(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مسافر لیکوال

[17.Mar.2021 - 16:56]

مسافر لیکوال  / لیک: اجمل اټک یوسپزی

ښاغلی خالق عزیز 

ښاغلی عبدالخالق عزیز کابو شپږ پنځوس کاله دمخه د ګندهار ولایت د ښار په دهی خواجه کې د ارواښاد عبدالعزیز توخي په کاله کې زېږېدلی دی.

لومړنۍ زده کړې یې د کندهار ښار د شاحسین هوتک په ښوونځي کې او منځۍ زده کړې یې د کندهار ښار د محمود طرزي په ښوونځي کې تر سره کړي دي او له نهم تر لسمه ټولګي زده کړې یې د احمدشا بابا په لېسه کړي دي د لېسې تر فراغت دمخه په هېواد کې د ثور کودتاء د ګډوډۍ او بې امنۍ له کبله په کال ۱۹۸۰ زېږدیز کې امریکا ته ولاړ او په نیویارک کې مېشت شو.

ښاغلی خالق عزیز د پښتو ژبې او ادب یو وتلی او یاد هنرمند او سندرغاړی دی چې د غږ او شهرت سره یې ډېری افغانان بلد او اشنا دي.

که څه هم ښاغلی عزیز په یوه مذهبي کورنۍ کې زېږېدلی دی او پخپله یې هم دیني زده کړې کړي دي خو وایي چې د کورنۍ د تنګ تروش چاپیریال سره سره یې د هنر سره مینه په وینه کې ګډه شوې وه او خپلې کورنۍ ته په کتو یې داسې انګېرل چې ګوندې دا هیله به یې پوره نه شي او نه به دا ښاغلی یوه ورځ د هنر میدان ته داسې ښکاره را واووځي.

ښاغلی عزیز د خپل ارواښاد پلار په اړه وایي چې کله به یې پلار په راډیو کې خبرونه واورېدل نو تر خبرونو وروسته به یې له راډیو بترۍ ویستلې چې څوک په کې موزیک او سندرې وانه وري

خو ښاغلی عزیز وایي چې زما مینه فطرتي وه او کیسه کوي وایي چې یوه ورځ د ښوونځي له خوا په میله تللو تر مېلې دمخه ښار ته ولاړلو چې د مېلې دپاره سودا راونیسو وایي هغه وخت به د ښار په لویو چوکونو او واټونو کې د راډیوګانو لوی لوی لوډسپیکرونه ځوړند وو او ښاریانو به د راډیو پروګرامونه اورېدل وایي د کندهار ښار د هرات په دروازه کې وو چې په راډیو کې زما د خوښې یوه سندره راغله وایي ملګري او ښوونکي رانه ولاړل او زه تر هغې ولاړ وم چې سندره خلاصه شوه ' دا طبیعي شوق ورسره و خو د روزلو او زده کړې کوم لوری او درک ورسره نه و او بل وایي له پلاره هم سخت په وېره کې وم نو ځکه مې د زده کړې جرئت نه درلود.  

خو وایي تصادف تر کودتا وروسته په لیسو او ښوونځیو کې د خلق ګوند له خوا د ځوانانو د روزنې سازمانونه جوړ شول او یوه ورځ یوه هلک " زده کوونکي " غوښتل چې په کنسرت کې سندره ووایي ' وایي هغه مشق کاوه او ما ورسره کوله وایي کله چې د غونډې او کنسرت منتظیمینو زما غږ او فن ولیده نو زه یې راټینګ او اړ کړم چې د سټیج پر سر سندره ووایم.

ښاغلی عزیز وایي کله چې امریکا ته راغلم څه وخت وروسته مې تصادف د افغانستان د راډیو تلویزیون تکړه او نوموتی سندرغاړي ' کمپوزر او د موسیقۍ استاد ښاغلی حفیظ الله خیال ولید چې همدلته په نیویارک کې اوسېده او بالاخره مې ورسره زده کړه پیل کړه ' ښاغلی عزیز وایي لومړی به مې د ملګرو او دوستانو سره په بنډارونو او مجلسونو کې غزلې ویلې او بیا ورو ورو د ملګرو په هڅه ونو مې د یوه سندریز کیسټ او البم د جوړولو (۱۹۹۵) تکل وکړ ' ښاعلی عزیز وایي دا وخت نو یو څه خلک زما د غږ او هنر سره اشنا شوي وو خو له نېکه مرغه کله مې چې خپل لومړنی کیسټ د " اول قدم " په نوم جوړ او ریلیز کړ نو کیسټ ډېر ژر په لر او بره پښتونخوا کې خپور او مشهور شو ' ښاغلی عزیز وایي چې په کیسټ کې د ښو شاعرانو لکه غني خان بابا ' رحمت شا سائل او نورو ښه ښه شعرونه انتخاب شوي وو او همدا ډول د کیسټ بل ځانګړی او خاص کمال دا هم و چې وایي لومړنی کیسټ او پښتو سندرې وي چې شرقي او غربي موزیک سره ګډ او کمپیوټراز شوی و.

کله کله د یوه شاعر یو شعر یا د یوه هنرمند یوه سندره هم ددې لامل شي چې د خلکو په زړونو کې ځای ونیسي او د شاعر یا سندرغاړي د شهرت او محبوبیت وړ وګرځي. د ښاغلي عزیز په اول قدم کې هم د نورو ښکلو سندرو او شعرونو تر څنګ د "" وه سپینې کوترې "" شعر چې د ارواښاد مهر علي وطن دوست شعر و دا سندره سمدواره دومره مشهوره شوه چې ښاغلی عزیز یې د خپل هنر په کمال د شهرت لوړ منار ته ورسولو.

ښاغلی عزیز وایي چې د ویل شویو سندرو شمېر یې بې شمېره دی خو د البمونو او کیسټونو شمېر یې تردې دمه اوو "" ۷ "" ته رسېدلی دی. د هېواد د ملي راډیو تلوېزیون په ارشیف او همدارنګه نورو افغاني تلویزیونونو کې هم سندرې لري.

ښاغلی عزیز له وطنه لرې دی او په امریکا کې د هنري ملګرو او وسایلو د نه شتون له کبله یې په هنري یون او بهیر کې ځنډ او خنډ راغلی دی خو هیله من دی چې که شرایط سمون وخوري نو نور هنري کار به هم وکړي.

ښاغلی عزیز د پاک او قوي افغاني احساس درلودونکی دی یو ژمن او هدفمند هنرمند دی د وطن او د خپل ولس په غم غمجن دی او نن سبا په فیسبوک کې ډېرې سپینې او بې پروا لیکنې او تبصرې هم کوي چې وایي د همدې قوي احساس له مخې رانه ډېر سیاسي ملګري چورواکي چارواکي خفه او خوابدي دي او زه هم پوهېږم چې د وطن مینه مې په هنر غالبه شوې ده.

ښاغلی عزیز که له خپلې پښتنې خاورې او پښتونخوا نه لرې دی خو احساس او سوچ یې لا په خپل وطن کې بند دی او تل د حالاتو سره سمه او وړ شاعري زمزمه کوي او ولس د غفلت خوب ته نه پریږدي.

د محکومې او مقبوضي پښتونخوا پښتانه چې کله د منظور احمد پښتین په مشرۍ د پنجاب پر وړاندې راټول شوي دي نو ښاغلی عزیز هم د خپل هنر په ژبه ورته ان له امریکا چغېدلی دی او قوي احساس یې ورکړی دی.

یوه یادونه بله هم اړینه ګڼم چې مشر زوی یې هېواد جان هم تل د خپل مسافر پلار ملا تړلې ده او د سندرو په جوړولو کې ورسره اوس مهال تخنیکي مرسته هم کوي او کله کله ورسره د موزیک الې هم غږه وي

Khaliq Aziz. Writer and Singer

Ajmal Attock Esapzai
- خالق عزیز
بېرته شاته