(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مطهرفدا دپښتو ژبې

[12.Mar.2021 - 11:31]

مطهرفدا دپښتو ژبې یومشهور شاعر

ارواښاد فدا مطهر  دپیښور د خليلو په سيمه کې د شلمې پیړۍ د دوېمې لسيزي په اوایلو يعنې په ١٩١١زیږدیز/میلادي کا ل کې دې نړۍ ته سترګې پر انیستلي دي او په قام هم خلیل پښتون و.

مطهر فدا خواږه غزلونه ،نظمونه ، بدلې ، چاربېتې ، نيمکۍ ، لوبې ،بګتۍ ، مسرۍ ،مرثيې ا و رباعۍ ليکلي دي چې د پښتو د ادب بڼ یې پرې ښا یسته کړې دی. مطهر فدا په خپلې شاعرۍ کې د وفا ، مينې او غم کلمات ډیر کارولي دي او داسې ښکاري چې مین و او مينې ډېردردولې دی ځکه چې په ډېرو غزلونو کې یې د خپل جانان نه د بې وفايۍ نه ګيله ښکاره کړې ده او د بې وفا کلمه یې تقريباً په خپل هر يو ه غزل کې راوړې ده ، لکه چې وایې :

 

په ژړا به درته وايم په ژړا به درته وايم

چې يو ځل رامخامخ شوې بې وفا به درته وايم

درته څيرې به ګرېوان کړم په مخ سر به بيا راکېږدم

په سلګوسلګو هم داسې ټګ اشنا به درته وايم

تا مې وسول ارمانونه باقي ژوند دې راته اور کړو

خوشالي دې زما لوټ کړه دا صفا به درته وايم

تا خو ډېرې څو څو ځله د وفا کړې وعدې وې

بې وفا وې ، بې وفا وې زهمدا به درته وايم

 

خو سره له دې بې وفايۍ یې د خپلې خوږې مينې ټولې بلاګانې په سر اخیستي دي او خپلې خوږې مينې نه یې ځان قربان کړی دی او ځان ته یې د مينې يو بېل کورودان کړی دی او له خپل جانانه نه دا تپوس ا وپوښتنه کوي چې د دومره قربانیوسره سره څۀ ګيله ، غم خپګان خو به ددې خوږې مينې په کورکې نه وي لکه چې وایې :

بلاګانې کۀ دې اخلم خفه کېږي خو به نه

کۀ زه ستا نه ځان قربان کړم حېرانېږې خو به نه

زما ستا سره قسم دی زړه کې پټ ډېر محبت دی

کۀ زه وووايم چې ستا يم نو قهرېږې خو به نه

زۀ به تاله په خپل زړه کې يو د مينې کور آباد کړم

چې يوازې پکې اوسې نو تنګېږې خو به نه

ستا د ډېرو خوږو سترګو زه به ډېر خاطر کومه

بې وفا د چا په شانې ته يادېږې خو به نه

اُف د عشق په دې جهان کې طوفانونه زلزلې دي

کۀ څۀ ډېرې سختې راشي نو ويرېږې خو به نه

زما نه کې وفا نشته مطهره فدا واوره

که چا لوټ کړې په اعتبارکې نو ژړېږې خو به نه

ددغه خوږژبي شاعردشعرونو دوه ټولګې لري چې چا پ شوي دي او نومونه یې دادي :

۱- داورلمبی

۲- سرو ټکې (سکروټې )

دده ډیر غزلونه او شعرونه دپښتونخوا هنرمندانو لکه : احمد خان ، ګلناربېګم ، فضل ربي ، هدايت الله او نورو سندرغاړو په خپل خوږو غږونو کې ویلي دي .

ارواښاد مطهر فدا د۱۹۷۱ زیږدیزکال کې په پیښور کې دزړه په رنځ وفات شو.

الله پاک دې وبخښي !

-----------------------------

ماخذونه :

۱- اولسي شاعر فدا مطهرمحمد جاوېد خليل، نصيب الله سيماب

 

۲- مطهر فدا، د اور لمبې، اسلامي کتب خانه، قصه خواني بازار، پېښور ښار، ( کال یې نه دی لیکل شوی ).

۳- مطهر فدا، سروټکې، اسلامي کتب خانه، قصه خواني بازار، پېښور ښار.

۴- منګل ،علي محمد، شرنګ په اولسي ادب کښې، شعېب مطبعه، کابل افغانستان،١٣٩٠هـ ش، ٢٠١١عيسوي .

(یاد)

 
- شاعر
بېرته شاته