(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګېدړ، اس، ملۍ لنډې کیسې

[25.Jun.2022 - 07:33]

 

ژباړونکی: رڼاګل اریوبزی/ له الماني سرچینو څخه

ګیدړ اوآس / د ماشومانو له پاره لنډه کیسه

په تیروزمانو کې یوه بزګر یو وفادار آس درلود، خوآس زوړشوی و او نور يې د بزګر خد مت نه شوکولی. بزګر هم نور واښه نه ورکول او ویل يې چې اوس نوکومه اړتیا نه در ته لرم، دا به ستا په ګټه وي، که په ځان کي دومره زور پیدا کړې چې یو مزری دلته راته را ولې. په دې صورت کې دې د ځان سره ساتم، اوس ورځه، زما د غوجلې نه و وزه. په دې توګه يې بې وزله آس لرې بیدیا ته وشړه. آس ډیر غمکین واو دځنګل په لور روان شو، ترڅو هلته دخرابې هوا نه ځان وساتي. هلته د یوه کیدړ سره مخامخ شو. ګیدړ تري وپوښتل چې څنګه سرځوړند، غمګین او بې کسه دې خوا اوهغې خوا ته ګرځې؟ آس «آخ» کړل او ويې ویل چې حرص او وفا دواړه یو ځای په یوه کور کې نه شي اوسیدلی، څښتن مې هیر کړل چې په کلونوکلونو مې دهغه خدمتونه وکړل اودا چې زوړشوم، زور مې ولی شو او نور یوې ( قلبه ) نه شم کولی، نو اوس يې واښه او خواړه را باندې ودرول او له کوره يې وشړلم. ګید ړ ترې وپوښتل چې دراتلونکې په هکله يې هيڅ ډاد در نه کړ؟ آس ور ته و ویل چې ډادګیرنه يې لا بده وه. هغه را ته و ویل چې که په ځان کې دومره زور پیدا کړم چې ده ته یو مزری ور ولم، نو بیا مې له ځان سره ساتي، خو دی په دې ښه پوهیږي چې زه دا کار نه شم کولی. ګید ړ ورته و ویل چې زه مرسته در سره کوم. اوس ته د لته پریوزه، پښې وغځوه، ځان مه ځوځوه او د مړي په شان ارام پاتې شه. آس هغه څه کول چې ګیدړ ورته ویل. ګیدړ مزري ته، چې غار يې له دې ځایه ډیر لرې نه و، ورغی او ورته ويې ویل چې هلته یو مړآس پروت دی، راځه را و وزه، هغه غوړاوستا له پاره مناسب خوراک دی. مزری ورسره روان شو او کله چې آس ته ور ورسیدل، ګید ړ مزري ته و ویل چې ته خو پو هیږې داځای ستا کور نه دی، ښه به دا وی چې آس دهغه په لکۍ در پسې وتړم، ته به هغه خپل غارته وڅکوې او هلته به يې په ښه خوند او ارامۍ نوش جان کړې. مزري د ګېدړ مشوره خوښه شوه او آس ته داسې نږدې ودریده، ترڅو ګیدړ وکولی شي چې دآس سره يې وتړي. مزری ارام ولاړ و. ګید ړد أس په لکۍ دمزري پښې ټینګې وتړلې او داسې کلکې ګنډې یې ور وچولې چې مزري په خپل ټول زورهم نه شوې خلاسولی. کله چې ګیدړ خپل کار پای ته ورساوه، نو آس يې په اوږه وټپاوه او ورته ويې ویل چې اوس يې کش کړه، کش کړه. آس ناڅاپه په غورځنګ او په ترپکو شو اومزری يې په ځان پسې وڅکا وه. مزری داسې په رمباړو شو چې له ډاره يې په ځنګل کې ټول الوتونکي والوتل. آس دمزري د رمباړو پروا نه کوله، هغه يې له ځنګله په پټیو وڅکاوه او دخپل څښتن کور ته ورساوه. بزګر چې دا ولیدل، دآس په هکله يې په فکر ښه بدلون راغی او ورته ويې ویل چې د ځان سره دې ساتم او ښه پالنه به دې کوم. بیايې په رښتیا دمرګ تر شیبې پورې ښه او موړ ساته.

Ein Märchen der Brüder Grimm

 -------------------------------

 

تيــربــه ( مولۍ )  / د ماشومانو له پاره لنډ کیسه

ژباړه: پوهاند رڼاګل اریوبزی

په تیره زمانه کې دوه وروڼه وو، دواړه د سربازۍ په خد مت لګیا وو، یويې شتمن واو دا بل غریب و. دې غریب ورور غوښتل چې ځان د بې وزلۍ له ځورونې نه ازاد کړي، نو د سربازۍ جامې يې له تن وایستې او بزګر شو. ده خپله یوه ټوټه مځکه واړوله، د کرنې له پاره يې برابره کړله او تیربې يې پکې وکرلې. د تیربې تخم شین شو. په تیربو کې یوه تیربه ډیره لویه شوه، اوږده شوه، غټه شوه، وده يې په ځای نه د ریده او لوئيده پسې لوئیده. داتیربه د تیربو د شهزادګۍ په نوم یاده شوه، تل د شهزادګۍ په نوم یادیده او د شهزاد ګۍ په نوم به یادیږي. په پای کې دومره غټه شوه چې په هغه لویه کراچۍ کې لا ځای شوله، چې دوو غوایو به کش کوله. بزګر نه پوهیده چې په دې تیربه څه وکړي او په دې هم نه پوهیده چې بد بخت او که نیکبخت به يې کړي. په پای کې يې له ځان سره دا سوچ وکړ چې که ويې پلورم، نو ګمان نه کوم چې ډ یرې پیسې به په ترلاسه کړم، خوړل يې هم چندان ګټور نه بولم، ځکه د دې په ځای نوره وړې تیربې هم خوړلی شم. تر ټولو ښه به دا وي چې باد شا ته يې وروړم او له دې لارې د هغه درناوی په ځای کړم. تیربه يې په لویه کراچۍ کې بار کړه او کراچۍ يې په دوو غوایانوپسې وتړله، دربار ته يې ورسوله اوبادشا ته يې وبخښله. باد شا و ویل چېدا څه یو بې سارې شی دې، زما له نظره خو ډ یرشیان تیر شوي دي، خو دومره غټ شی مې تر اوسه نه دی لید لی، دا د کوم تخم نه راپیدا شوې ده او که ستا بخت ښه واو ته یو بختور ځوان يې؟» بزګر ورته و ویل چېاخ نه! زه یو بي وزله سر تیری وم، تنخوا مې ډیره لږه وه او په مړه ګیډه ډوډۍ نه رارسیده، نوځکه ما هم د سرتیرۍ جامې په میخ کې ځوړند کړې او د مځکې کرل مې پیل کړل. زه یو ورور هم لرم، هغه ډیر شتمن دی، تاسې ښاغلی باد شا هغه ښه پیژنی، خوزه چې بې وزله یم، ټولې نړۍ هیرکړی یمپه بزګر د باد شا زړه وسوزید او ورته ویې ویل چې له بې وزلۍ به خلاس شي، زه به تاته دومره تحفې درکړم چې شتمني دې د خپل شتمن ورور سره برابره شي. بیايې یوعالم طلا، د کرنې مځکې، د څړمځکې اورمې وروبخښلې او په دې توګه بزګر دومره لوی بډای شو چې شتمني يې د بډای ورور له شتمنې سره نه پر تله کیده. کله چې هغه واوریدل چې ورور يې د یوې تیربې په بد ل کې څه تر لاسه کړي دي، نو ورسره په حسد شو او په دې سوچ کې ډوب شو، چې په څه  ډول به دی هم په دې شان بخت سره مخامخ شي. ده ځان ډیر هوښیار ګاڼه او غوښتل يې چې له چالاکۍ کار واخلي، نو طلا يې له ځان سره واخیسته، آسان يې له ځان سره روان کړل او بادشا ته يې ورکړل، موخه يې بل څه نه وه، یوازې په دې تمه و چې ورور ته يې باد شا چې د یوې تیربې په بدل کې دومره ډ یر څه ور کړل، نوده ته خو به د دې ښو شیانو په بدل کې دومره ډیر مال او جایداد ورکړي، چې کور ته به يې دوړلو توان هم ونه لري. باد شا تحفه ومنله او ور ته ویې ویل چې غواړم چې زما په مال اوجایداد کې تر ټولو ښه او ارزښتناک شی د رته تحفه کړم،  د ډیر سوچ او غور نه وروسته دې پایلې ته ورسید م چې تر دې غټې تیربې بل ښه او ارزښتناک شی نشته، نو ځکه يې درته تحفه کوم. په دې ټوګه بډای ورور مجبور و چې تیربه په کراچۍ کې بار کړي او کور ته يې یوسي. هلته په کورکې ډیر په غوسه و، لار ترې ورکه شوه او هیڅ نه پو هیده چې اوس دا خپل قهراو غوسه په چا وباسي او دا خپل زړه په چا تش کړي. دی په بد و فکرونو اوسوچونو سر شو او پریکړه يې وکړه چې خپل ورور و وژ ني. وژونکي يې پیدا کړل او په یوه پټ ځای کې يې ودرول، ورپسې خپل ورورته ورغی او ورته ويې ویل چې ګرانه وروره، ما په یوه پټ ځای کې یوه خزانه لیدلې ده، راځه چې دواړه پسې ورشو، را به يې وړو او په ځپل منځ کې به يې و ویشو. د ورور يې هم دا خبره خوښه شوه اوبې غمه ورسره روان شو. کله چې د کور نه را و وتل، انسان وژونکو په ور ودانګل، دهغه لاسونه اوپښې يې ور وتړل او غوښتل يې چې په ونه کې يې خوړند کړي. دوی په دې کار لګیا وو چې له لرې په لوړ اواز یوه سند ره او دآس د نالونو اواز ترغوږو شو. سخت وډار شول او په بیړه يې خپل زنداني په یوه بوجۍ کې واچاوه ، دونې په یوه شاخ پورې يې ځوړند کړاو وتښتیدل. دی پا س په بوجۍ کې د بوجۍ په سوري کولولګیاو، ترڅوچې سر ترې راوباسي. هغه څوک چې په دې وخت کې په دې لار راغی، یوطالب العلم و، یو ځوانکی شاګرد و چې مست، له خوشالۍ ډ ک، په آس سپورد ځنګل په منځ کې په لار روان و. کله چې هغه پاس په بوجۍ کې زوړند سړي ولید، چې تر لاندې يې یو څوک په لار روان دې، نو ور ناره يې کړه چې سلام، ته په ډیر ښه وخت کې راغلې. طالب هرې خوا ته وکتل او نه پوهیده چې دا اواز له کومې خوا راغی، بالاخره يې و ویل چې دا څوک راته نارې وهي؟ ده د ونې له سره ورنارې کړې چې د لته پاس وګوره، زه د لته پاس دعلومو په بوجۍ کې ناست یم، په لږ وخت کې مې د لته ډیر څه زده کړل، د پوهې د دې بوجۍ په وړاندې ټولې مدرسې او ښوونځي هیڅ هم نه دې، دلته مې هر څه زده کړل، کله چې را کوز شم، نو په ټوله نړۍ کې به تر هر چا لوی عالم وم. زه ستوري پیژنم، داسمانونو په راز، دبادونواو سیندونو په حرکت، د ناروغیو په طبا بت، دبوټو په روغتیايي ارزښت، د ډبرو اوالوتونکو په ژبه پوهیږم. که ته یو ځل دعقل او پوهې دي بوجۍ ته ورننوتې، په خپله به پوه شې چې هغه دعقل او پوهې یوه بې سارې سرچینه ده. طالب چې دا هر څه واوریدل ، حیران پاتې شو او ويې ویل چې سلامت اوبرکت په هغه ساعت چې ته مې پیدا کړې، ایا زه هم په دې بوجۍ کې یو څه تم کید لی شم؟ هغه بل پاس په بوجۍ کې ځان داسې واچاوه چې ګوندې په دې هکله هوکړې ته چندان تیار نه دی او ورته ويې ویل چې د یوې شیبې له پاره به د ور ننوتو اجازه د رکړم خو په دې شرط چې بیه يې راکړې او یوڅه دعا هم راته وکړې، سربیره پر دې باید یو ساعت لا تم شې، ځکه چې یوڅه لا پا تي دي، زه باید لومړی هغه زده کړم. کله چې طلب جان یوڅه انتظار وایست، نو دا یو ساعت وخت ور باندې ډیر اوږد شو او په بوجۍ کې پروت سړي نه يې هیله وکړه چې دعلم دزده کړې تنده راباندې زور شوه، زر بوجۍ ته دننوتو اجازه راکړه. پاس په بوجۍ پروت سړي ځان داسې وخود چې ګوندې د طالب له خوا د ډ یر ټینګار نه وروسته يې دهغه غوښتنه ومنله او ورته ويې ویل چې د دې له پاره چې زه له بوجۍ را و وزم، نو لومړی په دې پړي بوجۍ مځکې ته را ټیټه کړه، بیا به ته ور ننوزې. طالب بوجۍ مځکې ته راکښته کړه، دهغې خوله يې خلاسه کړه اوسړی يې ازاد کړ. بیا يې په داسې حال کې چې نیغ ولاړ و، ورته وویل چې اوس مې په بیړه بوجۍ ته ور ننه باسه. سړي ورته و ویل چې داسې نه کیږي، ته لږ صبر وکړه. بیا يې د سر نه ونیو او سرچپه يې بو جۍ ته ور ننه با سه، د بوجۍ خوله يې وتړله اورسۍ يې کش کړه، طالب يې پاس د ونې سرته وچت کړ، بیا يې په هوا کې په مزه مزه وزنګاوه اوور پسې يې وپوښته چې څنګه يې ګرانه طالب جانه؟ ګوره چې دعلومو وږمې احساسوې؟ ښې تجروبې وکړه، تر هغو دلته ارام کینه، ترڅوچې له هر چا لوی عالم شي. ور پسې بزکر دطالب په آس سپور شو اوپه خپله لار لاړ.

Ein Märchen der Brüder Grimm

By: Pohand Rannagul Aryoubzai

- پوهاند رڼاګل اریوبزی
بېرته شاته