(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخان شهید یاد

[23.Jan.2021 - 16:06]

دسترمبارزشهيد عبدالصمد خان اڅکزۍ ياد 

لیک: حبیب الله غمخور- سويډن دمالمو ښار

د۲۰۲۰ زکال ډسمبر۲ 

خبرې ډېرې دي اوږدې کيسې به نه کومه

دومره تپوس دی اوس له تا ځنې په کار پښتونه

د خوشال خان خټک پښتو پښتونولي دې څه کړه

د احمدشاه او دمحمود شهنشاهي دې څه کړه

گل پاچا الفت

اوس دلته په اروپا کي  دورځي تاريخ نوی سود۲۰۲۰ ز کال ددمبر دوهمه ورځ پيل سول  . سره لدي چي ناروغ يم دتاريخ اوښتون ته مې انتظار ايست .

په بشری کالهنداره کي نن۴۷ کاله پخوا هغه  توره اونه هېرودونکی ورځي ياد دی کوم چې  زموږ څخه یې دپښتنو سترمبارز اودکوزی پښتونخوا دپښتونو مشر واخيست

اوس  ويلايم سم چې نن  دسيمي دملي مبارز  شهيد عبدالصمد خان اڅکزۍ ۴۷ تلن دی  

ماداليکنه دپښتنودسترمشر خان شهيد ۳۸ تلين يادغونډې ته چي په لندن کې د۲۰۱۱ ز کال دسمبرپر دريمه جوړسول لېږلې وه،اوس غواړم ددې ولسپال شهيد د۴۷ تلين په مناسبت   يوځل بيادڅو کرښو په زياتولوسره ستاسو درنو دوستا نوسره  شرېک کوم . زما په دريز اونظرکي  ددې ولسپال غښتلی اونامتو شهيد دخپل ولس ملي مبارزو پروړاندي له نېکه مرغه کوم تغير ندي راغلی.داغښتلی مبارز مړدی ځکه یې نورپرکړنو نسو ورزياتولاي .همدا ارزونه یې چي دژوند ترورو ستۍ سلگۍ پوري یې چاکړې هغه پاته اوپه تاريخ کي درج ده .

ځکه خو یې ددې ناورين د۴۷ تلين په پلمه يوځل بيا ديوشمېر کرښو په زياتونو سره ددرنو لوستونکواوځوان نسل سره شريکه کوم ،اميد چي لوستل ئې بې گټې نه وي اودقيق یې ولولئ.

دلوي څښتن په نامه:

په لندن کښي د پښتنودملی مشر،ستر مبارز خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزۍد ۳۸ تلين نمانځ غونډي ته !

په انگلستان کښي دپښتونخوا ملی عوامی ګوند څانګړو، پياوړوغړواومشرانو!

دمحکومې پښتونخواټولوخپلواکۍ غوښتونکو مبارزينو اودپښتنودسترملي مشراوپېژندل سوی څېرې شهيد عبدالصمد خان اڅکزی دسياسي اوټولنيزي مبارزې لارويانواومينه والو!

پښتنواوغيرتی بلوڅووروڼو!

دپښتنودستر مشراوازادي دلاري شهيد عبدالصمد خان اڅکزي دشهادت د۳۸ تلين په مناسبت پدې درنه او پرتمينه يادغونډه کښي درنوبرخه والو

دموکراسۍ،خپلواکۍ اوانسانيت مقام ته ددرناوي مينه والو،فرهنگيانو اوفرهنگپالو!

تر هرڅه وړاندي ددې پيغام  پوسيله په سويډن کې ددوستۍ فرهنگی ټولنې ،روزگان ملي مهالنۍ خپرونې مشرتابه جرگې اوپه سويډن کښي ستاسوبې شمېره افغان خواخوږواوملاتړوافغانانو تاوده سلامونه نېکي هيلي اوستاسوسره همږغۍ وړاندي کوم .

موږ تل ستاسواغلو اوښاغلوسره  د ملي اوسياسي شخصيتونو یاد ژوندی ساتلو اودهغوي په ياد غونډي جوړولوکي همږغي  يو. اميدواريو چي افغان ولس په ځانگړې توگه پښتانه دبې تفاوتۍ له خوبه رابيدارشي او لکه دنړۍ نور ولسونه دخپلو ملي شخصتيونوياددخپلې ملي اوانساني دندي په توگه تازه اوژوندی وساتي . خېرکه دوي دکرښي  هاخوا حرکت پيل کړي اودکرښي دهاخوادملي مبارزينوپه نوم یې موږ پېژنو.هيله موداده چي ټول يوځاي دافغان ولس سره  دډيورنډ دلعنتي کرښی پرخلاف مبارزه کي  دافغان ولس دملی اوانساني منل سوو حقوقو يعنې ددې لعنتي کرښي دبرخليک ټاکلوکي دخپل رغنده دريزاونظر په څرگند دولوسره دپاکستاني جنراليتيت اوحاکمانو پروړاندي خپله غوښتنه مطرح او له نړيوالوسازمانونه دخپل رواحق چي هغه آزادي  اوخپلواکي دترلاسه کولو غوښتنه وکړي  . 

په سياست کي يو منل سوی اصل دي چې وايي : حق اخيستل کېږي ،خوډالی کېږي نه .نوراسئ دنړوالونه په زډه کړې سره دخپل حق غوښتنه وکړی اوټول خپل دريز معلوم کړی ،ترڅو موږ افگانان پوه سوچي دکرښي ها خوا پراته ورونه موڅه غواږي اوڅه وايي ؟

مطاسفانه اوس

ددې بيداری اوله درانه خوبه راپاڅېدويوه ډيره ښه بېلگه همدا نن نه يوازي دافغان ولس بلکې دسیمې دآزادۍ دستر مبارز، دآزادۍ غوښتنې دلوړې روحې څښتن،دپښتنو اوبلوڅودهوسااوبسياژوندآرمانجن ،څو بعدي سیاسي،علمی اوادبی شخصیت شهید عبدالصمد خان اڅکزي په يادهمدايوپه بل پسې  درنې  غونډي دي .  

زموږ لپاره دویاړ ځای دی چې د دې سیمې دیوسترملي مبارزاو علمی شخصیت په یاد اودهغه دملي هڅو، زياراو قربانيودبېلگواولاسوندونو دلاښې پیژندنې لپاره داسي يوه درنه څېړنيزه يادغونډه رابلل شوېده

دغه در نه يادغونډه چي په حقيقت کښي ستاسو د نیکو احساساتواوملي هوډ روښانه بېلگه ده،بل لورته ددې شاهدي هم ورکوي،چې پښتانه هیڅکله دهيڅ ډول زور،ستم اوتيری په وړاندي دتسلیمۍسرنشې ټيټولاي،وژل کيږي خو ورکېږي نه . دوي تل دخپل هويت ،ملي ارزښتونواوخپلواکۍ څخه دخپلو با غیرته پلرونو په شان په زړورتیا اوسرښند نې سره دفاع کوی . تاريخي پېښوداثابته کړېده چې هیڅکله به استعمار اوزبرځواک په دی بریالی نشی چی دپښتنو ملی هویت او ملی وحدت ته تاوان ورسوی

درنودوستانو اغلواو ښاغلو

دپښتنو ستر مبارز او دلوي افغانستان دجوړېدوارامانجن او غوښتونكی ، دپښتنو دګران مشر دشهادت دلويي غميزي لمڅۍ به هيڅ وخت زموږله جونگړې نه ټول نسي .که کلونه تېرېږي اوياپېړۍ تيرې شي ،ددې پياوړي مشرپه وړاندي دپښتنومينه اودرناوی په نهم دومره پيمانه زياتېږي .هرافغان ځان ددې ملي مبارز دکورنۍ اوټول پښتون قوم سره په همېشني ويرکښي شريک بولي.خان شهيد يوازي دمحمود خان اځګزي پلاراويادپښتونخوا ملي عوامي ګوند ټولو مبارزو او تورياليو غړومشرنه بلکې د ټولو پښتنولپاره به دمشراويومنلی اووياړلی شخصيت په توگه زمورپه زړونوکښي دتل لپاره ژوندی پاته وي

شهید عبدالصمد خان اڅکزي ژوند ی دۍ،تر څو افغانستان وي دد ي ستر ملي مشرنو م به تل پاتی او ژوندی وي . پدې ډاډه اوباوری يم تر څو دده ارمانونه پوره سوی نه وي لارويان اوپالندويان به ئي پر ارامه کښې نه ني اوتل لپاره به په سيمه کښي دخان شهيد دپاک اوسپېڅلې ټاټوبي دهغه دپاکوارمانونودپوره کولوپه خاطر زموږ دخاوري اوغيرتی ولس ددښمنانوپه سترگوکښي اغزی وي .

دپښتونخوا ملی عوامی ګوند غيرتی اوسرښندونکوغړو!

که دخان شهيد په ژوندکښي يوشمير سياستوالو دانگرېزانوپه پټه هڅونه اوياددوي په تيروتنه ،دده ملي ارمانوته درسيدوپه لارکښي خنډسول ،تاسو دهغه دبچواولمسيانوپه توگه کوښښ وکړی چي ددې پاکواوسپېڅلو ارمانودشهيد لاره پداسي مېړانه اوامانتداری سره ترمزله ورسوئ ترڅوپه قبرکښي ئې روح خوشحاله او ارامه شي

په کوزه پښتونخوا کښي دې ورستيو سياسي پېښو اودپاکستان په خاوره کې سياسي تحولاتوپه وړاندي عکس العملو نويوځل بياداپه ډاگه کړه چي وياړلي شهيد بابا دخپلې کورنۍ غړواوخپلولارويانو زلموته په رښتيا هم هغه درس ورکړئ چي انسان پرې وياړي ،تاسوتراوسه پر هغه لارروان ياست کوم چي افغاني موردشيدو درکولوپه وخت کښي ،خان شهيد اونورووياړلو مشرانوته ښودلې وه .موږ ئې وينو،دنوروپه پرتله تاسوپه مېړانه دخپل شهيدلارښوداو ژوندويو رهبرانو دمعقول ،وطني اوپه نړيواله کچه منلي سياست نه پيروي کوي . په وياړ سره ويلاي سم چي له نېکه مرغه ستاسو لکه نورو غوندي دزمان سياسي بادونواولوخړوله خپل اصلی مسيرنه بيل کړئ اوگمراه کړي نه ياست .

مرحوم شهید صمدخان خپلو زامنو او ټولو پښتنوته هغه درس ورکړی کوم چي په نړۍ کښي دپېړيوراپدې خوامنل سوئ اودهمدې اصل پر بنياد ولسونوخپلواکي اوحق ترلاسه کړی هغه اصل دادی چي (( حق نه ډالۍکيږي بلکه دسیاسی او علمی مبارزی له لاری تر لاسه کیږی .)) دباباداوصيت هيڅکله مه هيروئ.ستاسودهره يوه دامينه اومحبت زموږ او ستاسو دپلرنی ټاټوبي گران افغانستان لراوبرپښتونخوااوخپلو انسانی حقوقوسره ددې ښکارندوي ده چي پاکستاني استخباراتواودجنرالانو دهوسونوقرباني شوی نه ياست ،وياړ په تاسو،پښتون بايد خپلې مور او وطن ته دتل لپاره وفاداراوصادق پاته سي .دغني خان يودوه بيته مي راپيادسول چي وايي :

پاڅه ننګياليه ! نن دلبر او جانان وګټه

نوم د پښتون وګټه ناموس د افغان وګټه

ټول جهان حيران کړه د خپل ځان په تماشا

ای د احمد ځويه او بچيه د شېرشا!

له شهیدعبدالصمد خان اڅکزي سره دآزادۍ اوښکېلاک گرو پرخلاف دمبارزې جذبه دځوانۍ له لمړنيوکلونو نه پیل اودژوندتر ورستی شيبوئې دژوندپه قيمت وپالل،دانگريزي سامراج اوپاکستاني جنرالانو زندانوهغه يوازي له خپلې کورنۍ اوهيوادوالونه په فزيکي لحاظ ليري ساتلۍ وو،خوپه معنوي لحاظ هغه يوه شېبه هم دخپل ولس له ارمانواوهيلونه بېل نشو،دظالم ظلمونواوشکنجوهغه چوپ نکړاونه ئي دخپلې ملي مبارزې له لاري راوگرځاوه ،تر څوپدې لارکښې ئي خپل سر ورکړاوپه شهادت ورسيد

د وطن په ننګ يې کېښوده ککره 

سر يې لاړو تر اسمانه ناببره

هسی مه وايې چې مړه شول 

تل ژوندي دي

 نه يې ياد مري نه يې مينه نه خبره

خان شهيد ان دځوانۍپه مستو شپواو ورځوکښې دپښتون ولس دا نساني او رواحقوقوڅخه ددفاع اوملاتړ په خاطرهرڅه پرځان ومنل اوهميشه یې پردې مسله ټينگارکاوه چې پښتانه بايدسره يواودخپلې خپلواکی لپاره ، په يوه اواز دخپل ولس دارمانوددفاع په سنگرکښي ودرېږياودمبارزې پدې لارکښي هرډول قربانۍاوفدا کارۍ ته تياروي .

خان شهيد دهند دنیمې وچی له ازادي غوښتونکي غورځنګ سره آشناو،هغه هندوستان ته دسفرپه وخت کي 

چي کله بمبۍ ته په لومړي ځل ولاړی دهند له مختلفو سياسي مشرانو دهغه جملې دهند دآزادی بخښونکي جنبش له رهبر مهتاماگاندي اونورومشرانوسره وليدل اوله هغوي سره ئې نږدې اړېکې پېژندګلوي پيدا کړه .

دغه ليدني اوکتني که څه هم د ډيري لږمودې لپاره وې خودخان شهيد پرسياسي کړونې اونظريات ئې تر اغېزې لاندي راوستل . دبلې خوادهندوستان دخپلواکی دلاري مبارزينوسره دخان شهيدغوندي دپښتون غيرتي مشر ليده کاته اويوله بل څخه ددوي ملاتړ ددې لامل وگرځيد چي دهندپه لويه وچه کښې دخپلواکي نهضت راگړندی شي

خان شهيد د همدې سفرونو په لړ کې له باچاخان سره هم و پېژندل او دواړه په يوه خونه کې څو ورځې يوځاي ژوندکاوه .

ښاغلی عبدالرحيم بختانى خدمتگار ددې سفريوې خاطرې په هکله ليکي :عبدالصمدخان اځکزی که څه هم له پاچاخان څخه کشر ووخودده عالي اخلاقو،صداقت اوخپل قوم ته بې ساري وفاداري اوله هغوي سره مينه ددې لامل گرځېدلې وه چي پاچاخان دپښتنوبل ستر مشرغوښته دغه ځوان مبارز ډير ونازوي،ځکه خو خان شهيدددې سفرپه خاطروکښي ليکي :((چې زه له باچان نه تنګ وم، ځکه چې هغه له مانه مشر و او زه به يې نه پرېښودم چې کار ورته وکړم، بلکې هغه به زما کار هم پخپله کاوه.)) 

دخان شهيد مبارزې اوتلاښونه دهندپه لويه وچه کښي دخپلواکي غوښتنې دنهظت په تاريخ کښي بيل ځاي اومقام لري،کله چي موږ پدې سيمه کي دبرتانيې دامپراطوري پر خلاف دمبارزواودپښتنواوبلوڅودازادی غوښتونکی جنبش پر تاريخ خبرې کوو دخان شهيد ځانگړی رول پدې تاريخي پاڼوکښي له ورايه څرگندېږي

خان شهيد له افغانستان اوغازي امان الله خان سره زياته مينه درلوه، ښه بېلگه ئي کله چي دغازي امان الله خان پر خلاف دانگريزانوپه لمسون داسلام څخه دناوړې استفادي له مخې تبلېغات پيل سول،امان الله خان پرېکړه وکړه ،ددې پرځاي چي ملت قرباني شي ښه داده چي داناخبره ملت پرېږدي،هغه دشهيد صمد خان خبره ((امان الله خان چې له خپل هېواد څخه د همېشه لپاره وته، نو دهغوى ګاډى د ګلستان پر سټېشن ودرېده. ډېر خلک سټېشن ته ورغلي ول، که څه هم هغه ټول خلک پر هغوى راټول سول، نارې يې وهلې، خو هغه ورته هېڅ غږ ونه کړ او نه ورته ودرېد"غازي امان الله خان دا جوش او بې وسي تر پايه کسله،خو په خوله يې هېڅ نه دي ويلي. په زړه کې ګوره چې يې ارمان کاوه او که به يې ويل چې د نامرده کام سره هم دغه وړ دى، چې پر وخت ځان نه خبروي او پوهوي او بيا لکه ښځې ژاړي." .

په هر حال کله چي امان الله خان کندهارته و رسېدپدغه وخت کښي ووچي، خان شهيدبېله دېنه چي دکوم چالخواورته ښودنه وشې دځان لپاره وسله اوپيسي تياري کړي ،آس ئې ځيناوه چي نورپښتانه گاونديان ئي هم له هوډنه خبرسول هغوي هم دده ملاوتړل دحرکت په وخت کي انگرېزان پرې خبر سول اودشپاړس ملگروسره ئي يوځاي په کويټه کې د پوليسوپه دفتر کې ((۲۸)) ورځې نظربند وساتل سول ،پسله هغه چي امان الله خان مجبورسله وطن څخه ولاړسي دوي له زندان څخه ازاد سول

خان شهيد په سيمه کښي يوله لمړينوسياسي ځوانانوڅخه ووچي په هغه وخت کښي دخپلواکی ،دموکراسی اوټولنيزعدالت لپاره ئي پر ډله ايزه ،منظمه تشکيلاتي سياسي مبارزه پوه سوئ وو.

،ځکه خوئي د (١٩٣٨) کال د مى پر ٢١مهتر ډېرو هلو ځلو وروسته د لومړي ځل لپاره د پښتنو او بلوڅو د قامي خپلواکۍ، اولسواکۍ، ترقۍ او ودې لپاره د انجمن وطن په نوم سياسي ګوند جوړ کړ، چې خان شهيد يې مشر وټاکل شو. په ١٩٣٩ کې چې نړېواله جګړه ونښته، انجمن وطن پر خپل بنياد له انګرېز سره د عدم تعاون پاليسي جوړه کړه او بيا چې په ١٩٤٢ کې کانګرس د انګرېز د ايستلو لپاره"له هندوستان څخه ووځئ" چغه پورته کړه، انجمن وطن دخپلې تگلاري اوپاليسۍ له مخې په دې تحريک کې ډېرې هلې ځلې وکړې،دهمدې تلاښونوله امله انگريزانويوځل بياپه همدې کال هغه زندان ته واچاوه .

په ١٩٥٨ کې د مارشال ايوب خان له کودتاه څخه وروسته يوځل بياخان شهيد سياسي فعاليتونوله امله په کوټه کې ونيول شو اوداځل يې پوره لس کاله په سکر ، مچ ، هزاره ، هري پوراو لاهورزندانونو کې زولنې و شرنگولې .خوکله چې دا ستر انسان او ملي مبارزله لس کلن جېل څخه ازادسوهغه مهال چې کوټې ته راستنېده دخپلو ولسونو له دومره تاوده او پراخ هر کلي سره مخامخ شو چې د هغهوخت دحاکم حکومت پښې ولړزېدلې او وار خطا شول ،تردې برېده چې بېرته يې ونيوه ، زنداني شو خو په سبا يې بېرته راخوشي کړ

مرحوم شهيد عبدالصمد خان په ز کال ١٩٧٠ د پښتو نخوا نشنل عوامي گوند جوړ کړ او په همدې کال د خپل گوند له خوا د استازي په توگه ايالتي شورا ( صوبايي اسمبلې ) ته وټاکل شو . ده دا ځل د خپلو خلکو د آزادۍ او دملي شعور ودې ته د رسېدو لپاره ديموکراسي يواځنۍ لاره وگڼله او هڅه يې وکړه چې دريښتنې ديموکراسۍ د ايجاد له لارې دخپلو خلکو ملي ارمان پوره کړي.

خان شهيد نه يوازي دمبارزې په سياسي ډگرکښي ترهر چاښه ځلېده بلکي هغۀ ددې ټکې په پوهېدوسره چي دمطبوعاتواوقلم خوځښت اوله دې لاري دولس رابيدارول تر هرڅه زيات ارزښت لري، پرخپل وخت ئې په کويټه او بلوچستان کې د((استقلال)) په نامه اخبارخپرولوته په ١٩٣٤م کال کې استقلال نومي ورځپاڼې خپرولوته ملاوتړل .ددې نشريې خپرېدل دسيمې دځوانانوپه پوهاوۍ اوددوي په ذهنونواوفکرونوکښي دوطنپرستۍ اوخپلواکی احساس دټوکېدولامل وگرځېداوډير ژرپه ټوله سيمه کښي مشهوره سول .

دغه شهرت اوپر ځوان نسل دگټوروتاثيراتوښندل دانگريزانولپاره دمنلو وړنه وه ځکه خو ئې ددې نشريي دخپرېدو په لارکښي عجيب اوغريب خنډونه پېښول ،ترڅوپردې بريالي سول چي دانشريه په ١٩٥٠م کال کې مصادره شول . خان شهيد چي څومره په سياسي ډگر کي گړندی پرمخ روان وو دقلم په مټ ئي هم نه ستړي کېدونکي کارونه سرته ورسول. هغه موږ په دغه دوره کې ديوه معاصرمبارز اوبې تعصبه ليکوال په توګه پېژنوچې په مختلفو برخوکې يې کار کړی.خان شهيد په دیني علومو، پشتو، فارسی اوعربی ادبیاتو کی مطالعه درلوده او ډیرعلمی او ادبي اثاریې له فارسی ،عربی اواردوڅخه پښتوژبې ته ژباړلي دی .

خان شهيد، دآزادۍ،پرمختګ او ددې سیمې دخلکو دیووالي او پیوستون ستره هیله درلوده ،اوپدې لارکښي ئي نه هېرېدونکي تلاښونه سرته رسولي. دليکوالی،ژورنالېزم ،ژباړنې او ژبپوهنې اوديني علوموپه برخه کښي دده کارونه د ستايلو وړدي .

خان شهيدديوه سپېڅلې ديني عالم په توگه هم خپل انساني او اسلامي رسالت سرته رسولی ،هغه دقرانکريم تفصيرپه پښتووليکه .اودبلې خواپه انجمن وطن گوندکي دداسي ديني عالمانولکه مولوي رحمت الله ،مولوي غلام حيدر،مولوي عبدالقادر،مولوي عبدالکريم ،مولوي عبدالخالق نوروگډون ددې خبرې پوره ثبوت دی چي دخان شهيد دديوبند ديني عالمانولخوا حمايه کيده اوپر هغه ئي ديومومين مسلمان مبارزپه توگه باور درلود.

خان شهيدپه زيات شمير کنفرانسونو،علمي اوسياسي گونډوکي فعاله ونډه اخيستې اوپدې غونډوکښي ئي په زړه پوري سياسي اوعلمي ويناوي کړي .هغه دقلم په مټ اوزورپه پوهېدوسره په خپلو ليکنود پښتنو دبيدارۍ، يووالي اوازادۍ لپاره مبارزې، د علم او پوهي ترلاسه کېدوته رابللې دي

خان شهيددخپلو سفرونوپه لړ کښي په ۱۹۶۹کال کې د پښتو ټولنې په بلنه د استقلال د جشن په ورځو کې کابل ته راغلی، له کندهار نه کابل ته او بيا ئې له کابل نه مزار، هرات، کندوز، جلال آباد او د افغانستان نورو ولاياتونو ته سفرونه وکړه اوهر ځاي کښي ئي دسلگونواوزرگونوافغانانوله خواپه ډير ه عالي بڼه هرکلئ اوبدرگه شو.دغه سفر خان شهيد ته ددې امکانات برابرکړل چي دخپلو هيوادوالوسره له نږدې وگوری اودهغوي سره دزړه خواله وکړي،خان شهيددخپل پلرنی وطن څخه له دومره نه هېريدونکو خاطروسره کورته راوگرځېد، کله چې کورته راورسېد د((ماپه کابل کي څه وليده)) تر نامه لاندي ئي يو ښکلۍاوپه زړه پوري کتاب وليکی اوپدې کتاب کښي ئې دخپل سفر ټول خاطرات اودسترگو ليدلی حال اوخپلو هيوادوالوسره دليوکتوخواږې خاطرې انځورکړې .

زماپه عقيده په کوزه پښتونخواکي ددازادي غوښتونکي جنبش په سمبالو لودپښتونخوا ملی عوامی ګوند په جوړولوکښي دخان شهيد چاپ اثارواوليکنو پوره اوځانگړی رول لوبولی دي

خان شهيدد خپل مشهورکتاب په يوه برخه کښي دخپل پلارمړينه اويتيم کېدوپه اړوند يوه په زړه پوري ليکنه لري خوزه ئي داوروستی ټکي را اخلم چي ليکي (( . . .،سهار څلور بجې دکور زنانوو او لويو وړو په ژړا د خوبه راويښ سوم او پوه سوم چې پلار مې مړ سو نو ځان راته يتيم، نتلی، بېچاری و هر چا ته اړ او د هر چا د خوا خواخوږۍ وړ ښکاره سو، نو په ژړاسوم .))

زه اوس پسله ۳۸ کاله پرخان شهيد دادپښتنودستر خو بي اتفاقه قوم پر شهيد مشر ږغ کوم ، چي تااوتاسو غوندي يوشمير وياړلو شخصيتونواومشرانوهم په خپل شهادت اومرگ ټول پښتون ټبر،تاسو غوندي چي سهاروختی پر سپېدو داغ باندي دخپل گران پلاردمرگ ږغ په اوريدو، داسي خوار نتلی او بې وزله سواست.دادۍ اوس هرکس اوناکس ددې غيرتي،ولي ربړېدلي ،زورېدلي اودرپه درستر قوم دسپکاوی،ژبې ،هويت اوملي افتخاراتوله منځه وړلوتابيه نسي .

همدغه دخپلواکي غوښتنې اوښکېلا کگروپر خلاف نه ستړې کېدونکې مبارزه ددې لامل سول چي برتانوی زبرځواکو دپا کستاني جرنيلانوپواسطه د ١٩٧٣ کال ددسمبرپه دويمه نېټه سهار وختي په يوه غلچکي اوناځوانمردانه بريد کي دده کورته بمونه وروغورځول چې د چاودنې له امله يې د پېړۍ د مبارز دغه ځلانده ستورى په شهادت ورساوه .

دوې فکرکاوه چي دغيرتی اوله تاريخي قندهارنه راټوکېدلې کورنۍ کښي زېږېدلي صمدخان په شهادت رسېدوبه پدې سيمه کښي دحق غوښتنې اوخپلواکۍ ږغ دابدلپاره چوپ سي .له نېکه مرغه دخان شهيد سرووينو هر څاڅکې دپاکستاني اوانگريزي استعمار اوزبېښاکگروپروړاندي په زرهاووپر وطن اوخپل ولس مينوځوانان راوزېږول .دادی اوس دده وياړلي زوی محمود خان اڅکزی د پښتو نخوا ملي عوامي پارټۍ مشر دخپل شهيد پلار و ياړلې لاره تعقيبوي او دمحکوموپښتنو دحقو قود تر لاسه کو لويوه غښتلي اولوي افغانستان دجوړېدوله پاره ئې دبې امانه مبارزې ميدان ته وردانگلي دي. ددپښتنو اوبلوڅودخپلواکي اورواسياسي اوټولنيزوحقوقوغوښتنې دمبارزې بيرغ ئې اوچت اورپا نده سا تلی دی .په وياړسره ويلاي سم چي نن په سيمه اونړۍکښي محمودخان اڅکزی ديوه عالم ،هوښيار، اوانساني ارامانو ته وفادارسياسي شخصيت په توگه پېژندل سوې سياسي اومطرح څېره ده.اميدواريم دده پروړاندي همدا ولسي اعتبارپه خپلو کړنو اودريزونو کي ژبوندی وساتي . کله چي ماله ده سره پسله کابل لمړۍ ځل په بلجم ګښي يولس کاله پخواوليدل دده په خبرو،طرحو،څېړنواوحرکاتوکښي مې ديوه دقيق،ځېرک ،ثابت قدمه ،باسنجشه او هوښيار رهبرخصوصيات وليدل .اودده ترخبرو وروسته مي په خپلو څرگندونو اوخبروکي ودې ته وهڅاوه چي همدا لار خپله او ژوندي وساتي .

زه پداسي حال کښي چې تاسو ددې درني غونډي جوړونکو اوبرخوالو ته پدي ملي اووطنی چوپړ کښي دلوي څښتن له دربارنه دلازياتو برياليتوبونوهيله کوم

غواړم ستاسو ټولو لوستونکو او اورېدونکو پام دې ټکوته راواړوم چې : دپښتنو ستر مبارز او دلوي افغانستان دجوړېدوارامانجن او غوښتونكی ، دپښتنو دګران مشر دشهادت دلويي غميزي لمڅۍ به هيڅ وخت زموږله جونگړې نه ټول نسي .که کلونه اوياپیړۍ تيرې شي،ددې پياوړي مشرپه وړاندي دپښتنومينه اودرناوی په نهم دومره پيمانه زياتیږي .هرافغان ځان ددې ملي مبارز دکورنۍ اوټول پښتون قوم سره په همیشني ويرکښي شريک بولي.خان شهيد يوازي دمحمود خان اځګزي پلاراويادپښتونخوا ملي عوامي ګوند ټولو مبارزو او تورياليو غړومشرنه بلکې د ټولو پښتنولپاره به دمشراويومنلی اووياړلی شخصيت په توگه زمورپه زړونوکښي دتل لپاره ژوندی پاته وي

شهید عبدالصمد خان اڅکزي ژوند ی دۍ،تر څو افغانستان وي دد ي ستر ملي مشرنو م به تل پاتی او ژوندی وي . پدې ډاډه اوباوری يم تر څو دده ارمانونه پوره سوی نه وي لارويان اوپالندويان به ئي پر ارامه کښې نه ني اوتل لپاره به په سيمه کښي دخان شهيد دپاک اوسپېڅلې ټاټوبي دهغه دپاکوارمانونودپوره کولوپه خاطر زموږ دخاوري اوغيرتی ولس ددښمنانوپه سترګوکښي اغزی وي .

دپښتونخوا ملی عوامی ګوند غيرتی اوسرښندونکوغړو!

که د خان شهيد په ژوندکښي يوشمير سياستوالو دانګرېزانوپه پټه هڅونه اويا د دوي په تيروتنه ،د ده ملي ارمانوته درسيدوپه لارکښي خنډ سول ،تاسو دهغه دبچواولمسيانوپه توګه کوښښ وکړی چي ددې پاکواوسپیڅلو ارمانودشهيد لاره پداسي میړانه اوامانتداری سره ترمزله ورسوئ ترڅوپه قبرکښي ئې روح خوشحاله او ارامه شي

په کوزه پښتونخوا کښي دې ورستيو سياسي پیښو اودپاکستان په خاوره کې سياسي تحولاتوپه وړاندي عکس العملو نويوځل بياداپه ډاګه کړه چي وياړلي شهيد بابا دخپلې کورنۍ غړواوخپلولارويانو زلموته په رښتيا هم هغه درس ورکړئ چي انسان پرې وياړي ،تاسوتراوسه پر هغه لارروان ياست کوم چي افغاني موردشيدو درکولوپه وخت کښي ،خان شهيد اونورووياړلو مشرانوته ښودلې وه .موږ ئې وينو،دنوروپه پرتله تاسوپه میړانه دخپل شهيدلارښوداو ژوندويو رهبرانو د معقول ،وطني اوپه نړيواله کچه منلي سياست نه پيروي کوي . په وياړ سره ويلاي سم چي له نیکه مرغه ستاسو لکه نورو غوندي دزمان سياسي بادونواولوخړوله خپل اصلی مسيرنه بيل کړئ اوگمراه کړي نه ياست .

داليکنه د خان شهيد دځوانۍ پدې خبره رانغاړم چي وايي :((چې اوس نو د ژوند مراد هم پښتو ده" او باور لرم چې که پښتانه نور هېڅ هم ونه کي، خالي پښتوخپله کي او خپل ټول سرکاري او ځاني کارونه په پښتوکوي، پښتو لولي، پښتو ليکي او پښتو وايي، نو به د دوى په سل کې نور نه وي اتيا برخې کار وسي. هم به يې خپله وروري خوږه سي او هم به د نورو خلکو د حيلې او جنجاله وخېژي او د هغو سره به يې وروري پخه سي.))

ویاړدسیمې دآزادۍ دستر مبارز، سیاسي او فرهنګي شخصیت شهید عبدالصمد خان اڅکزي په سپېڅلې او سرښندونکې مبارزه . ومن الله التوفيق 

..........

مأخځونه

۱/ عبدالرحيم خان مندوخېل د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي اند و ژوند ته يوه لنډه کتنه

۲/څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار : خان عبدالصمد خان اڅکزي.

۳/ زماځانگړې ياداښتونه .

- غمخور
بېرته شاته