(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سلېم راز تلین

[18.May.2022 - 14:56]

دسليم راز صاحب تلين

لیک: اقبال حسین افکار 

 سليم راز د فکروفن په حواله د خپل عصر ځانګړې شخصيت

 

سليم راز صيب په څير خلق په يو انساني ټولنه کښې   خال خال پيدا کيږي چې په يو وخت  د ژوند په ګڼو څانګو کښې ځانګړتوب لري.‌ سليم راز ددغسې شخصيتونو نه يو وو چې د سياست، ادب ، صحافت په څانګو کښې يې خداې ورکړي صلاحيتونه کارولي وو هغه يو انقلابي شاعر د اعلي پايې نثر ليکونکې وو چې هر نثر منظوم کلام  ليک يې هم د هغه فکر ترجمان وو هم په دې حواله د هغه په نثري ليکونو کښې چې ورکښې د نظم نثر په کتابونو سريزی هم شاملې دي تنقيدي شعور پريوانه وو. سليم راز صاحب د خپل فکر د ليلا ليونے  مجنون وو. په دې هغه د هرې قربانۍ راتير شوې دے او که څومره هم مالي ،ځاني سختو سره مخ شوې دے خو د خپل فکر د ليلا لمن يې نه ده پريښې او نه يې ورسره بې وفائي کړې ده. ياد او استاد شاعر   سيف الرحمان سليم صاحب وائي چې سليم راز صاحب کاکاجي صنوبر حسين خپل فکري لارښود ګڼي هغه د فکروفن په حواله د اجمل خټک او قلندرمومند په دائره اثر کښې وو

سرحدونه مې نظر کښې نه ځائيږي 

د  نړۍ  د  هر  وطن  زه باشنده يم 

 په فني او فکري حواله هغه د خپل اسلوب خاوند وو. د هغه هر شعر هر نثري نظم د هغه د فکر ترجمان په عملي توګه هم ړومبې تر آخره په خپل مقام ولاړ وو. د هغه په نثري ليکونو او کالمونو پښتو ، اردو تنقيدي شعور پريوانه وو دغه نتقيد به په استعمار او سامراج هم وو، او په نړۍ کښې د هغه په استحصالي سرمايه دارانه نظام هم وو. هم په دغه حواله هغه د ادب د نظم او نثر په کتابونه څومره هم سريزی ليکلي دي په هغې کښې د هغه نقد نظرياتي يا فکري دے

دا  څنګه  سپرلے  دے  چې  اثر  يې   جدا  جدا 

زه شلوم ګريوان او ته په زلفو کښې ګلونه دے

سليم راز صاحب په 1939 کښې د اشنغر چارسدې داوې سيمې په سوکړ کلي کښې زيږيدلے تر څوارلسمه يې سبق ووئيلې وو.

  محترم سليم راز صيب د ورځ پاڼه شهباز ،بانګ حرم سره  د ځنو مجلو مدير پاتې دے.د انجمن ترقي پسند مصنفين خيبر پښتون خوا د کاکا جي صنوبر حسين , فارغ بخاري ,رضا همداني نه روستو فعال غړے او سکتر وو  - روستو د پاکستان په کچ د انجمن ترقي پسند مصنفين مرکزي تنظيم جنرل سکتر پاتې دے روستو ددغې تنظيم غړو د پاکستان په کچ د خپل تنظيم  ټول عمري صدر وټاکو. په کال 1986 کښې يې ړومبې عالمي پښتو کانفرنس په پيښور کښې کړې وو او په 2011 کښې دويم عالمي کانفرنس د  پيښور په نشتر حال  کښې کړې وو. د ټول پاکستان د بيله بيلو سيمو په ادبي کلتوري سيمينارونو ,کانفرنسونو کښې په حيث د پښتو ن دانشور ګډون کړې دے.دې سره د افغانستان ,هندوستان او چين او نورو ملکونو په نړي والو کانفرنسونو ,سيمينارونو کښې نه سرپ ګډون کړې بلکې په پښتو ادب يي ګټورې مقالې اورولي دي.

ښاغلے عبدالحميد زاهد " د سليم راز سريزې " کښې يو ځاې وايي " سليم راز يو نه ستړے کيدونکې انسان دے - په دې اتياکلن عمر کښې هم (که په وجود کمزورے هم دے خو جزبې ځوانې لري ) هر ځاې هر محفل ته ځان رسوي - په دې غرض چې خپل انقلابي پيغام نوي کول ته ورسوي - د يو تکړه مبارز او ريښتوني انقلابي رهنما کار هم دا ويښاغلے راز مايوسه نه دے - خپلو زلمو ته لارښودنه کوي "

درنګ ساعت له راختونکے دلته نمر دے

مسکا باندې شفق له پورې غر دے

پړق زاره د تورې شپې زر په چاؤدو ده

چې مايوس نه شئ ملګرو بس سحر دے

محترم سليم راز صيب د اکادمي ادبيات پاکستان اسلام آباد د بورډ آف ډاريکټر څو کاله غړے پاتې دے ددغې ادارې لايف فيلو (ټول عمري غړے ) دے ـ سليم راز صيب د هغه علمي ,ادبي ,تنقيدي صحافتي خدماتو په ترس کښې ګڼ شمير ايوارډونه ,ستاين ليکونه دولتي او اولسي ادارو ورکړي دي چې د ياد وړ ورکښې د پاکستان صدارتي تمغه حسن کارکردګي ( دپاره د ادب ) او د افغانستان له خوا ستاين ليک ورته د اولس مشر استازې او مشر سفير ډاکټر حضرت عمر زاخيل وال  په اسلام آباد کښې په يو خصوصي دستوره کښې ورکړې وو.

ښکلا او ژوند سره الفت به کوو 

دا عبادت دے عبادت به کوو

دوه ميين زړونه چې په زور بيلوي

دغې سماج نه بغاوت به کوو

که مونږ نادار ,بادار په دار خيژوي

رازه د خوارو حمايت به کوو

محترم سليم راز صيب د اشنغر کلي سوکړ دوآبه کښې ملک  آمان خان کره عيسوي کال 1944 مارچ کښې زيږيدلے دے پلار يي پوليس افسر وه.راز صيب د کالج د وختو د يو مترقي انقلابي په حيث ادبي ,سياسي هلې ,ځلې شروع کړې وې د قيدوبند تکليفونه برداشت کړي دي د پلار اختلاف هم د خپلې  لارې په شا نه کړو خو په کال 2002  کښې  عملي سياست نه په څنډه شو - ولے په علمي ادبي لاره يې تر آخري ساه فکري، عملي ، تخليقي خدمت ترسره کړو. اوس د سليم راز صيب په بابله اجمل خټک بابا وايي-

د مينې په دنيا کښې مې حسن ښکلے رازه

د فکر سر درو کښې مې د ننګ هغه شهبازه

د وينې په سرخۍ کښې مې د نوې پښتو رنګه

د زړه په سور رباب کښې مې د وخت ښکلي آهنګه 

د قام په افق باندې باندې د يو سپين سحر پيغامه

د ملک په ميخانو کښې د پښتو د ادب جامه

د ګړدې پښتو خوا د ترقو نه ډک ارمانه

د ټول انسانيت د خوشحالو ساز و سامانه

زما درته دعا ده چې حاصل مې د دعا شے

د وخت تورو تيرو ته لکه ستورے دسبا شے

د پښتو د دوه شعري مجموعې د سپرلے او زه لمحه ،لمحه قتليږم سره  " تنقيدي کرښې " " يقين "(اردو) "د ادب تنقيدي مسايل " " د رحمان بابا فکري مطالعه " مزاحمتي ادب ، له باړې تر باړه ګلۍ يې د رپورتاژ کتاب دے.

ښاغلي عبدالحميد زاهد  د سليم راز سريزې په مختلفو کتابونو ليکلي سريزو انتخاب د سليم راز سريزې  په نوم چاپ کړې ښاغلي صايم علي صفدر د هغه د اردو کالمونو انتخاب د راز کي باتيں په نوم چاپ کړې دے. زما د معلوماتو مطابق ډاکټر حنيف خليل  " د سليم راز فن او شخصيت " په نوم ليکلې وو نه پوهيږم چې هغه چاپ دے کنه خو   او د اکاډمي ادبيات پاکستان له خوا د معمار پاکستان د پروګرام تر مخه د ښاغلي روښان يوسفزي په سليم راز صيب شخصيت او فن کتاب د چاپ دے - دغه سحر بونيري هم د سليم صاحب د پښتو کالمونو يو کتاب د مزدور سنګر پبليکشن له خوا چاپ کړې دے. د ښاغلي عبړالحميد زاهد تاليف " د سليم راز سريزي دے " په دې لړ کښې پروفيسر ډاکټر اسماعيل ګوهر وايي " يقيناچې عبدالحميد زاهد د پښتو ښه شاعر دے د هغه شعري مجموعه دوه ځله چاپ شوه - خو زه د موضوع د اهميت او افاديت په اساس وايم چې " دسليم راز سريزې " به عبدالحميد زاهد ژوندے ساتي ـ سليم راز صاحب په دې حواله خوش بخته د هغه په ژوندانه هغه ته په دولتي سطحه غير سرکاري سطحه درناوې ورکړې شوې دے د چتراله تر کراچۍ او د لاهوره تر آمو د پښتنو سره په دې منطقه کښې د هرې ژبې اديبانو ، شاعرانو او منورينو نازولے دے.

سليم راز صاحب په 1939 کښې د اشنغر چارسدې داوې سيمې په سوکړ کلي کښې زيږيدلے تر څوارلسمه يې سبق ووئيلې وو. او په 2021 د څو مودې د ناروغتيا روستو د پيښور کښې وفات شو او د خپل کلي سوکړ په هديره کښې خاورو ته وسپارلے شو اللّه دې په ګور نور اوره وي. آمين

اقبال حسين افکار17.05.202

- افکار
بېرته شاته