(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

محمدګل خان مومند

[04.Feb.2021 - 14:55]

وزير محمد ګل خان مومند د پښتنو لوی بابا

لیک:امان الله نصرت، پېښور- پښتونخوا

د پښتنو لوی بابا وزير محمد ګل خان مومند د محمد خورشيد خان زوی،  د مومن خان لمسی،  د عبدالکريم خان

 کړوسی او د عبدالرحيم خان کودی وو او په ۱۲۶۳ لمريز کال ېې د کابل ښار د اندرابيو په کوڅه کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې او د خپل ژوند ستړی سفر ېې پيل کړ۰

د محمد ګل خان مومند اصلي پلرنی ټاټوبی د ننګرهار ولايت د   غني خيلو ولسوالي د ګولايي کلی دی چې د جلال اباد ښار ختيځ لور ته پروت دی او ټول اوسېدونکي ېې پښتانه دی۰ محمد ګل خان مومند په خټه حسن خيل دوېزی مومند دی او مومند د پښتنو د سړبن يوه ستره او مشهوره قبيله ده چې د غورياخېلو  پښتنو له ښاخونو څخه شمېرل کېږي او د پښتنو د لويو قبيلو په ډله کې راځي۰ ددغه پښتون ټبر ډېره برخه د ننګرهار، کونړ ، لغمان، بلخ، سمنګان، لوګر، کندوز، هرات، زابل، غزني او د کابل يه شاوخوا سيمو کې او همدغه راز د خيبر پښتونخوا په مومندو ايجنسۍ، باجوړ ايجنسۍ، خيبر ايجنسۍ او د پېښور په بېلابېلو سيمو کې هستوګن دي۰ 

د مومند بابا پلار محمد خورشيد خان يو پوه مدبر او ځيرک انسان و او په نظامي برخه کې ېې زده کړې کړې وې او د يوه پوځي افسر په توګه ېې د هېواد په ډېرو برخو کې دندې ترسره کړې وې۰ محمد خورشيد خان څو کاله د بريکوټ، اسمار او سرکاڼو حاکم و او همدغه راز د شينوارو د کهي چاوڼۍ د غونډ مشر په توګه ېې څه موده  د خپلې خاورې خدمت وکړ  او بيا  په بلخ کې د توپخاتې د عسکري فرقې د مشر په توګه وټاکل شو۰

محمد خورشيد خان د خپلې وروستۍ دولتي دندې په پای کې  د ورپېښې ناروغۍ له امله له خپل کار نه استعفا ورکړه او تقاعد ېې واخيست او پر ځای ېې محمد ګل خان مومند د مزار شريف د ده دادي غرقې د مشر په توګه په دنده وګمارل شو۰   

د مومتد بابا  نيکه مومن خان له ننګرهار څخه بلخ ته کوچ وکړ او د امير دوست محمد خان په وخت کې د نوموړي د مشاور په توګه په دربار کې ځانګړی او د پام وړ ځای درلود چې بيا د امير عبدالرمن خان او د هغه د مخالفينو تر منځ په يوه جګړه کې په سمنګانو کې په شهادت ورسيد او د شيخ حسن بابا په هديره کې خاورو ته وسپارل شو۰

مومند بابا لومړنۍ زده کړي په خصوصي ډول له استادانو څخه وکړي او د يوه بل روايت په اساس ېې د کابل په حبيبيه لېسه کې ترسره کړې وې او بيا وروسته په ۱۳۲۷ هه ش کال ېې د حربي ښوونځي په دوهم ټولګي کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه او په پنځو کلونو کې ېې په ياد ښوونځي کې خپلې زده کړې بشپړې او پای ته ورسولې۰

 مومند بابا د حربي ښووونځي څخه له فراغت وروسته د اردلياتو د غونډ د قومندان په توګه وټاکل شو په همدې مهال ېې شاهي ټولګي ته درس هم ورکاوه او د حربي ښوونځي د سرښوونکي په توګه ېې دنده هم تر سره کوله ۰ مومند بابا چې يو تکړه، مدبر او نوښتګر انسان و د خپلو ارزښتمنو خدمتونو او کارونو په تتيجه کې د سپه سالار صالح محمد خان ځانګړې پاملرنه ځان ته راواړوله او مومند بابا ېې د خپل ياور په توګه په دنده و ګماره او بيا ورته د شاهي ځانګړي ګارد د قومندانۍ دروند مسوليت وسپارل شو۰

مومند بابا د يو څه وخت لپاره په ترکيه کې د افغانستان نظامي اتشه شو او د خپل ماموريت په مهال ېې د افغان ترکېې نظامي اړيکې پراخه غښتلې او پياوړې وساتلې او له سړېدو ېې وژغورلې۰

 مومند بابا په ۱۳۰۰ ه ش کال د مجموعه عسکري  د مجلې چې د دفاع وزارت خپروله د مديريت چارې هم سنبالولې او په خپلو هلوځلو ېې دا مجله نوره هم معياري او لاپسې وځلوله۰ دا ستر پښتون په ۱۳۰۲ ه ش کال د پکتيا د عسکري قومندان او اعلی حاکم په توګه وټاکل شو او په ياد ولايت کې ېې په ملکي او نظامي برخه کې د پام وړ بدلونونه او اصلاحات راوستل او پکتيا ېې د پرمختګ او نېکمرغۍ د ګلاليو او رنګينو پړاوونو په لور روانه کړه۰ وزير محمد ګل خان مومند په ۱۳۰۶ ه ش کال د مزار شريف د ملکي پلټنې رئيس شو  او بيا د ننګرهار د عسکري چارو د قومندانۍ  دروند مسوليت وروسپارل شو۰

مومند بابا د سقويانو د اړو دوړ او اغتشاش په وخت کې د خپل ملي احساس له مخې چوپ او غلی پاتې نه شو او له ټولو خطراتو او ګواښونو سره سره ېې په پيل کې له سردار محمد هاشم خان او بيا ېې په پکتيا کې له سردار محمد نادرشاه سره ملا وتړله او د هيواد د خلاصون، ارامۍ او ازادۍ ميدان ته راووت۰د سفويانو د تورې دورې د پای نه رسيدو او د اړو دوړ کوونکو له منګولو د هيواد له خلاصون وروسته د سردار محمد هاشم خان په کابينه کې د کورنيو چارو د وزارت مسوليت وروسپارل شو او ورسره ېې په پیل کې  د ننګرهار او بيا د پروان ولايت د تنظيمه رئيس په توګه هم د خپلو خلکو او خاوري خدمتونه پر مخ يوړل لو شپه او ورځ ېې د خپل وطن د ابادۍ سوکالۍ او پرمختګ لپاره نه ستړي کېدونکي کارونه او خدمتونه وکړل۰

مومند بابا ته په ۱۳۱۱ ه ش کال  د لوی کندهار او فراه د ولايتونو د تنظيم اړونده چارې وروسپارل شوې او بيا وروسته په ۱۳۱۳ کال کې د کتغن، بدخشان، مزار او ميمنې ولايتونو د تنظيمه رياست  چارې سنبال او پر مخ يوړلې او په يادو ولايتونو کې ېې د ترقۍ او پرمختګ تلپاتې او نه هيرېدونکي خدمتونه وکړل۰

مومند بابا د خپلو ښو او بې ساري خدمتونو له امله د افغان حکومت له خوا د لمر په لوړ نښان ونازول شو او په دې ډول ېې د نوموړي د ايماندارۍ، وطنپالنې او ځلانده خدمتونو ستاينه يادونه او نمانځنه وکړه۰ د پښتنو دغه ستر بابا په ۱۳۱۹ ه ش کال د ودلت د وزير په توګه وټاکل شو او له هغې وروسته ېې ځان  له دولتي دندو ګوښه کړ او خپل پاتي عمر يي د پښتو د ادبي او علمي خدمتونو لپاره ځانګړی کړ۰ مومند بابا تر ۱۳۲۷ هش کال پورې په سمنګانو کې اوسېده او بيا په همدغه کال د سردار شاه محمود خان د صدارت په وخت کې دوباره کابل ته راستون شو او قلعه ی خواجه ها کې اوسېده ۰ مومند بابا به په اوړي کې په کابل کې ژوند کاوه او په ژمې کې به ننګرهار ته راته او په ګولايي کي به له خپلو خلکو سره اوسېده د پښتنو دعه لوی بابا ځو ژمي د کونړ به ترنګ کې هم تير کړل خو هر اوړی به کابل ته راته او د خپل کوچاني ژوند دود او پلرني سنت ېې ژوندي او خوندي ساتل۰

مومند بابا په ۱۳۳۴ ه ش کال د لوېې جرګی د رئيس د مرستيال په توګه غوره شو او په دې برخه کې ېې خپله دنده په ډېره ايماندارۍ او لوړه ملي روحيه پر مخ يوړله۰

د پښتنو دغه دروند وياړلی او ټولمنلی بابا بالاخره د ۱۳۴۳ کال د زمري په ۲۷ مه د سې شنبې په ورځ د سهار په اتو بجو د اتيا کالو په عمر د کابل د بريکوټ په يوه کرايي کور کې له دې فاني دنيا څخه سترګې د تل لياره پټې کړي او خپل روح ېې د نړۍ د کائيناتو ستر څښتن تعالی ته وسپاره۰

د پښتنو ددغه ستر ملي مشر او خواخوږی بابا  مړی د شاندارو مراسمو په ترڅ کې  د کابل د شهدای صالحين په اديره کې خاورو ته وسپارل شو او په دې توګه د  پښتو د مينې د يوه ملنګ،  د خپلو خلکو په درد د يوه دردمن او د پښتنو د پرمختګ او يووالي د ارمانجن سالار  د ژوند باب ته د تل لپاره د پای ټکی کېښودل شو۰ پر ګور ېې نور شه  

سر چينې

۱ - محمد ګل خان مومند  هميش خليل

۲د مومند بابا ياد ( د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز )

۳پښتنې قبېلې  ډاکټر ياد

۴زما خواره واره يادښتونه

Hasrat

- امان الله نصرت
بېرته شاته