(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مولانا فضل محمود

[27.May.2022 - 13:25]

28مئي 1948 ستر اتل ارواښاد مولنا فضل محمود مخفی .

 

ډېر کم پښتانه او د باجوړ زياتره خلک  خپل قامي اتل روښان فکره لوستې سیاست مدار مولنا فضل محمود مخفي نن هم نه پېژني ! ېو ورځ مې ېو لوستي کس نه په باجوړ کښې پوښتنه اوکړه ما وائل ، مخفي صېب پېژنې ! وائل آو مفتي محمود صېب پیژنمپښتانه د پردو د نصاب له برکته د مخفي صېب پشان د اتلانو دهغوئې د کار زيار او قامي مبارزې نه خبر نه ديمخفي صېب د ازادۍ د وخت هغه ستر قامي مبارز وو چې تش د خبرو نه د مېدان عملي سړې وو  د غازي امان الله خان سلاکار پاتي شوې وو په 1919 کښې په کابل کښې د استقلال په غونډه کښې چې کله د روس سفير د مخفي صېب فی البديهه وېنا واورېده نو هغه اووئل کاش چې پدې خاوره ېو پينځه مخفيان نور وې نو د پيرنګېانو زغلول آسان وو .

مخفي صېب باچا خان په قامي سياست کښې خپل استاذ ګنړي خپل کتاب دهغه په نوم کوي ولي خان ئې صفتونه کوي د مخفي صېب د سیاسي فراست دا لوېه نښه وه چې هغه د شلمې پېړۍ په اول کښې وائل که پښتانه علم پوهه حاصله نه کړي غلامي ئې چرې نه ختمېږي ځکه باچاخان او مخفي صېب د ټولو نه ړومبې پښتنو له سکولونه جوړ کړل مخفي صېب به دا هم وائل د قامي شعور لپاره په ټولنه کښې ډېر کار ته اړتيا ده مخفي صېب د سیاسي بصیرت نښه دا هم وه چې خدائي خذمتګارو ته ئې په 1936 کښې وائل داسې برېښي چې ويني د پښتنو توئيږي زندانونه د دوئې ډک دي خو ګټې به راباندې کانګرس اوکړي .

عبد الاکبر خان اکبر وائي دا ستر اتل په 1921, کښې ما په لکړو کښې د ترنګزو باباجي سره پداسې حال اوليد چې جامې او څپلې شليدلې وې پدې حالت کښې لګيا وو په لکړو کښې د پښتنو ماشومانو لپاره سکول جوړولو .

د مخفي صېب په ژوند ېو کتاب ځلمي هېواد مل په کابل کښې ليکلې بل مهم کتاب فضل زمان شلمان ليکلې د فضل شلمان کتاب خامخا واخلئ او د مخفي صېب د ژوند د قامي اړخ نه ځان خبر کړئ !

د مخفي صېب په ژوند به تفصيلي ليک ان شاء الله  سبا شريک کړو .

 

مولانا فضل محمود مخفي وائي ! جهالت ېوه تېاره ده که ېو قام هرڅومره ژوندې وي خو که د جهل په تېارو کښې وي دا په مړ حساب دې که د نړې د نورو قامونو پشان پښتانه زده کړو ته ملا اوتړي نو تیارې به په رڼا بدل کړي.

 

اې جهلهورک شئ مونږه دې ورک کړو

مونږه ورکېږو آرمان آرمان دې

جهل نشه ده سړې پې مست وي

زمونږ هر تن مست پخپل ځان دې.

 

مولانا خانزېب.

 
- مخفي
بېرته شاته