(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

یوسپزي

[15.Apr.2021 - 07:31]

يوسپزي به منې

لیک: پروېش شاهین

  که يو اړخ ته پښتانه په نړۍ کی لويه قام قبيله ده نو بل اړخ ته ور کی يوسپزي  په شمير او د زمکی په حساب د ټولو نه لوی او ډير دی

 که چری د رګويد دا جلدونه tribes of rig vedaاو geography of rig veda او afghanistan and its geography in rig veda او بياgeography of gandharaاو ورسرهvedic indexدواړه جلدونه ولوستلی شی نو د پښتنو داصل نسل وطن خاوری او قبيلو درک به تری په اسانه ولګيدی شی او که زه شاهين يې په پيژندنه کی تير وتی يم نو زما د تير وتنی به سمونه وکړی شی

 دغه زړو قبيلو کی يوه لويه او ياده او جنګيالۍ قبيله يوسف زی هم ده چی په اساکه اشواکا اسپاسی او اساکينی په جدا جدا هيوادونو کی ياده شوی ده

 دا قبيله د خپلو غښتلو مټو د زور او غوره شهسوارۍ اس پالنی په سوب دومره نوموړی وه چی ددغه يادی اس شهسوارۍ اس ځغلونی او اس ساتنی په سوب هم دغه د اس اسپه اشو اشواک اسوال په نوم ي تل پاتی نوم پاتی شو چی د عربی فرهنګ په سوب په اسف او يوسف وا غوختلو

 دا نامتو قبيله لکه چی د پخوانه مشره او د اقتدار کاله پاتی شوی وی ځکه چی د لوی عيسا ع نه په سونو کالونو مخکی هم دی قبيلی خپله پيسه coinايستی وه او هم ي خپل توتم totomلرلو چی دا بيلګی ي دا شاهين بنده په خپل قدرت کی لری 

 ددوی د هغی توکم نه ددوی دهغی وخت د مذهب او عقيدی او توهماتو درک هم لګی 

 که د ايران او دسکندر د مورخانو اونن ورځ کی د عالمانو ډاکټر دانی ډاکټر ډار  ډاکټر اميد ډاکر منور ډاکټر  ای باګيو د پی ايچ ډی د اکسفورډ يونان او کيمرج پوهنتنونو کتابونه وکتلی شی نو بیخی به په ډاګه شی چی کله د لوی ايران د داراګانو او د لوی يونان د باچا فيلقوس څوک چی د لوی سکندر پلار و تر منځه د مرګومار او سر ورکی جنګونه وه نو دارا هم له دی اس پاله يوسف زو څخه جنګی او توانه مټی بوولی او په خپل ذاتی ګارډ کی بهرتی کړی وی

 بيا چی د فيلقوس د ژوند ورستۍ جګړا کی لوی دارا په يونان يوه خونړۍ حمله وکړه کومه کی چی يونان ماتی وخوړه او دا هم دغه موقع وه چی دی اس پالو د يونان د ايتهنز او سپارټا مندری و سيزلی

 بيا چی کله سکندر واکمن شولو او په ملکونو ي تيری شورو کړل نو ددارا د ماتی نه وروستو يې غريز خو جنګيالی هيواد چی دغه وخت کی د خپلی پلازمينی باختر په سوب په بکتريا نوميدله افغانستان ته مخه وکړله 

 لوی مورخان ددی ځای د نورو ډيرو سوبونو سره سره دا هم جوته وی چی سکندر په دی پوهه و او مشاهده ي وه چی د دارا د لښکر غوره جنګيالی هم دا باختريان دی نو که دی يا خپل نه ک.ړی شی او يا قبضه نه کړی شی نو هسی نه چی سبا ته بل دارا پيدا شی او دوی بيا د ځان ملګری کړی

 نو خو ددی ټول بيان نه دا هم نه دی انګيرل په کار چی ګوندی لوی باختر کی يواځی دا اس پاله قبيله وه قبيله خودا ډيره ورستو غټه شوی ده چی ور کی ډير نور پتمن خلق او قبيلی ګډی شوی او ددوی خوړ ي سيند کی بدل کړی دی او نه دا چی دغه لوی باختر کی دپښتنو اونورو قامونو او قبيلو خلق نه وو 

 مالوميګی داسی چی ورستو ورځو لکه چی دوی د هيواد بره برخی برخی وی او ټول د کونړ ننګرهار ناوا پاس باجوړ کيمور شهزادی تمرا ګړا بلام بټ اوچونو تالاش  نه تر چکدری شاميزو شموزو نيک پی خيل بابوزو سوليزو او جنګی خيلو سمسوره باغ باړۍ قبضه کړی وی او يا جوړی په ورژو پسی ي دا هجرت کړی وی چی بيا ورستو تر پيښور او سری سمی هم خواره شوی وی

 دوی ته د لوي باچاهۍ ډيری موقع په لاس ورغلی خو چونکی دوی بی سره دی د سر لپاسه سر نه منی يو بل ته اوګه کوزول کمزوری ګڼی ورسره د علم او فن او د قلم کتاب سره ي ډزی کړی دی ښځه پاکه وينزه ګڼی  څه تړم غوندی مذهب هم منی خو سره د خپل محلی کلتوره د مذهب په نوم په جنګ پسی ي هر وخت بډی رانغښتلی وی د امداد او ورکړه راکړه څخه ي ورانه وی او لکه چی د جينکو تعليم تربيت ته سپک ګوری نو هم دغه شان کسبه چی ددوی لاس و پښی دی او ددی خاوری ښايست دینو ي هم د ځان نه شوکولی ګڼی په پيسو او خوراکونو دايمان نه زيات مين دی د قام د خير ښيګ ړی د کارونو نومونه نه ي قامی ډکشنری بیخی خوشی ده دځان ددروغو په صفتونو خو هډو مړيګی هر راروی ي د سترګو تور وی

 او بيا ننی دروغژن سياست خو پاک ليونی کړی او نوکه نيزه کړی دی سحر يو ګوند کی ماښام په بل ګوند کی اکثره ي پرتوګ د يوی جنډی او قميص د بلی جنډی کورونه ي د رقم رقم جنډو د لاسه پاک د بابا ګانو زيارتونه ښکاری

 نو هم دا لوی سوب او علت دی چی دا نوموړی اس پاله او لکه د مچ ميږو ګڼه قبيله د نن ورځی د سياست او سيادت نه بی نوا او محرومه پاتی ده

 نړۍ د فږقامونو په علمی ونډه کی دا لکه د د قاتی ملخانو هم ره ګڼه او ياده قبيله څه ټکنالوجی ساينس ان ون شن ډسکوری  او ميډيا لری خو په خپله د بل حجره کی ناستی ته خوشاله او هر کمزوری نه په تمه چی ما ته نايک وايه

 ددوی نه چی څوک هم باهر تللی دی نو لکه د شوقدر دشپی شته شوی او شتمند شوی دی

 مننه دا ژړاګانی او افسوزونه که می مړ نه کړی نو زوړ خو به می خو ارو مرو کړی

 خټک که پردی غمونه نه کولی نو زړيده به نه

 

 

 

 

 

 

 

په ویدونو کې د یووالي تصور

لیک: وکاس خان یوسپزی

رګ وید، یجر وید، سام وید او اتهر وید نه یواځې د اریایانو څلور سپېڅلې کتابونه دي، بلکي ددې زدکړې د پښتنو سربېره د نورو اریایي النسله وګړو لپاره هم مهمي دي.

ددې سره سره د دینیاتو او اخلاقیاتو زدکړیالانو له هم پکار ده' چې دا زاړه علمي اثارونه یو ځل هرو مرو ولولي؛ ځکه چې په ویدونو کې د یووالي تصور ډېر لرغونی پروت دی' خوا که هغۀ انسانانو یووالی دی، که حیواناتو، حشراتو او نباتاتو یووالی دی.

که دا اخلاقي یووالی دی، که قومي او مذهبي یووالې دی' نو په دې کې لکه د سامي مذهبونو غوندې ویره، کرکه، تعصب، ترهګري او انتهاپسندي وغېره نشته او نۀ هوس او لالچ ورکړی شوی دی' بلکي د کاینات د ټولو څیزونو لپاره په یووالې کې خیر غوښتی شوی دی.

د ویدونو تعلیمات د هر خاص و عام، ښۀ و بد، انسان و ځناور، حشرات و نباتات حتی د انساني وجود د مختلفو اندامونو وغېره لپاره هم دي؛ لکه د بیلګې په توګه

 

(۱) ټول څیزونه دې ما ملګری وګڼې؛ زۀ به هم ټول څیزونه دوستان وګڼم!

(یجر وید)

(۲) راځئ' چې موږ ټول د یو بل ساتنه وکړو, یو ځای وخورو وڅښو, یو ځای د میړانې کارونه وکړو او د یو بل څخه کرکه ونۀ کړو ـ 

(اتهر وید)

(۳) ټولې ناروغۍ او پلیت خیالونه وباسه؛ د دوښمنۍ او تربګنۍ ټول خیالونه زموږ څخه لرې کړه ـ 

(رګ وید)

(۴) زۀ هر بشر سره مینه کوم! خوا که هغۀ شرېف وي او که رزیل وي ـ

(اتهر وید)

(۵) زموږ غوږونه دې یواځې خیر واورې، زموږ سترګې دې خیر ووینې او موږه د سم او کلک وجود سره د ژوند سفر وکړو ـ 

(اتهر وید)

(۶) یو بل سره داسې مینه او محبت کوئ' څنګه چې یوه غوا د خپل خوسې سره مینه کوې ـ 

(اتهر وید)

(۷) زوی د خپل پلار او ښځه باید د خپل خاوند سره په نرمو ټکو کې خبرې وکړې!

(اتهر وید)

(۸) ورور دې د ورور څخه کرکه نۀ کوي، خور دې په خور مهربانه شي؛ په نیک نیتۍ سره د یو بل سره خبرې اترې وکړئ!

(اتهر وید)

(۹) ذکي او حلیم الطبع جوړ شئ، د یو بل په مصیبتونو کې شرېک شئ؛ په خپلو کې اتفاق، مهربانۍ او یووالۍ سره اوسئ، په خپلو کې نرمې او خوږې خبرې کوئ!

(اتهر وید)

(۱۰) نیک عملونه سل کاله ژوندي وي، له دې څخه بل غورۀ مسلک نشته؛ خو خپلو کړنو سره په خپله اروا څۀ داغ ونۀ لګوئ

(یجر وید)

(۱۱) هوښیارانو د تجربې په زور مرګ ته ماتې ورکړې ده ـ

(اتهر وید)

(۱۲) په خیرات کې دوه ګونه برکت وي' ورکولو او اخېستلو والا پکې دواړه ماجوره وي ـ

(اتهر وید)

(۱۳) وړومبی وړ خوراک څښاک میلمه له ورکړه، د هغوي میلمستیا وکړه؛ بیا خپله وخوره!

(اتهر وید)

(۱۴) خدای دې وکړې' چې موږ ټول خوشاله یو؛ کاش چې موږ خپلې کړنې د ضبط و ترتیب او د کفایت د اصولو سره سمې خوشاله کړو ـ 

(رګ وید)

(۱۵) ایا تاسو ټول د فرض پر لاره یو ځای ځئ؛ ایا تاسو د سوکالۍ سره د خپلې پرمختیا ذرایعو باندې فکر کوئ؛ ایا تاسې په درکړی شوې د علم په غرض یو بل سره همغږي کېږئ؛ ایا تاسو د پوهانو په لاره تګ کوئ!!!

(رګ وید)

(۱۶) ای خلکو! خپل زورونه د ټول بني نوع انسان په پرمختیا سیوا کولو کې ولګوئ؛ مینې او یووالې سره خپلمنځې تعلقات ځانګړتیاوې لري! ستاسو د زړه حرکت د ټولو انساني زړونو د حرکتونو سره هم اهنګ وي ـ 

(رګ وید)

(۱۷) د څپېړې ځواب څپېړې سره مۀ ورکوئ! چا سره د ټګۍ په بدل کې ټکي مه کوئ، د چا چالاکۍ ځواب په رزیلانه چال سره مۀ ورکوئ، بلکي د څپېړو او ښېراؤ په بدله د نېراو (دعاګانو) پنډونه ورسم کړئ!

(رګ وید)

(۱۸) مالداره خلک دې مال په غرېبانو وخوري؛ مال و دولت د یو ځغلندۀ ګاړې د پایو پر څېر دی' چې کله یو څخه وي او کله بل څخه

(رګ وید)

(۱۹) د شوم سړې مال بېکاره دی، څېړنه دا چې ددۀ تباهۍ ده ـ

(رګ وید)

(۲۰) روښانه وجودونه دې په سوکالۍ وي, مینځ، اوبه، خوشکه، مټه، معدنیات او د نړۍ ټول حیوانات و نباتات دې په امن وي، هر ځای دې خوشالۍ وي، هر ځای دې سکون وي ـ 

(یجر وید)

 

دا وو د ویدونو ځینې اشلوک چې زموږ ته یې د علم الاخلاق اعلا اصولونو سربېره د نړۍ د یووالې تصورات هم وړاندې کړل ـ 

***

ماخذ و سرچېنه: هندو اخلاقیات

- پرویش شاهین
بېرته شاته