(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سلطانپور

[04.Feb.2021 - 15:30]

د ننګرهار ولايت د سره رود د کوز سلطانپور چينې!

لیک: خان کاکا حاجي خان

د سلطانپور د چينو په اړه لکه د نورو تاريخي او نوم ورکو اثار په څير ډيره څيړنه نده شوې او ما تر اوسه څه ليکلي په دې اړه ندي لوستي.

له تاريخ څيړونکو او نورو هغو هيوادوالو هيله ده چې د امکان په صورت کې پدې اړه پوره مالومات راغونډ او د راتلونکي نسل لپاره يې خوندي کړي.

زه هم د همدې سيمې د يوه اوسيدونکي په حيث يو څه مالومات البته په شفاهي ډول لرم او غواړم له مينه والو سره يې شريک کړم.

د سلطانپور د چينو سيمه د اړاوې له خوړ څخه په ډيره ټيټه برخه کې پرته ده نو د سيلاونو او پرچاوو اوبه د شګلينې زمکې په واسطه جذبيږي او د چينو د خړوبولو ژوندۍ پاتيکيدلو اساسي منبع ګڼل کيږي.

هندوان او سکان د خپلو مذهبي روايتو په اساس چينو ته د تقدس تر پولي درناوی لري او دا چې ولې شايد نور دوستانو مالومات ولري.

له مشرانو مې اوريدلي چې د دې چينو په سيمه کې تر سقاوۍ مخکې ډيرې ودانۍ او ماڼيو ته ورته کنډوالو شتون درلود.

بل روايت دا دی:

لکه څنګه چې د جلال اباد ښار د مغلي پاچا جلال الدين په وخت کې جوړ شوی او هم وايي چې د ميملې تاريخي بڼ يې خپلې لور ته جوړ کړ چې ميمله نوميده نو ښايي چې د چينو سيمه او دلته د څو زړو د پيپل تاريخي ونو او د زينو پاتې شوني هم داسې ګواهي ورکوي چې دا سيمه ډيره پخوا اباده او د ميلو ځای وه.

وايي چې:

د چينو جنوب لوري ته پرته خاورينه غونډۍ د امير حبيب الله خان په زمانه کې په بنديانو جوړه شوې او کيدی شي خاوره يې هم له خوا و شا سيمو ورته راوړې وي.

د تيرو څو کلونو مسلسلو وچ کاليو دا چينې هم وچې کړلې او په دا وروستيو کلونو کې د ورښتونو په ډيريدو چينو ته خدای نوی ژوند ور په برخه کړ.

د لنډو کليو اوسيدونکو هغه سيمې چې پخوا يې په زمکو کې چينې وې البته د چينو څخه بهر يې د خښتو د بټيو په جوړولو سره د چينو په اوبو کې ښکاره کموالی راوست.

وړم کال د ښاغليو Asad Danish او Spin Sahaar په ملګرتيا د سره رود د سيدان عربي يا د حاجي قدير کلا ته څيرمه د دوي د يو ملګري ښاغلي(...)ډاکټر په حجره او ديره کې د سبو او جواري په نامه خوندوره ميلمستيا ته زه هم لاړم د بيرته راتلو په وخت مو د چينو سيل هم وکړ او هغه وخت مې څو عکسونه په فيسبوک کې خپاره هم کړل او يو څه مې د ماشومتوب او زلميتوب د وخت يادونه د اختريزو ميلو او د ويساک د پسرلنۍ ميلې په اړه چې په همدې چينو کې به کيدلې وليکل.

له نيکه مرغه پدا وروستيو کې د ښاغلي Naveed Shinwari راتګ د سره رود د ولسوالۍ د ښاروال په توګه او د نويد جان د فعاليتونو ليدلو دې ته وهڅولم چې له ښاغلي ښاروال سره څو ځله د سره رود د ولسوالۍ د بازار د پراختيا او د چينو د بيا رغونې او هلته د يوه ښکلي سيميز څه چې د هيواد په سطح د ژمي او د جلال اباد په سطح د اوړي تر ټولو ښار ته لنډ خو ډير ښايسته پارک د جوړيدو په اړه مې ورسره خپل نظر شريک کړی.

پرون مې د دغو عکسونو په ليدو او د سره رود د ښاغلي ولسوال او نورو مشرانو په دې تصميم چې تاريخي چينې بايد ورغول شي،زما د ډير وخت د ارمان د پوره کيدو په پار او د دې تاريخي سيمې د غصب او ورکيدو انديښنه هم ورکه کړه.

هيله لرم چې وکولای شم په عملي ډول د چينو د بيا رغاوي،د غونډۍ د بيا جوړونې او د پيپل نوو د نيالګيو د روزلو لپاره خپل نظر له نيږدې د سره رود له ښاروالۍ سره شريک کړم.

 

دا وګړي ډير کړې خدايه

خان  کاکا حاجي خان

- خان کاکا
بېرته شاته