(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتني او لوديځ والې

[01.Jul.2022 - 16:59]

 

دپښتني ټولنې کورنۍ دلودیزوالو ټولنو کورنۍ سره توپير لري ، د لوديزوالو ټولنو کورنۍ یو کوله یا یو نسله کورنۍ ده او یوازې د مور، پلار او بچیانو څخه جوړه شوې او کوم بچی چې ئې لوي شي هغه پخپله لاره ځي او د مور او پلار څخه بیلېږي د پښتني ټولنې کورنۍ د دوه یا زیاتو کولونو یا نسلونو څخه جوړه شوې ده چې مور، پلار، نیا، نیکونه، غور نیکونه او ټر نیکونه پکې یو ځای اوسېږي

دا کورنۍ د کولونو د تړون پر بنیاد ولاړه ده کولونه پکې تر هغې په یوه کور کې اوسېږي تر څو چې تنګ شوي نه وي او کله چې کور تنګ شي نو بیا دبېل کور غم خوړل کېږي. دې ډول کورنیو ته ډله ایزې کورنۍ یا غټې کورنۍ ویل کېږي. هره کورنۍ چې د ټولنې یوه برخه ده د ټولنې سره د ژبې له لارې سمون کوي. هر تن د خپلې کورنۍ له لارې د ټولنیز  کېدولو په لړۍ ( سلسله ) کې برخه لري. په دې توګه ژبه د انسان په ژوند کې د ټولنې سره د سمون او د ټولنیز کیدلو په لړۍ کې مینځ ته راځي د ژبې زده کړه په هغه کورنۍ کې په کومه کې چې ماشوم پېدا شوې وي پیل کېږي. خو دا زده کړه د ماشوم په ساوال او جسماني ودې ولاړه ده. ساواله ( نفسي ، روحي ) او جسماني وده یو له بل سره تړلې ده او چاپېریال پرې متقابله اغيزه لري د ساوالو(نفسي، روحي) او جسماني توکونو پیداېښتي جوړښتونه د چاپیریال د متقابله اغیزې د لاندی د ژوند په مختلفو پړاوونو کې بشپړ او پخیږي. انسان د ژوند په مختلفو پړاوونو کې مختلفه زده کړه کوي. په دې کې د ژبې زده کړه هم شامله ده. په پښتني یا غټه کورنۍ کې د لوديز د کوچنۍ کورنۍ پر برخلاف ماشوم د مور او پلار سربیره د نیا ، نیکه او کور د نور کسانو سره د جسماني او ساوالي ودې په لړ کې اړیکې پېدا کوي او کوچنۍ کورنۍ په شان نه وي.

چې یوازې د مور، پلار خویندو او ورونو سره ئې لري. دلته د کوچنیو کورنیو په شان ځانګړي اخلاقي « وجدان » زه   نه بلکې یو ډول ډله ایز اخلاقي زه یا وجدان وده کوي چې وروسته بیا د ټولنیز ژوند نماینده وي.

 

 سرچېنه: ژبساپوهنه

- کورنۍ
بېرته شاته