(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شوکت حیات

[01.Jun.2022 - 08:14]

سپيځلے پښتون ښاغلے شيخ شوکت حيات خان

لیک: اقبال حسین افکار

زمونږ په روزمره استعمال کښې دا خبره اکثر خلق کوي چې دادنيا د چا د مخه ودانه ده. د ماده پرستۍ په دې دور کښې چې غالب اکثريت په ذاتي ګټو پسې زغلي ما ګڼل دا ستونزه زمونږ ددې ملک يا منطقې ده خو داسې نه ده وړمه ورځ د اکادمي ادبيات پاکستان يو کانفرنس ته د برازيل ، ترکي او جرمني منورين راغلي وو دغه کانفرنس خو ونه شو خو ددغې منورينو سره اکادمي ادبيات پاکستان د يو ناستې بندوست کړې وو په دغه مهال جرمن سکالر هائز ورنر ويسلر په خپلو خبرو کښې ووئيل چې د سويت روس د ماتيدو روستو نن په نړۍ کښې نظريو سر خوړلې او انفراديت او د ذاتي ګټو دپاره دپاره هر څوک لاس ښپې وهي نو په داسې صورت حال کښې يو داسې شخصيت چې خانداني حواله د ټولنې خان وي ورسره د حکومتي کچ د لوړې رتبې آفسر وي او په روحاني حواله د علم و فضل خاوند وي او بيا هم د هغه مزاج کښې عاجزي وي ، انکساري وي او پښتونواله وي نو دغه شخصيت مثالي پښتون،  انسان او مسلمان دے. زمونږ د پښتنې ټولنې دغه ښاغلے شخصيت ډير زيات د قدر وړ او محترم  شيخ شوکت حيات خان څوک چې د پښتنو په علمي ادبي کلتوري سماجي ،سرکاري او سياسي حلقو کښې د شيخ شوکت په درنه نامه يادولې او خوښولې شي د پوليس ګروپ آف پاکستان د سنيئر ترين آفسر آئي جي پي ګريډ 22 هغه هم پنځه کاله پرله پسې هم په دغه ګريډ کښې تير کړل خو متاسفانه  سره د دانشورۍ ترې سيکټري جنرل جوړ نه شو شائد وجه يې هم دغه وه چې نه هغه چاپلوس وو او نه يې د حکمرانو د خوشحالۍ دپاره د آئين او قانون نه روګرداني کوله. يو ورځ پخواني وزير اعظم نواز شريف وپوښت ستا چائس څه دے ؟ مطلب دا چې کومه چوکۍ دې خوښه ده . شيخ شوکت حيات خان ورته وئيل هيڅ چائس مې نيشته. وزيراعظم ورته وئيل بيا به دې مونږ په خپله خوښه چرته لږه وو ، شيخ شوکب صاحب ورته  وئيل او  صحيح ده ګريډ 22 به وي نو،  روستو هغه ته هغه وخت د  آئي جي موټر وے په حيث د چارج اخستو حکم وشو چې شوکت حيات خان د خپلې ناروغتيا په وجه د اسپتال په روغتون وو. کله چې د نواز شريف په ځاې ښاغلے خاقان عباسي وزيراعظم شو او احسن اقبال وزير داخله شو نو هغه ترې د پروټوکول دپاره کسان او ګاډې وغوښت نو شوکت حيات خان ورته په ډانګ پئيلي ووئيل چې وروره  په  موټروے پوليس کښې د پروټوکول ډيوټي نشته که تاله زه  کسان او ګاډې در کړم او سبا حادثه وشي نو ددغې کسانو  وارثان به مانه شهيد پيکيج غواړي زه به يې ورکولې نشم هغوي به عدالت ته ځي او جج به ماته وائي چې دا ته له څنګ سينيئر آفسر يې چې د قانون نه خبر نه يې. دغه رنګ هغه شيخ صاحب د موټروے پوليس نه نيشنل پوليس بيورو ته بدل کړې شو . هم د نيشنل پوليس بيور نه د ډاريکټر جنرل په حيث ريټائرډ شو يو ورځ ورسره مونږ په دفتر کښې ناست وو چې د پاکستان د سپورټس بائيک ډيلران او کارخانه دار  ورله  راغلل هغوي په موټر وے ددغې بائيک د چلن اجازه غوښته ده ورته اووې چې د موټر وے رولز ريګوليشن بيان کړل بيا يې ورته ووئيل چې تاسو يا عدالت ته لاړ شئ يا پارليمنټ ته خو دغه خلقو به دې نه پيژنده کله چې هغوي د خپل دولت په نشه کښې غير اخلاقي خبره وکړه نو بيا ورسره شيخ صاحب خپله پښتونواله وکړه، دغه وخت ما يو پښتون پوليس جرنيل په جلال کښې ليدلې وه زما په خيال د دغې  پيښې روستو به دغه خلق د هر پښتون آفسر سره په تميز خبرې کوي. محترم شيخ شوکت زه د عيسوي کال اتيايمې لسيزې نه پيژنم هغه هم ما د پښتو د يو ليوني خدمتګار شاعر ليکوال په حيث پيژني تل يې مينه داد او ډاډ راکړې دے کله چې څو کاله له مخه د موټر وے پوليس آئي جي ولګيد نو ماته يې کال وکړو. وئيل زه اسلام آباد ته راغلې يم ما وئيل اطلاع وکړم د اچلاسونو نه به مې خبره وے خو ګورې پروټوکول ورکښې نه وي زه به د يو عام سامع په حيث درځم بيا دغسې وه محترم  شيخ شوکت حيات خان خاصو اجلاسونو سره مياشتيزو غونډو ته هم راتلو کله کله به يې مونږ ټول ميلمانه کولو.‌ د هغه سره د پښتنې مينې دا تړون روان دوان وو پکار دي زمونږ ددغې کچ آفسران او پروفيسران سټيس کو ماته کړي او دغسې غونډو ته ګډون کوي ددوي ددې عمل سره عام ولس له دوي رنګ اخلي او دغسې ادبي کلتوري اجلاسونو کښې ګډون کوي دغسې زمونږ ټولنه د تهذيب په لور روانه شي

د محترم شيخ شوکت حيات خان هر  دفتر به سم  د پښتنو حجره وه د علم و دانش خبرې به هم وے ، طنز و مزاح به هم وه او کلتور به هم وو. شيخ صاحب د پښتو فوکلور  ادب او تاريخ ژوره لوسته لره په دې لړ کښې د مختلفو عالمآنو ، آديبانو مورخينو کتابونه لوستي دي خداې پاک ډيره زوره وره حافظه ورکړې ده دغه  کتابونه  ورته ټکي په ټکي ياد دي. له دې سره  د عربۍ، فارسۍ انګريزۍ ادب وسيع لوسته لري ددې ټولو ژبو مختلف  لغتونه ورسره دي په پښتو کښې چې  څومره لغتونه ليکلې شوي دي هغه يې هم ټکي په ټکي لوستي دي دغسې هغه د لفظ د معنې تل ته د کوزيدو هڅه هر وخت  کوي تر څو چې ورکښې بريالے شوې نه وي ورپسې ګرځي د پښتو د کلاسک شاعرانو سره د جديد دور د استاذانو شاعرانو نه تر رحمت شاه سائل ، آباسين يوسفزي او نورو شاعرانو شعرونه ورته ياد وي. هر نوے کتاب اخلي او لولي يې ځاے  په ځاے يې انډر لائن کړې وي.‌ او چې ليکوال سره هر څوک ورسره په دغه کتاب خبره کوي په دليل او منطق ورسره بحث کوي د هغه سره په ناستو کښې د ادب طالب علمان ډير څه زده کړيله دې نه د هغوي د تنقيدي شعور اندازه سړے لږولے شي. د شيخ شوکت حيات خان په شخصيت کښې يو  مکمل نقاد پټ دے خو دغه نقاد هغه په باقاعده توګه راميداني کوي نه کله کله چې ورته ووئيلې شي نو په کتاب او شخصيت ليک  کوي چې نقد ورکښې خامخا وي د ليک او وينا انداز يې د حجرې جمات وي يعني علميت او ظرافت ورکښې څنګ په څنګ روان وي هغه پخپله هم وائي زه نيم ملا او نيم ډم يم د ژوند ددې طبقې د خلقو سره نه سرپ مينه کوي بلکې ډير احترام ورکوي اکثر خپلو کشرانو آفسرانو ته تلقين کوي چې ددې  ځپلې طبقې دا خلق چې ورکښې ملا، شاعر، اديب او سندر غاړي شامل دي ډير مهم خلق دي که  له ځانه  د کار خلق جوړول غواړۍ نو ددې خلقو سره ناسته کوي ددوي اورئ دوي له مينه ورکوئ يو وار ورته يو شاعر خپل کتاب ورکړو څو ورځې پسته بيا راغې ورته يې وئيل زما کتاب مو ولوست شيخ صاحب د هغه کتاب را واخست چې ځاې په څاې په په سور قلم کرښې راښکلې شوې وے. او  بلکل لوستې مې دے  شاعر ورته وئيل څه نظر لرۍ زما د شاعرۍ په بابله شيخ صاحب ورته په ډانګ پئيلي ووئيل زما خو درته مشوره ده چې بل څه شغل شروع کړه او د شاعرۍ نه لاس واخله. يو بل ملګري ترې د خپل کتاب باره تپوس وکړو نو شيخ صاحب وئيل تا چې دا کتاب چاپ کول بائد چې  ړومبې فلاني، فلاني ته ښولے وو زما يقينناً هغوي به ښه مشوره درکړې وه. شيخ شوکت حيات خان په نثر کښې يو کتاب " زه اوژاړم که اوخاندم " چاپ دے چې اسلاميه کالج يونيورسټۍ د ايم اے په کورس کښې شامل دے.

خويشکي د ښاغلو او سپيځلو پښتنو يو داسې کلې دے چې پښتو او پښتونواله ورکښې مکمل ژوندۍ ده په دې يوويشتمه صدۍ کښې د پښتنو ددې کلي سره تعلق لرونکي  اعلي تعليم يافته شخصيتونه او سرکاري لوے لوے آفسران په مادي او روحاني حواله د پښتون کلتور ژوندے نمونے وي

په معلوم تاريخ په اوږدو  کښې ددې کلي پښتنو په قامي تحريکونو کښې د نورو پښتنو سره څنګ په څنګ تللي دي د. ډاکټر عبداللّه جان عابد د وينا مطابق خدائي خدمتګار تحريک اساسي غړے ملک شير علي خان چې د تعلق يې د خويشکي سره وو د شپږو کتابونو مصنف وو او په کمال اتاترک يې دوه جنګ نامې ليکلي دي ديوان شير د ملک شير علي خان ډاکټر عبداللّه جان عابد د هغه د ديوان منتخبات په کتابي بڼه چاپ کړې دے چې ورکښې د شيرعلي خان قامي اخلاقي او روماني شاعرۍ څه نمونې چاپ دي د دغه په سريزه کښې پروفيسر پرويز مهجور خويشکي  ډاکټر عبداللّه جان عابد ته ددغې دور کم عمره مرتب کوونکې وئيلې. د ملک شيرعلي خان هم عصر ددې کلي لوے شاعر مير حسن اخون دے څوک ددې دور د ښاغلي محقق او نقاد سيدالامين احسن نيکه دے.د بايزيد پير روښان د مکتب لوے شاعر ارزاني خويشکي هم ددې سيمې وو اوس اوس محترم معصوم هوتک ددې خويشکي سره تعلق لرونکي شاعر چې د خان خوشحال خان خټک هم عصر شاعر دے ديوان چاپ د ملک شير علي خان او ميرحسن اخوند صاحب نه روستو دې خاورې دپروفيسر ډاکټر  پرويز مهجور، استاد فرهاد غالب ترين، پروفيسر ډاکټر عبداللّه جان عابد، پروفيسر ډاکټر همايون همدرد، سيدالامين احسن، ډاکټراسفنديار دراني په څير شخصيتونه ددې خاورې راپيدا کړي دي چې پښتو ادب ته يې ناوياته پيرزونې کړي دي او له کوي يې د پښتو د روزنې ، خورنې او پالنې دا کړۍ لکه د کابل سين روانه او بهانده ده. خويشکي کلې د نوښار او چارسدې ترمينځ په لاره د کابل سيند په غاړه پروت کلې دے خلق يې ډير ښاغلي او سپيځلي پښتانه دي

زمونږ محترم شيخ شوکت حيات خان هم ددې کلي د پښتنو په  يو درنه کورنۍ کښې د حاجي جان محمد خان کره په 30، ستمبر 1959 کښې زيږيدلې دے پرائمري او مډل يې د خپل کلي د سکول نه کړې دے او لسم جمات يې ګورنمټ هائي سکول نمبر 2 نوښار کينټ نه کړې دے  دولسم يې د ايډورډ کالج نه کړې او د بيچلر ډګري يې د اسلاميه کالج پيښور نه تر لاسه کړې ده او کال 1982 کښې په پوليټکل سائنس کښې ماسټر يې د پيښور يونيورسټۍ نه کړې دے له دې روستو څه موده په ګورنمنټ پوسټ ګريجويټ  کالج مردان کښې په ايډ هاک د پوليټکل سائنس ليکچرار پاتې دے هم دغه موده کښې يې د پبلک سروس کميشن امتحان پاس کړو او په پاکستان پوليس سروس کښې اے ايس پي ولګيد او د آئي ، جي ، پي ګريډ 22 کښې ريټائر شو. کله چې په کال 1994 کښې په  ملاکنډ ډويژن کښې د مولانا صوفي محمد په مشرئ کښې  نفاذ شريعت تحريک شروع شو هم دغه موده کښې شيخ شوکت حيات خان په دير ، سوات او بونير کښې ايس پي پاتې دے.هم دغه مهال يې پوره نورلس ورځې د خپل شهيډ  ملګري آفسر خان رازق صاحب په ملګرتيا خبرې شوي دي شيخ صاحب وائي يو ورځ د خبرو په مهال چې د ماسپښين د مونځ دپاره مو وقفه وکړه نو مونږ بيلې جمعې ته اودريدو نو صوفي صاحب تاسو بيل ولے اودريدې ما ورته وئيل ته خو مونږ سرکاري ملازمين  مسلمانان نه ګڼې نو تاپسې زمونږ روا نه دے. په 2008 کښې د فضل اللّه تحريک طالبان شروع شو دغه وخت شيخ شوکت حيات خان د ملاکنډ  ډويژن ډي، آئي، جي وو هم دغه دوران دده په دفتر کښې ميټنګ وو چې د راکټ لانچر پرې را اويشتې شو د قدرت کار ته ګوره چې خداې پاک ورکښې دې داسې بچ کړو چې نوک ته  يې هم نقصان اونه رسيد. شيخ شوکت حيات خان د صوم و صلوة پابند دے په هر دفتر کښې به ورسره د قرآن پاک او د قرآن پاک تفسير به پروت وو د تلاوت يې خپل وختونه وو دغه وخت به يې درته وئيل انتظار وکړه په هفته کښې به يې د قرآن پاک يو ختم کول د خبرو په دوران کښې به يې چې د حوالې دپاره تفيسر ته لاس کړو نو پاڼې به يې نه اړولې په يو ټک متعلقه آيات شريف را اووت. زما په خيال د سوات په بريد او بيا ددغې ځاے روغ جوړ راوتل هم دده په اخلاص د مونځو او قران پاک د تلاوتونو برکت وي. اللّه پاک دې په پښتنه ټولنه کښې د شيخ شوکت حيات خان غوندې خلق ژوندي سلامت لري او ددوي تخم دی له زيات کړي آمين

په درناوياقبال حسين افکار

 

ورځ پاڼه وحدت 31, مي اود جون 2022 لومړۍ ګڼه کښې په مينه او مننه د ګل محمد بيتاب

- افکار
بېرته شاته