(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ټکر ټولوژنه

[01.Jun.2022 - 08:39]

د ټکر خونړۍ پېښه

28مه می 1930ء

------------------

ليک: ډاکټر آیاز يوسفزی

تهٔ راته ووايه چې څهٔ پهٔ کربلا کې شوي

ما پهٔ ټکر او پهٔ بابړه تبصره راوړې (صابر)

د غاصب پيرنګي نه چې د خپلواکۍ ترلاسه کولو پهٔ لار کې د هند د نيمې وچې او د شا و خوا سيمې اولسونو څومره قُربانۍ ورکړې دي پهٔ هغې کې د پُښتون اولس پهٔ ځانګړې توګه د خدایي خدمتګار تحريک د غړو قُربانۍ لهٔ بل هېچا نه کمې نهٔ دي. دغه تحريک چې د خپلواکۍ لپاره د خپل مال او سر پهٔ بيه څومره سختې او تکليفونه ګاللي دي د خپلواکۍ د تحريکونو پهٔ تاريخ کې د هغې بيلګې ډېرې کمې ليدلی کيږي. د چارسدې د اُتمانزو خونړۍ پېښه، د بنوں د سپين تنګي ټول وژنه، د قصه خوانۍ د وينو سور سېلاب، د بابړې قیامت او د مردان د ټکر پېښه د خدايي خدمتګار تحريک او د دې سيمې د پښُتون اولس د تاريخ هغه خونړۍ او بوګنونکې تورې ورځې دي چې هره يوه ورځ يې د ظلم، جبر، تشدد، استبداد، استحصال او زياتي مخې ته پهٔ خپلواکۍ د مئينو پُښتنو کلک عزم، لوړې حوصلې او د جابر خلاف د غږ پورته کولو يؤ بيل او ځانګړی داستان لري.

پيرنګي چې کله د خدايي خدمتګار تحريک مخ پهٔ زياتېدونکی پرمختګ او د خلکو ترمنځ د دغه تحريک سره مينه او لېوالتيا وليدله نو وار خطا شو او د تشدد او جبر لهٔ لارې یې د دغه تحريک د مخې نيولو هڅه پيل کړه.

خدايي خدمتګار تحريک د خپلواکۍ پهٔ دغه لاره کې لهٔ ډېرو سختیو او ناخواليو راتېر شوی دی خو پهٔ خاصه توګه کال 1930م د دغه تحريک پهٔ تاريخ کې ډېر خونړی او د سختيو کال ؤ، پهٔ دغه کال پهٔ بيلا بيلو پېښو کې پرله پسې پيرنګي د ياد تحريک بلها غړي شهيدان کړل او ګڼ شمېر يې د ټول عُمر لپاره شل ګوډ او معذوره کړل.

هم د دغه کال د مۍ پهٔ مياشت کې پيرنګيانو پهٔ لويه کچه د خدايي خدمتګار تحريک د غړو پهٔ نيولو لاس پورې کړو او د ملک ټول جيلونه يې ترې ډک کړل.

د مردان ټکر نومې تاريخي کلی د باچا خان رحمة الله عليه د خدايي خدمتګار تحريک يؤ ستر مرکز ؤ. د دغه کلي ملک معصم شاه، ملک خان باچا، پير شهزاده، ملک عبدالمجيد، ملک حميد، سالار شمروز خان او نور ګڼ شمېر نوموړي خدايي خدمتګاران د يادونې وړ دي چا چې د دغه تحريک پهٔ پرمختګ کې ډېره غټه ونډه درلودله.

د تحريک د غړو د نيولو پهٔ دغه لړۍ کې پهٔ 26مه مۍ پيرنګی ايس پي مسټر مورفي ټکر کلي ته راغلو خو دغه ځای د مورفي او د ټکر د خدايي خدمتګارانو تر منځه خبرې ترخې شوې او د خولې شر پکې وشو.

خدايي خدمتګارو مسټر مورفي ته وويل چې تهٔ نن لاړ شه او سبا به مونږ پخپله ځان حکومت ته وسپارو. مسټر مورفي ورسره دغه خبره ومنله او لاړو.

پهٔ سبا ورځ يانې د مۍ پهٔ 27مه نيټه د دغه نوموړو خدايي خدمتګارانو سره د شا و خوا سيمې ټول پُښتانهٔ بدرګه شول او پهٔ سخته ګرمۍ کې د يؤ جلوس پهٔ توګه د مردان پهٔ لور روان شول.

د ټکر نه د پنځلس کلوميټره پهٔ واټن ګوجرو ګړۍ نومې ځای ته چې د زرګونو خلکو دغه جلوس کله ورسېدلو نو هم هغه پيرنګی ايس پي مسټر مورفي يې مخې له راغلو او د جلوس مخه يې ونيوله. هغهٔ به د اس لهٔ شا نه پهٔ خدايي خدمتګارانو ګوزارونه کول او ګڼ شمېر کسان يې ټپيان کړل.

پهٔ دغه وخت کې د ګوجرو ګړۍ تور سرې هم راوتلې وې او د جلوس پهٔ تږو ګډونوالو يې د څښکلو اوبهٔ ويشلې. پيرنګی ايس پي مسټر مورفي د خپل طاقت پهٔ نشه کې دومره ډوب او مست ؤ چې پهٔ هغه تور سرو يې هم ګوزارونه او تشدد پېل کړو.

پهٔ دغه وخت کې د سُلطان پهلوان پهٔ نوم يؤ خدايي خدمتګار خپله تمانچه راويستله او پهٔ انګريز ايس پي مسټر مورفي يې ډز وکړو او هغه يې د اس نه راوغورځولو. پهٔ دغه وخت کې د ګوجرو ګړۍ يوې تورسرې سواتۍ ابۍ د هغهٔ پهٔ سر د اوبو د ډک منګي ګوزار وکړو او هغه يې مړ کړو.

خو ملک معصم خان او ځينې نور خلک وايي چې مورفي آمين او سيد آمين نومې دوه وروڼو وژلی ؤ.

پهٔ سبا له د سحر راختلو نه وړاندې د شپې پهٔ تيارهٔ کې پيرنګي فوځ د ټکر محاصره وکړه او پهٔ خلکو يې ناڅاپي ډزې پيل کړې چې پکې شا و خوا اويا تنه خدايي خدمتګاران شهيدان شول لکه جُمعه سيد، باغي خان، صنوبر کاکا، سيد بلند کاکا، زړور خان کاکا او نور ډېر او د يؤ نيم سلو نه زيات کسان پکې ټپيان شول.

ويل کيږي چې د سارو شاه، وتکي، تمبلکو او شا و خوا نورو کلو خلک هم د ټکر د خلکو مرستې له راورسېدل. پيرنګيانو لهٔ ډېره تاوه د کلي شنې ونې او بوټي او د ډېرو مشرانو او خدايي خدمتګارانو کورونه او حُجرې هم وسوځولې.

د ټکر د دغه خونړۍ پېښې پهٔ اړه بلها پُښتو فولکري سندرې شته چې د دغه پېښې يادونه پکې شوې ده.

بايد د دغه شهيدانو دغه ستره قُرباني لهٔ ياده ونهٔ باسو ځکه چې هغوی خپل ژوند، خپل سرونه، خپلې خوشحالۍ او راحتونه زمونږ لپاره قُربان کړي وو. روحونه يې ښاد او ياد يې تل.

مرسته:

1. حضرت باچا خان: ايکنا سورات(ژباړه: غني خټک)

2. Civilian Jihad by Maria J. Stephan

3. ويکيپيډيا/انټرنيټ

4. ورځپاڼې

- ایاز یوسپزی
بېرته شاته