پرده نه اچوله- د نورونو ښار سفرنامه کښې يې د مسجد نبوي نه د کرسۍ چپه کولو خبره لیکلې ده خو چې بهر راووتو نه کهجورو واله ترې په نه څه خبره په مخ پړق اوویستو او ورسره ورته سمدستي احساس اوشو چې دا د مسجد نبوي نه د غلا کولو انجام دے- که په سفرنامو يې خبره کوم نو ډېره به اوږده شي ولې چې لس سفرنامې دي نو په دې چې څوک بحث کوي نو روغ د کتاب هومره مواد ترې جوړېدے شي- په لنډو ټکو کښې به درته دا اووایم چې دا وخت د ټولو نه زیاتې سفرنامې صابر شاه لیکلي دي او په دې وجه ورته تېر کال سوات پرېس کلب کښې د یو تقریب دوران د ګڼو کسانو په موجودګۍ کښې د بابائے سفرنامه خطاب ورکړے شوے وو- دا قرارداد ملګري لیکوال لائق زاده لائق وړاندې کړے وو چې په یو اتفاق سره منظور شوے وو- د کلي علاقې د لویو خلقو او سیاستدانانو سره ئې هم جخت تعلقات وو چې پکښې پخوانے وزیراعلی ارباب جهانګیر او سیف الرحمان خلیل د یادولو جوګه دي- اورېدلي مې دي چې په نیزدې موده کښې د قومي وطن پارټۍ د مشرانو سره ئې  ډېره راشه درشه وه- سکندر شېرپاو يې څو څو ځله کور ته راغلے دے او د هغوي مرکز وطن کور کښې ئې جشن صابر شاه هم نمانځلے وو- د دې نه علاوه پخپله وړاندې کلونو کښې د بلدیاتي کونسلر انتخاباتو ته ولاړ وو- بېلچه ئې انتخابي نخښه وه، پاس شوے وو او ډېر زیات ووټونه ئې هم اخستي وو- د خپل وس مطابق یې د کلي علاقې د خلقو خدمت کړے وو

حجونه او عمرې يې هم کړې وې خو ځان سره به يې حاجي نه لیکلو- یوه خاص خبره دا هم ده چې د ختم نبوت د عقیدې کلک علمبردار وو- دې نه علاه هر چا ته به يې د ږیرې پرېښودو ترغیب کولو او هم د ده په وجه ګڼو کسانو ږیرې پرېښې وې- په لیکوالانو کښې ایاز داودزي، امین الله داودزي، غازي سیال،  ډاکټر چراغ حسېن شاه، پروفېسر جهانزېب نیاز او نورو ډېرو هم د ده په وجه ږیرې پرېښې وې خو کمال دا دے چې  ده په خپله هم د سنتومطابق ږیره نه وه اوږده کړې او د ده په وېنا چې چا ږیرې پرېښې وې نو د هغوي هم فېشنې ږیرې وې- یو بل صفت يې دا وو چې صابر شاه ډېرو لیکوالانو له تخلصونه ایښي وو- صحیح شماره يې ګرانه ده خو اسرار اتل، حنیف خلیل، شهاب شعور، غني غورځنګ او داسې نور ډېر دي- په دې کښې اواز اوشو چې ایماندارو راپاڅئ جنازه د کور نه راووته- خلق  راپاڅېدل، زه هم راپاڅېدم او روان شوم خو زړه کښې مې وئېل چې دا خو ډېرې ضروري خبرې پاتې شوې لکه دا چې ډېرو ټولنو کښې  ې فعال کردار ترسره کړے وو- په آخره ئې د صابر د رڼا ملکري تنظیم هم جوړ کړے وو چې وخت په وخت ئې لوئې لوئې پروګرامونه کړي دي- بې شمېره ځله قطر، دوبۍ، نورو خلیجي ملکونو او افغانستان ته تلے راغلے دے بلکې نور هم ډېر لیکوال د ده په سفارش بوتلے  شوي دي- دې نه علاوه ئې د صحافت په مېدان کښې هم ډېر لوے نوم لرلو او د څلورو رسالو معمار، تلوسه، دستار او سباون ایډیټر پاتې شوے دے- د پښتونخوا لویو لویو لیکوالو پرې مقالې لیکلې دي او تقریباِ پینځه سوه پورې نظمونه پرې لیکلې شوی دي- قلندر مومند او ډاکټر اسرار به ورته بلبل خلیل، اجمل خټک صېب ورته نپولین بونا پارټ او ډاکټر اعظم ورته کولمبس وئېلو- دې کښې مې د چا اواز تر غوږو شو چې جنازه به ئې څوک کوي، یو تن اوویل چې خپل ځوے به ئې جنازه کوي- شکر دے درې ځامن ئې د قران حافظان دي- ما ته دې وخت کښې صابر شاه صابر د هر چا نه زیات خوش قسمته ښکاره شو ولې چې د چا درې ځامن د قران حافظان وي نو هغه قابل رشک دے-

او د دې خوش قسمتۍ ترې ما یو ځل تپوس کړے وو نو راته ئې ویلي وو  چې دا د تبلیغ واله سره د مینې برکت دے- کله چې هم زمونږ کلي ته څوک تبلیغ واله راغلي  دي نو ما ئې اکرام کړے او ورته مې د دعا ګانو خواست کړے دے- دې کښې راسره د دغه  کلي یو دکاندار خوا ته ولاړ وو یو بل تن ته یې وې چې یره ښه سړے خو په دې وو چې یو ځل دے د انجمن دکانداران صدر جوړ شوے وو نو دا دے تر مرګه په دغه  عهده وو- دې کښې جنازه ګاه ته ورسېدو، خلکو منډې وهلې چې د صابر اخري دیدار وکړي خو زه نه ورتلم ما وې زه ئې په مړینې لیدل نه غواړم او هسې هم دے مړ کېدے نه شي په خپلو کتابونو او لیکونو کښې به ژوندے وي

هسې د مرګ او ژوند په فلسفه فکر وړے وم چې دې کښې مې ناڅاپه دا څو شعرونه واورېدل

لیکلے مې وو حال د هر اشنا د جنازې

وئېلے راته تاسو وو بابا د جنازې

ما خپله جنازه وه په ژوندون خپله لیکلې

خو  لیکئ تاسو حال اوس د هر چا د جنازې ۔۔

دا اواز راباندې اشنا غوندې ولګېدو- چې مخې ته مې وکتل نو ژوندے جاړ صابر شاه مې مخې ته په خندا ولاړ وو- ما ورته په حېرانۍ سره ووئېل چې ولې ته مړ شوے نه وې څه؟ وې توبه اوباسه توبه- وې زه به هله مرم چې ستا غوندې د ډېرو جنازې اوباسم او بیا یې ولیکم او دا تا چې کوم بوس باد کړل نو دا ما ټول واورېدل- او ستا ټولې خبرې مې په موبائل کښې رېکارډ کړي دي- ډېر حقیقتونه چې تا ته معلوم وو پټ دې کړل او ډېر دې د پښو لاندې کړل- ما هم وار خطا نه کړو او ورته مې ووئېل چې صابر شاه تا تر اوسه د چا نه بدل اخستے دے چې ما نه ئې اخلې- دې سره په خندا شو وې ځه مړه معاف ئې خو دا خبره مې واوره چې تا خو بیا هم زما څه نه څه خوبۍ بیان کړې ډېرو راپسې سمې بدې ردې وئېلي او لیکلي دي خو دې سره زما حېثیت کم شوے نه نور  اوچت شوے دے

 

ګل محمد بېتاب

- بېتاب
بېرته شاته