(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

روسانو د پنجده سېمه

[03.May.2022 - 12:44]

روسانو له افغا نستانه دپنجده سیمه په څه ډول ونېوله؟

لیک: ډاکتر لطیف یاد

پنجده هغه سیمه ده چې په اصل کې دافغانستان یوه برخه وه او دبادغیس دمرغاب ولسوالۍ ته څیرمه دکشک دسیند په ختیزه څنډه پرته ده چې دمرغاب سیند ورسره یوځای کیږي اواوس دغه سیمه دترکمنستان دهیواد پورې اړه لري .

دپنجده سیمه دافغانستان په تاریخ کې دسلطان غیاث الدین غوري له زمانې نه ۱۱۷۷زیږدیز /میلادي نه دهرات له توابعونه شمیرله کیدله او دافغانستان پورې تړلې سېمه وه.

په نولسمه عیسوي پیړۍ کې کله چې تزاري روسانو دمرکزي ایشیا برخې لاندې کړې نودغو سیمو ته دروسانو پر مختګ انګریزان چې دهند په نیمه وچه یې واکمني کوله په اندیښنه کې واچول . روسانو مرکزي ایشیا دنورو سیمو دنیولو تر څنګ په ۱۸۸۴ زیږیز/ میلادي کال کې دمرو او سرخس سیمې هم ونیولې او هغه یې په خپلو نیول شوو ځمکو کې ور ګډې کړې . په دغه وخت کې چې روسانو مروه او سرخس ونیول نوافغانانو ته داویره پیداشوه چې ګنې روسان پر هرات برید ونکړي او دغه سیمه هم لاندې نکړي. افغانانو په دغه وخت کې دا ادعا وکړه چې مرو او پنجده دافغانانو دخاورې یوه برخه ده او باید روسان له هغو ځایونو نه ووځي .

هماغه و چې دافغانستان واکمن امیر عبدالرحمان خان دجنرال غوث الدین خان په مشرۍ زرتنه سرتیري دپنجده سیمې ته ورولیږل.

جنرال غوث الدین خان څوک و؟

---------------------------

جنرال غو ث الدین خان چې په نایب سالار غوث الدیخان لوګري سره هم مشهوردی دمحمد عیسی خان زوی او په قوم زقوم خیل اورمړ او دلوګر ولایت دبرکي برک او سیدونکی و.جنرال غوث الدین خان نور درې ورونه هم درلودل چې یو یې ملک سعادت خان نومید چې هغه دلوګر ولایت دبرکی برک ولسوالۍ داورمړود قام مشروا و بل یې عزیزخان و چې دامیر عبدالرحمان خان په وخت کې دپنجده حاکم واودریم یې ملک محمد شریف خان نومید.

جنرال غوث الدین خان سربیره پردې چې په پنجده کې دروسانو خلاف وجنګید دامیرعبدالرحمان خان په وخت کې دایران اوافغانستان تر مینځ دسرحدي پولو دټاکلو په ډله کې هم ګومارل شوی و.دی بیا په میمنه ( فاریاب) کې هم حکمران وټاکل شو اوهلته یې ډیرګټور کارونه ترسره کړل چې یو پکې دسرحوض دبند جوړول و.هغه یو مدبر انسان و چې په ۱۹۰۶ زیږدیز/میلادی کال کې وفات شو اوپه مزارشریف کې دحضرت شاه ولایتمآب روضې ته څېرمه خاوروته وسپارل شو.

جنرال غوث الدین خان او دپنجده جګړه:

------------------------------------

روسان چې دپنجده سیمې ته دجنرال غو ث الدین خان په مشرۍ دافغاني سرتیرو له ورتلو نه خبر شول نو یې افغاني پوځونو ته ګواښونه وکړل که چیرې تاسو په (۲۴) ساعتونو کې له دې سیمې بهر نه شوئ موږ به درباندې برید وکړو. افغانانو دروسانو ددغه ګواښونو پروا ونه ساتله .له بلې خوا دانګریزانو پوخیان چې پخپله یې دلته نږدې شتون درلود افغانان هڅول او دافغاني پو ځونو مشر جنرال غوث الدین خان ته یې ډاډ ورکاوه چې روسان ددې جوګه نه دي چې پر دوی برید وکړي او دوی به یې ملاتړکوي، خو بر عکس روسانوله خپلو دریو زرو تنو سرتیرو سره د۱۸۸۵ زیږدیز/میلادي کال دمارچ دمیاشتې په ۳۰ نېټه پر پنجده برید وکړاو ددوی او دافغاني سرتیرو تر مینځ خونړۍ جګړه وشوه. په دې جګړه کې ډیرشمیر روسي سرتیري ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول او دافغاني لوري نه پکې ۳۰۰ تنه شهیدان او ۸۶ تنه ټپیان شول . روسانو پنجده ونیوله او افغاني پوځونه مات شول . دانګریزانوسرتیري او پوځي افسران هم چې دغې سیمې کې نږدې ول دروسانو له ویرې هرات ته وتښتیدل ان چې دروسانو دبرید اوویرې له کبله ددوي په پوځی مرکز کې دډیرو انګریزي سرتېرو او افسرانو نه بوټان هم پاتې شول .دوی دا کار هم ونکړ چې خپل جګړه ایز وسایل او ټوپک افغانانو ته ورکړي څو پرې دروسانوسره جګړه وکړي . حال داچې همدغو انګریزانو دامیر عبدالرحمان خان سره دا تړوڼ لاسلیک کړی و چې دبهرنیوتیریو په وړاندې به دافغانستان ملاتړکوي چې دوی دروسانوددې بربنډه تیري په وړاندې دافغاني پوڅونو هیڅ ډول ملاتړ هم ونکړ. په دې توګه افغانستان دپنجده او ددغې سیمې نورې برخې لکه آق تپه ، چمن بیداو دسلیم چینه سیمې له لاسه ورکړې .

ددې مقالې په لاندیني برخه کې دجنرال غوث الدین خان انځور لیدلی شئ !

--------------------------------

ماخذونه:

- طبقات نا صري، دمنهاج السراج

- افغانستان درمسیر تاریخ

- wikifeqh

۴- دپنجده په اړه زما( لطیف یاد) شخصي یادداشتونه.

- څنګه ونېوله
بېرته شاته