(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خپلواک او نا خپلواک

[12.Mar.2021 - 16:06]

خپلواک او ناخپلواک غږونه

لیک - ممتاز خان

.

خپلواک غږ، غږن یا واول غږونه

.

په پښتو ژبه کښې اووه (۷) خپلواک غږونه دي

.

خپلواک غږ لکه هر هغه اواز چې یو ځل له کوم ځنډ او بندښت پرته له خولې څخه راوځي

.

.

د پښتو ژبې خپلواک غږونه:

.

۱) الف (ا) لکه ام، تار، سبا

۲) زؤر یا ګرده (ه) لکه ښځه، مېږه، بیزه

۳) زؤرکی (هٔ) لکه اوبهٔ، پهٔ، تهٔ، زهٔ

د باره ګلۍ د پوهنغونډې (seminar) د پرېکړې (فیصلې) له مخې یې بڼه دا ده لکه (هٔ

۴) اوږده یې (ې) لکه ادې، خواښې

۵) څرګنده یې (ي) لکه سړي، منګي

۶) اوږد واو (و) لکه کور، خور، مور

۷) لنډ واو (و) لکه بېلتون، نوم، زوم

.

دي.

.

.

ناخپلواک غږ، ناغږن یا کانسونینټ غږونه

.

.

ناخپلواک غږ هغه اواز چې له خولې کوم ځنډ پرته له خولې څخه نهٔ راوځي لکه:

.

.

ب، پ، ت، ټ

ج، چ، څ، ځ، خ

د، ډ

ر، ړ، ز، ژ، ږ

س، ش، ښ

غ

ک، ګ

ل

م

ن، ڼ

ھ

.

.

۱)  - هغه عددونه چې په پای کښې یې خپلواک غږ راغلی وي، لکه:

.

دوه

درې

اویا

اتیا

نوي

.

دا په پای کښې دیمپه عددي وروستاري چې د یوه عدد پوړۍ څرګندونه کوي، لیکل کېږي، نو دلته قاعده دا ده چې خپله عدد + رتبه یي (رتبیي) وروستاړی

.

دوه + یم = دویم

درې + یم = درېیم

اتیا + یم = اتیایم

نوي + یم = نويیم

اویا + یم = اویایم

.

.

خو زورکی (هٔ) چې هغه هم خپلواک غږ ګڼل کېږي، که د کوم عدد په پای کښې راشي، هغه هم د نورو رتبه یي (رتبیي) عددو بڼه خپلوي.

.

شپېتهٔ + ام = شپېتم

.

.

۲) - هغه عددونه چې پر ناخپلواک غږ پای ته رسېدلي وي، د هغوی پوړیزي حالت پهاموروستاړی پای ته رسېږي، لکه:

.

څلور + ام = څلورم

شپږ + ام = شپږم

لس + ام = لسم

یوویست + ام = یوویستم

دېرش + ام = دېرشم

څلوېښت + ام = څلوېښتم

پنځوس + ام = پنځوسم

.

.

خو په (پښتو - عربي) لیکدود کښې د رتبه یي (رتبیي) عددونو ټول اوازونه انځورېدلای نه شي. هغه عددونه چې په زورکي (هٔ) پای ته رسېدلي وي، هغه هم تر همدې قاعدې لاندې راځي یانې پهامیې رتبه یي (رتبیي) حالت څرګندېږي، لکه:

.

پنځهٔ + ام = پنځم

اوؤهٔ + ام = اووم

نههٔ + ام = نهم

شپېتهٔ + ام = شپېتم

.

.

سرچینه

.

۱) پښتو لیک لارښود، مخ ۳۳، ښاغلی پوهاند ډاکټر مجاور احمد زیار

۲) پښتو لیکنی سمون، مخ ۵۶، ښاغلی اسماعيل یون

- غږونه
بېرته شاته