(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خپل ځان ته ړانده

[17.Mar.2021 - 16:37]

خپل ځانته ړاندهء او ولس ته بينا یان

لیک: ډاکتر حمیدالله زړور ساپی 

په دري کې یو ضرب المثل یا متل لرو چې وايي ( کورِ خود بیناءِې مردم ) = یعنې هغه څوک چې خپل ځانته ړوند وي ،خپل عیبونه نه ويني مګر د خلکو عیبونو ته ښه بينا وي او سترګې ېې ټېغې ختلې وي چې څنګه د اشارت په ګوته نیوکې وکړي له دې نه ناخبر چې څلور ګوتې ېې بیرته ځان ته متوجه وي!!!!

دا متل د ډيریو سیاستمداریانو باندې که د هیواد دڼنه دي او که باهر صدق کوي.

د مثال په ډول په دا ۳۰-۴۰ کالونو کښې هغه راهبران ، تنظيمونه ، ډلې ټپلې او ... چې د سوپر پآورانو او سيمه ایزو ګاوڼدیانو له خوا د ګوډاګیانو او خودکش-بیګانه پرستانو په جامه کې پر ولس د ډیموکراسۍ، جهاد، اقلیتونو ، ژبې او مذهب ، پيري او مريدي ، د بشر حقوق ، ښې حکومتولۍ ، ضد د ترهه ګرۍ ، ضد د نشه يي موادو ا.د.ن. پر غولوونکو شعارونو پر افغاني ټولنې تپل شوي ؛ په حقیقت کې د دې ټولو پورته ارزښتونو بر عکس ثابت شول ، او البته د سامراج همهاغه پخوانی چرچلي فارمولا ده ( که غواړئ یو هېواد تسخير کړئ ، یوه جاهله ، فاسده او په اصطلاح چهار عیب ی شرعي والا ډله پر اکثریت ولس باندې پاس وټاکئ ؛ او ولس هم په مختلفو نومونو لکه مذهب!، سمت، ژبو ،نژاد ا.د.ن. پخپلو کې ډیوایډ کړئ او خپله نور سیل کوئ او ماداََ او معنتاََ ېې وځبېښئ!!!)

. اوس نو قضاوت ګرانو لوستونکو ته پرېږدو چې آیا د چرچل فورمول په سلو کښې څو پر دې  ۳۰-۴۰ کلنو رابرانو او ګوډاګیانو ېې صدق کړی او لا ېې هم کوي!؟؟

پخوا دوکانداران، د جهاد او تش په نامه مقاومت ، قومي سمتي ټهیکه داران همدوی دي .

تر ټولو ېې بدتر چې په دوهمه او دریمه سقاوي کې ېې د کليدي وزارتونو، وکالتونو!!، سفارتونو، ولایتونو ، مارشالۍ او جرنیلۍ اشغالوونکي هم دوی ول او دي ؛ صرف د تش په مقاومت کې ېې بهرني بالدارانو ته ژورنالیستیک دلالۍ پر مخ وړلې او اوس د ټولټاکنو په ناکامیو کې  یکه تاز بادار ته لابيګري او پټو مکتوبونو سره  سهامي شرکتونه  په یو او بل نامه پر ولس تپي . د شیطاني مثلثونو جړرې او لکۍ ګانې ېې اوس  له شمال او غرب نه د موبيګروپ په  لوډسپيکرو  له کرغېړنو خولو او خبرو بیا غواړي د سولې  مقدس نوم چټل او کرغېړن کړي او افغان ولس مخصوصاََ بې اتفاقه او اتحاده پښتانه نورو ضرب غضبو او تسونامیو ته ټیل وهي او دوی به د بیت المال له کیسه ی خليفه له جیبه میلیارډر، سل میلیونر ، غاصبین، قاتلين ، تجاوزګر او متعصبین ګرځي !!!.

او که د ولس کوم بېچاره مامور یا وګړی یا منصبدار  کومه وړه سهوه وکړي ؛ او یا هم د تپل شوي ولسمشرانو کومه انساني خطا کړې وي بس همهغه ډڼډوره شي په دڼنه  حکومت کې ستون ِ پنجم+ د تش په نامه ملي شوروا! ستون سوم ، د موبيګروپ ، آیینه او میترا  ستون چهارم انتقادونه او ګوتنيونې؛ حتی د ستون دوم ( قاضي صاحبانو ) خاموشي او عدم عدالت ا.د.ن. ...

ټول د ترکيې حق او پرمختګ ګوند او تر هغې مخکې د مسکوف  اشکِ تمساح ! ته د صلحې ګدايي لپاره تګ ته مجبوروي !.

لاکن ، ولس د دې بار بار آزميېل شویو کرغېړنو څېهرو نه خسته سوی دی.دا ځل باید دوهم بن نه وي ، او هغه سوې مهرې آ د طورُصن خبرو یو څو سوه تابوتونو ته ښکته کړای شي.  ملي آزادي بښونکي او مترقي متقي قوتونه باید سره یوشي  هاغه د شهیدانو بچیان د پ.ټ. ایم، افغان ملي غورځنګ،د سولې سفيران او امثالهم غورځنګونو سره یو شي او دا چهار ټګان لکه نادر شاه خان بابا وټکوي . مانا  دا چې ۴ ګوتې ېې  بېرته د دوی پر سترګو ومڼډي .ان شآء الله

- ډاکتر زړورساپی
بېرته شاته