(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

امرېکا ته سفر

[17.Mar.2021 - 15:43]

په خوب کې امریکا ته یون(سفر )

لیکوال:عزیزنسین/ ژباړه: اسدالله بلهار جلالزی

بي حاله وم. نه پوهیږم له لوږې وه که له مړښته، خو ښه مې په یاد نه دي. خو واشنګټن ته رسیدلی وم. ویده وم. په خوب کې مې لیدل چې یو معتبر سړی شوی یم، امریکایانو زما د هرکلي له پاره پرتمین مراسم جوړ کړي وو. د دوئ له منځه یو سړي د هرکلي راشي وینا راته واوروله. زه هم د ده د وینا په ځواب کې خبرې کوم: موږتاسېله موږه تاسوتهله تاسو موږه ته…. زموږ او تاسو مالد مرستو په ویاړ…. تا ماتهما تاتهترڅو تاسو.. موږ اواو موږهغه څه چې په ماګډ اومشترکله تاسودعواله پاره د موږانسانیتډالرستاسو په نظرڅه؟ څنګه؟تاسو بهموږ بهدموکراسيټولازاديپانګه والاصلآ موږژوندی دي ويستاسو مالترڅو موږ او تاسوله دې وینا سره زښته زیات تشویق اووهڅول شوم. شاوخوا ته مې یو سخړه خبریالان، ورځپاڼه لیکونکي، تصویر اخیستونکي راټول شول. ژر، ژر يي زما عکسونه اخیستل.هغه امریکايي چې زما هرکلي ته راغلی و. راته کړه يي: د خپل سیاسي او دیپلماتیک خدمت په موده کې مې دومره زړه راښکونکي وینا له د چا له خولې نه وه اوریدلي. ډیره جذابه وینا مو وکړه. د زړه له کومې درته مبارکې وایم! له دې وروسته د پوځي پریټ مراسم پیل شول. دا لومړی ځل و. چې ما امریکايي پوځیان له وسلو پرته ولیدل. له خوشالي مې د خولې ناړې د شونډو له کنجانو تویدې. په دغه وخت کې چې دوئ ماته د احترام مراتب وړاندې کول، ما ورته ځواب ووایه. د هوايي ډګر په یوه اړخ کې مې کتار ژیړ رنګه بمونه ولیدل، بل اړخ ته يي هم شنه رنګه بمونه، هیدروژني بمونه او کوبالت هم په منظم ډول ورسره ایښودل شوي وو. ترخوا يي د امریکا د متحده ایالاتو د ښکلا ملکه او ډیرې  نورې ښکلي پیغلي  هم ولاړې وي. په ډول،ډول ښکلیو کالیو کې لا ښکلي بریښیدې. د دوئ په څنګ کې د سینما ستوري، د لامبو وهلو د کلوپ ستوري، د اګزیستانسیالیستانو د کلوپ ستوري. د لباس او موډل ستوري. د پی مخو یوه ډله اوولاړ ول. زه چې يي ترخوا تیریدم، راته يي وویل: – سپینې ماڼۍ ته په خیر راغلاست!… داسې ټاکل شوي وه. چې خبریالان یوه حضوري مرکه راسره وکړي. خبریالانکامره مینان اوزما تر شاخوا راټول شوي و. له ما يې پرله پسي پوښتنې وکړي:

څه دې وویل؟

خو ایا دا شونه وه چې به خبرو يي پوه شوی وای. له ناچارې مې چیغه کړه:

ـ یو یو رانه پوښتنه وکړئ. که رښتیا نران یاست او ناریتوب لرئ یو یو را مخي ته شئ چې حساب مو په لاس درکړم!… یو تن چې په امریکا کې شپږ دیرشو ورځپاڼو ته سر مقالې لیکي. را مخې ته شو او راته وویل: ـ ستاسو په هیواد کې یو لیکوال په یوه ورځ کې څو ورځپاڼو ته د سر مقالې د لیکلو وس لري؟

ـ زموږ په هیواد کې هره ورځپاڼه ځانته مسؤول چلوونکی لري. ټول د یوې موضوع په اړه لیکنې کوي!…

ـ انسانان بیلابیل فکرونه لري. ایا دا شوني ده چې وکولای شي په یوه سکالوڅه ولیکي؟

ـ زموږ په هیواد کې بیلوالی او جلاوالی نشته، اتحاد او یووالی. ټول يي همدا دي

ـ ستاسو په هیواد کې دموکراسي واکمنه ده؟

ـ یو ذره شته. خو په دې وروستیو کې د بدلیدو وسایل نه موندل کیږۍ. څو ورباندې لاس ووهو. چې زړې او ورستي برخې يي ورنه لیرې او وربدلې کړو. نور ېې دومره څه نه دې پاته

ـ له دموکراسي په کومو شیانو پوهیږئ؟

ـ له دموکراسي نه مو موخه، څه دهدا خو یو شی دی چېیعنی د خلکو له پاره، له خلکو او د هغوو د خوشالي له پارهیعني دا چې د خلکو له خواخلکو تهحق او حقوقله یوه شي څخهپه دې وخت کې نو د هغې ورڅپاڼې مدیر مسؤول را مخې ته شو. چې تیراژ يي ویل کې دوه میلیونه ګڼو ته رسیږي. دی لږ نیغ ودریده بیا يي وویل: ـ ستاسو په هیواد کې کوم څه واکمن دی چې د خلکو ذهنونه مو پرې ور بوخت ساتلي؟

ډييييييييرررر شیان شته. ډیيييرې پیښه دي. تر ټولو مهم دا چې زموږ مطبوعات مو را بدل کړل. اوس نو هغوئ د خلکو ذهنونه ځانته ور اړولي دي. څو ورځی وړاندې ستاسو د سیمنا د یوې ستورې لوڅ لغړ خو رنګه تصویر زموږ هیواد ته را ورسول شو. ورځپاڼو هغه چاپ کړ. د هغې لوڅ لغړ تصویر اوس زموږ په هیواد کې یوه توده موضوع ده. اوس ټول په دې مسئله خبرې او بحثونه کوي. چې ایا دا لوڅ لغړ عکس په رښتیا دې دی کنه؟ یو شمیر وايي چې لباس يي نشته، خو ځینې بیا وايي: چې نامريي نه لیدونکی لباس يې اغوستی دی. دلباس او لوڅ لغړې خبرې يي دومره توده شوي او خلک داسې پاریدلي چې هیڅوک، د پیازو، کچالوو، روب، غوړیو، خوراکي توکو د کمبود او بورې د بیو د لوړیدو په اړه فکر هم نه کوي. که رښتیا ووایم. د دموکراسي او ازادي خبرې د خلکو هیرې دي. نن له اوه کلن نه بیا تر اویا کلن پورې د همدې لوڅي لغړې سینمايي ستوري په اړه په بیلابیلو بحثونو بوخت دي. نورې خبرې چې زموږ د خلکو ذهنونه يي بوخت ساتلي دي.هم شته یوه خبره هم د ښاغلي( چتین بیګ او( اغلي وفا) مصلحتی واده دی….

ـ ستاسو په هیواد کې اقتصاد په کو حد کې دی؟

ـ اووووو!… ډیر جالب او ښه دی. یوازې په دې وروستیو کې کیڼ لاسي یو څه مزاحمت جوړوي. چې دا مزاحمت د کارونو د په ټپه دریدو سبب شوی. هغوئ زموږ د هیواد کې په(…) کلي کې لږ کړبړ جوړ کړی دی. بله دا چې سږ کال په هیواد کې بوره نه پیدا کیږي. موږ يي وروسته پاته کړو. د سګریټو او مشروبو بیې دیرش په سلو کې را ټیټې شوي دي. خو د خوراکي توکو بیې بیا لوړې شوي. د موټرو، لویو بسونو، ټکسیانو او کورونو کرايي هم لوړې شوي دي. د کورونو اوبه تل قطع کیږي. داسې باید درته په عرض ورسوم چې هوا هم په تویدوو ده. د تشناب کاغذ هم نه پیدا کیږي. یعني د سرکار په درانه خدمت کې باید په غرض ورسوم چې زموږ د هیواد او اقتصاد يي د مخالفانو د ګڼې ګوڼې له امله وروسته پاته شوی دی. والسلاماما کورنۍ جګړې هم زموږ د پلار ملا را ماته کړي ده

بیا ټولو خبریالانو په یوه غږ وپوښتل:

ـ ومو ویل جګړه؟

ـ هوجګړه

موږ یو والي لرو. چې هغه یو تجربه لرونکی والي دی. د ټولو بریدونو او یرغلونو په وړاندې يي ټټر سپر کړی دی. دا والي ډیر محکم او ټینګ ټټر لريدا پرون ورځ يې فکر کاوه چې څه وکړي. زښته ډیر فکر يي وکړ. خو یو ناڅاپه هوا توده شوه. په هغه ورځ يي لاسګرځو خرڅونکو( دست فروشا) د جګړې اعلان وکړ. هغه هم د مخامخ جګړې. داسې اورنۍ او توده وینا يي وکړه. چې کټ مټ لکه بمبار داسې وه. د ده د اورنۍ وینا له ویرې په بازار کې  نخودو، منفلو، اوږي، پیازو، شفتالو،بانجانو، ګندني خرڅونکو منډه کړه او وتښتیدل.

مطبوعاتي مرکه نو پای ته د رسیدو په حال کې وه. یو څوک چې د دغه هیواد له چارواکو څخه و. را مخې ته شو. راته وویل:

ـ ولي امریکا ته راغلی يي؟

ـ د بنده د سفر علتڅه شییعنيښکاره ده نواوس انسان داسي دی چېله همدې کبلهچې موږموږ.. د دموکراسي کلا یوونو کلاڅه درته ووایمکلا ستن هم غواړي څو ټینګه په ځای ودیریږي. کلا زیني او تناب هم غواړي. له دې پینځو ور هاخوا د چرم د خالص چرم یو توپ هم اړین دیډیرشیان مې زړه و وغواړم. چې ناڅاپه د کوکي ساعت زنګ چې مازیګر مې کوک کړی و. وشرنګیده او له خوبه را ویښ شو

- عزېز نسین
بېرته شاته