(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتانه کوچیان

[09.May.2022 - 16:47]

پښتانه کو چیان 

لیک: ډاکتر لطیف یاد

ما د کوچي د عمره ځار کړې

 د سبايي اور يې بليږي دوی ترې ځينه

 

کوچیان چې په انګریزی کې ورته ( نامیډ ) وایی دافغانستان هغه پښتانه دي چې دپیړیو پیړیو راهیسې دخپلو اوښانو ، پسونو ،میږو ، وزو او غواګانو سره دیوې سیمې نه بلې سیمې ته ځي او تل په لیږد کې دي اوډیر سرګردانه او لالهانده او ستړی ژوند لري .کو چیان په عمومي ډول په ژمي کې تودو سیمو ته او په دوبی کې هغو سیمو ته ځي چې ښې ورشوګانې او څړځایونه ولري . کو چیان نه ځمکې لري نه کورونه ا ونه هم بله شتمنی او یوازې یو ه شلیدلې کیږدۍ ،څو پسونه ، میږي ،وزې (بزې ) ا و اوښان ددوی شتمني ګڼله کیږي . دوی ته دژوندانه هیڅ آسانتیاوې نشته او دافغانستان دتیرو وختونو ټولو واکمنانو او حکو متونو له دوی سره سخته جفا کړې ده. دبیلګې په تو ګه ددوی دروغتیا غم یې نه دی خوړلی ، ددوی ماشومانو ته یې دښوونې او روزنې په برخه کې پام نه دي کړي، دوی ته یې داستوګنې کورونه نه دی جوړکړي ، ددوی دڅارویو او حیواناتو درو غتیا غمه یې نه ده خوړلې او دوی یې له خپلوټولو مد ني، انساني او سیاسي حقوقو نه بې برخې ساتلي دي او دګران افغانستان په برخلیک کې دوی ته هیڅ مو قع نه ده ورکړل شوې او بر خلاف تل دوی تحقیر شوي او په سپکه ستر ګه ورته کتل شوي دي .ددغو کو چیانو شمیر په ټول افغانستان کې ددریو او څلورو ملیونو په شاو خواکې ښودل شوي دي . پښتانه کو چیان دغلجیو او درانیو کو چیانو په دوو مهمو ډلو ویشل شوي دي. دغلجیو کوچیانو دمهمو قبیلو نه داحمدزیو، سلیمانخیلو ، خروټو ،اندړو ،الیا س خیلو ، ترکو ،څولیزیو ، دوتاڼیو ، ملا خیلو ، ناصرو ، نیازیو، اکا خیلو او نورونو مونه اخیستلای شو . همداراز په درانیو کو چیانو کې داڅکزیو ، اسحق زیو ، نورزیو، الیزیو او نورو دراني قبیلو نومونه دیادونې وړ دي .

په افغانستان کې دکوچیانو ورشوګانې، څړځایونه او دتګ راتګ لارې معلومې دي. دوی هڅه کوي چې په داسې ځای کېږدۍ ووهي چې لږ تر لږه که ډېرې اوبه نه وي دومره خو وي چې خپله یې وڅښي او څارویو ته یې ورکړي. کوچیان د څارویو له لارې پیسې هم ترلاسه کوي.دوی چې کله له ښارونو سره اړوي شیدې ( پۍ ) خرڅوي، مستې پلوري، کورت جوړوي او خرڅوي. همداراز دوی دپسونو وړۍ ، دوزو وژغڼې او دڅارویو دپو ستکو دخر څولو له لارې خپله ګوزاره کوي او خپلې ور ځنۍ اړتیاوې پوره کوي .په لویو اخترونو کې ښارونو ته پسونه او نور څاروي د خرڅلاو لپاره وړي.چې کله په پسرلي کې مېږې، وري پیدا کوي د هغو یو شمېر وریو پوستکي خرڅوي.

څه باندې ۳۰ کاله پخوا په افغانستان کې د دولت په صادراتو (ایکسپورټ ) کې یو مهم توکی د څارویو پوټکي( څرمن) او د څارویو کولمې وې خو د جګړو له امله او د دې لپاره چې یو شمېر کوچیان ځایي شوې دي دغه صادرات لږ شوې دي.

ځینې کو چیان په دوبی ګې دهزاره جات ایلبندونو ته ځي او ځینې هم هرات ،غور ، بادغیس ، میمنې ،جوزجان ، سرپل ،مزار شریف او ځینې هم بیا بغلان ، کندز ، تخار او بدخشان ته .

په ژمي کې دوی تودوسیمو لکه :ننګرهار ،لغمان ،کونړ کندهار او همداراز دډیورنډ دپولې اخوا سهیلي پښتونخوا او کوزې پښتو نخوا ته ځي .

دافغانستان تیرو څلورو لسیزو جنګ جګړو دکو چیانو پر ژوند انه ډیرې منفي اغیزې کړي دي . په افغانستان کې دروسانو تر تیري او یرغل ورو سته ددوی دڅړ ځایونو په لارو کې ډیر خنډونه رامینځ ته شول او ډیر ځله ددوی پر کیږدیو بمبارۍ شوي دي او ډیر خلک پکې وژل شوي دي او دالړۍ اوس هم روانه ده .

همداراز په افغانستان کې دمیدان او وردګو ولایت دبهسودو سیمې ته دهزاره ګانو له خوا دا کو چیانوپرتګ راتګ باندې بندیز لګول شوی دی.

که څه هم په افغانستان کې دحامد کرزي درژ یم په راتلو سره کو چیانو ته یو څه واړه امتیازونه ورکړل شوي دي دبیلګې په تو ګه دافغانستان په پارلمان ( ولسې جر ګې ) کې دوی ته دلسو استازو ( نمایندګانو ) حق ورکړل شوی دی او اوس دوی په ټول افغانستان کې د۱۲۵ په شاو خواکې ښوونځي ( سکولونه ) لري چې ۷۴ یې لو مړني او نورې یې لیسې (های سکولونه ) او ځینې یې د قرآن شریف دارالحفا ظو نه دي چې په ټول افغانستان کې ددوی ۳۸۰۰۰ زره تنه بچیان په زده کړو بوخت دي ،خو بیا هم ددریو یا څلورو ملیونو کو چیانو په پرتله داشمیر ډیر لږ دی.ددوی دغه ښو ونخي په کابل، پکتیا، لوګر ، ننګرهار ، میدان ، غزني ، زابل ، کندهار ، هیلمند ، هرات ، بادعیس ، او دهیواد په خینو شمالي ولایتونو لکه بغلان ، کندز کې دي .

یوشمیر کوچیان دڅلورو لسیزو جنګ جګړو له کبله په پاکستان او پښتونخوا کې ځایي شوي دي او په افغانستان کې هم یو شمیر کوچیانو مځکې اخیستې دي او سوداګرۍ ته یې مخه کړې ده ،خو د یو شمیر اټکلي سرشمیرنو له مخې یې شمیر لا هم شاوخوا لاهم دریو او څلورو میلیونو ته رسیږي.

په افغانستان کې دولت اړ دی چې د اساسي قانون له مخې کوچیانو ته ځمکې ورکړي او د کرنې په برخه کې دوی ته کار پیدا کړي.

کوچیان په افغانستان کې بنسټیز حق لري او د دې هیواد خلک دي نوځکه باید دافغانستان په سیاست او برخلیک کې دوی ونډه ورکړل شي او ټول حقوق یې تامین شي .

کوچیان یوازې په افغانستان او پاکستان کې ژوند نه کوي. د یو شمیر نړیوالو سرشمیرنو له مخکې اټکل کیږي چې په ټوله نړۍ کې له دیرشو نه تر څلویښت میلیونه کسان کوچیان دي.

د پاکستان او افغانستان تر څنګ په ایران کې هم د ملګرو ملتو د یونسکو د ادارې د سرشمیرنې له مخې د دې هیواد له اویا میلیونه اوسیدونکو نژدې یو نیم میلیون کوچیان دي.

په شوروي اتحاد ( سوویټ یو نین ) کې چې د شلمې پیړۍ په پيل کې د سو شلسټي انقلاب بریالی شو او بیا یې د منځنۍ ایشیا سیمې لاندې کړي هلته کوچیان ډير وو، خو بیا د شوروي اتحاد د واکمنۍ په وخت د دوی شمیر د نشت برابر شو،خو د اتیایمې لسیزې په پای کې چې کله شوروي اتحادړنګ شو نو د منځنۍ ایشیا هیوادونه هم سره بیل شول او له دغه بیلتون سره په یو شمیر هیوادو کې لکه قرغزستان کې اقتصادي ستونزې ډیرې شوې چې له دې سره هلته د کوچیانو شمیر ډير شو

په عربي هیوادو کې هم کوچیان شته او د دې هیوادو په یو شمیر سیمو کې کوچیان د اقتصادي ستونزو له امله نه دې پيدا شوي.دعربي خلیج په شتمنو هیوادو کې سربیره پر دې چې د یو شمیر کوچیانو ژوند ډير ښه شوی دی یعني پیسې یې پیدا کړي دي ،خو لاهم کوچیتوب غوره ګڼي ،ان په سعودي عربستان کې د سلطنتي واکمنې کورنۍ غړي اوس هم میاشتې میاشتې په بیدیاوو کې تیروي او کوچیتوب ژوند یې خوښ دی. عربان کوچیانو ته بدوي وایي او ایرانیان یې بادیه نشین یا باد ه نشین بولي.

د نړۍ نور کوچیان ډير لږ له یوه هیواده بل ته ځي ،البته د تاریخ په اوږدو کې داسې نه و کله چې د هیوادو تر منځ پولې نه وې نو کوچیان چا نه ایسارول ،خو اوس ایراني کوچیان د ایران دننه له یوې سیمې بلې ته کډه کوي، دعربستان کوچیان همداراز د عربستان دننه ، د قطر، امارات او یو شمیر نورو عربي هیوادو کوچیان هم همداسې دي. خو د افغانستان او پاکستان کوچیانو تګ راتګ لږ شوی او ورځ په ورځ د دوی شمیر کمیږي، ځکه چې هڅه کوي چې ځایي شي.

https://www.facebook.com/Mina.Washindey/videos/631093097841807

- ډاکتر یاد
بېرته شاته