(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مرخیړي

[01.Jun.2022 - 12:20]

مرخیړي(خریړي ، پوڅکۍ):Mashroom

لیک: ډاکتر لطیف یاد

مرخیړیوته دپښتنو په بیلا بیلو سیموکې خریړي ،خمیري ،خامیړي ، خار میري ،خرړي ،ستوری ، غوښکۍ ،غوېښاکۍ ،دوړنګ ،ډينګرۍ، ايرړۍ،ګو بلکه ،خرمره ،مار پوچکي،خوټوری ـ دوڼلي ،کټوخی ـ کوړکوچک ،ګو منډا ، د ځمکې غوښه ،پوڅکۍ ،خومبه ، خومبه ویته ،دلیوه پسکۍ ،پسکې مالګه، ګو مانډه ،د هندو ټوپۍ، شیشتري، دینگري ،خیر دیگی،دخره ډګ ،ګیدړ چتر او دکارغه خولۍ هم وایي چې په انګریزي ژبه یې مشرومMushroom بولي. همدارازمرخیړیو یا خریړو ته په فارسي ژبه کې سمارق یا سماروغ وایی ،. خو ایرانیان ورته قارچ چتري او په عربی ژبه یې عيش الغراب او المشروم بولي چې ښه او ګټور خواړه دي.

مرخیړي د غوښې پر ځای خوندور او لږ کالورۍ لرونکي خواړه دي چې کولای شي د وزن پر کمولو ښې اغېزې ولري. که په هر ځل خوړو کې د غوښې پر ځای مرخیړي وخوړل شي نو اضافي کالوري به مو له بدنه لېرې کړې وي.مرخېړي دB ويټامينو او منرالو ښه منبع ده. معمولا د سلاتې سره خام خوړل کیږي، خو ځيني خلک یې د غوښې په څير په سيخانو کې د کباب په شا نې  پخوي او خینې خلک یې په غوړیو کې دپیازواو   رومي بانجانو ( ټماټرو )سره یوځای سره کوي .مرخیړي د شکرې ناروغۍ سربیره د وينې لوړ فشار او د زړه په ناروغيو اخته کسانو لپاره مناسبه غذا ګڼل کيږي.مرخیړي په خپل جوړښت کې پروبيوتک دي. پروبيوتک هغه خوراکي توکو ته ويل کيږي چې په کولمو کې  گټور ې باکترياوې له منځه نه وړي، بلکې د هغوی په وده کې مرسته کوي.مرخیړي بي ویټا مین ، ډي ویټا مین اوسی ویټامین هم لري او ددې تر څنګ کلشیم ، مګنیشیم ، پوتاشیم اومعدني مواد هم لري .

مرخیړي ترلسوزروپورې ډولونه لري ، خو ډیرډولونه یې بیا زهرجن  دي چې نه خوړل کیږي اوروغتیا ته زیا ن رسوي.تاسو به هغه غمجن خبر لوستلی وي چې یوکال دمخه دیوې  افغاني کورنۍ په کوم اروپایي هېواد کې همدا زهري مرخیړي راټول کړي وواو کله یې چې پاخه کړل ټول پکې مړه شول .

باید وویل شي چې زموږ په ګران هیواد افغانستان کې هم اوس دمرخیړیو کرکیله زیاته شوې ده ده په تیره بیاپه هلمند ولایت کې د مرخېړیو کرکېلې ښه نتېجه ورکړې او دا د کوکنارو د کښت لپاره یو ښه بدیل دی.همداراز دافغانستان په ځینو غرنیو سیمو کې هم ډیر ښه مر خیړي پیداکیږي .

......

- ډاکتر یاد
بېرته شاته