(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نارسیست

[17.Mar.2021 - 15:53]

نارسیست یا په ځان مینیدل

دا یو ډول ځانګړنه ده چې ځینې انسانان یې لري په ځانګړي ډول په ځوانانو کې ډېره لیدل کېږي .

نارسیستي لرونکی انسان له ټولنې څخه په کورنۍ کې ډیرې ستونزې زیږوي چې کله ناکله دښځې او خاوند ترمنځ هم د مخالفتونو لامل کېږي ، دغه طبقه خلک هڅه کوي چې هرڅوک یې باید نظر ته چوپ پاتې شي ، تل د ځان په توصیف مصروف وي او له بله هم توقع لري چې، دده په اړه مثبت نظر ولري او دده په وړاندې یې ښه یادونه وشي دی تل له خپلو نیږدې خپلوانو سره دیوه متکبر انسان په څېر رویه کوي . هغه تل ځان ته ښکلی ،هوښیار او په خلکو ګران فکر کوي ، هغه همدې ځانګړنو ته په نظر کې نیولو سره نورو انسانانو ته د وسایلو په نظر ګوري.

 

هغه په مینه کې هم همدا ډول وي په لمړیو کې د یوه ښه او مینه ناک انسان په شکل تمثیل کوي خو وروسته یې بیا زړه سوړ او بې پروا کیږي، هغه په زړه کې له ځانه راضي وي هغه خپل ځان په حقه بولي هغه له خپل رابط شخص ځحه د اطاعت تمه لري ، دغه ستونزه له نارینه وو څخه په ښځینه وو کې ډېره ده.

دغه ډول انسانان ددې توان نه لري چې د مقابل انسانان په خوی ژر پوه شي، دغه خلک په لمړیو کې د یو چا د تر لاسه کولو لپاره د مینې کلمې زیاتې کاروي او په یوه چاپېریال کې د ځان ځایوولو لپاره ډیره هڅه کوي. دغه ډول خلک په لمړیو کې هڅه کوي چې تاسو د یوه ښکار په شکل د دروغجنو تمثیلونو تر اغېز لاندې راولي.

 

مینه د اشترتبرګ له نظره باید درې ځانګړنې ولري.

۱ : تعهد

۲: ژمنتیا

۳: ريښتينولي

کله چې په مینه کې موخه جسمي نیژدېوالی هدف شي نو ددې لامل کیږي چې تعهد له منځه لاړشي، نو نارسیست لرونکي انسانان تل هڅه کوي چې هر ډول غوښتنې یې ومنل شي.

په ځان مین یا نارسیست خوی لرونکي خلک په درې ډولونو ویشل کیږي.

 

۱: هغه چې ډیر نازولي وي: دی ته ناب استحقاق وایي دوی چې په ماشومتوب کې څه غوښتي ترلاسه کړي یې دي، والدینو پرې پام ساتلی او تل یې مینه ورکړې چې دغه ډول خلک زموږ په ټولنه کې کم دي، دوۍ هم ډېره مینه ورکوي او هم د ډېرې مینې تمه لري که ور نکړل شي له ټولنې سره عقده یي رویه کوي.

۲ : هغه خلک چې په محرومیت کې لوی شوي دي: دی ته مات استحقاق وايي دا چې کله غواړي د ماشومتوب محرومیت جبران کړي نو ځان مینېدلو په ناروغۍ اخته شي چې له امله يې هڅه کوي هغه حالت جبران کړي او ځان خلکو ، جامعې یا خپلې جوړې ته چې دی ورسره ژوند کوي مهم وروپیژني.

۳: هغه ډول خلک دي چې له نورو څخه تمه لري چې دده ستونزې باید حل کړي.

که چېرته لاندې نښې یې په وجود کې وموندل شوې نو همدغه ډول ناروغ یې وګڼئ.

۱ : ځان لویوالی د مبالغې تر حده.

۲: خیالي ژوند جوړول د لاسته راوړنو لپاره.

۳: دا فکر کوي چې یو ځانګړی انسان دی خو څوک یی نه شي درک کولای

۴: سخت خوند له دې اخلي چې نور خلک یې توصیف وکړي.

۵: پرته له دې چې پوره اسناد ولري نور یې باید تایید کړي او ځان ورته تل په حقه ښکاري .

۶: نور باید ورته کم او ناپام ښکاره شي دده دلايلو ته باید خلک سم ووایي .

۸ : دنورو لپاره کینه لري ، په دې ویره کې وي چې نور له ده سره کینه لري .

۹ :متکبر او ځان لیدونکی .

دا هغه طبقه خلک دي چې دژوند له سختو او محرومو حادثو سره مخ شوي غواړي ټولنه مینه ورکړي ددې لپاره چې تولنې ته یې زیان ونه رسیږي باید مینه ورکړل شي خو دوخت په تیریدلو په دې پوه شي چې څنګه له ټولنې سره ژوند وکړي.

Via: Abdul Aziz Momand

- په ځان میېدل
بېرته شاته