(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مارګلې

[08.Jul.2022 - 15:09]

مارګله

د مارګلې سېمه زړه راښکونکي طبعي ښکلا ، غرونه،  رنګارنګ بوټي ، ګلان،  ونې او ډول ډول ځنګلې / وحشي حیوانات (ځناور) او مارغان لريدامن کوه، پیر سوهاوه، ګوکینا، لوهي ډنډي، شاه الله دته او نیشنل پارک یې دسیل ځایونه دي.اسلام اباد او مري هم په بر کښې نېسي

په تارېخي حواله د پښتنو خاوره تر مارګلې پورې غزېدلې وه او د برتانوي هند  سره یې پوله (برید) لګېدلې وه

  هغه وختونو کې به، چې  پښتانه د مارګلې په لاره هندوستان ته تلل نو پښتنو پېغلو به په  ټپو او سندرو خپل مساپر تر مارګلې بدرګه کول 

 

 

۱- ساتلی بازمې رانه لاړه 

په مارګله به ورته دام دزلفو ږدمه

 

۲- تر مارګلې درسره ځمه 

په هندوستان کې دې په خدای سپارم مینه

 

۳- یار به مې بل ملک ته پرې نږدم

ورته پیزوان دمارګلې په کنډو ږدمه

 

 

جانان په ننګ د وطن درومي

زه به جلب د مارګلې ورسره کړمه

 

غازي جانان مې راروان دی

زه سلامۍ ته مارګلې ته به ورځمه

ساتلی باز مې رانه لاړه 

په مارګله به ورته دام د زلفو ږدمه

 

 تر مارګلې درسره ځمه 

په هندوستان کې دې په خدای سپارم مینه

 

یار به مې بل ملک ته پرې نږدم

ورته پیزوان د مارګلې په کنډؤ ږدمه 

 

  تر مارګلې به درسره يم

نور دې په مخكې الله مل شه مساپره

 

د مارګلې كنډوه وران شې

په تا تېرېږي ځوانان بل وطن ته ځينه 

 

د مارګلې كنډؤ  به نيسم

لالې به نيسم د لونګۍ د پلوونو

 

پــه مټیزتوب درسره نه ځــم

د مارګــلې پورې چیلــم درسره وړمــه

 

په یارانه درسره ځمه

په مارګله کې به  سری شونډې درکوومه

 

جانان مې ځي نه ايساريږي

 په مارګله به ورته غاړه ورکوومه

 

 

 په مارګله مې یار ورتېر کړه 

د اوښکو ډکې سترګې کور ته ترې راځمه

- سېمه
بېرته شاته