(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

روسانو پنجده څنګه

[08.Jul.2022 - 16:42]

روسانو له افغا نستانه دپنجده سیمه په څه ډول ونیوله؟

لیک: ډاکتر لطیف یاد

پنجده هغه سیمه ده چې په اصل کې دافغانستان یوه برخه وه او دبادغیس دمرغاب ولسوالۍ ته څیرمه دکشک دسیند په ختیزه څنډه پرته ده چې دمرغاب سیند ورسره یوځای کیږي اواوس دغه سیمه دترکمنستان دهیواد پورې اړه لري .

دپنجده سیمه دافغانستان په تاریخ کې دسلطان غیاث الدین غوري له زمانې نه ۱۱۷۷زیږدیز /میلادي نه دهرات له توابعونه شمیرله کیدله او دافغانستان پورې تړلې سېمه وه

په نولسمه عیسوي پیړۍ کې کله چې تزاري روسانو دمرکزي ایشیا برخې لاندې کړې نودغو سیمو ته دروسانو پر مختګ انګریزان چې دهند په نیمه وچه یې واکمني کوله په اندیښنه کې واچول . روسانو مرکزي ایشیا دنورو سیمو دنیولو تر څنګ په ۱۸۸۴ زیږیز/ میلادي کال کې دمرو او سرخس سیمې هم ونیولې او هغه یې په خپلو نیول شوو ځمکو کې ور ګډې کړې . په دغه وخت کې چې روسانو مروه او سرخس ونیول نوافغانانو ته داویره پیداشوه چې ګنې روسان پر هرات برید ونکړي او دغه سیمه هم لاندې نکړي. افغانانو په دغه وخت کې دا ادعا وکړه چې مرو او پنجده دافغانانو دخاورې یوه برخه ده او باید روسان له هغو ځایونو نه ووځي .

هماغه و چې دافغانستان واکمن امیر عبدالرحمان خان دجنرال غوث الدین خان په مشرۍ زرتنه سرتیري دپنجده سیمې ته ورولیږل

جنرال غوث الدین خان څوک و؟

---------------------------

جنرال غو ث الدین خان چې په نایب سالار غوث الدیخان لوګري سره هم مشهوردی دمحمد عیسی خان زوی او په قوم زقوم خیل اورمړ او دلوګر ولایت  دبرکي برک او سیدونکی و.جنرال غوث الدین خان  نور درې ورونه هم درلودل چې یو یې ملک سعادت خان نومید چې هغه دلوګر ولایت دبرکی برک ولسوالۍ داورمړود قام  مشروا و بل یې عزیزخان  و چې دامیر عبدالرحمان خان په وخت کې دپنجده حاکم واودریم یې ملک محمد شریف خان نومید

جنرال غوث الدین خان سربیره پردې چې په پنجده کې دروسانو خلاف وجنګید دامیرعبدالرحمان خان   په وخت کې دایران اوافغانستان تر مینځ دسرحدي پولو دټاکلو په ډله کې هم ګومارل شوی و.دی بیا په میمنه ( فاریاب) کې هم حکمران وټاکل شو اوهلته یې ډیرګټور کارونه ترسره کړل چې یو پکې دسرحوض دبند جوړول و.هغه یو مدبر انسان و چې په ۱۹۰۶ زیږدیز/میلادی کال کې وفات شو اوپه مزارشریف کې دحضرت شاه ولایتمآب روضې ته څېرمه خاوروته وسپارل شو

جنرال غوث الدین خان او دپنجده جګړه

------------------------------------

روسان چې دپنجده سیمې ته دجنرال غو ث الدین خان په مشرۍ   دافغاني سرتیرو له ورتلو نه خبر شول نو یې افغاني پوځونو ته ګواښونه وکړل که چیرې تاسو په (۲۴) ساعتونو کې له دې سیمې بهر نه شوئ موږ به درباندې برید وکړو. افغانانو دروسانو ددغه ګواښونو پروا ونه ساتله .له بلې خوا دانګریزانو پوخیان  چې پخپله  یې دلته نږدې  شتون درلود  افغانان هڅول او دافغاني پو ځونو مشر جنرال غوث الدین خان ته یې ډاډ ورکاوه چې روسان ددې جوګه نه دي چې پر دوی برید وکړي او دوی  به یې ملاتړکوي، خو بر عکس روسانوله خپلو دریو زرو تنو سرتیرو سره د۱۸۸۵ زیږدیز/میلادي کال دمارچ دمیاشتې په ۳۰ نېټه پر پنجده برید وکړاو ددوی او دافغاني سرتیرو تر مینځ خونړۍ جګړه وشوه. په دې جګړه کې ډیرشمیر  روسي سرتیري ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول او دافغاني لوري نه پکې ۳۰۰ تنه شهیدان او ۸۶  تنه ټپیان شول  . روسانو پنجده ونیوله او افغاني پوځونه مات شول . دانګریزانوسرتیري او پوځي افسران هم چې دغې سیمې کې نږدې ول دروسانو له ویرې هرات ته وتښتیدل ان چې دروسانو دبرید اوویرې له کبله  ددوي په پوځی مرکز کې دډیرو انګریزي سر تیرونه بوټان هم پاتې شول .دوی دا کار هم ونکړ چې خپل جګړه ایز وسایل او ټوپک افغانانو ته ورکړي څو پرې دروسانوسره جګړه وکړي . حال داچې همدغو انګریزانو دامیر عبدالرحمان خان سره دا تړوڼ لاسلیک کړی و چې دبهرنیوتیریو په وړاندې به دافغانستان ملاتړکوي چې دوی دروسانوددې بربنډه تیري په وړاندې دافغاني پوځونو هیڅ  ډول ملاتړ هم ونکړ. په دې توګه افغانستان دپنجده او ددغې سیمې نورې برخې لکه آق تپه ، چمن بیداو دسلیم چینه سیمې له لاسه ورکړې

ددې مقالې په لاندیني برخه کې دجنرال غوث الدین خان انځور لیدلی شئ !

--------------------------------

ماخذونه:

- طبقات نا صري، دمنهاج السراج 

- افغانستان درمسیر تاریخ 

- wikifeqh

۴- دپنجده په اړه زما( لطیف یاد) شخصي یادداشتونه.

 

 

 

 

 

 

د افغانستان د معارف رښتینی خدمتګار

 

که څه هم په افغانستان کې د عصري معارف پیل، د امیر شیر علی خان له دویمې پاچهۍ سره تړاو لري، خو دا پیل چی تر ننه را رسیدلې، ډیرې لوړې، ځوړې، رکود، په شاتګ، سریع پرمختګ، د تدریجي تحول د مفکورې تابع حرکت او نور ډیر سخت مراحل‌یې تر شاپریښي دي.

که به چا د دوکتور محمد طاهر بورګی تنظیم کړي د مرحوم تورنجنرال محمد علم خان ستانیزي ځینې خاطرات لوستي وي. نوبه ورته ښکار شوې وي چې د افغانستان غوندې ځان ساتې او د قشریونو ترشدید نفوذ لاندې واقع جامعه کې عصري معارف په ځینو سیمو کې په څومره زړه چاودون او تکالیفو پیل شوی او بیایې دودې پړاوونه وهلي او تر موږه را رسیدلی دی.

د افغانستان د فرهنګ د موسسې، د ښوونې او روزنې د څانګې په ترویج، تبلیغ اووده کې د هیواد په ګوټ ګوټ کې ډیرو خلکو کار کړی دی، خو داسې کسان چې د خپل ژوند درسمې کارونو ټول دوران‌یې د معارف خدمت او د هیواد د بجیانو ښوونې او روزنې ته وقف کړی او په ډیر صداقت او د هیواد له پر مختګ سره داورنۍ مینې بر بنسټ‌ یې پدې لاره کې ډیر زیارونه ایستلي دي. دغه خلک د افغانستان د معارف رښتینې خدمتګاران دي او د افغانستان د معارف تاریخیې باید کارنامې هیرې نه کړي.

زما په پوهه زموږ د معارف له رښتینو او صالحو خدمتګارانو څخه یو هم مدیر عبدالعلی خان قریشی ؤ چې د روان میلادی کال د نومبر پر نولسمه یې له هیواده لیرې د غربت په محیط کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې او د هیواد د بچیانو د روزنې د یوې اوږ دې، خو روښانې سابقی او افتخاراتو له درلودو سره له دې نړۍ رخصت شو.

ارواښا د عبدالعلی خان قریشي تر رسمي زده کړو وروسته، د افغانستان معارف ته د خدمت ملا وتړله. لومړنۍ وظیفه‌ یې پر ۱۳۲۱ هــ ش کال د پروان په معارف کې پیل کړه، پر ۱۳۲۴ هــ ش کال د کندهار د معارف معاون مقرر شو. دا مهال استاد عبدالحی حبیبی د کندهار د معارفو مشرؤ. بیا پر ۱۳۲۸ کال د هرات د معارف مدیر مقرر شو او څو کاله پر له پسېیې د هرات د معارف خدمت وکړ او پر ۱۳۳۵ کال د معارف وزارت د احصاییې د برخې مسوول وټاکل شو او تر ۱۳۴۸ هــ ش کال پورې‌ یې د معارف وزارت په بیلابیلو برخو کې کار وکړ او په همدې کال د کندهار د معارف عمومې مدیر وټاکل شو. باید ووایو چې د ولایاتو د معارفو اوسني رئیسان هغه وخت عمومی مدیران وو.

مدیر عبدالعلی خان پر ۱۳۵۵ هــ ش کال د کندهار د معارفو د عمومي مدیر په توګه تقاعد وکړ او د خپل ژوند ۳۴ کلونه‌ یې د یو زړه سواند او د افغانستان د معارف د یوه رښتینې خدمتګار په توګه په رسمی ډول د هیواد د معارفو خدمت وکړ او تر تقاعد وروسته، بیا هم د افغانستان معارف ته د خدمت مینه ورسره وه، نویې له هغو خارجي موسساتو سره کار شروع کړ چې د افغانستان د معارفو لپاره‌ یې کار کاوه. مدیر عبدالعلی خان قریشی له دغو خارجي موسساتو سره د مکاتبو په جوړولو او د نصاب د اصلاح او نوي کولو په برخو کې بهترین کارونه وکړل.

کله چې پر هیواد بدې ورځې راغلې او ډیری هیوادوال اجباري مهاجرتونو ته اړشول. په دې سلسله کې مدیر عبدالعلی خان هم له خپلې کورنۍ سره له کندهاره کوټې ته‌ بې ځایه شو او په کوټه کې هم د افغان کډوالو د بچو د روزنې غم ورسره ؤ. د همدې احساس پر بنایې د EIL موسسې ته مراجعه وکړه. دې موسسې په بلوچستان کې د افغان کډوالو د بچیانو د روزنې او تعلیم چارې پر مخ بیوې. مدیر عبدالعلی خان قریشی د بی‌ ځایتوب په محیط کې هم څو کاله د بچو در روزنې دا وړ هڅې وکړې او بیا په ۱۹۹۵م کال د امریکا متحده ایالاتو ته مهاجر شو.

د افغانستان د معارفو او د هیواد د بچیانو د روزنې د دغه زړه سواند خدمتګار، مدیر عبدالعلی خان قریشی، د شخصیت د یو بل بعد اډانه دهغه تواضع، خلوص، حسنه کړو وړو او روابطو، زړه سوي، مهربانۍ او عالی انسانی-اسلامی اخلاقو جوړوله چې د ده شخصیت ته یې یوه خاصه سنګینی وربخښلی وه. چا چی دی لیدلی ؤ، په اول مجلس کېیې د هغو زړو ته لار موندلې او تلیې دیو د روند او حلیم شخصیت په توګه دخپلو خاطراتو په دفتر کې ثبت کړی دی

زه‌به خپله کم نصیبی و بولم چې دا مهربان او نیک سړی ما په کندهار او کوټه کې نه ؤ لیدلی. سره له دې چې زما رابطه له کندهار سره تر هر بل ځایه زیاته وه او زما غالب اکثریت استادان او روزونکې او نور مشران د کندهاروو

لومړۍ پلا، زه د دودی له نامه او عالی شخصیته د نورو له خولو خبر شوم. پر ۲۰۰۰م کال د استاد عبدالروف خپلواک سره مې په جرمني کې ولیدل. د کندهار او کوټې د دوستانو په باب مو ډیرې خبرې سره وکړې پدې خبرو کې‌یې د مدیر عبدالعلی خان د پوهې، خدمتګارۍ، وطن دوستۍ او مهربانۍ ډیرې خبرې را ته وکړې او نالیدلې‌ یې د ده شخصیت ته متمایل کړم او افسوس می وکړ چې څنګه، نه په کندهار او بیا کوټه کې له دغسې یو ټول منلی شخصیت سره نه وم مخامخ شوی.

د جرمني د استوګنې په کلونو کې یوه ورځ، استاد خپلواک، دوکتور خوشحال روهی او زه د دوکتور عبدالصمد حامد لیدو ته ورغلو. له دوکتور حامد سره د اوږ دو خبرو په ترڅ کې‌، ده د مدیر عبدالعلی خان پوښتنه وکړه او بیایې وویل چې کله زه د معارف په وزارت کې وم، عبدالعلی خان مې یو زیارکښ او خدمتګار سړی وموند چې ور ته سپارلي وظایف‌ یې په ډیر صداقت او اخلاص سر ته رسول او بیا چې کله زه د کابل پوهنتون رئیس شوم، ما غوښتل چې د پوهنتون ادارې ته‌یې را ولم، خوده راته وویل چې زه په معارف کې ښه خدمت کولای شم او زما له ذوق سره برابر کار دی، ما هم ورسره ومنله. وروسته مو خپلوی هم ورسره پیدا شوه، د عبدالعلی خان یواخښی زما زوم شو.

په همدې مجلس کې استاد خپلواک د عبدالعلی خان د مهربانیو یوه قصه هم موږ ته وکړه. ده وویل: ما په نويمو کلونو کې په کوټه یوه کمکرسانه غیر دولتی موسسه N.G.O جوړه کړې وه، کندهار ته به مې مرستې رسولی، خو د کندهار د هغه وختنۍ ادارې له توپکیانو ویره هر وخت موجوده وه. مدیر عبدالعلی خان یوه دعا راته ولیکله او رایې کړه او دا یی راته وویل چې کله له مشکل سره مخ شوې، نو د ادعا به لولې، خدای به دې له بلاوو وساتي د ادعا تراوسه ما له ځان سره د تبرک په ډول ساتلې ده.

په ۲۰۰۲م کال کې زه بیرته کابل ته راغلم او د موقتې ادارې د ریاست په مربوطاتو کې په کار وګمارل شوم. کال نیم وروسته، یوه شپه د پخوانۍ جمهور رئیس حامد کرزی کور ته ولاړم، له ښه تصادفه هغه سړی چې ما د نورو له خولو پیژندلې ؤ، هلته وموند. په هماغه لومړۍ لیدنه کې ما د مهربانۍ، سنګینۍ او د دلسوزۍ اثرات د ده په شخصیت کې درک کړل.

تر دې لومړۍ لیدنې وروسته چې څومره موده دې په کابل کې ؤ. کله ناکله به موسره لیدل او د ده د نافذ شخصیت اثر به پر مازیاتیده او د یو مهربان او حلیم شخصیت په توګه‌ یې زما په زړه او دماغ کې خپل ځان تثبیتا وه. څو کاله وروسته بیا دی د خپل زوی زبیر قریشی د واده لپاره کابل ته راغې، بیا مو هم څو ځله سره ولیدل او ناسته ولاړ مو وشوه‌ او په هره پلا به چې ما دی ولید، نو هغه څه چې ما د ده شخصیت په باب له نورو ارویدلی‌وو، هغه به مې څو ځله زیات، د دوی په شخصیت کې محسوس کړل. بیامو لس کاله سره و نه‌لیدل، تر دې چې له غمجنې مړینې‌ یې خبر شوم. الله تعالی دې ښه ورسره وکړي، پر ګوریې نور.

هېوادمل زلمی

- ونېوله
بېرته شاته