(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

PSDP دپښتنو قامي

[07.May.2022 - 10:58]

دپښتنوټولنیز ولسولیز ګوندSozialdemokratische Partei der Paschtunen(PSDP)  چې دپښتنو رسالت  ورپغاړه دی  د ټولو پښتنو ګډ کور اوشریک ملي (قامي)سنګردی چې، د پښتنو د قامي شعور او احساس د رابیدارولو ،د ولسولۍ  په  چوکاټ کې د پښتنو د حقوقو د لاسته راوړنو، سوکالۍ، ابادۍ، خپلواکۍ  او قامي وحدت   لپاره  بې له ستومانتیا او ستړتیا، دپښتني دود، رواج، دستور، عنعني اود پښتونولۍ  د ارونو (اصولو)سره سم مبارزه اوهلي ځلي کوی،  چې دخپل بنسټ راایسي  په دې لاره کې د ډیرو تودو، سړو، ربړو، ستونزو، کړاونو او د سختو  ازموینو سره مخ شوی ، خو خپله ډیوه ئي بله او روښانه ساتلی ده . 
دغه راز دهیواد دننه اوبهر ځیني کولتوري ټولنې سیاسي او غیرسیاسي خوځښتونه دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند پیداوار (تولید) ، لاسته راوړنه او ثمره هم ده .
پښتانه ټول د یو وجود حیثیت لري، دپښتنو ټولنیز  ولسولیز ګوند (PSDP) په دې پوره یقین اوباور لري چې " تر څوپوري پښتنو خپل قامي پیژند (تشخص) نه  وي  پیداکړی، تر هغې  پورې  د  دوئ ټولنیزي  (اجتماعي) ربړي ( مسئلي) نه شي حل کیدلی او هیڅ  یو پښتون دپت، عزت ، درناوي او  سرلوړۍ  مقام موندلی  نه شي .

- سنګر
بېرته شاته