(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو لیکدود

[04.Feb.2021 - 14:51]

د پښتو د ليکدود د بدلون اړتيا! کفر که حق؟

لک: ډاکټر نجيب زاخېلوال

کډوالي که له يو اړخه بدې پايلې او ناخوالې د ځان سره لري، خو ښه خوا يې داده چې يو انسان ته دا وخت په لاس ورکوي چې د نړۍ د نورو خلکو د کلتور، ژبې او ان اديانو سره له نږدې اشنايي پيدا کړي او له دې سربېره د خپلې ژبې، کلتور او ان د خپلو خلکو خپل مينځي توپيرونه د خپلو خلکو په مينځ کې او هم د نړۍ د خلکو سره ومومي.

لومړۍ ننګونه: زه په ۲۰۰۶ز کال کې سويډن ته کډوال شوم د سويډن د کډوالۍ د قانون له مخې بايد زه ٬٬د کډوالو لپاره سويډني ژبه” (SFI) ولولم. کله چې ما د سويډنی ژبې ښوونځی پيل کړ نو هملته مې د خپلې ژبې د ليکدود ستونزو ته پام وروګرځېده. کټ مټ لکه زموږ د ژبې په څېر، يو مهال سويډنی ژبه د جرمني او فرانسي ژبو د يرغل لاندې وه او دغه دوره پرې د مذهبيونو له خوا ورتپل شوې وه.

دويمه ننګونه: وخت تېرېده، سويډني ژبه مې پای ته ورسوله نو د وخت اړتيا وه چې بايد کار وکړم نو په سويډن کې مې د مورنۍ ژبې د ښوونکي دنده پيل کړه. چې په همدې مهال د يو بلې ننګونې سره مخ شوم، هغه دا چې زما زياتره زده‌کوونکي هغه افغان کوچنيان وو چې په سويډن کې زيږيدلي وو. نو زه اړ وم چې هر توری يا لغت دوی ته په سويډنی (لاتيني) توريو وليکم تر څو زما زده‌کوونکي يې په اسانه ولوستلای شي.

همدلته مې دې ته پام شو چې موږ بايد د خپلې ژبې په ليکدود باندې غور وکړو، چې تر څو مو ژبه د مړه کېدلو څخه وژغورل شي او کډوال کهول مو دا ژبه په اسانۍ سره زده کړي. ٬٬ دلته باید یادونه وکړم دژبې د مرګ ويي ما په لومړي ځل په ۲۰۰۵ز کال کې هاغه مهال واورېده چې د فرانسې د شرقي ژبو د انستيتوت څخه د جيک (Jack ) په نوم يو زده‌کونکی د ننګرهار پوهنتون ته د پښتو ژبې د زده‌کړې لپاره راغلی و. نو بيا په همدې ترڅ د درون استاد نجيب منلی په مرسته د ختيځو ژبو د پوهنتون د پښتو ژبې مسؤل (نوم يې زما له ياد څخه وتلی دی) ننګرهار ته راغلی و. او هلته نوموړي د پښتو ژبې او نورو ژبو په مړينه خبرې وکړې. د دويم ځل لپاره مې دا کلمه هاغه مهال واورېده چې ما انګريزي ژبه لوستله او د استراليا د اصلي اوسېدونکو )اوبېريجن( په اړه راته ښوونکي يو علمي ليکنه راکړه.٬٬

درېېمه ننګونه: وخت تېرېده او د ويريفايد (Verified) ادارې سره مې د پښتو د لهجو په پېژندلو کې په دنده پيل وکړ. زما دنده د پښتو ژبې د بېلا بېلو لهجو ترمينځ د توپېرونو راپيدا کول، څېړل او بيا يې له مخې د يو قوم او يا قبېلې پېژندل وو. نو دلته اړ وم چې خپل راپور د پښتو د اوسني الفبا پر ځای په لاتين الفبا وليکم تر څو اړونده ادارې يې ولوستلی شي. ما له بېلا بېلو کتابونو څخه گټه پورته کوله چې د ناروي، امريکا، فرانسې او لندن د ليکوالانو له خوا د پښتو ژبې اړوند ليکل شوي وو.

نو پر دې سربېره زه اړ شوم چې د پښتو ژبې د لهجې او ليکدود په اړه بېلا بېلو پښتنو ليکوالانو ليکنې د ژبې د يو زده‌کونکی په څېر هم په غور ولولم. نو د بېلابېلو ليکوالانو ليکنې مې ولوستې، لکه:

استاد حبيب‌الله رفيع، استاد نجيب منلی، استاد مجاوراحمد زيار، استاد معصوم هوتک، ميراجان غوربندي، داکټر هدايت الله نعيم، داکټر لطيف ياد، محمد‌سرور وکيلي…..

د امريکا پېژندل شوې مجله Journal of the American oriental society 1983, Four varieties of Pashto، د پښتو ژبې په اړه پېژندل شوی کتاب Descriptive Grammar of Pashto and its Dialects, Volume 1 او نور ډېر زیات کتابونه…. په دغه ټولو ليکنو کې ما يو ګډ ټکی ومونده، هاغه دا چې دا ليکدود او الفبا زموږ نه ده او دا الفبا او ليکدود پر موږ باندې په استعماري ډول تپل شوی دی.

د رباط د کتيبو له مخې د پښتو الفبا توري لاتين، اويستايي او يا باختري توري وو چې بيا وروسته د مذهبي ډلګيو او مذهبيونو له خوا دا توري عربي تورو ته واوښتل. چې پدې کار سره نن پښتو ژبه د يو لړ زياتو ننګونو سره مخ ده.

د همدې نظريې له مخې اړ شوم چې د اويستايي ژبې او باختري ژبې په اړه مطالعه وکړم او مالومات تر لاسه کړم. نو د راميار پروېز کرنجيا (Ramiyar Parvez Karanjia) کتابونه مې ولوستل. خو پدغه بله مقاله کې د ځوانې اوېستا پېژندنه (An Introduction to Young Avestan) ما دا وموندل چې زموږ پښتو ژبې اويستايي الفبا درلوده.

نو پايله دا شوه چې زموږ په ژبه لکه زموږ د کلتور او دود په څېر هم يرغل شوی دی. پدې اړه يو لړ زياتې پوښتنې شته چې بايد ځواب ورته وموندل شي.

ځينو ملګرو د پښتو د ليکدود مسله راپورته کړه دوی کې زياتره هغه ملګري دي چې ما ورسره دا ستونزه په شفاهي ډول شريکه کړې وه. زما په ګډون د ليکدود د نظريې ملاتړي د مذهبيونو له خوا په سلهاوو نومونو ياد شوو. ان دا چې راته د ناموس پورې بدرد وويل شوو. يو شمېر نورو بيا دا اندېښنه راپورته کړه چې که دا کار وشي نو موږ به د يو لړ نورو ستونزو سره مخ شو. لکه پخوا مې چې ويلې اوس هم وايم.

د سومالي رسمي ژبې عربي او سومالي وه، د اسلام د ورتللو څخه وروسته د سومالي دفتري ژبه عربي او سومالي ژبه د کليو بانډو ژبه وه، سومالی ژبه به د عربي په الفبا ليکل کېدله. خو په ۱۹۶۰ز لسيزه کې د ژبې مسله راپورته شوه. د سومالي ژبې يو څېړونکي پدې اړه ليکلي دي: (هغوۍ استدلال کاوه چې عربي يو ليکنيزه ژبه ده چې د سومالي اولس يې په سلهاووکلونو استعمالوي او همدراز قران هم په عربي تورو دی. يا لاتين هغه څه دي چې د ځينو خلکو پواسطه چې د اروپا ، انګلستان او ايتاليه سره اړيکي لري رامينځ ته شوي دي.) نو پدغه جنجالي مسله کې د سومالي ژبې لپاره د هغه کسانو لخوا چې د دغه بدلون طرفدار وو اتلس ډول ليکدود وړاندې شو، هماغه و چې ژبپوه شيری جامع احمد او د هغه ځينو ملګرو د سومالي ژبي الفبا د لاتين الفبا په ډول وړاندې کړل. او نوموړي ژبپوه پدغه خپل وړاندي شوي الفبا باندې کتابونه هم وليکل. دې کار د مذهبيونو قهر راوپاروه او په سوماليا کې ناندرۍ او جنجال پيل شو. او مذهبيونو د لاتين کلمه په لادين بدله کړه او اولس يې داسې راوپاروه چې لاتين يانې لادين (کافر) پدې اړه ايې ايم ليويس ( I. M. Lewis) او داوېد ډ. لايتين (David D. Laitin) پدې اړه داسې ليکلي دي ( يو کوچني حرکت د عربي ژبې د يو توري پر وړاندې کفر شمېرل کېده. په حقيقت کې په هاغه چا باندې توره ورځ وه چې چا به د لاتين الفبا ملاتړ کاوه، ځکه د مذهبيونو له خوا لاتين په لادين ژباړل کېده. لادين يو عربي کلمه ده چې لا په مانا د نشته او دين په مانا د مذهب يا بې دينه، خو شيري او د هغه ملګري خپل استدلال ته عملي اړخ ورکړ او وار د مخه يې کتابونه په لاتين الفبا باندې په بل ځای کې چاپ کړل او هم يې د لاتين الفبا لرونکي ماشينونه سومالې ته راوړل… ) خو په همدغه تبليغ سره دا خبره ارام نشوه هماغه وو چې د دومره ستونزو په ۱۹۷۳ز کال کې د سومالي د عالي شورا مجلس چې مشري يې د تورنجنرال محمد سياد بري پر غاړه وه په رسمي ډول د شيری جامع احمد لاتين الفبا د سومالي ژبې لپاره ومنل او هم سومالي ژبه د سومالي رسمي ژبه شوه. جامع احمد د الازهر له پوهنتون څخه فارغ شوی دی.

دا مهال سومالي ژبه د جامع شيري له برکته په چټګ ډول پرمختګ کوي او ان دا چې زياتره سويډنيانو هم زده کړې ده.

د کومې ورځې څخه چې ما او بيا زما ملګرو دا نظر راپورته کړی دی نو موږ ته منفي او مثبت دواړه نظرونه راکول شوي دي خو يو شمېر خلکو بيا زموږ کار ته کفر ويلی او ګڼلي يې دي چې موږ پدې کار سره غواړو د قران ژبه د خلکو د مينځ څخه وباسو. ځينو بيا دومره سپک الفاظ ما او زما ملګرو ته کارولي دي چې زه يې دلته د ويلو اړتيا نه وينم. خو سره د دغه ټولو خبرو زه مخالفينو ته حق ورکوم چې څه ووايي او پدې کار او غبرګون سره يې زه نه ملامتوم. ځکه دوی پداسې يو چاپېريال کې رالوی شوي چې هلته وژنې، او ترټنې ورته د ثواب په نيت ورزده شوي دي. او طبعي ده چې دوی پدې کار سره غواړي ثواب وګټي. خو موږ به خپله هڅه جاری ساتو او کوښښ به کوو چې خپله ژبه او خپل کلتور ان خپل اولس د هر ډول ښکېلاک څخه وژغورو.

په بله ليکنه کې به زه هغه الفبا تورې وړاندې کړم چې ما د بېلا بېلو کتابونو د مطالعې وروسته وړ بللي دي او هم به د اوسنۍ الفبا (د ځينو په اند عربي الفبا) په ستونزو هم د خپلو تجربو له مخې وغږېږم. Apr 19, 2017

- زاخیلوال
بېرته شاته