(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پروفیسر اسیر منګل

[12.Mar.2021 - 11:28]

پروفیسر اسیر منګل/ لیک: ډاکتر لطیف ېاد

 دروند او دقدروړ شخصیت پروفیسر منګل، چې ډیر پښتانه لیکوالان او شاعران دده دشخصیت، لیکنو او شاعرۍ سره آشنا دي . دی هم ښونکی او استاد دی ، هم نثرلیکونکی،هم ډرامه لیکونکی ، هم کیسه لیکونکی او هم شاعردی . دغه علمی شخصیت ښاغلي پروفیسر اسیرمنګل صیب دی.

دښاغلي پروفیسر اسیر منګل صیب اصلی نوم عصام الدین او دمحترم پلار نوم یې ارواښاد مولوي نظام الدین په خټه میاخیل منګل دی.دی د۱۹۵۵ زیږدیز /میلادی کال ددسمبر دمیاشتې په ۱۱ مه نېټه دپښتونخوا په ټل کې زیږیدلی دی. خپلې لومړنۍ زده کړې یې په خپلې سیمه کې تر سره کړي دي اوبیا یې دپښتو ادبیاتو په برخه کې لوړې زده کړې کړي دي ،

ښاغلی پروفیسر اسیر منګل دپښتونخوا په مختلفو او بیلابیلو کالجونو کې داستاد او ښوونکي په توګه دنده سرته رسولې ده .دی تردې دمخه چې داستادۍ دنده ترلاسه کړي دپښتو دمشهورې مجلې ( اباسین) مرستیال و.برسیره پردې دی دپيښور دپښتو ورځپانې (وحدت )کې د هغه کالم لیکوال دی چې نوم یې دی (راشه که یې ګورې ) .همداراز دپیښور د(مشرق اردو ورځپانې) کې هم د یوه کالم لیکوال چې نوم یې دی ،كيا اسيري كيا رهائي،

دښاغلي پروفیسر اسیر منګل صیب دخپلې مورنۍ ژبې نه برسیره په انګریزۍ او اردو ژبو کې هم مهارت لري او په اردوژبه هم ښې لیکنې کوي .دده زیاتره شعرونه دپښتو ژبې دهنرمندانو لکه : نازيه اقبال،معشوق سلطانې،امين خان،انور خيال، نيلو،وصال خيال، احمد ګل،حشمت سحر ،ريدي بنګښ اونوروپښتو هنرمندانو له خوا زمزمه شوي دي .

دښاغلي پروفیسر اسیر منګل صیب د پښتو شعرونویو څو بیلګې :

غزل

خپل چې نه شولو نيتونو کښې څۀ چل شته

زړونه ګورو لکه زړونو کښې څۀ چل شته

په يخ ژمي نغرے دزړۀ لمبه کړي

په دې واورو بارانونو کښې څۀ چل شته

شنۀ طوطيان شکرې پرېږدى ښکلى ګورى

د لنډۍ زنې خالونو کښې څۀ چل شته

چې د وخت سيلاب ئې وړے په مخه نۀ شي

د رحمان بابا شعرونو کښې څه چل شته

تنده نوره مې سيوا کړي تا راياد کړي

دې چېنو دې چېنارونو کښې څۀ چل شته

ګونګ ارمان مې ژبه ور کړي خبر لوڅ شي

غلي غلي تصويرونو کښې څۀ چل شته

کله ستر حمزه پيدا کله خاطر کړي

د خېبر په خړو غرونو کښې څۀ چل شته

چې هم درد لري هم پهې په پرهر ږدي

دسپرلي شوخو رنګونو کښې څه چل شته

يو قاتل باندې زړۀ يخ دولس نه شو

دقانون په کتابونو کښې څه چل شته

موده پس يو کتابي مخ ئې راياد کړو

په دې وچو ګلابونو کښې څه چل شته

توره شپه ئې کړله سره لکه سکروټه

اور ئې خور کړو چراغونو کښې څه چل شته

وفا مکوه مرګ نه غواړم ژوند غواړم

چل کوه ياره! چلونو کښې څۀ چل شته

چې درنې درنې شملې ورته ټيټېږى

په شلېدلو ګرېوانونو کښې څۀ چل شته

دا چې ستا غوندې خودسره ئې اسير کړو

د منګل په غزلونو کښې څۀ چل شته

اسيرمنګل اېشمه

*********************

دده دشعر بله بېلګه :

بخت خپله پښو ته رالوېدلے دے تپوس مۀ کوه

يار په تپوس زما راغلے دے تپوس مۀ کوه

زۀ به ترڅو ورباندې ځانګمه اخر به شلېږى

د هيلو پړے مې غړلے دے تپوس مۀ کوه

چې په اوبو کښې هم لمبې کوى بڅرى کوى

زړۀ مې په داسې اور سېزلے دے تپوس مۀ کوه

په پسرلى کښې د پرهر حال درته څۀ ووايم

خو بس يو ګل راغوړېدلے دے تپوس مۀ کوه

په ځان به سخته تېروې هله به کار وباسې

دلته کښې هر سړے ښاغلےدے تپوس مۀ کوه

زړه مې يو داسې جوارګر دے چې داو نه شي ګټے

زړه مې په هر ښکلي بائيللےدے تپوس مۀ کوه

د منګل زړۀ ئې اسير کړے دے وږمه کښې د ګل

دا پېښور چې څومره ښکلے دے تپوس مۀ کوه

د سترګو رپ کښې سړے بوځي د وختونو شاته

خداېزده چې څۀ وي ددې ځنې تصويرونو شاته

وهه وهه چې زما نه منې او خپله کوې

بې له داغلولو نور څۀ نشته د خالونو شاته

چې ستا د مخ کتاب لوستلو ته وزګار نه شومه

خدائے دې ما مړ کړي ددې ډېرو کتابونو شاته

زۀ پۀ ساقي دومره مئين يمه نا نه شم کوے

ګنې ښه پوئے يمه چې څۀ دي د جامونو شاته

تۀ سپينې واورې ګورې شنۀ شنۀ ځنګلونه ګورې

تۀ دې ته نهٴ ګورې چې څۀ کېږي د غرونو شاته

تا چې اور ورته کړو ايرو کښې به ئې څوک لټوي

زما د مينې دنيا وه د چنارونو شاته

رنګ ئې سپين مخ رايادوي بوئ ئې وږمې د زلفو

پوئ نه يم ښكلي څنګه پټ وي د ګلونو شاته

نه شين خالۍ شته نه چينه، نه ئې منګے نه چنار

تشې كيسې اوس پاتې دي دګودرونو شاته

قيامت ئې هير كړو رانه خدايه د قيامت نه مخكښې

قيامت چې وليدلو ما د وحشتونو شاته

زه به څلور ځايه ټوټې نه وے په خپل كاله كښې

كه ديوال نه وے پوهيدے د ديوالونو شاته

منګل کۀ لوړ نه دے پۀ ونه ټيټ ئې هم مه ګڼه

د شاعرانو قد ليدے شي د لفظونو شاته

 

****************

 

ځمکه تياره ده کۀ اسمان له سرو اورونو ډک دے

سحر به بيا راځي فطرت له اميدونو ډک دے

زمكه تخليق كه كوي نس ئې له سرونو ډک دے

اسمان هم ستړے نه دے ټول له تندرونو ډک دے

ژوندون چې سوزي چاپيرچل ټول له مرګونو ډک دے

زما په سر كښې فتنه شته له فسادونو ډک دے

ماته ئې وښائې د چا په سر ئې وتړمه

پټكي بلها دي هر دوكان له دستارونو ډک دے

كركه جوړ مينه زيږوي ماته ئې مينه راكړه

ددې ټولنې كه هر كس له نفرتونو ډک دے

زه په خزان كښې ننداره د پسرلي كومه

ستا په راتلو سپره مكان له سرو ګلونو ډک دے

په دې خفه نه يم چې څوک ئې د لوستلو نشته

په دې خوشحال يم چې مې کور له کتابونو ډک دے

ته په هنر ئې كا سپوږمۍ چې تيارهٴ وزغلوي

كه ستا قسمت دے خوار وزار له تورتمونو ډک دے

زۀ د کوم مخ نه دوړه وڅنډمه کومه پرې ږدم

په غونډۍ ناسته ياره! کلے له ګردونو ډک دے

چې د سپوږمۍ په لور الوت كوم وزر مې سيزي

زما اسمان زما د زمكې له وهمونو ډک دے

د ستر خوشال فکر ئې مخكښې يوړو مخكښې درومي

نن د پښتو غزل منګله! له رنګونو ډک دے

اسيرمنګل ګنګوسه

**********************

زه چې ستاکلي نه راتلم زما لمنه نه وه

غريب سړے وم دغريب سړي پوښتنه نه وه

پرهر دې جوړ کړلو په زلفو دې ونه ګنډلو

پرهر دې پرېښو راته خلاص تاسره ستنه نه وه

ستا نخښه رائې نه کړه ځکه خو غلط شؤمه زه

ستا دکاله خوا کښې هغه دبيرې ونه نه وه

زه چې ترتارا رسېدم زه هغه پاتې نه وم

زما په حق کښې دبې درده وخت مېچنه نه وه

که پښتنو کولے ننګ په خپله ژبه باندې

پښتو به ډېرو پښتنو کښې بې څښتنه نه وه

دګل کوڅه کښې هم هوا لګېده غنې غنې

دګل کوڅه کښې لکه ما پورې څرمنه نه وه

دمرګ نه پس ئې هم منګله! روح پرېشانه ګرځي

هغه ماشومه ځوانې مرګه بې دڅه نه وه

********************

وخته تۀ که غور زؤے مو هر ځل اور کښې

مونږ بلد يو مونږ کوے شو مزل اور کښې

زمونږ خلک دخپل فکر څښتن نه شول

زمونږخلک تل سوزيږي دبل اور کښې

ياران پښې نه لګوي په تؤده زمکه

ياران څه به چا ته لاس ورکړي بل اور کښې

دسرو شونډو په ځاي وينې دي دښکليو

مونږ ليکلے ددې وخت دے غزل اور کښې

ستامنګل دچېنې خوا کښې لوړ چنار دے

لويشتنک پرې ږده چې سوزي په خپل اور کښې

اسيرمنګل مماڼه

 

دښاغلي اسیر منګل صیب دلنډوکیسو یوه بېلګه :

 

دکُرمې په غاړه

ټيک پنځه ويشت کاله پس زه بيا دکرمې په غاړه په يوه غټه تيږه ناست يم لاندې چپے چپے خړے او به بهيږي زه چې ورته ګورم ما په يو جړک کله ماضي ته ديکه کوي او کله مې دحال په ځانګو کښې ځنګوي دګرمۍ زور دے دعلاقې زلمي او هلکان لامبي څوک په يو بل اوبه وراچوي او څوک يو بل له غوپے ورکوي څوک دتړے په خوا کښې چپو ته ځان حواله کړي، بيخي درک ئې ورک شي او بيا په لږ ساعت ښکته دتونانو جنګۍ سره اوځي يو نيم هلک چې ګرځندي کښې ګير شي چغه کړي خو بيا ډېر زر ديو فاتح په حېثيت داوبو بلې غاړې له پورے شي دلته درڼو اوبو صفا يخې چينې هم شته هلته دپوخ عمر او يا دتېر عمر خلقو ګڼه ده--- ژڼي کُرمې له راځي د دوئ خيال دے چې د ګرمکو علاج يوازې دغه خړې اوبۀ کوي ما هم په دې اوبو کښې ډېر زيات لمبلي دي او په سوزېدلو ګرمکو مو دغه خړې اوبه لکه ديخ مر هم لګېدلي دي

يوه ورځ چې زه دشنو پټو په څنګ کښې ستا دکور سره تېردېدم ما داسې ګڼل لکه چې زما څوک لاره څاري ما چې په شاوکتل ته ګوټ پېر کښې پټه شوې ځان دې ناغرضه کړو ما هم دقسطه توجه درنه کړه زړۀ کښې مې تېر شول زما به څوک څه لارې ته ګوري دا زما غلط فهمي هم کېدے شي---- بله ورځ چې زه کله سحر وختي سکول ته تلم ته دکور په بلۍ ولاړه وې او ما چې ولېدے زړۀ مې او درزېدو اوس زه شکي غوندې شوم او دغه شک ديو مکمل درد شکل واخستو بيا به ته ما اکثر په لارو کوڅو کښې سهي کولې زه په دې نه پوهېدم چې دا په ما څه کېدل زه لکه دلېوني به هر مازيګر دکُرمې غاړې ته راتلم په دې تيږه به کښېناستم تا به منګے په سر دخپلو ملګرو سره تېرېدے ما به درته وکتل او تا به هم کتل زه نه پوهېدم چې دا وخت ستا دزړۀ تاثرات څه وو ما نه خو به چې يو ساعت هم ستا دېدن قضا شو وخت به ودرېدو

زه اوس هغه چينې ته ګورم هغه چينه شړه ده اوس هلته څوک يخو اوبو له نه راځي مخکښې به په دې ډېره ګڼه ګوڼه وه خواوس--- دچينې نه بره په لږه فاصله هغه درمن هم ماته ښکاري دلته که دغوبل هغه منظر نشته خو بيا هم دخدائ فضل دے دا ډاګه اباده ده وړه لګيا دي کرکټ کوي دمخکښې نه هم زيات حشر نشر دے

دتيږې نه لاندې کُرمه غړمبيږي، چپے چپے خوريږي، هلکان لامبي يو بل له ديکې ورکوي مستيانې کوي داسې په خړت خړت خاندي لکه دغم تورے هډو پېژني نۀ، زۀ ګورم تماشه کوم په دې هلکانو کښې ستا ماشوم سهي کوم ما اورېدلي دي چې دهغه اوس شونډه شنه شوې ده هغه بالکل تاته تلے دے که زما مينه رېښتونے وي زه به چرې هم دهغه په پېژندګلو کښې تيندک ونه خورمه

يو سحر زما په زړۀ کښې تېر شول زۀ به تر کومې پورې هغې ته ځير ځير ګورم او هغه به ماته، هغه که خاموشه ده ښځه ذات ده زۀ خو سړے يم، زه ولې دومره بزدله يم زۀ به هم نن خپله مور هغوئ کره ورلېږم هره ورځ به ما هم دغسې دځان سره وئيل او هر سحر به دغه خبره زما دشونډو نه زړه ته واپس داسې غورزېده لکه چې دکوهي دوېخ نه ختلے کاڼے واپس تل ته بيا ورلړه شي او ديو غړمب نارې سره په اوبو کښې ارتعاش خور کړي دغسې حالت به زما هم شو ماتۀ پېژندے ماته خپل ځان هم معلوم وۀ-- ما به که خپل زړۀ ډېر هم ټېنګ کړو خو چې ستا دپلار هېبت ناکه څېره به رامخکښې شوه زۀ به لکه دشګو دېوال ونړېدم او بيا ما هغه وخت هم وليدو چې ستا ډولۍ زما په وړاندې تېره شوه دې ورځو کښې ما په کالج کښې سبق وې ما نه هر څه پاتې شول زه پوهېدم چې ستا به څه حال شوې وي زه چې د ځانه خبرېدم مور راته دکټ سر ته ناسته وه په قلار قلار ئې ژړل

دتيږې لاندې کُرمه په تيزۍ سره چپے چپے کيږي هلکان په مزه مزه اوس دابو نه راوځي او دخپلو کورونو مخه کوي ماهر يو هلک ته په وېره وېره کتل اخري هلک هم لاړۀ ما په کښې ستا د زړۀ ټوټه سهي نه کړه څومره څومره چې ورځ زوال مومي دومره دومره دکُرمې غړمبا سېوا کيږي مخامخ غر نه چپلۍ او ګډے راکوزيږي اوشپون ئې دکلي په لور راغونډ وي

هغه شپه چې ته په سره ډولۍ کښې لاړې زه يو څو ورځې سم پوخ پريوتم ماوې بيا به پانه څم خو انسان ډېر سخت دے چې ښه شوم نو داکلے سپېرۀ سپېرۀ لګېدو او بيا زه پوخ ښار ته لاړم اوس دلته زما يو ښۀ کاروبار دے يو څو کسان مې پېژني کله کله مې په زړه کښې داسې راشي که هغه وخت ستا پلار زما دې بې شميره دولت نه خبر وے کېدے شي چې هغه زما په حق کښې فېصله کړې وے هغه ته پېسې ډېرې ګرانې وې او هغه به ضرور دا فېصله کوله اوس زۀ خبر شوے يم چې ستا دژوند ملګرے په دې دنيا کښې نشته او زلمے زوۍ دې بې روزګاره ګرځي زه نه يم خبر چې ستا خاوند څرنګه تانه همېشه دپاره سترګې پټې کړې خو دومره پوۍ شوې يم چې ستا اوس په دې نيمګړې دنيا کښې هم دغه يکي يو ډکے دے او هغه هم بې روزګاره، ما هغه دکُرمې په غاړه دکلي نورو هلکانو کښې ډېر زيات ولټولو خو ما بيا نه موندو شايد ماته دهغه پلار نامه نه وه ياده او يا زما په شونډو نه راتله او ستا په نامه هغه چانه پېژندو او نه داخلق ديوې ښځې نوم اورېدو ته تيار دي

زه په اوچته تيږه ناست يم لاندې کُرمه چپے چپے بهيږي مخامخ دسرو تيږو غر دے خلق ورته "بکر کاڼے"وائي، دلته چې يو کاڼے دبل کاڼي سره وجنګيږي اور اخلي ما هم ددې غرۀ لمن کښې اور اخستے دے بره دنمر سترګه ددې غره په شا کښې په اخري سلګو ده سيوري اوږدۀ شوي دي دا غر اوس يخ پخ دے خلق ترې راکوز شوي دي دلته اوس څوک يو کاڼے په بل کاڼي نۀ اولي ما چې ددې غره په خوا کښې کوم اور اخستے وۀ هغه هم اوس مړدے لمبے نشته تاؤ شته، ګني زه به ولې دښار نه راتلم ما ته چې ته راياده شې زه دګڼو بچو په مينځ کښې خپلې دژوند ملګرے نه مخ واړه وم هغې څو څو ځله زما دارويه محسوسه کړے ده او دخپل زړۀ خبره ئې داسې کړې ده

"بلاموده دې راسره واړه ؤله خو زه ستا په مينه پوئ نه شوم"

اوس دا دے تياره راخوريږي دکرمې غړمبا نوره هم زياتيږي ما به چې کله کله ته دلته سهي کړې ما به داسې فکر کولو لکه چې ته ما ته وائې:

" په دې تيږه ډېر مه کښينه سترګې به درباندې تورے شي او اوس ماته داسې ښکارې لکه چې په ما سترګې توريږي او درنګ ساعت له به زه دکرمې په خړو اوبو کښې لاهو شم خو نه --- داسې نه شي کيدے ته لا ژوندے ئي------ او ته لا ژوندے ئي--------او زما دا دنيا هم ستا د پاره خوښه ده

زه دتيږي نه راکوز شوم کُرمه چپے چپے روانه ده دماښام لړه خوره ده زه دکلي په لور په نازړۀ قدمونو روان شوم کله چې دژرندې اړخي ته راورسېدم يو اواز مې واورېدو،"کاکا---------ته مسافر ئې؟"

ما چې شاته وکتل يو زلمے زما په وړاندې ولاړ وۀ هم دا هغه ژرنده وه چې تابه کله نه کله ورته دانې راوړلې او دلته به دې اوړۀ کولې اوس داژرنده پرچاؤ ده کوټه ئې ړنګه او وياله ئې وچه ده ددې په خوا کښې ديو بابا جي قبر دے اول دلته يو څو قبرونه وو اوس دلته يوه وړه غوندې هديره ده

"کاکا جي--------"

او دې غږ سره لکه چې زه دخوبه راوېښ شوم او زما دخولې نه بې اختياره وختل

"او بچيه! زه مسافر يم------"

او بيا زه هغه سره دبابا جي زيارت له لاړم دلته يوه ښځه په پټ مخ ناسته ده زما په راتلو هغه ديو ورکوټي ديوالګي شاته کښېناسته څه شېبه پس زلمي په پوستي کښې پټه حلوه راوړله او زما مخې ته ئې کښېښوده نن دجمعې شپه ده دجمعې په شپه خلق دلته خيراتونه او صدقې ورکوي

"کاکا جي! دا وخوره خورده"

"خو زما زړۀ ته حلوه نه کيږي"

دلالټېن په رڼا کښې چې زه دزلمي سترګو ته ګورم زه بيا ډېر لرې ديکه کيږم زه داسې وايم لکه چې هغه زما مخې ته ناسته وي او په سترګو سترګو کښې ماته وائي هم دغه زما يکي يو زوئ دى دې سره زه هغه ساعت دخپل ځاې نه پاڅېدم

"کاکا جي! تاخو څه ونۀ خوړل؟"

"او بچيه! زما زړۀ ته نه کيږي"

زه دهغه ځاې نه روان شوم هغه ښځه هم پاڅېده ما چې په شا وکتل هغه زرکښېناسته ما هغه ښه په ډک نظر وليده زما زړۀ يو وارې بيا بې واره بې واره و درزېزدو او بيا ما کتل چې زلمے وړاندې او ته ورپسې روانه شوې لکه چې تا هم زۀ ----------"تا به بيا بيا شاته کتل ستا په سترګو کښې هم هغه ځلا هم هغه پړق وه او بيا ته په پټ مخ خپل کور ته لاړې او زه لکه دګونګي دکُرمې په غاړه په بوږنؤنکي تياره کښې لکه دبت ودرېدم پنځه ويشت کاله مخکښې چې ته په سره ډولۍ کښې تلے وے هم دغه شان زه بيا ځان له يوازې پاتې شوم زه هغه وخت هم بې وزله بې وسه وم چې زما دلته کور وۀ او اوس خو يو مسافر يم نه مې کور شته او نه مې څوک پيژني

د ليكوال چاپ كتابونه :

١ كوژدن ډرامه

٢ ترله ناول

٣ اېشمه شاعري

٤ ګونګوسه شاعري

٥ مماڼه شاعري

٦ سهيلي رنګونه (تذكره)

٧ دكورمې او ټل تاريخ

٨ دكورمې په غاړه افسانې

٩ پښتو پرون نن او سبا تاليف

١٠ پښتو او پښتانه نن سبا تاليف

١١ كليات مقيد ترتيب او تدوين

١٢ شګو كښې رنګونه سفر نامه

١٣ دپښتو افسانې سل كلن بهير (تحقيق و تنقيد)

١٤ دعبدلرحمان بابا كليات شرح او فرهنګ

اردو

١٤ پشتو افسانے كے سو سال (تحقيق و تنقيد)

١٥ فسانه كهسار

١٦ كهساروں كے يه لوګ

١٧ سګ بان

 

دليكوال راروان كتابونه

١ كالمونه اردو

٢ په مختلفو مضوعاتو مقالې

٣ پشتو ادب كا مزاج تحقيق و تنقيد

٤ خاكې

٥ تكلونه

٦ كالمونه د پښتو

 

ښاغلي پروفیسر اسیر منګل صیب دتیرو څلورو کلونو راهیسې زما دفیسبوک ملګری دی . دی یو ډیر خوږ ، حلیم او دلوړو پښتني صفا تواوعا لي کرکټر خاوند دی . زه دښاغلي پروفیسر اسیر منګل صیب پر ملګرتیا ویاړم او ده ته دزیاتو خوشالیو او بریاووهیله کوم. (ډاکتر لطیف ېاد)

- ډاکتر لطیف ېاد
بېرته شاته