(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بې چرګه به

[31.Mar.2021 - 13:08]

بې له چرګه به هم سبا شي

لیکوالښاغلی شامحمود میاخېل

د آدم ع د خلقت نه تر دې دمه پورې په لکونو کلونه تېر شوي دي په زرګونو پادشاهان او د قدرت واکداران راغلي او له منځه تللي دي تر اوسه پورې داسې نه ده شوې چې ګوندې د کوم پادشا یا قدرت د واکدار د له منځه تللو سره دنیا په بل مخ چپه شوې وي ' او نه دا چا ویلي دي چې ګوره د فلاني پادشا یا مشر د له منځه تللو سره دنیا ورانه شوې ده.

همدا شان د حضرت محمد صلی الله علیه سلم د بعثت نه وروسته هم په سل ګونه اسلامي پادشاهان او امیران تېر شوي دي چې په هغو کې ډېر مقتدر ' باتدبیره ' پوه ' عادل او د قوم او ولس په درد دردمند اشخاص لکه عمر بن عبدالعزیز ' هارون الرشید ' سلطان محمود غزنوي ' احمدشا ابدالي او داسې نور هم شامل وو مګر د هغوی د وفات نه وروسته هم نه دنیا ورانه شوه او نه اسلام له منځه ولاړ.

د حضرت عمر رض د خلافت په وخت کې خالد بن ولید رض چې د جنګ یو نومیالی قومندان و په داسې حال کې یې د قومندانۍ له عهدې نه لرې کړ چې په فارس کې د مسلمانانو او کافرو تر منځ سخته جګړه روانه وه او په عوض کې یې ابو عبیده رض بن جراح ورولېږه.

د جنګ نه وروسته چې فتح هم د مسلمانانو په نصیب شوه نو حضرت خالد بن ولید رض حضرت عمر رض ته ورغی او عارض شو د قومندانۍ د منصب نه لرې شوی یم پرې خفه نه یم خو که ما ته خپله ګنا را په ګوته کړئ نو دا به ښه وي چې زه په خپله ګنا پوه شم او هغه اصلاح کړم ؟

حضرت عمر رض ورته وویل چې زما غوږ ته داسې خبر رارسېدلی دی چې کفار وایي که خالد په اسلام کې نه وي نو فتح نه کیږي نو ما په دې خاطر د خپلې دندې نه لرې کړې چې کفارو ته دا معلومه شي چې د اسلام هر سړی خالد دی.

یعنې د اسلام هر سړی خالد دی او باید ووایوو چې دا ددې پورې منحثره نه ده که د افغانستان د جنګ مشران نه وو نو نه اسلام شته او نه افغانستان نه داسې نه ده ' هر څه به وي خو دوی به نه وي ' دا دنیا او د الله نظام به د قیامت د ورځې پورې موجود وي. په وړکتوب کې مې د کلي والو قصو او خبرو په ترڅ کې اورېدلي وو چې چتی ( قرچهچې دشپې ویده کیږي نو یوه پښه اسمان ته پورته کړي او وایي چې دا اسمان ما په خپله پښه جګ ودرولی دی او که زه نه وای نو اسمان به په خلکو راوېدلی وای.

د افغانستان د جګړه مارو ډلو مشران هم ورته فکر کوي که دوی نه وای نو نه به اسلام وای او نه به افغانستان وای همدوی دي چې اسلام او د افغانستان تمامیت او استقلال یې ساتلی دی ' خبره دا ده چې دوی د اسلام او افغانستان د موجودیت په مقابل کې د چتي فکر لري د اسلام د مبارک دین ساتوونکی الله پخپله دی او افغانستان د دوی نه مخکې هم موجود و او په راتلوونکي کې به هم موجود وي ' نه څوک  اسلام له منځه وړلای شي او نه هم افغانستان.

اوس د افغانستان د جګړه مارو ډلو مشران د خودۍ او خود خواهۍ په سمندر کې لاهو شوي دي په زړونو ' غوږونو او سترګو باندې یې مهرونه لګول شوي دي ' دوی د افغانستان ددې مظلوم ملت دردونه ' ستونزې او کړاوونه نه ګوري په عوض ددې چې ددې بېچاره ملت په زخمونو د ملهم پټۍ کیږدي هره ورځ پرې مالګه دوړه وي نو ژر دی چې ان شآءالله دوی به د خدای پاک د سخت عذاب سره مخامخ شي.

هغه متل دی چې وایي پې له چرګه به هم سبا شي. نو بې له دوی به هم خدای پاک په افغانستان کې د سباوون رڼا راولي.

سرچېنه: مجاهد ولس دولسم کال / لومړۍ او دویمه ګڼه ۱۳۷۲ هه ش کال

غوراوی د اجمل اټک یوسپزي

- سبا شي
بېرته شاته