(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډېورنډ ژوندلیک

[01.Jul.2022 - 11:31]

دډیورنډ لنډژوند لیک او پیژندګلوي

----------------------------

هینري مور ټایمر ډیورنډ د۱۸۵۰ زیږدیز کال دفیبرورۍ دمیاشتې په ۱۴ نیټه دهند دمدهیا پردیش د ایا لت د مرکز بهوپال په سیهور نومې سیمه کې زیږیدلی و. دپلار نوم یې هینري ماریون ډیورنډو چې دهند په برو ډا کې اوسیده . ډيورنډ خپلې زده کړې دانګلستا ن په بلیک هيت پروپرايټېري او ټونبرېډج ښوونځيو کې ترسره کړي وې .نوموړی په ۱۸۷۳ زیږدیز کال کې دانګریزي سرکار له خوا په ملکي دنده وګومارل شو. دافغانانګریز په دویمه جګړه ۱۸۷۸-۱۸۸۰ زیږدیزو کلونو کې په کابل کې دانګریزانو بهرنی سیکرټري و.د ۱۸۸۴ کال نه د۱۸۹۴ کاله پورې یې په تهران کې دانګریزانو له خوا دغیر رسمي ستر استازي په توګه کار کاوه .د۱۹۰۳ زیږدیز کال نه تر ۱۹۰۶ کلونو پورې په امریکې کې دانګریزانو سفیر و.

له ۱۹۰۶ زیږدیز کال نه وروسته چې کله ډيورنډ بېرته خپل پلرني هېواد انگلستان ته ستون شو نو هلته يې ځان له سرکاري کارونو گوښه کړ او بيا يې يواځې ځان ليکنو ته وقف کړ چې په دې لړ کې يې خپل د پلار جنرال هېنري ماريون ډيورنډ (۱۸۱۲ - ۱۸۷۱) ژوندليک وليکه. ډيورنډ د ناول ليکلو لېوال هم ؤ او د خپلې مېرمنې اېلا آر ډيورنډ (۱۸۵۲ - ۱۹۱۳) سره يې په گډه يو څو کتابونه خپاره کړي، چې د هغو نه په لاندې توګه نومونه اخیستلی شو::

 ۱- په لوېديځ فارس کې د مني يو سفر چې په ۱۹۰۲ زیږدیز کال یې لیکلی دی 

 ۲- نادر شاه: يو تاريخي ناول چې په ۱۹۰۸ زیږدیز کال یې لیکلی دی 

 ۳- د فيلډ مارشال جيورج سټوارټ وايټ ژوند چې په ۱۹۱۵ زیږدیز کال لیکل شوی دی

ډیورنډ د ۱۹۲۴ زیږدیزکال دجون دمیاشتې په اتمه نیټه مړشوی دي.-

 

...................

 

د پښتوادبي سوسائټي اسلام آباد کې دپښتو  ژبې دشاعرې او لېکوالې آغلې صفیه صدیقې  په درناوي کې دستورې  ته زما پيغام 

------------------------------------------------------ 

دډیرې خوشالۍ او ویاړ ځای دی چې پښتو ادبي سو سائټي اسلام آباد له خوا دپښتو ژبې دشاعرې او لیکوالې اغلې صفیه صدیقي په ویاړ یوه ادبي دستوره جوړیږي چې چې په دغه دستوره کې به دپښتو ژبې دشا عرې او لیکوالې اغلې صفیه صدیقي په شاعرۍ به دپښتونخوااوله نوروځایونو نه راغلي  پښتانه شاعران ا دیبان او دانشوران  خبرې کوي .

دپښتودغه شاعره اولېکواله دننګرهار دسره رود دنظر آباد دکلي په یوې عالمې او فاضلې کورنۍ کې رالویه شوې ده .اغلې صفیه صدیقی  دکابل په زرغونې لیسې ( های سکول ) کې زده کړې کړي دي اودکابل پوهنتون نه یې په سیاسي علوموکې لیسانس ( بي. ای ) اودپېښور له پوهنتون نه یې په پښتو ادبیاتو  کې خپله دماسترۍ یا (ایم ای) ډیګري ترلاسه کړې ده .

ترکومه ځایه چې ماته معلومه ده آغلې صفیه صدیقی  د۱۹۷۸ کاله راهیسې شاعري پیل کړې ده او ددې شعرونه اومقالې دهېواد په دننه اوله هېواده بهر  په ورځپاڼواو مجلوکې خپاره   شوي دي .ددې ترڅنګ چې په شاعرۍ او لیکوالۍ کې لاس لري دخپلې مورنۍ ژبې پښتو  سربېره په دري ، انګریزي او اردوژبو هم پوهیږي .

ما دهغې دشعرونو ټولګې لوپټه ، نالوستی کتاب ، سپينې خبرې ، دګلپانو پتې اوددې دلنډو کیسو ټولګه نیزوړي لوستلي دي.دې دټوکو ټکالو یوه ټولګه هم راټوله کړې.

اغلې صفیه  شاعره ده چې ښایسته  او خوندور غزلونه یې لیکلي دي په هغې کې یې دافغان ولس  ددردونو، کړاوونو او ټولنیزوناخوالو   ترجماني پکې شوې  ده .همداراز هغې په افغانستان کې دښځو ددفاع په سنګر کې یوه میړنۍ شاعره پاتې شوې  ده چې دښځودحقونو غږ یې رااوچت کړی دی  .

  دافغانستان زیاتروغزلبولو پښتو شاعرانو  ددې شاعري خوښه کړې ده  او ددې غزلونه یې ستایلي او به دې اند دي چې د صفيې په غزلونو کې د اوږدو رديفونو کارول د دې شعرونو ته ځانګړې موسيقيت  ورپه برخه کړې دی.

زه چې له نن  نه ۳۱ کلونه وړاندې هغه وخت  چې دافغانستان دعلوموپه  اکيډیمۍ کې  علمي غړی وم او دپښتو په نړیوال مرکز کې مې علمي  دنده درلودله  دلومړي ځل  لپاره داغلې صفیې صدیقی سره دانیس ورځپاڼې دژباړونکو په دفتر کې چې په هغه وخت  ددولتي مطبعې تر څنګ و  پیژندګلوي وشوه .ما په هغه  وخت کې  کې په کابل کې دانیس په ورځپاڼه کې ددغې ورځپانې لپاره پښتو ژباړې کولې اوبیا په دعه ورځپانه کې خپریدلې . په دغه وخت کې دپښتو ژباړونکو په ډله کې زما په ګډون  دعلومو اکیډیمي علمي  غړې او لیکواله ارواښاده غو ټۍ  خاورې ، ارواښاد  استاد علي محمد رسولي ،دعلومو اکیډیمۍ علمي غړی  ارواښادشهید فرهاد ظریفي او آغلې صفیه صدیقي هم یوځای کارکاوه .

هماغلته مې دې   ټکي ته پام شو  او دا راته ثابته شوه چې آغلې صفیه صدیقي یو با استعداده او نوښتګره شاعره اولېکواله ده او دشاعرۍ  او لیکوالۍ  سربېره دیوه عالي پښتني کرکټر خاونده ده .ددې دهمدې لوړوصفاتواو علمي پوهې برکت و  چې تر هغې وروسته دوه ځلې دننګرهار ولایت نه دافغانستان په پارلمان کې  وکېله اودخلکو استازې وټاکله  شوه .همدارازدافغانستان  په لویې  اضطراري جرګه کې ددغې جرګې ویانده وه  .همداراز اغلي صفیه صدیقي دښځودچارو وزارت دپلان اوبرنامو  مشره ، دافغانستان دکلیودپراختیا وزارت مشاوره ، په پیښورکې دامهات المومنین دپوهنتون استاده ، دهیلې مجلې مدیره او دبي بي  سي  راډیوسره هم همکاره پاتې شوې وه .

پرون  دنوامبر په ۹ نېټه مې  چې کله زموږ دقدرمن مشر شاعراو لېکوال ښاغلي اقبال حسین افکار صاحب پر فیسبوکپاڼې سترګې ولګیدلې او دا   خبر مې  ولوست چې دپښتو ادبي سوسائټي اسلام آباد  غواړي چې دپښتو ژبې دشاعرې آغلې صفیه صدیقی په ویاړ داسلام آبادپه  په رائټر هاوس کې  د نویمبر په 11, نيټه زيارت په ورځ د ناستې بندوبست کړې دے نو ما په کامنټ کې ورته ولیکل چې زه به هم تاسوته په دغه مناسبت خپل یو پیغام درولیږم ځکه زه نوموړې  شاعره او لېکواله پيژنم اوموږ سره یوځای ژباړې کولې چې  ښاغلي افکار صیب راته په کا منټ کې  ولیکل چې خیر نو ته هم یوڅه ولیکه  او همدا وچې خپل دغه پیغام مې ددغې دستورې په ویاړ ستاسو درنې ادبي  غوندې او مخفل   ته در ولیږه .

ستاسو ټولو درنو آغلواوښاغلو  لیکوالانو او شاعرانواوپه تېره بیا دپښتو ادبی سوسا ئټي اسلام آباد له غړو  نه نړۍ مننه کوم  چې دآغلې صفیه صدیقې دشعر او شاعرۍ په اړه یې ناسته جوړه کړې دهزه تاسودرنو او قدرمنو شاعرانو او لیکوالانو  تهددغه نوښت  مبارکي وایم اوپه علمي او ادبي کارونو کې تاسو ته  له لویه خدایه دزیاتوبریاوو هېله کوم

ومن الله التوفیق 

ډاکټر لطیف یاد

 

د ۲۰۲۱ زیږدیز کال دنویمبردمیاشتې لسمه نېټه

......................

 

 

ملي مبارز ملا مومن غلجی

------------------------------

زموږ دخپلواکۍ په اتلانو او ملی مبارزینو کې چې دافغان - انګریز په لومړۍ جګړه (۱۸۳۹-۱۸۴۲ زیږدیز/میلادي ) کې یې توري وهلي دي او له ځانه یې میړانه ښودلې ده یو هم ملا مومن غلجی و چې له اره پښتون غلجی او یو جید عالم او ملااو ملي مبارز و.

په هغه وخت په کابل کې دانګریزانو سفیر سر ویلیم مکناټن و چې دبریتانوي هند په استازیتوب په کابل کې ددوی نماینده او استازی و او عا م او تام واک او صلاحیت ورسره و.

ملي مبارز وزیر اکبرخان او نورو ملي مبارزینو له مکناټنه وغوښتل چې ددوی سره خبرې وکړي څو دا فغانستان نه دانګریزانو دپوځونودو وتلو په اړه یوې پریکړې ته سره ورسیږي . په هغه وخت کې په کابل کې دانګریزانو چهاو ڼۍ دکابل دبي بي مهرو ( بیمیارو) کې وه . انګریزانو پریکړه وکړه چې د( ۱۸۴۱ ) زیږدیز/میلادي کال ددسامبر په ۲۳ نېټه دوزیر اکبر خان او نورو ملي مبارزینو سره خبرې وکړي .

دانګریزانو سفیر مکناټن ، کپټین تریو،کیپټین میکنزي او کپټین لارینس دسپرو دیوې ډلې سره دبي بي مهرو دچهاوڼۍ نه راووتل او دمحمود خان دکلا جنوبي برخې ته چې دانګریزانو دچهاوڼۍ نه یې ۶۰۰ ګامه واټن درلود روان شول.

کله چې مکناټن او ملګري یې هلته ورسیدل نو ویې لیدل چې نور ملی مبارزین دوزیر اکبرخان سره پر ډبرو ناست دي چې په هغو کې غازي محمد شاه خان غلجی باباکرخیل ، ملا مومن غلجی ، خدابخش خان ، سلطان احمد خان او دوست محمد خان هم ول . کله چې دسلطان ا حمد خان ستر ګې پر مکناټن ولګیدلې نو هغه ته یې وویل راشئ چې کښينو ، خبرې اترې وکړو او یوې پریکړې ته سره ورسیږو.وروسته دوی یو څادر وغواړه او انګریزان او ملي مبارزین سره خبرو ته کښیناستل .وزیر اکبرخان مکناټن ته وویل : چې تاسو تل دروغجن یاستئ او زموږ افغانانو سره مو تل دوکې کړي دي . تاسو بل هیڅ نه غواړئ یوازینۍ موخه او مقصد مو دادی چې زموږ پر هیواد دایمي تسلط او واک ولرئ. وزیر اکبرخان دا خبره هم مکناټن ته په ډاګه وکړه چې موږ پر تاسو هیڅ باور نلرو او غواړو چې تاسوزموږ سره برمته وئ او تر هغه مو نه خوشي کوو چې ستاسو ټولو پوځونو زموږهیواد نه وي وتلي .

دوزیر اکبرخان او مکناټن دغه خبرې پنځلس دقیقې ( منټه ) روانې وې ، خو وزیر اکبرخان دوی بې وسلي کړي وواو ددوی دنیولو امر یې ورکړ. وزیر اکبرخان مکناټن له لاسه ونیوه او راکش یې کړ و خو کله چې مکناټن له ځانه مقاومت وښوده نو دانګریزانو هغه محافظ ګارډ چې دمکناټن سره دخبرو ځای ته راغلی وو او افغاني محا فظینو سره ډزې پیل کړې . په دغه وخت اکبرخان په کابل کې دانګریزانو سفیر مکناټن او سلطان احمدخان کپټین تریو ووژل . وروسته ملي مبارزینو میکنزي هم واژه ، خو غازي اکبرخان هغه دملي مبارزینو نه وژغوره او ورته یې مخ ورواړاوه : تاسو راغلي وئ چې زموږ هیواد ونیسئ دا به مو حال وي ؟

تر هغې وروسته ۲۴ کلن غازي اکبرخان دافغانستان دولس له خوا دیو پوځی اتل په توګه وپيژندل شو .

همداراز ملا مومن غلجي دافغانستا ن دیوه ملي مبارز په توګه دانګریزانوپر خلاف په ډیرو نورو جګړو کې هم خپل هیواد پالونکی رسالت تر سره کړ.

دملا مومن غلجي ، غازي اکبرخان او دخپلواکۍ دنورو ملي اتلانو ارواوې دې ښادې وي !

.................

 

 

په هندوستان کې دمغولود وروستنی واکمن

بهادرشاه ظفر دردوونکی پایله(انجام)

-----------------------------------------------------------

دلطیف یاد لیکنه 

ابو المظفر سراج الدین محمد چې په بهادرشاه ظفر سره هم مشهور دی په هندوستان کې دمغولو دسلطنت وروستني واکمن و . په هندوستان کې دمغولو دسلطنت بنسټ هغه وخت کیښودل شو کله چې بابر په ۱۵۲۶ زیږدیز/میلادي کال پر هندوستان برید وکړ او دهند پښتون لودي سلطان ابراهیم ته یې دپاني پت په تاریخي ډګر کې ماتې ورکړه او هغه یې وواژه . تر هغه وروسته مغولو پر هندوستان ۳۳۱ کلونه واکمني وکړه چې درې پیړۍ او ۳۱ کلونه کیږي .

بهادرشاه ظفر په هندوستان کې دمغولو نو لسم او وروستنی واکمن و چې د۱۷۷۵ زیږدیز کال دنوامبر په میاشت کې زیږیدلی و او داکبرشاه ثانی زوی و چې دخپل پلار تر مړینې وروسته د۱۸۳۷زیږدیز کال دسپتمبر دمیاشتې په ۲۸ نیټه دهند دواکمنۍ پر ګدۍ کښیناست او د۱۸۵۷ زیږدیز کال دسپتمبر تر ۱۴ نیټې پورې دهندوستان واکمن وچې دواکمنۍ ټوله موده یې شل کاله وه .کله چې په ۱۸۵۷ زیږدیز کال کې په هند کې دپیرنګیانو خلاف دخپلواکۍ غوښتونکو غورځنګ پیل شو هرې خواته دا نارې پورته شوې چې انګریزانو زموږ له هیواده لاړشئ چې پخپله بهادرشاه ظفر هم دخپلواکي غوښتونکو ملګری و.

خو له بده مرغه انګریزانو د۱۸۵۷کال دهندوستان دآزادۍ غوښتونکو پرګنو او ولسونو پاڅون په ډیرې بې رحمۍ سره وټکاوه او دخپلواکۍ جکړه ناکامه شوه . انګریزانو نه یوازې بهادرشاه ظفر ونیو ، بلکې په زرګونو خپلواکي غو ښتونکي هندوان او مسلمانان یې له تیغه تیر کړل.

هغه وخت چې انګریزانو بهادرشاه ظفر ونیوه نودډیلي په خوني دروازه کې یې دده دوه زامن او یو لمسي دده په وړاندې ووژل او دي یې هما غلته په سترګو ړوند کړاو دبرما یا اوسني میانمار دهیواد پلازمینې رنګون ته یې ولیږه څو هماغلته په ډيرې بدمرغۍ او مایوسۍ کې مړشو او په دې توګه په هندوستان کې دمغولو دسلطنت ټغر دتل لپاره ټول شو .

بهادرشاه ظفر د اردو ژبې ښه شاعر او ددیوان خاوند و.دده په ویاړ په ډیلي کې یو روډ هم جوړشوی دي او په هند کې دهندوستان فلمی اینډسټرۍ بالیووډ دده په نامه یو فلم هم جوړ کړی دی.

بهادرشاه ظفر لاندینی شعر هغه وخت ویلی دی چې کله یې سترګې یې ړندې شوې او دناهیلۍ په عالم کې یې شپې اوورځې تیرولې :

نہ کسی کی آنکھ کا نُور ہوں

نہ کسی کے دِل کا قرار ہوں

جو کسی کے کام نہ آ سکے

میں وہ ایک مُشتِ غُبار ہوں

نہ تو میں کسی کا حبیب ہوں

نہ تو میں کسی کا رقیب ہوں

جو بگڑ گیا وہ نصیب ہوں

جو اجڑ گیا وہ دیار ہوں

میں نہیں ہوں نغمۂ جاں فزا

مجھے سن کے کوئی کرے گا کیا

میں بڑے بروگ کی ہوں صدا

کسی دل جلے کی پکار ہوں

میں کہاں رہوں ،میں کہاں بسوں

،نہ یہ مجھ سے خوش،نہ وہ مجھ سے خوش

میں زمیں کی پیٹھ کا بوجھ ہوں

میں فلک کے دل کا غبار ہوں

میرا رنگ روپ بگڑ گیا

میرا یار مجھ سے بچھڑ گیا"

https://www.youtube.com/watch?v=u8EvjC6uRz0

 

...............   

مارګله او په پښتو ټپو( لنډیو ) کې یې یادونه

------------------------------------------

مارګله یوه غرنۍ سیمه ده چې دپاکستان دپایتخت( پلازمیینې ) اسلام آباد په شما لي برخه کې پرته ده چې پخپله اسلام آباد هم دمارګلې په لمنه کې موقعیت لري .مارګله په اصل کې دهیمالیا دغرونو یوه لړۍ ده . دمارګلې غرنۍ سیمه ( ۱۲۶۰۵) هکټاره ده چې دمري سیمه هم پکې راځي .

دمارګلې سیمه د ډیرو غرونو او وادیو نه جوړه شوې ده چې اسلام اباد هم پکې شامل دی. پخوا په تاریخي کتابونو کې د اوسني اسلام آباسیمې ته پټو ها ر ( پوټوهار) ویل کیده اوتر هغې دمخه د چورپور په نامه یادیده .

دمارګلې په اړوند ځینې اسطورې هم شته چې ځینې په دې اند دي چې مارګله ځکه ورته وایی چې دې سیمې ډیر ماران درلودل .

مارګله دښکلي طبیعت او غرونو په وجه رنګارنګ بوټي ، ګلان او ونې لري او همداراز ډول ډول وحشي ځناور او مارغان هم پکې شته .

دمارګلې مشهورځایونه دامن کوه ، پیر سوهاوه ، ګو کینا، لوهي ډنډي ،شاه الله دته اودمارګلې نیشنل پارک دی.په مارګله کې دغره لوړه څوکه دتله چروني په نامه یادیږي چې ۱۶۰۴ متره لوړه ده.

په پښتني کلتور او تاریخ کې هم دمارګلې دنوم ډیره یادونه شوې ده. په پخوا وختونو کې به چې پښتانه هندوستان ته تلل نو دمارګلي پر لاره به یې خپل یون ( سفر ) کاوه او ان دپښتو په ټپو( لنډیو ) کې هم دمارګلې دښکلي سیمې یادونه شوې ده او مارګله په حقیقت کې دپښتنودسیمې او  هندوستان ترمینځ دهغه وخت پوله اوسرحدګڼل کیده. دله به زه تاسو ته دمار ګلې په اړوند یو څو پښتو ټپې ( لنډۍ ) دبیلګې په توګه راوړمه :

۱- ساتلی بازمې رانه لاړه 

په مارګله به ورته دام دزلفو ږدمه

په دې بله ټپه کې ګورو چې جانان خپل یو مساپرچې هندوستان ته ځي تر مارګلي پورې بدرګه کوي اونوریې په خدای سپاري لکه چې وایی:

۲- تر مارګلې درسره ځمه 

په هندوستان کې دې په خدای سپارم مینه

په دریمه ټپه کې ګورو چې خپل جانان دهندوستان دتلو نه منعه کوي او وایي:

۳- یار به مې بل ملک ته پرې نږدم

ورته پیزوان دمارګلې په کنډو ږدمه 

۴- تر مارګلې به درسره يم

نور دې په مخكې الله مل شه مسافره

۵-د مارګلې كنډوه وران شې

په تا تېرېږي ځوانان بل وطن ته ځينه 

۶-د مارګلې كنډو به نيسم

لالې به نيسم د لونګۍ د پلوونه

۷-په مارګله مې يار ورتېر کړ

داوښکو ډکې سترګې کور ته ترې راځمه

۸- پــه مټیزتوب درسره نه ځــم

د مارګــلې پورې چیلــم درسره وړمــه

۹-جانان په ننګ د وطن درومي

زه به جلب د مارګلې ورسره کړمه

۱۰-غازي جانان مې راروان دی

ځمه پیزوان د مارګلې په کنډو ږدمه

....................

 

څوکری ، پښۍ  ( رواش ) Rhubarb   

-----------------------

څوکری یا پښۍ  چې په دري ژبه یې رواش بولي د پښتنو په بیلا بیلو سیمو کې په بیلا بیلو نومونو سره یادیږي.ځینې پښتانه یې سخاربل،  ريی او  پښۍ هم بولي . څوکری یا رواش ته ایرانیان  ریواس او راوند وایي ، په عربي ژبه یې راوند الحدائق ،  په اردو ژبه ورته ریوند چیني ، په انګریزي کې ورته (       Rhubarb   ) وایی او علمي او ساینسي نوم یې  (Rheum rhabarbarum )  دی .څوکری یوبو ټی یا  نبا ت دی چې هم کرل کیږي او ّهم په غرونو کې په طبیعي ډول  پیداکیږي  او ډنډر يې په پاخه او اومه ډول خوړل کېږي

رواش د انرژۍ ، کاربو هیدریډ ،شکرې  ، فایبرونو، اوسپنې مګنیشیم  ، فا سفورس ،کلشیم، پوتا شیم  او پروټینو لرونکی دی او ویټامین  (B1،(B2، B6 اوويټامین C، E،Kلري.

په افغانستان کې  خلک څوکری ( رواش) په غوړیو کې هم سره کوي او له وریجو سره یې  خوري . همداراز دڅوکري نه مربا هم جوړوي ، دڅوکري خوند تریو دی .

څوکری ( رواش ) دنړۍ په ډیرو هیوادونو کې پیدا کیږي اود سبزیو او ترکاریو په دوکانونو او هټیو  کې خر څیږي .

دافغانستان دما هیپر،میدان وردګو ,مرکزي افغانستان   اوسالنګ دغرونو رواش ډیرښه او خوندور دي ، خوپاڼې یې زهر جنې دي اونه خوړلې کیږي

درې کلونه دمخه ماپه خپل کور کې د څوکري ( رواشو ) دوه بوټی کرلي وو،خو ډیرو اوبوته یې اړتیا درلودله اورانه وچ شول

کله چې درواشو پاڼې لویې شي نو خلک یې شکوي هغه په اوبو کې ایشوي او بیایې اوبه  پر هغو ونو او بوټو وهي چې مرض نیولي وي .

(یاد)

.................

 

شیخ عبدالقادر جیلاني

(۱۰۷۷ -۱۱۶۶زیږدیز/میلادي  : 

----------------------------------------------------------

د ه ته عبدالقادر ګیلاني . پیران پیر ، غوث الثقلین  ، غوث رباني،محبوب سبحاني ،قطب رباني ، غوٍث پاک ،  لوی ځوان  او غوث الاعظم دستګیرهم  وایي چې دقادریه دتصوفي طریقي بنسټ ایښودونکی ګڼل کیږي .دي یو ستر عارف او محدث هم و او په اسلامي فقهه کې یې هم زیاته پوهه درلودله ، له مذهبي پلوه حنفي و ، خو  دفتوا په وخت کې یې   دحنبلي او شافعي مذهب له فقهو نه هم ګټه اخېستله

دی په یوه روایت دایران په ګیلان او په بل روایت دسلجوقی واکمنانو په دوره کې په اوسني عراق کې زیږیدلي و . له همدې کبله دخپلې پوهې په وجه  دملکشاه سلجوقي دمشر وزیر خواجه نظام الملک له ملاتړه برخمن و

ده په بغدادکې دابوبکرمحمد بن احمداو ابوالقاسم علي نه حدیث  او دعلي ابن ابي سعید مخرمي نه یې فقهه ولوستله .

ده په عربي ژبې ډیرآثار لیکلي دي چې خطي نسخې یې دنړۍ په ډیروکتابتونو کې خوندي دي او ما  دهند په بېلابېلو کتابتونونو  کې هم لیدلي دي :

دده دځینومشهورو کتابونو نومونه دادي :

۱- بشائر الخیرات چې په دعاوو او اورادو کې لیکل شوی دی 

۲- غنیة الطالبین لطریق الحق، چې دده موعظې دي .

۳-الفتح الربانی و الفیض الرحمانی، په تصوف کې 

۴-جلاء الخاطر فی الباطن و الظاهر، په تصوف کې لیکل شوی دی.

 ۵- الکبریت الاحمر، داسلام دسترپیغمبرپه مدحه او ستاینه کې 

۶- فتوح الغیب، په تصوف او عرفان کې 

۷-ملفوظات قادریه

۸-الفیوضات الربانیه فی الاوراد القادریه یا دګیلاني ملفوظات 

 

۹- سر الاسرار و مظهر الانوار 

۱۰- آداب السلوک و التوصل الی منازل الملوک، په تصوف کې 

 

۱۱- المواهب الرحمانیه و الفتوح الربانیه (د عرفاني مقامونو  په اړوند

 

۱۲- دیوان غوث ( دده شعرونه په عربی ژبې )

 

پیر ان پیرشیخ عبدالقادر جیلاني  په ۱۱۶۶ زیږدیز /میلادي کال په بغداد کې وفات شوی او هوري ښخ دی او دده مریدان  دنړۍ له هرګوټه دده مزار ته ورځي .

دهنددمغولي واکمن شاه جهان زوی او داورنګزیب مشر ورورداراشکوه هم دقادریه طریقې له پیروانو نه ونوځکه یې قادري تخلص درلود..  ددغې طریقې پیروان په عراق ، مراکش، هسپانیه ، مالي ، ایتوپیا ، لیبیا ،هند ، پاکستان ، منځنۍایشیا ، ترکیه او افغانستان کې ډیر دي او خانقاوې هم لري

به افغانستان کې دقادریه دطریقې له پیروانو نه سید حسن مشهور په نقیب صیب  او د پیرسید احمدګیلاني کورنۍ ده چې په اصل کې له بغداده افغانستان ته راغلې وه او دافغانستان دسره رودولسوالۍ  دموی مبارک په سیمه کې اوسیږي  او  دکټوازپه سلیمان خیلو ، پکتیکا ،پکتیا، غزني ، زابل ، کندهاراو  ننګرهار کې ډیر مریدان اوخانقاوې لري

------------------------------

ماخذونه

۱-  https://www.sufiwiki.com/Abdul_Qadir_Jilani په انګریزي ژبه

 

۲-https://www.britannica.com/biography/Abd-al-Qadir-al-Jilaniبریتانیکا 

 

۳- دپښتنو قبیلو شجرې او مینې، دپوهنوال محمدعمر  روند میاخیل تالیف

....................

 

استاد بیلتون دې خدای  وبخښي  اووه    کلونه وړاندې  یې په همدې  نننۍ  ورځ له دې فاني نړۍ سره خدای پاماني وکړه

نوموړي چې اصلي نوم یې مومن خان و  دافغانستان دموسیقۍ تکړه او وتلی استاد او موسیقي پوه و چې د۹۵ کلونو په عمر ومړ .نوموړي په پښتو او دري دواړو ژبوډیرې سندرې ویلي وي .

ارواښاد بیلتون دکابل دخاک جبارولسوالۍ  دچکريو دسیمې اوسیدونکی و.ده په راډ یو افغانستان او ملی راديو -تلویزیون کې ډیرې پښتو سندرې ثبت کړې وې او دخپل خوږ غږ ډیر مینه وال یې درلودل. نوموړي په پښتو موسیقۍ کې دلوګري موسیقۍ  دطرز پیروو.

ماارواښاد استاد بیلتون دده زوی معین خان  په وجه چې زما آشناو  پیژانده  .دي ډیر عاجز او خاکساره انسان و او دافغانستان او خلکو سره یې ژوره مینه درلودله او دافغانستان پرغمجنو  حالاتو ډیر ځوریدهداستاد بیلتون روح دې خوشا له وي . دادی دده یوه پښتو سندره هم ستاسو سره شریکوم.

https://www.youtube.com/watch?v=SNqun-E0V8Y

..................

 

په ۱۹۳۳ زیږدیز / میلادي کال هغه وخت چې لا پاکستان نه و جوړ شوی او دهند په نیمه وچه کې دانګریزانو راج و ،  دافغانستان پاچا محمد نادرشاه   دهند دنیمې وچې  درې ستر وعلمي شخصیتونو علامه اقبال ، ډاکټر راس مسعود او علامه سید سلیمان ندوي ته بلنه ورکړه څو افغانستان ته سفر وکړي اودافغا نستان حکومت به  دکابل پو هنتون په تعلیمي برخه کې له دوی سره سلا او مشورې وکړي . علامه اقبال او ډاکټر راس مسعود د۱۹۳۳ زیږدیز / میلادي کال داکتوبر دمیاشتې په ۲۱ نېټه  دخیبر ددرې له لارې لومړی جلال آباد او بیا له هغه ځایه کابل ته لاړل او څو ورخې وروسته علامه سید سلیمان ندوي هم له دوی سره په کابل کې یو ځای شو . په دې سفر کې دافغا نستان حکومت  دکابل پوهنتون دعلمي پر وګرامونو اوتدریس په برخه کې چې دجوړیدو نه یې دوه کلونه تیر شوي وو ګټورې مشورې تر لاسه کړې او وروسته دغه درې علمي شخصیتونه دکابل نه سربیره دغزني اوکندهار نه هم لیدنه وکړه اوبیادسپین بولدک اوچمن له لارې کوټې ته لاړل . ارواښاد علامه سید سلیمان ندوي تردې سفر نه وروسته خپل یونلیک هم ولیکه چې( سیر افغانستان ) نو میږي او دهندوستان دشبلي اکیډیمۍ  اعظم ګړ کې چا پ شوی دی.ددې کتاب پښتوژباړه ښاغلی عارف الله حق پرست کړې ده چې ( دافغانستان ننداره) نومیږي . باید زیاته کړم چې علامه اقبال داعلیحضرت نادرخان شهید په درناوي کې شعرونه هم ویلي دي .

(ډاکتر لطیف طالبي یاد)

- یاد
بېرته شاته