(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نصرالله جان وزیر

[01.Jun.2022 - 09:04]

د پروفيسر ډاکټر نصرالله جان وزير ادبي او علمي فعاليتونو ته ځغلند نظر

لیک: امان الله نصرت

ستا د ښايست ګلونه ډېر دي

ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه

 

دا يو جوت او رښتينی حقيقت دی هغه قامونه او ولسونه چې د خپلې ژبې د بقا او ارتقا غم او فکر ورسره نه وي، په  پرديو ژبو ېې اتکا کړې وي او د خپلې مورنۍ ژبې د اهميت او قدر احساس ونه لري بې له شکه  خپله ژبه له لاسه ورکوي او د ژوندۍ ژبې نوم ېې د مړو ژبو په لست کې په تورو ټکوليکل کېږي، د تاريخي شواهدو او اسنادو په حواله   په نړۍ کې يوشمير داسې  ژبو شتون درلود چې په خپل وخت کې له زيات شهرت نه برخمنې وې  خو بيا د بيلابيلو وجوهاتو له امله   د وخت په تېرېدو مړې او د لمنځه تللې وې او  لسګونه او سلګونه کلونه ېې هيڅ ويونکي نه درلودل خو د خپلو پردي شوو ولسونو په زيار او هڅو نوموړې ژبې دوباره راژوندۍ،  خپل نوی دور ېې پيل  او د ژونديو ژبو په کتار کې ودرېدلې۰

ژبه الله ج د يوه نعمټ او ډالۍ په توګه انسان ته  ورکړې  چې د افهام او تفهيم لپاره ترې کار واخلي، د زړه احساس پرې نورو ته ورسوي او خپل خيالات او افکار پرې څرګند کړي۰هغه وګړي چې د ژبې په اهميت او ارزښت نه پوهيږي او په سرسري نظر ورته ګوري، د پرديو ژبو تر اغيز لاندې راځي او بالاخره له خپلې ژبې پردی کېږي او په تدريجي ډول خپله مورنۍ ژبه د تل لپاره له لاسه ورکوي۰

که مونږ غواړو چې خپله ژبه، تهذيب او ثقافت ژوندی وساتو او د ترقۍ او پرمختګ ګلاليو او رنګينو پړاوونو ته ېې ورسوو نو  پکار ده لاس تر زنې او  بې تفاوته پاتې نه شو او شپه او ورځ د خپلې مورنۍ ژبې د علمي کولو او ودې لپاره ګړندي او بنسټيز ګامونه واخلو، علمي او ادبي اثار وکښو، اخبارونه، مجلي او درسي کتابونه وليکو او د عصر له غوښتنو او بدلونونو سره سم په خپله ژبه د خپلو خلکو اړتيا او ضرورتونه پوره کړو۰ 

د يوې ژبې د ژوند له ټولو اړينه او اساسی خبره داده چې هغه بايد د خبرو او ليکلو تر څنګ د تعليم ژبه شي او خپلو اولادونو ته په مورنۍ ژبه د زده کړې او تعليم زمينه برابره شی که نه نو په پرله پسې ډول به مو ماشومان د نورو ژبو تر اغېز لاندې راشي او خپله مورنۍ ژبه به هيره او د ليکلو او لوستلو پوهه به پرې  له لاسه ورکړي۰

ژبه او ادب له غني کولو او علمي کولو پرته هيڅکله ژوندۍ او خوندي نه شي پاتې کېدلای او بالاخره ويونکي د وخت په تېرېدو له  لاسه ورکوي، مري او د مړو او بې وارثه ژبو په لست کې ېې نوم ليکل کېږي۰

ژوندي قامونه تل هڅه کوي چې خپله ژبه، کلتور او ثقافت ژوندي او روښانه وساتي، د نورو ژبو له نفوذ او فرهنګي يرغلونو نه ېې خوندي کړي او د ورکېدو او مړه کېدو مخه ېې ونيسي۰

ژبه، ادب او کلتور د يوه ولس فرهنګي او تاريخي ميراثونه دي چې بايد هيڅکله له پامه ونه غورځول شي او د ټولنې ټول وګړي مکلفيت لري چې د پرمختګ، غوړېدنې او ځلونې لپاره ېې نه ستړي کېدونکی کار او هلې ځلې وکړي او د وخت او حالاتو د هر ډول ناوړه او منفي اغېز مخه پرې ورډب کړي۰

د ملي هويت ساتنه د هر انسان ملي، فطري  او انساني دنده ده ۰چې بايد پوره پاملرنه ورته وشي او په سرسري نظر ورته ونه کتل شي، ځکه کوم ولسونه چې د نورو د فرهنګي تاثيراتو ښکار شي ، خپل ملي هويت، کلتوري ارزښتونه او فرهنګي ميراثونه وبايلي او په نورو کې پيوند شي هغوی خپل ټول تاريخي او ملي افتخارات او پرتمونه له لاسه ورکوي او د وخت په تېرېدو د هېرېدو او ورکېدو تورو کندو ته لوېږي۰

مونږ بايد په پوره ميړانه، شهامت او ټينګ هوډ او ايمان د وخت له  هر ډول ننګونو او ګواښونو سره مبارزه وکړو او خپله ژبه په هر ميدان کې وځلوو او د نړۍ د نورو پرمختلليو ژبو سياله ېې کړو۰

مونږ ته ښايي خپل ملي فکر او نظر، ملي ګټي او ملي احساس تل ژوندی، پياوړی او غښتلی وساتو  او د ژوند په هر ډول ستونزو او کړکېچونو او لوړو او ژورو کې د خپلو ملي ارزښتونو او فرهنګي او کلتوري ميراثونو ټينګ خيال وساتو ۰

ستر پښتون شاعر او د پښتو غزل سرلاری امير حمزه شينواري څه ښه ويلي:

ما ټيټ ورته لېمه کړه زما سر نه ټيټېدو

شايد چې په الفت کې هم افغان پاتې کېدم

 

او په يوه بل شعر کې ېې دې موضوع ته داسې اشاره کړې چې:

حمزه سفر که د حجاز وي نو هم

زه د پښتون له قافلو سره ځم

 

او يا دا چې وايي:

ما حمزه ته يثربي باده خاونده

په ښاغلی پيمانه کی د افغان را

 

ستر صوفي شاعر  عبدالرحمن مومند  بابا بيا وايي چې:

چې کشور د افغانانو معطر شي

د هر بيت مصرع مې زلفې د خوبان کړې

 

او ټولمنلی شاعر او د توري او قلم اتل خوشال خان خټک خو تر مرګه د خپل قام د پرتم، سرلوړۍ او يووالي نغمې غږولې او په ډاګه ېې ويل چې:

 

د افغان په ننګ مې وتړله توره

ننګيالی د زمانې خوشال خټک يم

 

او بيا په يوه بل شعر کې ېې د خپلې پښتونولۍ او وطنپالنې اظهار په لاندې ډول کړی او وايي:

 

کاشکې ځوان د پښتانه په ننګ کې مړ وای

نه چې ګور لره روان شو له تلتکه

 

زمونږ تير مشران د حالاتو په نزاکت او د وخت په نبض ډېر ښه پوهېدل همدا لامل وو چې د خپل ولس د ملي شعور او روحيې د پياوړتيا او بيدارۍ لپاره ېې کار کاوه او  په شاعرۍ کې ېې ملي احساس، وطنپالنه او قومي مينه له ورايه ځلېدله او تر لرې لرې ېې ځلا او رنګونه رسېدل۰

زمونږ د مورنۍ ژبې او پلرنۍ خاورې دښمنان هڅه کوي چې زمونږ ملي ارزښتونه تت او کم رنګه کړي، زمونږ ملي هويت ته زيان ورسوي او زمونږ تاريخي ژبه په تدريجي ډول کمزورې، پيکه او د لمنځه يوسي، خو له ښه بخته چې مونږ په خپله خاوره کې د توري او قلم داسې اتلان او شهسواران  لرو چې د پښتو ژبې د دښمنانو ټولې دسيسې او شومې نقشي به شنډې او د لمنځه يوسي او د خپل قلم او فکر په زور به خپله پښتنه ژبه ورکېدو او مړه کېدوته پرېنږدي۰

د همدغه ميدان يو وياړلی، منلی او دروند نوم د ډاکټر نصرالله جان وزير صيب دي چې خپله ژبه ورته له هرڅه ګرانه او ارزښتمنه ده او د خپل پښتون قام مينه ېې په وينو کې په څپو او غورځنګونو ده۰

پروقيسر ډاکتر وزير په قوم وزير احمدزی (ميرايي وزيراو د ۱۹۶۴ کال  د جنورۍ په پنځلسمه د بنو د ډوميل په پښتنه سيمه کې زېږېدلی دی۰

ډاکټر وزير  دپېښور په پوهنتون کې  تر پي ايچ ډی خپلې لوړې زده کړې بشپړي کړي او ۲۱ کاله  ېې د بلوچستان پوهنتون د پښتو په څانګه کې   د استاد په توګه د ځوان کول په روزنه او پالنه کې کاري ونډه اخيستې او د خپلې ژبې او ادب لپاره ېې نه هېرېدونکی خدمتونه کړی دي۰

ښاغلی وزير له ۲۰۱۵ څخه تر دې دمه د پېښور پوهتون د پښتو اکاډمۍ د مشر په توګه ورسپارل شوې دنده پر مخ وړي او دغه علمي او څېړنيز مرکزېې په خپل شتون او نه ستړي کېدونکو خدمتونو لاپسې ځلولی او ښکلی کړی دی۰

دا درنه علمي سټه په رښتيا هم يوه ارزښتمنه او قيمتي ډالۍ ده چې الله ج په پښتنو لورولي او د د څېړني، ژبپوهنې، تاريخ او اولسي ادبياتو په برخه کې ېې ورته بې سارې مهارت، پوهه او لوړ استعداد وربښلی او د نوموړي د خوښې په همدې ميدان کې ېې ورته ډېرې ښې او تلپاتې لاسته راوړنې ورپه برخه کړي دی۰

ډاکټر وزير تر دې دمه په څلرويشتو بېلابېلو موضوعاتو علمي او څېړنيزې مقالې ليکلي چې خورا اړينې  او په زړه پورې شننې او سپړنې ېې پکې کړي او د تحقيق او تخليق زده کوونکي ترې د مستندو سرچينواو ماخذونو په توګه لازمه ګټه اخيستلای شي۰

ډاکټر وزير د نورو علمي کارونو تر څنګ په يو شمير بېلابېلو کتابونو ارزښتناکې  او خوږې سريزې او مقدمي ليکلي   چې  هغو ته ېې وزن او قوت وربښلی او د پام وړ ېې ګرځولي دي۰

پروفيسر ډاکټر وزير صيب د پښتو ادب له ځلانده او نومانده  ستورو څخه دی چې د خپلې ژبې او ادب لپاره ېې نه هيرېدونکي او ارزښتمن خدمتونه کړي او د پښتو د معاصرو اديبانو او ليکوالانو په لړ کې ېې نوم په زرينو کرښو ليکل شوی دی۰

د پښتو ادب د روان بهير په پرمختګ او پياوړتيا کې د ښاغلي وزير ونډه زيار او هڅې په رښتيا هم بې سارې او د ستايلو او ځلولو وړ دي او د هيچا له سترګو پټې نه دي۰ نوموړي په شعوري ډول د خپل ولس د ادبي او علمي کچې د لوړولو لپاره هر اړخيز کوښښونه او د پام وړ هلې ځلې کړي او په دې برخه کې ډېرې ښې او ګټورې لاسته راوړنې لري چې هېڅکله د هېرولو نه دي۰

پروفيسر ډاکټر وزير د پښتو ژبې  يو رښتيني خدمتګار، د روان ادبي بهير  اتل او سرلاری او د شعر او نثر د ميدان يوه بله ډېوه ده چې د علم او پوهې وړانګو ېې د پښتونخوا کلو او کورونو ته غزونې کړي او د ادب ګلالۍ وږمو ېې د لر او بر پښتنې خاورې په غرونو او تپو خپله رنګينه ساحرانه  لمن غوړولې ده۰

ښاغلی ډاکټر ظفر بخشالي  ډاکټر وزير د پښتو اکاډمۍ وياړ ګڼي او د نوموړي  د خدمتونو او کارونو په اړه ليکي چې:

د پښتو اکيډيمي وياړ ((

پښتو اکيډيمي پېښور پوهنتون د ډاکټر نصرالله جان وزير په وخت کښې تر اوسه پوري ۴۵ تحقيقي کتابونه او د پښتو لغت په نوم دوه زره مخه لغت هم چاپ کړي شو په راروان وختونو کښې په دے ټولو کتابونو مخکتنه او کتاب مېله هم کيدونکي ده چې په پکښې به زده کوونکو د پاره په ارزانه بيه کتابونه ورکولي شي ، د دوي تر څنګ د پښتو اکيډيمي کتابتون د پاره وادنۍ هم پراخه کړي شوه ، د ورکوټي اختر نه پس به يو بل قومي کانفرانس او ورکشاپونه هم کولي شي))

په رښتيا هم چې مونږ د ډاکټر وزير په څير ډېر داسې د کار او دستار سړي او وياړلي او منلي شخصيتونه لرو چې حساب پرې کيدای شي او د خپلې مورنۍ ژبې او پښتو ادب خدمت ته ېې د خپل ژوند ډېره برخه وقف کړې ده او لګيا دي خپلې ژبې او ادب ته د خپلو وينو سره او ښايستونه ورکوي او د زړه په مينه ېې پالنه پالي۰         

ښاغلی عبدالرحمن کاکړ  د ښاغلي ډاکټر وزير د کار او زيار په اړه په خپله يوه تبصره کې ليکي چې

 ((ډاکټرنصرالله جان وزير په رښتيا هم رښتونی، سپېڅلی او خواخوږی انسان دی. له پښتو ژبي او ادب سره يې مينه د ده له کار څخه معلوميږي. چې له کومه وخته ډاکټر صاحب چارج اخيستی دی، پښتو اکېډمۍ يې ډېره راپورته کړې ده،. په اکېډمۍ کښې ېې سيمينارونه، کانفرانسونه او علمي ناستو ته دوام ورکړی. هغه کتابونه يې چاپ کړي چې ډېر د ارزښت وړ ؤ  او ورته اړتيا وه، خو تيرو دورونو کښې چا نه وو چاپ کړي  نه شم وئيلای چې ځيني کسان دده مخالفت ولي کوي. ټوله پښتونخواه خو سيمينار ته نه شي راغوښتلای او نه دا ممکنه وي، . ډېر خلګ په دې خوابدي وي چې هغه صاحب ته  بلنليک نه وي استولی.شوی، الله دي ورته هدايت وکړې او بايد ډاکټر صاحب ته حوصله ورکړو ددې په ځای  چې بې ځايه نيوکي پرې وکړو))۰ 

له کومې ورځې څخه چې ښاغلی وزير د پېښور د پښتو اکاډمۍ د مشر په توګه ټاکل شوی نو ددې اکاډمۍ کارونو کې يو ستر او د پام وړ بدلون راغلی اواړونده چارې  او فعاليتونه ېې خورا اغيزمن او تند شوی دی۰

د نوموړې تر مشرتابه لاندې زيات شمير سيمينارونه، کنفرانسونه او علمي او ادبي غونډې شوي چې په تيرو وختونو کې ېې ساری نه ليدل کېږي او دا مثبت او ګټور خدمات د ډاکټر وزير د مدبرانه مديريت او نوښتګرو ګامونږ ښکارندويي کوي۰

د ډاکټر صيب د لارښوونو په سيوري کې تر دې دمه له پنځه څلوېښتو زيات  علمي او څېړنيز کتابونه چاپ او د لوستونګو ګټې اخيستنې او لوستو ته وړاندې شوې دي چې دا کار هم د ډاکټر صيب د زخمتونو او نه ستړي کېدونکو کوښښونو پايله او لاسته راوړنه ده۰

ښاغلي ډاکټر وزير د  پښتو اکاډمۍ  شپږمياشتينۍ پښتو  تحقيقي  مجله د تير په څير د خپل کار برخه وګرځوله او ټکني کېدوته پرېنښوده او له نېکه بخته چې د يادې مجلې  د چآپ چارې  د ډاکټر صيب د لارښوونو  پر بنسټ له معمول سره سمې  روانې او په خپل وخت د لوستونکو او مينه والو لاسونو ته رسېږي۰ 

د اورمړې ژبې د ودې او پرمختيا کار او زيار په ارزښتناک اثر د ډاکټر صيب وزير له پاملرنې او نظر  لاندې کار روان دی چې په هغه کې د اورمړې ژبې لغاتونه، لومړنۍ قاعدې، ګرامر او ځينې نور اثار او معلومات  چاپولی شي،

همدغه راز په پښتو-انګليسي ډکشنرۍ، د پښتو د ابتدايي زده کړو په  کتابونو (قاعدو) او  د ماشومانو په ادب ګړندی کار روان دی او تمه ده چې ژر به د چاپ په ګاڼه ښکلي او د لوستونکو لاسونو ته ورسيږي۰

د پروفيسر ډاکتر وزير په نوښت د ۱۴۵۰ قلمی نسخوچې د پښتو اکاډمۍ له مهمو لرغونو  او تاريخي اثارو څخه دي  د ډيجټلايزېشن کار بشپړ شو او نوموړي قلمي  اثار خوندي او له ورکېدو او لمنځه تللو څخه وژغورل شول۰  په يادو شوو قلمی نسخو کې ځينې ډېرې پخوانۍ او ارزښتناکي نسخې دي او لسګونه او حتی سلګونه کلونه قدامت لري چې د يو څو نومونه ېې په لاندې ډول دي:

 د خوشال  بابا دېوان

د رحمان بابا دېوان

د فردوسي شاهنامه

د شمس الدين کاکړ دېوان او نور۰

 

ددې تر ځنګ د پښتو ټول کتابونه به د کتابتون نوې ودانۍ ته يوړل شي چې دا به هم په خپل ځای يو ګټور او د قدر وړ کار وی چې د ډاکټر وزير په ځانګړي پاملرنه او نوښت به تر سره شي۰  

ښاغلی ډاکټر وزير د غوره تخليقي صلاحيتونو او پوهې څښتن دی او د يوه نوښتګر  څېړونکي او متبحر او  متفکر  عالم او دانشمند په توګه ېې ليکنې او څېړنې د ځوان کول د استعدادونو په روزلو او پاللو کې خورا ګټورې او اغېزمني دي او ډېری ځوانان ترې د علمي سرچينو او مستندو ماخذونو په حيث کار اخلي۰

ښاغلي وزير د خپلې ژبې د پرمختګ او بډاينې لپاره دومره ډېر او بې ساری کار کړی چې انسان ورته ګوته پر غاښ پاتې کېږي او د يوې لوېې اکاډمۍ سره سيالي کولای شي۰

 

ښاغلي وزير په خپلو ليکنو کې د هنري ارزښتونو او معياراتو پوره خيال ساتلی  او يو ډېر شمير څېړنيزو اثارو او ليکنو  ېې  په ملي او نړيواله کچه بې ساری شهرت تر لاسه کړي او زياتو قلموالو او علمي او فرهنګي شخصيتونو د نوموړی لوړ استعداد او فکري نبوغ  ستايلی او ارزښتمن او ګټور ېې بللی دی۰

ډاکټر وزير د سرشاره استعداد، ژور فکر، سپېڅلي احساس، پاک زړه  او لوړو خيالونو  خاوند دی او تل ېې هڅه کړې هغه څه وليکي او خپل قلم ته وسپاري چې د وخت او حالاتو سره برابر وي، د ټولنې او ولس اړتياوې پکې په پام کې نيول شوې وي او د خپل چآپېريال او ټولنې رښتينې او بشپړه  عکاسي او انځورګري پکې شوې وي۰ 

ښاغلي وزير د خپل ځواکمن قلم،  ژور تفکراو لوړ استعداد  په زور داسې ادبي او علمي پنځونې او تخليقات کړي چې د پښتو ادب په پياوړتيا او غښتلتيا کې بې له شکه بنسټيز او اساسي رول لوبوي او پښتو ژبه ېې په ادبي او علمي ارزښتمنه ګاڼه پسوللې ده۰

د اسلم څلورم خليفه حضرت علي کرم الله وجهه فرمايلي: من علمني حرفا فهو مولايي ژباړه: چا چې ماته يو حرف رازده کړ (راوښود) هغه زما مولا او بادار دی۰

 

او عبدالرحمن مومند ويلي:

زه رحمان حلقه بګوش د هر عالم يم

که اعلی دی که اوسط دی که ادنا

 

که د ډاکټر صيب وزير د خدمتونو او کارونو هرڅومره ستاينه او ځلونه وشي پرې ارزي او نوموړی ېې مستحق او حقدار دی۰

د ښاغلې ډاکټر  وزير صيب علمي او ادبي شخصيت ډير لوړ او له وياړه ډک دی او د پښتو د معاصرو ادبياتو په تاريخ کې به  په درانه او ښه نامه يادېږي،  پښتانه به ېې تل د مينې او احسان پوروړي وي او د پښتنې خاورې د  يوه رښتينې خواخوږي او خادم په توګه به ېې  لوی او واړه پوره  قدر او درناوی  کوي۰

د ډاکټر وزير نوم به د تاريخ په پاڼو کې تل خوندي او ژوندی وي او تر پېړيړ پېړيو به ېې راتلونکی نسل 

له علمي او ادبي اثارو او افکارو  ګټه اخلي او ثوابونه به ېې پس له مرګه هم د نوموړي اروا ته رسېږي۰

 

مړه هغه چې نه ېې نوم نه ېې نښان وي

تل تر تله په ښه نوم پايي ښاغلي

خوشال خان خټک

مونږ لاس په دعا يو چې د پښتو ژبې او ادب دا بې ريا او مخلص خدمتګار دې تل همداسې تاند، ځلاند، تپاند او هڅاند اوسې چې د خپلې ژبې او قام د خدمتونو او چوپړ دا سلسله او بهير همداسې ژوندی او ګړندی وساتي او پښتو ادب ته د لا زياتو تلپاتې ادبي  او تاريخي خدمتونو وياړ  او اعزاز تر لاسه کړي۰

د پښتو ژبې او ادب د روښانه او ځلانده راتلونکې په هيله

په ډېر ادب او درناوۍ

امان الله نصرت

۱۴/۶/۲۰۱۹

پېښور

 

د پروفيسر ډاکټر وزيز ادبي او علمي اثار:

۱غني خان حيات اور فن (اردو) تاليف

۲د ثقافت بېلابېل رنګونه (پښتو) ژباړه

۳په پښتو ژبه او ادب د افغانستان د ثور د انقلاب اثرات ( تاليف)

۴ژبه او ژبپوهنه ژباړه

 

نا چاپ کتابونه:

۱ –  د وزيرستان تاريخي او ثقافتي جايزه

۲ – 

 

تدوين شوي کتابونه:

۱دېوان ضياؤالدين

۲پښتونو کی تاريخ اور شجری

 

- هلوځلو ته کتنه
بېرته شاته