(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وړانګه لوڼي

[04.Feb.2021 - 14:47]

وړانګه ....د پښتون مزاحمتي سياست نوې دور 

ليک....همدرد يوسفزے

شاړې دشتې وې .....چتر چتر ګټين غرونه ...نيغ نيغ ولاړ ....پلنه زمکه به شروع شوه ...اسمان به لا پسې غټ شو ....شاه نواز وې زمونږ د کلي اسمان تنګ دے دلته اسمان څومره لوې دے ...هو اسمان خور اور ؤ ...د وطن بادونو د وطن شګې نوستې ...سترګې به مو د شګو ډکې شوې ...شهباز وې دا هوا د سړي مخ او لاسونه توروي ...خو د خپل وطن ريګونه ؤ ...د خپل وطن ريګونه په سر نوستل داسې وي لکه د جنت د باغ ګلونه چې په سر نيولې ...

 

چې د خپل وطن ريګونه په سر نوولم 

د جنت د باغ ګلونه په سر نوولم 

 

خو سترګې ...هو پښتنې سترګې ...د تېرو اويا کالو نه زخمي زخمي او ژوبل ژوبل دي ...اوښکې د سترګو د پاکوالي لپاره وي ...زمونږ اوښکې ...پښتنې اوښکې د ژړا د پاره دي ...داسې ژوبل سترګي دي چې دغه   زخمونه سترګو نه تېر اوښکو کښې ديره دي ....د وطن ريګونه او بادونه چې راشي نو بيا پښتون سائل داسې وائي ......

 

دا شګې لږ په پام رابادوه د وطن باده 

په سترګو کښې مې اوښکي دي په اوښکو کښې زخمونه 

 

دغه د درد او کرب احساس شاهد په وړمبي ځل ما محسوس کړو چې د اوښکو زخمونه لا څنګه وي ...

تېز لمر راختلې ؤ ....د قلعه سيف الله اسمان داسې تک شين ؤ لکه د پښتون زړونه چې شنه ؤ ...

يو مزدور کاکا شمله په سر په لويه عيد ګاه کښې د خپل ځواني مرګ زوي فاتحې ته ناست ؤ ....د هغه د لاسونه کلک ؤ ...سخت ؤ ....ګټين ګټين لاسونه داسې ناتوانه ؤ چې ...د مينې وينې ...پوست والې يې روح ته رارسېدو ....مونږ يوسفزي که هر څو ځان ته مهذب او کلچرډ وايو...خو د اسالاماعلکم نه اخوا بيا مونږ ته څه نه وي ياد ....

د ارمان لوڼی پلار وې ... 

ستړي مه شې 

پخير راشې 

سفر مو ښه ؤ 

په خېر راغلې 

خداې مو راوله 

دومره مهذب پخير ما په وړمبي ځل واوریدو ....

کاکا د حوصلې لوې غر ؤ ..د همت او استقامت لوې منار ...د هغه حوصله د تازينده او ژوب د ګټين غرونو غوندې کلکه او د کوه سيلمان غوندې ووچته او لوړه وه ....

زمونږ چغې کريکې ساړه اسويلي شو ...

رڼې اوښکې ...د قلعه سيف الله په توذ لمر کښې وچې شوې ...سور چاې مو ځان دمه کړو ...کاکا ځان ته نژدې کینولو ....

وې کوم ځاې نه راغلې ؟ 

ما وې سوات نه 

کاکا سترګو کښې د "اوښکو زخمونه"تازه شو ...لرې ډېر لرې يې خلا ته کتل کتل ...لکه چې خپل ځواني مرګ پروفيسر او مزدور ځوې يۍ راياد شوې وي

او بيا په يو ساه يې دعاګانې کولې !!!!

ګل مې خپلې خور وړانګې ته ښکاره شې !!! 

دا يو داسې غږ ؤ چې زړه يې راله ارې ارې هم کړو او د حوصلې بندونه يې راله هم اوتړل ....

دا يو داسې غږ ؤ چې د قبايلي رواياتو کښې د پښتون وطن د سياست نوې جهت ښکاره کوي ...

دا شاهد په وړمبي ځل شوي وي چې مونږ د يو ورور لاس نيوه يا فاتحه خپلې خور ته کوله ....

د کور په يو کونچ کښې وړه کوټه وه ...مونږ لاړو .....

د پښتون وطن خور ....د پښتون وطن د سياست يو نوې باب ...د عزم او حوصلې لوړه مناره ....د مزاحمتي سياست او حدوجهد د اسمان وړانکه ...هو دا رشتيا وړانګه (Rays)ده 

 

.... يوه اتلس کلنه جينۍ ....د مزدور پلار نره لور ...د مزدور ورڼؤ خور ...راغله هم هغه شان پخېر 

په خېر راغلې 

ستړي مه شې 

خداې مو راوله 

لفظونه ختم ؤ ...د درغو دلاسه ورکول هم رانه نه کېده ....ولې په داسې وخت کښې هم چې هر طرف ته د مرګ ويره وه .....ځوان شهيد ورور د قبر خاوره لا لمبده ده ...خو د وړانګې خور حوصله د اجمل خټک د نظم "پېغله"نه هم جيګه وه ....دا نه په قبر پریوتلې ده ...نه يې چغې او ساندې ويلي دي ....مونږ خپلې خور له حوصلې له تلي ؤ خو هغې مونږ له حوصله راکوله ....

وړانګه د پښتون قامي سياست هغه استعاره ده چې د قلعه سيف الله په شان خالص قبايلي ژوند کښې يې د قامي سياست بيرغ جيګ نيولي دے ...دا وړه خبره نه ده ...هغې خپل کلے پرېښود د مزدور بوډا پلار او د مزدور ورڼو سره راغله خپل وطن کښې بې کوره شوه ....بې وروره شوه .....خو حوصله يې ټوله دنيا اولړزوله ....دا هغه وړانګه ده چې نه يې د لبرل او نيو لبرل سيمنارونه ته تګ کړې ...نه يې د فيمنزم ليچکرونه اوريدلي دي او نه د کاسموپوليټن ښارونو کښې د اين جي اوز په نامه خلک غير سياسي د رياست پروژې په مخه بولي دي ...دا د لور لاې د يو پښتون ورور نه د باچا خان اوصمد خان سياست زده کړې دے ....

دا  د پښتون وطن د سياست بيخي نوې باب دئ ....دا د پښتون وطن د سياست د اسمان هغه وړمبنۍ وړانګه (RAYS)ده چې سبا د مزاحمتي سياست تاريخ ليکلي شي نو نو د يو دور نوم که د پير روښان باچا خان او صمدخان نه شروع دے نو يو دور به د وړانګې نه شروع کېږي

Wrranga Lonny

by:Hamdard Yosafzai 

- د پښتون مزاحمت نوی..
بېرته شاته