(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډاکتر نجیب الله دوره

[04.Feb.2021 - 14:59]

 دډاکتر نجیب الله دوره : -۱۹۸۶-۱۹۹۲

لیک: فضل هادي خلیل زی  

کله چی ډاکتر نجیب الله دمرکزی کمیټی عمومی منشی په حیث وټاکل شو په عمومی پالیسۍ کی یو خاص تغیر ته قایل شو او د ۱۳۶۵ کال یی په نوروتحولاتو سربیره ملی پخلاینه او یا ملی روغه جوړه اعلان کړه اوددی سره سره یی په عمل کی هم ددی خبری دثبوت له پاره دځینی سیاسی بندیانو دعفوی او خوشی کولو په باب هم دانقلابی شورای له لاری اقدام وکړ او دملی روغی جوړی دتحقق په خاطر څه زیات تیریدنو ته حاضر شو او په عمومی  وضع کی یو څه خاص تغیر راغی دپلاروطنی ملی جبهه یی دسولی دجبهی په نوم تغیر کړه زیات سیاسی او عادی بندیان خوشی شول او دچاپه مجازاتو کی کمښت راغی جمهوری اصولو لپاره څه خاص کارونه شروع شو داساسی قانون طرح وشوه او دعامو خلکو نظریاتو ته وړاندی شواصلاحی او حتی خصمانه اعتراضونه ورباندی وشول او رسمآ داساسی قانون دطرحی او تدوین کمیټی ته راولیږل شول احترام او درناوی یی وشو اوتر هغه ځایه چی منطقی نظریات او جوړونکی پیشنهاد ونه  وومنل شول اوپه نهایت کښی هغه څه چی دعامه خلکو هیلی وی په اساسی قانون کی ورته ځایه ورکړشو او عامه مصالح پکی په نظر کی ونیول شو او داحزابو تشکیل ته حق ورکړشو په دی کی شک نشته چی برسر اقتدار ګوند به څه  ناڅه په ډیره کمه پیمانه دځان لپاره څه امتیازات قایل شوی وی   خو حساب ورباندی نه شی کیدلی او محاسبی وړنه شی ګڼل کیدلی اودومره مرئی نه دی . په همدی اساسی لو یه جرګه وغوښتل شوه او دی لوی جرګی دپوره جر او بحث څخه وروسته جمهور ریس نجیب الله وټاکه او د جمهور ریس په حیث قبو ل شو

او دافغانستان دڅه اوږدی مودی څخه وروسته په نسبی ډول یو حقوقی نظم پیداکړاوددی امید پیداشو که په ملک کی جنګ جګړه دسولی له لاری ورکه اوختمه شی نو حقوقی نظم به ثابت پاتی شی . زه دیو افغان په صفت دیو مسلمان په صفت ددی خبری نه منکرنه یم چی روسی مشاورینو دقانون په تدوین طرح اوانفاذ کی پوره رول لاره خصوصآ په اساسی قانون کی دڅارنوالۍ استقلال دقضاواکونه او دندی تر ډیره حده دشوروی اتحاد اساسی قانون ته ورته دی او په همدی ترتیب دشوراګانو تشکل هم دشوروی اتحاد دمشاورینو اویاددغه مملکت دفکر او نظر محصول بولم او داسی نوری وړیی غټی خبری به نوری هم په دی قانون کی ځای شوی وی او دشوروی اتحاد دزور او مداخلی په اثر وی .

دشوروی اتحاد مداخلی کوم پټ کارنه و ډاکتر نجیب الله هم په دغه شرایطو کی مجبور او ناچاروچی مداخلی ومنی ولی منل اختیاری نه و چارناچاردی مجبورو چی دغه خبری ومنی ولی باید دی خبری ته هم پاملرنه وشی چی دډاکتر نجیب الله دانتخاب څخه وروسته هم روسان وپوهیدل چی په افغانستان کی یی شپی کمی دی اوهم ډاکتر نجیب الله په دی هڅه کی وچی باید روسان دافغانستان دخاوری څخه لاړشی او افغانان پریږدی جی هر څه کوی او خپل سرنوشت هر راز ټاکی .

روسان خو ځکه پوه وچی ددوی دپاره دجنګ له لاری دبری امیدورک و او دوی راغلی جنګ له و او غوښتل یی چی دزور او قوت له لاری په افغانانو ځان ومنی او خپل مرامونه تر سره کړی نو دیوی سیاسی بهانی په فکرو او دبل خو ادشوروی اتحاد وروستنی سیاست په دی وچی دروس دغه عمل دټولو بین الملی میثاقونو او حقوقی نورمونو خلاف دی  اوصدرګرباچوف چی یو مصلح شخصیت و په افغانستان کی دروسی قدرت بقانه غوښتله اوممکنه هم نه وه  . او ډاکتر نجیب الله ځکه نه غوښتل چی که شورویان پاتی  شی دده عمر پکښی لنډیده او شپږ کاله  جمهوریت یی نه شو کولی ځکه  چی دشورویانو په وجود کی په افغانستان کی وضع ورځ په ورځ بی  ثباته کیده او دافغانستان ټولو خلکو هم نه غوښتل چی روسان په افغانستان کی پاتی شی نو ځکه خو وخت اوزمان په دی خبره پریکړه وکړه چی روسان باید دافغانستان څخه ووځی . افغانستان ته سیاسی رنګ ورکړ شو او دژینوا تړون وشو ښکته پورته منډی شوی دوزیر خارجه وکیل او داسی نورو دپاره دډالروزیرمه کولو اسباب برابر شو هلته ځه او دلته راځئ دسرمنشی خاص استاذی شو اوارماکورا شو او یوشمیر نورو منډی رامنډی شروع کړی او په نتیجه کی داشوه . چی دروسانو عسکری قوتونو دځان لپاره یو سیاسی بهانه تر لاسه کړه او په دوه دورو کی یی دافغانستان خاوره خوشی کړه او په خپله مخ ولاړ او د ژنیواتوافقات او ضمانتونه هسی خوشی خبری وی ځکه چی بی ددی یوی خبری نه چی روسان ووتل بله کومه خبر ه عملی شوه ؟

امریکا خپل کومکونه بند کړل ، ایران مداخله ونه کړه پاکستان په خپل سیاست کی کوم عملی تغیر رانه وست او داسی نور ؟

خوخبره همغه وه چی هم نجیب غوښتل چی روسان دی ووځی اوهم روسانو غوښتل چی مونږ ته یو ه سیاسی بهانه جوړه کړئ او په اصطلاح د ګیدړقبا له  راکړئی چی خاوره درپریږدو او داکارهم یو بین المللی سازش و او دامریکا رول پکی زیات ومونږ اوتاسی ددی خبری شاهد یو چی په وروستیو پیښو کی په خاص ډول دننګرهار په ولایت او دخوست په ولایت کی پاکستانی نظامی قوتونو مسقیمآ نظامی مداخله وکړه چی خپله ورباندی هم نن سبا اعترف کوی او یو واقعیت دی اوو . ډاکتر نجیب الله په دی خبره پوهیده چی داوړئۍ نه شړۍ کیږی او نه یی غوښتل چی افغانان مړ شی او که نه نو داشد مجازاتو د تخفیف لپاره به یی یو واکمن کمیسون نه ټا که چی په زر هاو داعدام محکومین دجزا دتخفیف څخه برخوردار شو او دغه جزایی تعدیل شوه . ولی دټنی دکودتا په اعدام محکوم اشخاص هم اعدام نه شول ؟

داټول هغه واقعیتونه دی چی ډاکترنجیب الله نه غوښتل چی نوری دافغانانو وینی توی کړی کوم تصمیمونه چی د ۶۶-۶۸-۶۹ کلونو په لویو جرګو کی ونیول شول زما ددی خبری دثبوت لپاره ډیر قوی علمی او منطقی دلایل دی .

کوم تعدیلات چی په اساسی قانون کی ومنل شول و د۱۳۶۹ کال لوی جرګی دپوره دموکراسۍ په فضا کی تصویب کړل دای وښودله چی د افغانستان دااساسی قانون په واقعی ډول يو افغا نی  اساسی قانون دی . البته په دی کی شک نه شته دی چی دځینی حقوقی نورمونو څخه به پکی استفاده شوی وی ولی دروسانو ددکتی څخه خلاص و او خپله افغانی واکمنی یی لرله او که نن ورباندی هم څوک عادلانه قضاوت وکړی وبه وایی چی ډیر منلی قانون دی .

یادونه :- 

یو شمیر خلکو او په خاص ډول مجاهیدینو او مهاجرینو به ویل چی دالوی جرګی فرمایشی دی او اساسی قانون او دجمهوری ریس ټاکنه ټول فرمایشی کارونه دی  . ددی خبری نه باید څوک منکر نه شی چی داخصلتونه په حکومتونوکی وی اوهر باقدرته نظام همداسی کوی پرون هم داکار واونن هم شته دی .

دلوی جرګی غړی په دری واړو جرګوکی افغانان وداراته څوک نه شی ثابتولی چه په دی جرګوکی روسانو برخه درلودله او رای ورکړی ده . همداراز پر اساسی قانون باندی افغانانورای ورکړی ده او جمهورریس هم دلوی جرګی غړوټاکلی دی او دادوخت غوښتنه وه ربانی صاحب هم په دی ترتیب وټاکل شو او داهل حل وعقد شوراهم په دی قدرت جوړه شوه او دا کارونه به همیشه کیږی . په هرحال داقضاوت به تاریخ او راتلونکی ته وسپاروځکه چی هغه یو ضرب المثل دی وای چی (کی ګفت که دوغ من ترش است ) هرسړی سره دانتقاد ژبه شته دی ولی تر هر څه دمخه باید انسان په خپلو کړوباندی انتقادوکړی بیا وروسته په نورو دانتقاد ژبه خلاصه کړی

ډاکتر نجیب الله په خپل وار په خپله دوره کی زیات پیشنهادونه هم وکړل داچی دده په وخت کی څه شوی دی اوڅه نه دی شوی ددی خبری قضاوت هم باید راتلونکی وکړی . داخبره کیدله چی ډاکتر نجیب الله قدرت نه پریږدی ولی ده به ویل چی راڅئ دخدای په کورکی سره خبری وکړو اودافغانانو سرنوشت وټاکوولی دی خبری ته څوک حاضر نه شو . داکتر نجیب الله چی به کومه تیریدنه کوله هغه به یی په ډاراو کمزورۍ حملیدله ولی ده خپلی کړنی ته ارزښت ورکاوه اوویل یی چی داکار دعامه ښیګڼو لپاره کوم او کول یی نه ورباندی  نادم و او نه ورڅخه په شاته . ده به ویل زه قدرت پریږدم خو دافغانستان دخلکو حالت به تر دی لازیات خراب شی مجاهدینو او دجهادی تنظیمونو خبره همداوه چی ډاکتر نجیب الله باید نه وی اوقدرت موږته وسپاری . د اکار هم په کیدوشو .

ډاکتر نجیب الله دافغانستان ددری ګونو قواو ، لوی څارنوالی ، اجتماعی سازمانونو داردو جنرالانو اومسولینو درهبری هیاتونه اونورقومی اوملی شخصیتونه علمی او روحانی شخصیتونه وغوښتل او په دی خبره یی ورسره سلاوکړه چی زه نور نه غواړم دافغانانووینی توی شی دټولو په موافقه یی دواک دپریښودو تصمیم ونیوتلویزونی بیانیه یی ثبت کړه او استعفی یی وکړه چی باید دراډیو څخه نشرشی او رسمی شکل پیداکړی ولی دهغه سازش له امله چی وشو داعملیه دیوی کودتا په ډول انجام شوه او ښاغلی وکیل دوخت دباندنیو چارو وزیردی موضوع ته داسی رنګ ورکړ چی ګوندی ډاکتر نجیب الله تښتیده او دمیدان څخه راونیول شو . ډاکتر نجیب الله دملګروملتودموسسی دسرمنشی دمعاون خاص استازی بیننسیوان سره واوهغه دملګروملتو موسسی بوته چی تر اوسه لاهلته دی په هر حال داواقعیت هم راتلونکی ته پریږدو او نیږدی ده چی داخبره هم رڼه شی چی خبره څه ده خوددی ټولو سره سره به دمحترم -مسافر هغه لیکنه چی (دافغانستان وروستیو سیاسی او پوځی پیښو ته یوه لنډه کتنه )تر عنوان لاندی دازادافغانستان دلیکوالو دټولنی دخپلواکۍ به دریمه ګڼه مجله کی خپور شوی دی کټ مټ دلته رانقل کړم چی وپوهیږو کیسه څه ده : -

دافغانستان څوارلس کلن خونړی جنګ که له یوی خو ا دروس دیرغل په نتیجه کی پر موږ تحمیل شو نو له بلی خو ازموږ دمجاهدولس لپاره دغه جنګ دجهاد او مقاومت په سر دمینی تاریخی درس پکی راغبرګ کړ

په افغانستان کی دروسانو له ماتی او ددوی له وتلو وروسته بیاهم نیږدی دری کاله په کابل کی دروسانو ګوډاګی رژیم په قدرت کی پاتی شو . که موږ دافغانستان دوروستیو کلونو دجنګ او مقاومت پر بهیر نظر واچووڅرګندیږی چی دروس دلښکرو له وتلو وروسته په ملی او نړیواله سطحی دافغانستان دپیښو په اړه دوه ډوله دحل لاری مطرح شوی . دهیواد په داخل کی ځینی قوتونه اوځینی سیمه یزی اونړیوالی اړونده کړۍ دافغانستان دمسألی دنظامی حل په پلوۍ ولاړی  وی یوه بله برخه بیاداسی سیاسی ډلۍ وی چی دمسألی پر سیاسی حل یی ټینګار کاوه او دملګروملتونو په شمول یو شمیر هیوادونو دافغانستان دمسألی هر اړخیځ سیاسی حل غوښت . دغو دوه ډوله تګ لارو دافغانستان په جهادی بهیر کی اختلافونه پیداکړل او دغه اختلافونه دیوی ورځی څخه بلی ته ژوریدل . دکابل درژیم مشر ډاکتر نجیب الله دافغانستان دمسألی دسیاسی حل غږ پورته کاوه . لږتر لږه په سیاسی او تبلیغاتی لحاظ په دغو کلونو کی دنړیوالو غوږونه دغوتبلیغاتی غږونو هڅول او یوڅه نړیوال تمایل همدغه اړخ ته مخ په جلبیدوونوره نړۍ داسی ښکاریدله لکه دافغانستان له جنګ څخه چی ستړی شوی وی . دافغانستان په باب دنړیوالو علاقمندی وروورومخ په کمیدووه . په همدغه حالاتو کی ملګروملتونو دافغانستان دمسألی دزرترزره سیاسی حل لپاره منډی ترړی پیل کړی . ډاکتر نجیب الله په پیل کی پریو داسی سیاسی لاری ټینګار کاوه چی خپل ځان او خپل ګوندته هم مناسب ځای په کی پیداکړی . خو دافغانستان زیاتروجهادی قوتونو له کمونستانو (او یالږ ترلږه له پخوانیو کمونستانو سره ) دګډاو ائتلافی حکومت جوړیدل نه منل . له همدی امله ډاکتر نجیب الله هم په خپل نظر کی بدلون ومانه . هغه دخپلی استعفی خبره وکړه او دای وویل چی که دملګروملتونو دطرحی پربنسټ په افغانستان کی سوله او امنیت راځی زه له خپل مقام څخه ګوښه کیدلوته چمتویم . ډاکتر نجیب الله دغی خبری په بیلا بیلو کړیو اوقوتونو کی بیلا بیل عکس العملونه پیداکړل . نړیوالوددی خبر هر کلی وکړاو دسیاسی پروسی لپاره یی دااقدام ګټو رو باله . په افغانی سیاسی او پوځی قوتونو کی هم ددی خبر هر کلی وشو خو خپله دوطن ګوند کادرونو او صفونو کی یی یو ډول تشنج پیداکړ هغو ی داسی فکروکړچی دنجیب الله له استعفی سره سم په حقیقت کی ددوی ټولو دځواک او پرستم (۱) پاڼه اوړیداهغه وخت و چی دوطن ګوند په بیلابیلو برخو کی لاله پخوا څخه دنویو حوادثوپه باب خبری کیدلی . ددغه ګوند پرچم داړخ زیاتره کسان دببرک کارمل په مشرۍ اویالږترلږه دپردی تر شادهغه په مستقیم هدایت دنجیب الله په وړاندی ودریدل . په مسلطو پوځی ځواکونو کی مهم کسان ترشا ودریدل او دخپل مخ په ذوا له ګوند دشلیدلو مرانډو په راټینګولو پسی شول او دخپلو شخصی ګټو اوځانګړیوتمایلاتو پر بنیاد یی سره زړونه اونظرونه نږدی کړل . مخکی له دی چی ډاکتر نجیب الله دخپلی استعفی خبره عملی کړی او مخکی له دی چی دملګروملتونو هراړخیزی طرحی په بنیاد نوی موقت میکانیزم جوړشی په وطن ګوند او دکابل په رژیم کی دډاکتر نجیب الله پرضد یو ه پټه کودتا په پیل کی تقریبآ په پټه توګه بریالۍ شو داهغه کودتاوه چی مقدمات یی لاپه شمال کی د۱۳۷۰ کال دجدی په میاشت کی دنجیب الله له اوامرو څخه دجنرال مومن له سرغړاوی سره برابر شوی و . دنوی ائتلاف ترشاببرک کارمل ولاړو  . په دغه ائتلاف کی بنسټیزه نقش دجنرال دوستم وچې دشمال دملیشاوویو ځواکمن قوماندان دی . دغه راز دسید منصور نادری ملیشا هم په دغه ائتلاف کی شامله وه . دسیاسی مبصر ینو په نظر مخکی له دی چی دوطن  دګوند اوددغه ګونددحواریونو ائتلاف دکودتا په شکل دنجیب الله په مقابل کی بری ته ورسیږی . له ځینو جهادی ځواکونو سره هم تفاهم وشو ، دایران پلوی وحدت ګوند اودغه راز داحمدشاه مسعود په مشرۍ دشورای نظار قوتونه هم په دغه ائتلاف کی تفاهم ته سره ورسیدل او یاخوسیاسی مبصرین او پیښو څارونکی له مشخصو حالاتو او پیښو یو داسی قوی اټکل ته ورسیدل . مزارشریف دلومړی ځل له پاره دهمدغسی یو کودتایی ائتلاف په نتیجه کی سقوط وکړ او ائتلاف دچاریکارودسقوط له لاری کابل ته رارسیدونکی و .

په دغه وخت کی په جهادی لیکوکی دډلبندۍ صفونه سره جلا کیدل او مشخصیدل دښاغلی حکمتیار په مشرۍ دافغانستان اسلامی حزب ددغه لوی ائتلاف په وړاندی ودرید او داسی څرګند شول چی ددغه حزب ځواکونو دپروان ولایت له لاری کابل ته ددغه ائتلاف دپخوانی ګډپلان له مخی دراننوتلو مخه ونیوله ، البته په دغه کی کابل په متشنج حالت کی ودنوی ائتلاف او دمجاهدینو بیلابیل قوتونه کابل ته له بیلابیلو لارو ورداخلیدل . دوطن په ګوند کی دپرچمیانو هغه ډله چی په موقت شکل یی په نجیب دکودتا له لاری واک تر لاسه کړی و پر نجیب یی دتورونو لړۍ پیل کړه . نجیب په کابل کی دملګروملتونو دفتر ته پنا یووړه او په کابل کی اصلی ځواک دجنرال دوستم له ملیشاو سره پاتی شو . ائتلاف کابل هم په خپلو منګلو کی ونیو خو اسلامی حزب او نور جهادی تنظیمونو ځواکونه هم په کابل کی ځای پرځای شول . له دغو بدلیدونکو حالاتوسره یو ځای په پاکستان کی جهادی تنظیمونو دپاکستان دحکومت اوددی هیواد دځینو خاصو حلقو په مشوره دسیاسی هلوځلو هنګامی  تودی کړی ، لکه دپخوا په څیر مخالفتونه هماغسی زیات وو . دپیښور پریکړه لیک لاسلیک شو او ددوه میاشتو لپاره دحضرت صبغت الله مجددی په مشرۍ کابل ته جهادی شوری دلیږلو او دکابل له رژیم څخه دواک داخیستو پریکړه وشوه . ددغی پریکړی په اساس باید له دوه میاشتو وروسته واک برهان الدین ربانی ته وسپارل شی چی په دغه موده کی به دصدارت چاری دافغانستان داسلامی حزب په لاس کی وی او له دغی څومیاشتنۍ دوری وروسته به دیوی شوراله لاری ترعمومی انتخاباتوپوری یو حکومت جوړیږی . دثور په پنځمه حضرت صبغت الله مجددی دجهادی شوری له یوشمیر غړو سره کابل ته ورسید . واک ورته رسمآ منتقل شو ، جهادی شوری خپله لومړنۍ غونډه په کابل کی وکړله او له اسلامی حزب پرته نوروتنظیمونو په جهادی شوری کی ګډون وکړ . دتنظیمونونورمشران هم یویو دکابل به لور وروخوڅیدل                                                                              

**********************************************

یادونه : - دډاکتر نجیب الله فیصله داوه چی قدرت او واک به خپله جهادی شوری ته سپاری البته اول به دتلویزون او راډیو له لاری خپله استعفی وړاندی کوی او بیا به دقدرت واګۍ جهادی شوری ته سپاری ولی په دی ترتیب خو بیا دائتلاف مرام نه ترسره کیده او په اصطلاح ددوی قدرت او زور ازمایی نه ښکاریده نو ځکه یی نجیب ته موقع ورنه کړه او هغه هم دخپل ژوند اوبقا لپاره دملګرو ملتوموسسی ته  پناه وروړه او په کابل کی دغه نماینده ګۍ ته ورغی او په دی وخت بینیسوان هم موجودو.

 

په کابل کی لاحالات هماغسی متشنج وو ، دپخوانی حکومت دپرچم ډلی هغه کسان چی په نوی ائتلاف کی شامل وو شورای نظار ، اسلامی جمعیت او په مجموع کی دنوی حکومت په اړخ کی ودریدل . یو شمیر خلقی جنرالان او ځواکونه یی داسلامی حزب خواته ودریدل په کابل کی جګړه ونښته کابل ددغه جګړو په لمبو کی تر ډیره وسوځید او ډیر بی ګناه خلک په کی ووژل شول . دیو څه تفاهم په نتیجه کی جګړه موقتآ پایی ته ورسیده . داسلامی حزب جنګی ځواکونه په دغه شرط دکابل له ښار څخه ووتل چی دجنرال رشید دوستم ملیشا چی په ګلیم جم مشهوره ده هغه دکابل له ښارڅخه ووځی. تر اوسه پوری لاتشنج هماغسی روان دی . دغه پریکړی نه دی عملی شوی یو بل ته ګواښونه له یوی ورځی څخه بلی ورځی ته زیاتیږی دمذهبی سمتی او ژبنیو اختلافاتو اورته پکی لمن وهل کیږی . کله دیو او کله دبل تنظیم تر منځ دکابل په ښار کی شخړه وی او کله بیا دبل اوبل خلک له بده مرغه هماغسی دیوی بلی او بیا بلی ......... اوورپسی بلی جګړی په انتظار دی او دازموږ دخلکو له پاره څومره بدمرغه انتظار دی . څوورځی وړاندی له ښاغلی مجددی څخه ښاغلی ربانی ته قدرت انتقال شو اودادی اوس خو داسلامی حزب صدراعظم ښاغلی فرید هم دصدارت دمقام دترلاسه کولو له پاره کابل ته ورغی . ښایی ددغه دوومقامونو دقدرت او صلاحیت دویش په برخه کی هم ستونزی رامنځ ته شی.افغانستان په بشپړه توګه آزادشو دکابل ښارهم  څوارلسوکالوورو سته دافغانستان دمجاهدینو لاس ته ورغیافغانستان ټولو خلکو او په تیره بیا دکابل دښار خلکو چی دا څوارلس کاله د کمونستانو تر استبداد لاندی وو په پیل کی له دغه استبداد څخه دخلاصون او دافغانی مجاهدینو دواک له پاره زیاته خوښی څرګنده کړه خو دغه خو ښی ډیره لنډه وه اوددی خبری ګڼ علتونه دی چی موږ به هم دیوی شیبی له پاره ورته تم شوکابل دمجاهدینو لاس ته ورغی خو له بده مرغه ټول لوټ  تشنج دیوی ورځی څخه بلی ورځی ته زیاتیږیروسی دفترونه لوټ شول ، هری ډلی هره روسی موسسه چی نیولی نوهغه یی فتح کړی حساب کړی اود هغی ټول شته یی غنیمت ګڼلی او بیابیا لوټ کړی دی . دموسسی ټوله شتمنی اسناددافغانستان ملی پانګی ، ارزښتناک مواد هر څه لوټ شو او حتی څو ځلی لوټ شوی دی . دهیچاامنیت او مصونیت نه دی تامین ، دخلکو شخصی پانګی هم ډیری زیاتی لوټ شوی دی او ډیر خلک بی پته شوی ، توهین شوی او دیو او بل اړخ له خوا ځورول شوی دی اودغه حالات لاهماغسی د وام لری . مرکزی حکومت حتی دکابل په ښار کی هم نشته . هیڅوک نه پوهیږی چی له چاڅخه دستور واخلی دچااوامر ومنی اوولی او څنګه یی ومنی ؟پوځی قوتونه متلاسی شول ، اردو ددی پرځای چی تصفیه منسجمه او منظمه شی او په یوملی اسلامی اردو بدله شی بیخی ړنګه شوه او دهغه ټول نظم او ډسپلین ځای یو ډول هرج او مرج او ګډوډۍ وینودمرکزاوولایاتو تر منځ واټن زیات شو ،په هره سیمه کی له مرکزی  قدرت څخه په بیخی جلاتوګه سیمه ئیز ځواکونه رامنځ ته شول دملوک التوایفی او ملوک القوماندانۍ دغه حالات په راتلونکی کی افغانستان دملی وحدت له پاره به ګڼ شمیر ستونزی ولری په تیره بیا په بلخ،کندهار،ننګرهار،پکتیااوهراتکی دځانګړیوسیمه ئیزوقوتونوزیات پیاوړی کیدل او دپیاوړی کیدلو ادامه به په افغانستان کی دیوقوی مرکزی حکومت دټینګښت په لاره کی  له ستونزوڅخه خالی نه ویپردی لاسونه لاهماغسی اوږده دی او لازیات راوږده شوی دی . ګاونډی هیوادونه او دسیمی  ځینی نور هیوادونه دخاصواهدافو له مخی زموږ په چاروکی مداخله کوی . هر اړخ په افغانستان کی دخپلوپلویانو په تقویه کولو اوپیاوړی کولو پسی ګرځی او داهغه موضوع ده چی د افغانستان ریښتنی بچیان او اګاه کسان ډیر ځوروی . تر هغی چی دغه پر دی لاسونه اوږده وی زموږ ستونزی او زموږ کړکیج به له یو ی ورځی څخه بلی ته زیاتیږی او پیچلی کیږی به .دافغانستان منورین له همدی امله په تشویش کی دی او باید هم په تشویش کی وی . په داسی حال کی چی افغانستان دټولی نړۍ مرستو ته عاجل ضرورت لری خلک وږی دی کلی کورونه، ښارونه ویجاړدی ، کرهنه له منځه تللی اودژوند هیڅ ډول اسانتیاوی نشته ، نو ترهر څه مخکی دسولی او امنیت راتګ ته اړتیا ده او بیا ددغو ضرورتونو له پاره دعاجلو تدابیرو ضرورت دی . او داهغه څه دی چی له بد ه مرغه په اوسنیو حالاتو کی هیڅ ډول امید ورته نشته . خلک ناهیلی شوی او ددغه ناهیلی ډیرڅرګند او جوت علتونه لری . افغانستان دخپل تاریخ په ډیروحساسو شیبو کی دی . له هری خوااورونه بل دی ، روسان نشته ، شوری ختم شوی ، دکمونیزم ټغر له نړۍ څخه په ټولیدو شو . مجاهدینو قدرت ترلاسه کړ ، خو تشنج او قدرت له پاره جنګ جګړی زیات شدت پیداکړی دی . داسی ښکاری چی دافغانستان له پاره دملګروملتونو پخوانۍ طرحه ترټولوابرومنده او دقیقه طرح وه  خوهغه کسان چی ددی پلان پرضدراپاّڅیدلی ، دوطن خو څه چی حتی دخپل ځان دسرنوشت په باب یی هم دقیق عمل ونه کړ . اوس هغه وخت رارسیدلی دی چی دافغانستان ټول ځواکو نه باید دوطن او خپلو ځوریدلو خلکو په خاطر له خپلو خاصو سیاسی او حزبی ګټو څخه تیر شی او مجموع کی دخپل هیواد دآزادۍ ، دپردیو داغراضو پرضد اتحاد، دافغانستان دملی وحدت دسولی دټینګښت او دهیواددابادۍ له پاره په فکر کی شی .

دخلکو غوښتنو ته باید وروګرځی او د خلکو دخوښی دیو حکومت دټینګښت په لاره کی هلی ځلی وشی خو دافغانستان پیښی ډیری په چټکۍ روانی دی، کله دسیاسی تحلیلګرانو قلمونه او تحلیلونه هم دغه پیښی نه شی تعقیبولی . ددغه یون دنورګړندیتوب امکان هم شته ، ډیری پیښی کیدونکی دی . ټول نویوحالاتواو نویوحوادثوته سترګی په لاره دیدافغانستان ټول خلک اونړیوال دافغانستان په باب تشویش لری او له اوسنیوا نتظارونوسره همدغه ډول بیلابیل تشویشونه او اندیښنی هم ملګری دی  ددی لیکنی دمحتواڅخه په وضاحت داخبره ښکاره شوه چی ډاکتر نجیب الله قدرت سپاره ولی ایتلاف دموقع نه په استفاده او دیوی عظیمی اشتباه په کولو سره دداسی لاری نه دی هدف ته ځان ورساوه چی اوس دټولونه لاره ورکه ده او په سروبرئی نه پوهیږی . په دی خبروکی مهمه خبره داده چی روسانو په خپل وار دافغانستان په کورنیو چاروکی نه داچی لاس وهنه وکړه بلکه دافغانستان دخلکو ټول مقدرات یی  په لاس کی واخست او افغانستان یی په هرلحاظ دتباهۍ اوبربادۍ کندی ته واچاوه او په دی برخه کی کورنی او باندی مسول خلک څرګندشول چی چا څه کړی دی او چاڅه وکړل . ولی ددی خبری نه ا نکار هم ګناه ده چی نن هم روسان دافغانستان  په چاروکی دمختلفو لاروڅخه لاس وهی اودخپل تاریخی شرم دبدل انتقام اخلی سعدی علیه الرحمه وایی : - چو دشمن خراشیدی ایمن مباش .

- خلیل زی
بېرته شاته