(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نه مسټر او نه ملا

[10.Feb.2021 - 11:58]

نۀ مسټر او نۀ مُلا

                       لیکګل محمد بېتاب

وائي چې کارغۀ د زرکې چال زده کولو نوخپل ترې هير شو زۀ چې د کوم شخصيت خبره کوم هغۀ سره هم دغه ټوقه شوې ده چې په مختلفو رنګونو ئې ځان رنګ کولو نوخپل رنګ ئې ورک شو دشخصيت نه ئې دمختلفو رنګونو ملغوبه جوړه شوه چې په ساده ټکو ورته دچڼو ترکاري وئيلے شو_که يوخوا پکښې دغوښې تيکې وي نوبلخوا پکښې دکدو او تورۍ پوټي،بينډ ۍ، ټينډ ۍ،تورباتينګڼ،آلوګان اوکچالان ليدے شي کله چې ترې بنده نوړۍ خولې ته کړي نوپه يو وخت ئې خولې ته څو خوندونه راځي خو دبعضوڅيزونو خوندونه پکښې جوت وي دغه شان دۀ سره هم چې بنده کيني نوپه يومجلس کښې ئې څو رنګونه اوويني خو دوه رنګونه ئې په دې ټولوکښې ډيرشوخ  دي چې يو د مُلا توب اوبل د مسټر توب دے  خو د دۀ دا دواړه رنګونه خپلوکښې داسې خلط ملط شوي دي چې څوک دا فيصله نشي کو لے چې دا مسټردے او که مُلا _ غالباً سيد رسول رسا صاحب يو شعر وئيلے  ؤ او يوه مصرعه ئې داسې وه _

هائے افسوس چې نۀ مسټر او نۀ ملا شوم

 

خلق هغه ديو لوے عالم،فاضل،ليکوال،شاعر،محقق،نقاد،مترجم اومؤلف په توګه پيژني _ يودرځن  پورې کتابونه ئې چاپ کړي دي عزت او احترام ئې کيږي دعمرپه لحاظ هم داسې ځاے  ته رسيدلے دے چې پښتنه ټولنه کښې عموماًد داسې سپين ږيرو اومشرانوعزت کيږي خو طبعيت ئې دنوخيزه زلموغوندې دے په وجود زوړ خو په زړۀ ځوان دے رحمان بابا وئيلي ؤؤ

تر پنجا و پنجه تير شوے

تۀ لا ځان بولې پسـر

 

دے د اوياؤ کلونو خواوشاه دے خوځان ته زوړ اوبوډا خو پرېږده چې سړے هم نۀ وائي ځان ورته زلمے بلکې شاه زلمے ښکاري ځکه خو چشمې په سترګواوګډو وډو پښوپه تيندکونوکال کښې يوځل دکوئيټې نه پيښور او اسلام آباد ته راپيښه کوي دلته بيا دپښتونخوامختلفوعلا قوته ځي اسلام آباد کښې ئې د زوے کور دے چې وړاندې په کرايه اوسيدو اواوس دخيره د خپل کورمالک شوے دے د ژمي دوه درې مياشتې پښتونخوا او اسلام آباد کښې تيروي دلته په اما کما ګرځي،مختلفوادبي غونډوکښې دګډون کولونه علاوه دعمرخوړلو،بيمارانواو کمزرو ليکوالوتپوس پوښتنې کوي او ورسره مجلسونه کوي _

کله چې دے بلوچستان کښې په نوکرۍ  ؤ نو ديوغريب مُلا اخونزاده سيدعبدالغفور پرديس سره ئې کلکه اشنائي وه ملا صاحب هم لکه د دۀ عجيب وغريب شخصيت  ؤ دے دکوچيانه پير ؤ وائي چې په يوه کوچۍ عاشق  ؤکله چې به دے دملا صاحب خواله مياشت دوه پس ورغلونو هغۀ به ورله ميلمستيا دکوچيانوپه کيږدو کښې کوله ملا پرديس شاعر ؤ اوپه شاعرۍ کښې ئې ډيره رنګيني او شوخي وه _ ډير زبردست ساده،طنزيه،مزاحيه اوتردې چې بربنډ لغړ شعرونه ئې وئيلي ؤؤ چې وروستو ورله دۀ کتابد حُباب په مخ سرابپه نامه چاپ کړے دے چې په هغې ئې خپله يوه ډيره معلوماتي اوعلمي سريزه ليکلې ده _

عبدالکريم بريالے په اصل کښې مُلا ؤ او مُلا ځکه  ؤ چې پلار ئې د خپل وخت نامتوعالم،او ورسره شاعر ؤ،هغۀ ته په کتو ئې د دين علم هم د هغۀ په نګرانۍ کښې حاصل کړے دے ورسره سکول ته هم تلے راغلے دے وړومبے به ئې لکه دمُليانو پټکے تړلوچې دوي ورته پخپله لهجه کښېلنګوټهوائي څۀ وخت ئې انفارمشن ډيپارټمنټ اوڅۀ موده ئې سکول کښې استاذي کړې ده دغه دوران کښې ئې شاعري شروع کړې  وه او داسې د دې په ذريعه د کوئيټې ريډيوته رسيدلے  ؤ چې دغلته به ئې د پښتو پروګرامونوکښې کمپيئرنګ کولو _ دې دوران کښې ئې د ليکوالوخصوصاً دخير محمدعارف،سعيد ګوهر،سرورسودائي او نورو سره تعلقات جوړ شوي ؤؤ دشاعرانو اديبانو سره د ناستې ولاړې په  وجه ئې طبعيت کښې آزاد خيالي راغلې او ورسره ئې داسې ورو ورو لنګوټه دسرنه وغورځوله بيا کله ئې چې ايم اے وکړه اوپه کالج کښې ليکچرر شو نو دپټکي نه وروستوئې پرتوګ پسې راواخيسته خو د پښتنوعلا قوکښې به ئې ډيوټي وه نوپتلون اغوستل ئې محض د ريډيو اوټيلي ويژن پورې محدود ؤؤ خو چې کله دکالج نه سول سروسزته لاړو اوهلته آعلى عهدوته ورسيدو دې دوران کښې اے سي، پوليټکل ايجنټ او دسکيرټري ترعهدو لاړونو ورسره په پوره توګه مسټر شو البته کله کله به پرې دملا توب دوره هم وخت په وخت راتله

که څۀ هم مُلا اومسټرخپلوکښې دوه متضاد صفتونه شميرلے کيږي ځکه يا يوتن به پوره د مليانوخويونه کوي اويا دمسټرانوخو دۀ کښې دا دواړه په يوځاے موجود ؤؤ اوهم دې متضادو خويونو د دۀ شخصيت ممتاز کړے دے او کله ئې چې دې دواړو خويونو کښې اعتدال ساتلے ؤ نو دعزت اوشهرت آعلی مقام ته ئې رسولے  ؤ ولې چې دعلم اومُلاتوب په وجه ئې خلقو احترام کولو دمسټرتوب اوآعلى عهدې په وجه ئې دخلقوضرورتونه پوره کول _د ډيرو شاعرانو اديبانو او د دوي بچو سره ئې وخت په وخت ښيګړې کړې دي په نوکرو ئې لګولي دي او نورې هرقسمه مالي مرستې ئې ورسره کړې دي دسياستدانانوسره ئې هم نزدې راشه درشه لرلې ده بيا د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مشرانوسره ئې خاص تعلق  ؤ چې د دغه ډلې سره تعلق ورته د پلارمحترم نه په ميراث کښې پاتې شوے  ؤ چې هغه به ځاے په ځاے په سټيجونو د عبدالصمدخان اچکزي سره يو ځاے د پښتنو دحقونو او د دروندوالي سندرې په خپل خوږ او درديدلي آواز وئيلې د دوي د پلار محترم يو ورکوټے غوندې دکان  ؤ چې يوتاريخي حيثيت ئې په دې وجه لرلوچې په هغې کښې به دۀ سره عبدالصمد خان اچکرے او نور دهغه وخت مشران جرګه کيدل او دپښتنو دمستقبل ښۀ کولوپحقله به ئې پکښې صلاح مشورې کولې خو د بدقسمتۍ نه هم د هغوي د ډلې په دورحکومت کښې ئې د ورانولو فيصله وشوه چې بريالي د هغه دکان دبچ کولو دپاره ډيرې هڅې اوکړې خوکامياب نۀ شواو وران کړے شو چې تراوسه دے د دغه دکان دبحالۍ د پاره منډې ترړې وهي په دې وجه د ټولو سياستدانانو نه عموماً او د دغه ډلې د مشرانو نه خصوصاً ډيرګيله مند دے

په کال (١٩٩٢ء ) کښې چې کله دے په لويه عهده  ؤ پيښور ته راغلے  ؤ او د ډاکټراسرارصاحب په وجه ورسره زما پيژندګلي شوې وه، مونږ ورسره دغازياخبار د پاره يوه مرکه هم کړې وه دغه وخت که څۀ هم لوے افسر ؤ خو خوئي بوئي کښې ئې ډيره عاجزي او فقيري وه هيڅ قسمه د افسرۍ يا ملا توب نشه پکښې نۀ وه،عجيبه غوندې ښکاريدلو خو دهغې نه زياته عجيبه مې بيا دا وليده چې ډيرکلونه وروستو په (٢٠١٧ء) کښې چې دے د نوکرۍ نه ريټائرډ شوے ؤ ما وليدو نو ورسره مې پکښې دافسرانو خوئي وليدو اوچې ورسره نوراختيار نۀ  ؤ نو دملا توب سهاره ئې واخيسته ولې دۀ ته معلومه ده چې پښتانۀ د دين او مُلا دواړو قدر کوي د دۀ دا حالت چې ما وليدو نوخپل يو بل مشر راياد شو چې هغه په يوه آعلى سرکاري عهده ؤ خوکارډ به ئې نۀ جوړولوځکه نوچې کوم ځاے به د تلاشۍ خبره شوه نو دۀ به ورسره خپل تعارف کولو او د دې په تصديق به بيا ډير وخت لګيدلوخوچې کله ريټائرډ شونوبيائې دمحکمې نه د ريتائرډ افسر په توګه کارډ ترلاسه کړو بيابه هم مشکل دا ؤ چې د تلاشۍ په وخت به ورته وئيلے شول چې اوس خو تۀ ريتائرډ ئې _ دشکل اوخوئي په لحاظ هم بريالے نيم مُلا او نيم مسټر دے د سر ويښتۀ ئې لکه د طالبانو اومليانو غوندې دي ورسره ئې ږيره هم شته چې کله ئې لکه د مليانو اوږده کړي اوکله ئې دمسټرجوړيدو د پاره په مشين ويخ  کښې اووهي _ خوراک لکه د مسټرانو په تولواو ماسوکوي خوبحثونه په دړو اومنونو کوي _

دبريالي شوق دخپلوعلمي کمالا تو په وجه خلق ځان ته متوجه کول اوحيرانول دي ورسره د هغوي دخُولو نه واه واه ويستل او داد وصولول دي ځکه نوکله کله به ئې دعلم کلام،تصوف او فلسفې پحقله سنجيده بحث شروع کړے وي خو که دې کښې چا هسې د ساز آواز خبره وکړه نو هغه بحث به په ځاے پريږدي او دکلاسيکل،نيم کلاسيکل،روايتي اوجديدې موسيقۍ پحقله به شروع شي اوکه چرته دې منځ کښې چا د دريم جنس خبره شروع کړه نو ورسره به دخُنسا مشکل اوهيجړاګانو دتاريخ اوقسمونوسره دکهتک،لوګري،بريک ډانس،اتڼ اونورو ګډاګانو اُصول اوتفصيل شروع کړي يعني په هره مسئله کښې فتوه جاري کوي او داسې بنده ته چې څۀ وائي هغه زۀ نشم وئيلے ولې چې زۀ خپله مفتي نۀ يم البته دکتاب العلمنه به دحضرت عبدالله ابنِ مسعود(رض ) فتوه نقل کړم چې هغه فرمائيڅوک چې په هره مسئله کښې فتوه ورکوي ليو نے دےخو لوے عالم فاضل سړے دے زه کله دا جرات کولے شم چې لیونے ورته اووایم ۔ 

يوبل عادت ئې دا دے چې هرڅوک خبره کوي نو دے ئې ورله لکه دمسټر يا زورور مُلاپه منځ کښې کټ کوي ما له ئې هم څو څوځل خبره کټ کړې ده او زړۀ مې غواړي چې دلته ترې خپل بدل واخلم خو دلته هم د هغۀ لحاظ کوم اودخپلې خبرې په ځاے به ديوکتابايقاظخبره نقل کړم چې هغې کښې ليکلي ديخبرو اتروکښې دا بې ادبي ده چې تۀ دخپل ملګري خبره کټ کړې ياهغه  خبره شروع کړي اوتۀ ئې سرته اورسوې ځکه تۀ هغه  ته دا ښودل غواړې چې تاته دا خبره د هغۀ نه زياته معلومه ده

دغه شان که څۀ هم په خوئي کښې ډيرعاجز طبعيته دے د چا سره ئې چې اشنائي اوتعلق وي نو د پټي په پوله او دلختي په غاړه ورسره په کيناستوکښې څۀ باک نۀ ګڼي دا خوئي ئې دلويو بزرګانو صوفيائے کرامو غوندې دے اوځان ډير په فخر دفقيرانو په ډله کښې شماري خولکه د صوفيانو او بزرګانو غوندې محتاط نۀ دے لکه دمشهورصوفي حَسن بصري (رح ) يوه واقعه مشهوره ده چې يوسړي بل تن دحضرت حسن بصري (رح ) دلور رشتې غوښتو دپاره ورليږلے ؤ هغه تن چې ورغلو نو د دغه سړي د ښۀ سړيتوب ئې ورته ډيرصفتونه وکړل په خبرو خبروکښې ورته دا هم اووئيل چې زۀ چا دپاره ستا لورغواړم نوهغه پنځوس زره روپۍ نغدې هم لري حسن بصري (رح ) اووې دا روپۍ به دۀ په حلاله طريقه نۀ وي جمع کړې خوهغه سړي اووې حسن بصري (رح ) تاته څۀ پته ده هغه سړے خوپرهيز ګاره دے په دې حسن بصري (رح ) اووئيل که چرې هغۀ دا مال دحلا لونه جمع کړے وي نوپه دې کښې ئې د الله تعالیٰ په مال باندې بُخل کړے دے _ نه _ قسم په الله زۀ هيڅ کله د داسې سړي سخرجوړيدل نۀ غواړم او داسې پرهيزګاري يقيناًپه بريالي کښې نشته ولې چې لوڼه ئې هم مالداره کورونو کښې وادۀ کړي دي او زامنوله ئې هم په ښو او شتمنو کورونو کښې ودونه کړي دي

د عبدالکريم بريالي نه په علمي توګه اژدها جوړه شوې ده چې دخپلې علمي لوږې تندې دپاره هرقسمه کتابونه اخلي اولولي دقيمتي اونايابه کتابونولويه ذخيره لري کوم چې دمختلفو علوموپه حقله دي د قرآن کريم د تفسيرونو نه علاوه د احاديثو او فقهې نه را واخلې ترادبي، سياسي اوفلمي معلوماتوهرقسمه کتابونه ورسره شته او لولي ئې چې که يو خوا د دې په مدد په ډيرو ميدانونوکښې پوهه لري خو دې ډيرې اومسلسلې لوستې ورله علمي معده خرابه کړې ده ځکه نودخبروپه دوران کښې ترې اکثرليکه خطا شي لکه يوځل په عربۍ ژبه کښې دليکلي شوؤ علمي کتابونوپحقله بحث کيدو نو ناڅاپه ئې د بحث منځ کښې عربيانوته بد رد وئيل شروع کړل او دکتابونو په ځاے ئې د هغۀ عربوشيخانوقيصې شروع کړې کوم چې په يورپ او نوروملکونوکښې عياشۍ کوي اوپه کروړونو روپۍ په دې الوزوي _ يوه خبره ماپه بريالي کښې بله هم ډيره عجيبه دا ليدلې ده چې کنځل په داسې انداز کښې کوي تۀ به وائې چې جوړې چاته دعا کوي لا کله کله پرې مخامخ  تن ته داسې اوګوري لکه چې چاته په کنځلو د داد طمع لري _

بله يوه اهمه خبره دا ده چې په علمي،ادبي اوسياسي توګه د هرنوموړي شخصيت سره مينه لري خو ورسره تر يوحده مخالفت هم کوي د دې وجه دا ده څوک ئې مني او که نۀ خوځان ورته غټ سړے ښکاري او پکار هم ده چې ځان ته د غټ سړي په سترګه اوګوري ولې چې دا وخت دے په هغه څوپښتنوليکوالوکښې راځي چې په څو ژبوعبورلري اوپښتوکښې ئې خصوصاً دتحقيق او تنقيدپه ميدان کښې ډيرد قدر وړکارونه کړي دي دا ډيره دتعجب خبره ده چې دۀ په دومره مصروفياتوکښې د تحقيق اوتنقيد غوندې موضوع ته څنګه دومره وخت ويستلے دے تراوسه د دۀ په چاپ شووکتابونوکښې يو کتابد تاريخ مقدمهد انګريزۍ ژبې نه پښتوته ترجمه کړے دے _ بل ئې د پښتو ژبې د نوموړي محقق عبدالحئ حبيبي د ژونداوفن پحقله کتاب ليکلے دے د پير روښان پحقله دوه کتابونهد پټې خزانې پحقله، پټه خزانه د حقيقت په آئينه کښېد شعرونوکتابموسمونه خاندياو اردو کښې دختم نبوتپه نامه کتابونه ليکلي دي دې کتابونوکښې ئې دا خبره ثابته کړې ده چې بريالے دمورنۍ ژبې پښتونه علاوه په فارسۍ، عربۍ،اردو او انګريزۍ ژبوښۀ عبور لري لا دسحرپه بانګ مې يوه بله ټپه دا اوريدلې ده چې په بلوچۍ ژبه کښې هم شاعري کوي

دې نه علاوه ئې دوه کتابونو نورهم ليکلي دي چې د يوحال او قال د پښتو ادبدے حال او قال د تصوف يوه اهمه اصطلاح ده دې کتاب کښې ماپه دغه حواله ډيرڅۀ ونۀ موندل البته په دې لحاظ ورته حال اوقال وئيلے شو دې کښې ځیني لیکونه غوره مقالې ` مضامین ۔ کالمونه او ځینې تکل نما دي وجه ې دا ده  چې دې کښې ځینې خبرې دۀ دهوش،بې هوشۍ او مدهوشۍ په حال کښې ليکلې ښکاري ۔  د دې کتاب يو صفت دا دے چې نيم د ورځې اونيم د شپې ليکلے شوے دے نيمې پکښې حقيقي تجزيې دي او ورسره نيمې اندازې دي ۔ دغه شان نيم کتاب کښې په خلقوقسماقسم الزامونه لګولے شوي دي اونيم دحقيقي ملا قاتونو رودادونه دي ۔  نيم پکښې تجويزونه اوغوښتنې دي  ۔ نيمې پکښې خالصې علمي خبرې دي چې په دليلونو اډاڼه لري او نيمې پکښې هوائي خبرې دي انداز ئې هم چرته علمي او چرته د تکل دے

يوبل کتاب ئې هم په خاصه توګه د يادولو جوګه دے چې د هغې نوم دےپه مونږ کښې زنديق نشتهدې کتاب ته د اکيډيمي ادبيات اسلام آباد لخوا انعام ورکړے شوے دے _دا په اصل کښې دۀ دنوموړي عالمِ دين مولا نا فقيرالله جلال آبادي چې وروستوپنجاب کښې د اوسيدوپه وجه په شکارپوري شهرت موندلے دے هغه دپنځوسوؤ پورې کتابونه ليکلي دي د دۀ دخيالا تو په جواب کښې ليکلے دے خو عجيبه خبره دا ده چې لکه دعبدالکريم بريالي دکاکړو دعلاقې يومُلارحيم داد چې دملا فقيرالله مريد ؤ خپل پيرته يو خط ليکلے دے چې پکښې ئې ليکلي دي زۀ د ژوب د کاکړانو دقبيلې سره تعلق لرم خوماپه خواؤشا کښې يوه قبيله اوجماعت د ګمراهانو وليدلوچې دشريعت مخالف دي باطله عقيده لري او د زنديقانوپه څاه کښې لويدلي دي په دې مُلا فقيرالله دوي ته بد وئيلي دي _

ملا رحيم داد او دهغۀ پيرمولانافقيرالله شکارپوري په دې خبره اعتراض لري چې دکاکړو علاقه کښې د وادۀ ښادۍ په موقعه اتڼ کېږي چې پکښې نراوښځې شريک ګډيږي او دې ته دبريالي په قولګډه امۍوائي دغه شان دې نه علاوه هغه  دود دستور چې ورته وچ مجلس وائي په دې وچ مجلس کښې هلک اوجينۍ يوبل ته مخامخ کينولے شي او دشعرپه ژبه ديوبل دسوال جواب ورکوي دا رسم وادۀ پورې خاص نۀ دے چې ګني د دغه هلک اوجينۍ به وادۀ کيږي ځکه ورته د وچ مجلس نوم ورکړے شوے دے _ بريالي دطريقت دمختلفوطريقوپه دليلونود دې جوابونه ورکړي دي چې دنقش بنديه سلسلې نه علاوه نورو اکثروکښې ساز آواز او ورسره د صوفيانوپه وجَدکښې د راتلو واقعات درج دي _ زماد ټولونه زيات وچ مجلس خوښ شوما وې ضروربه د دې تماشې له د دغه علاقې چکرلګوم خو ورپسې زر بريالي ليکلي دي چې دا رواج اوس ختم شوے دے _ البته کاکړو او نوروځينوپښتنوقبيلوکښې د اتڼ رواج اوس هم شته _

د اردو ژبې کتابختم نبوتئې يوعلمي اوتحقيقي کتاب دے کوم چې اوس اوس څو مياشتې وړاندې چاپ شوے دے په دې کښې ئې د تحقيق سره سره په ډيروخلقواوسياسي ډلو هم فتوې لګولي دي تر دې چې ځینې نزدې ملګري  ليکوال ئې هم پکښې نۀ دي معاف کړي او دهيچا څۀ لحاظ خاطرئې نۀ دے کړے۔

دپښتوژبې نوموړي شاعرسعدالله جان برق صاحب دعبدالکريم بريالي د دې کتاب دچاپ کيدو نه وروستو دپښتو اِملاء په حقله دويمه رساله کښې دعبدالکريم دڅپلو ذکر دتجاهل عارفانه په توګه کړے دے چې زۀ ئې دلته تکراروم دا دبغداد ديو شوم سړي عبدالکريم قيصه ده چې هغۀ ډيره زمانه يوه جوړه څپلۍ استعمال کړې وې چې کله به اوشليدلې نوټکړې او پيوندونه به ئې ورته اچول او داسې هغه څپلۍ دومره درنې شوې،چې په ګرځولوګرانې شوې وې خودۀ به ورسره ګذاره کوله آخر ورله چا يوه نوې جوړه څپلۍ واخستې نوهغه زړې څپلۍ ورته غم شوې چې چرته به ئې غورځولې نوڅۀ مصيبت به ئې پيدا کولواوخلقو به ترېنه تاوان اخستولکه يوځل ئې د شپې ډيران ته ګذارلې چې يوتن پرې ولګيدو زخمي شو هغۀ ترې تاوان واخستوبيائې نالۍ ته ګذارکړې نو دحمام نالۍ ئې بنده کړه دحمام مالک ترې تاوان واخستو،بياپرې ديو دکان شيشه ماته شوه نو هرچابه ترې تاوان وصولولوځکه چې د هغۀ څپلۍ هرچا پيژندلې اوچې څۀ نقصان به ورته ورسيدو نو تاوان به ئې دعبدالکريم نه وصولولو _ بهرحال دا اوږده قيصه ده خو که دعبدالکريم دڅپلو غوندې دعبدالکريم بريالي خلاف د دعوؤ سلسله شروع شوه نوخبره به ګرانه شي خوعبدالکريم بريالے هوښيارسړے دے اولکه د بغداد د عبدالکريم غوندې نۀ دے ځکه نو دے په چم ،ګاونډ،کلي،علا قه کښې ډيردشرافت ژوند تيروي په خلقو دفتوؤ لګولونه ډډه کوي صرف دبهرعلا قو په اوسيدونکوفتوې لګوي تر دې دمه ئې نۀ خو دجعفر خان اچکزي د مذهبي خيالا توپحقله څۀ ليکلي دي اونۀ ئې دپروفيسرصاحبزاده حميدالله دپشين دخبرو جواب ورکړے دے کومې چې هغۀ وخت په وخت د دۀ خلاف اوخصوصاًپهافراد او ادارېنومې کتاب کښې ليکلي دي _ دغه شان دے د پټې خزانې زبردست منونکے دے اودهغې د حقانيت پحقله ئې کتاب ليکلے دے خوسعيدګوهر صاحب دپټې خزانې خلاف کتاب ليکلے ؤ دهغۀ سره ئې هم ترآخره اشنائي برقرار وه _ زمانه که څوک دعبدالکريم بريالي دشخصيت پحقله تپوس اوکړي نو زماجواب به ورته په لنډو ټکوکښې دا وي چې هغه نۀ مسټردے اونۀ مُلا_ ښۀ مُلا ثابتيدلے شو خو دخپلوخيالاتو،حالا تو، آزاد خيالۍ اولوئې عهدې په وجه دې ته سم نۀ شوترڅوچې په نوکرۍ کښې ؤ نومسټر ؤ خودملا توب چپې به پرې وخت په وخت راتلې او اوس چې ريټائرډ شوے دے نومسټرتوب ئې ختم شوے دے دمُلا کيدوکوششونه کوي خو يقين نۀ کوم که کامياب شي اګر چې د ملا توب په هڅه کښې ې په  یوه ډیره  اهمه  موضوع  سیرت  هم کار شروع کړے دے چې د غیر مسلمو د الزامونو جوابونه ې کړي دي ۔ هرڅۀ چې دے بيا هم زما غوندې د ډيرو ښۀ دے ولې چې دکله نه ئې په پښتو ژبه ليکل شروع کړي دي نوپه هيڅ حال کښې ئې قلم د لاسه نۀ دے غورځولے خپل ډير وخت،مال او دولت ئې د ژبې دسره ځارکړے دے او دغه کتابونه ې د پښتو ژبې لوستونکو ته ډالۍ کړي دي ۔  ډير علمي او نحقيقي کتابونه ې لیکلي دي او د ډيرو خوارانو او فقیرانو لیکوالو سره ې وخت په وخت مالي مرستې کړې دي او د هغوي  دعاګانې ې اخیستي دي ۔ د يارانو يار دے اوپه هيڅ حال کښې هم د يارانو نه مخ نۀ ګرځوي ۔  د هرياراشنا په ښادۍ خوشحاليږي اوپه غم دړد ئې خفه کيږي _ هغه اوس دې مرتبې ته رسیدلے دے چې ما غوندې خلق د هغه ملاقات او د هغه نه د استفادې کولو دپاره کویټې ته لاړ شي خو هغه په خپله څو څو ځله  زما غوندې خوار فقیر او بې نومه سړي تپوس پوښتنې له راغلے دے چې د دې نه دده د خاکسارۍ ´ علم دوستۍ او اخلاص اندازه په اسانه لګي ۔  ماوړاندې وئيلي دي چې بريالے کنځل د دعا په اندازکښې کوي ځکه نوعين ممکنه ده چې د دې ليک د کتونه وروستوبه ضرور ماته هم  ښې ډيرې دعاګانې کوي اوچې څوک ورسره مخامخ ناست وي د هغۀ نه به داد غواړي نو دعاګانې دې کوي هسې هم  ژمے اوس اوس تير شوے دے _ تربل ژمي دمرګ او ژوند پته نۀ لګي که ژوند ؤ او بريالے دعادت مطابق پيښورته راغلونو دا هرڅۀ به ترې هير وي _ په يارانوکښې ئې داشرف غمګين صاحب نه خطره وه چې سمدستي به قلم راپورته کړي خوهغه ئې دې ژمي کښې پخپلو لاسونو خاورو ته سپارلے دے او نوردوه ياران ممتازحسن دولت زے اوملنګ جان شهابيوال ئې دومره اوزګارنۀ دي چې د بريالي صفايانې دې کوي.

 

 پښتون مجله،  پيښور-پښتونخوا

- ګل محمد بېتاب
بېرته شاته