(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کرکه

[15.Jul.2022 - 13:23]

کرکه / لنډه کيسه

لیک: وږمه سبا عامر- پراګ

ښار رڼا ګانو په سراخیستی و، د نوي کال د رانوي کېدو شپه وه. شپږساعته وروسته، د شپې په دولسو بجو، په زاړه ښار کې لرغونې دیوالي لویې ګړۍ د دې ښار اوسیدونکو او سیلانیانو ته د نوي کال مبارکي ورکوله

نوې جامې مې اغوستې وې، خوشبوهي مې هم ترهر وخته زیاته وهلې وه، عطر مې زیات خوښیږي. مور مې راته نن ډېره ډېره ترسترګو کېدله. تېره شپه مې هم په خوب لیدلې وه چې ماڼېجنه وه. له دفتر څخه مې نن ورته ټیلیفون وکړ، هغه ښه وه، سمه خوشاله وه، د اکبر سره مې هم نن خبرې وشوې، هغه ترما وار د مخه کړ، د نوي کال د راتګ مبارکي یې راکړه، هغه راته خندل، زړه مه تنګوه، کال ته به درسره یم او د ۲۰۱۵ م کال جشن به زه اوته یوځای لمانځو

هغه راته سم ډېرګران دی خو نپوهېږم چې زه به ورته ګرانه یم اوکنه؟ د اکبر په سوچ کې روانه وم، زه یواځې نه وم، نن مې د پرویز له مېرمنې سره په ښار کې چکر وهلو. ناڅاپه د پرویز د مېرمنې غږ د سوچونو له ټاله راښکته کړمه

هن دې ته ګوره، څومره ښکلې خولۍ ده.

د پرویز د مېرمنې د دې پوښتنې سره له سوچونو راووتمه.  

ما د خولۍ په اخېستو کې ډېره علاقه ښکاره نه کړه، د پرویز مېرمنې هم راته وویل چې اروپايي جامې یې نه خوښېږي، کله کله یې بس هسې د پرویز د خوشالولو لپاره اغوندي

د دوکان له مخې لرې شو، رښتیا هم خولۍ ګرانه وه، ځکه چې دا د سیلانیانو بازار دی او دلته نو هرڅه د مور او پلار په بیه وي.

 هغې هم د ښار له رڼا ګانو څخه پوره خوند نشو اخېستلی خو ماته یې همداسې ښودله چې زیاته خوشاله ده، زما پرې زړه دردېده، ځانته هم غوسه ومه، چې ولې داسې کوم؟ او نن مې دا ولې دلته راوسته؟ خو بیا به مې چې خپلې مجبورۍ ته کتل، نو زړه به راته لږ لږ سکون راکاوه، ځکه چې پرویز زما د دفتر همکار و، او زه مجبوره وم د هغه دا غوښتنه ومنمه، ځکه چې بیا به راته سبا په دفترکې لانجې جوړوي

تېره ورځ یې راته وویل چې سبا ماښام وختي تر رخصتۍ مخکې باید دده کره لاړه شم او ښځه یې د ښار په چکر بوځم. راته یې دا هم وویل چې که داسې ونه کړم نو دی به هم راسره په دفتر کې له نورو همکارانو څخه په پټه مرسته بنده کړي. یو زړه مې وویل چې یره دا اوس څه مصیبت دی؟ خو بل زړه مې راته ویل، د همده مرستې دي چې په ټول دفتر کې مې پوزه په ځای ده، کنه نو …..

زه او هغه روانې وو. دلته په اروپا کې عموما په داسې مراسمو کې ښځې او سړي یو ځای لاس په لاس ګډون کوي. ځیني کورنۍ چې غړي یې ډېر وي، د خپلو کورونو خوا کې پارکونو او د ښار بازارونو ته ووځي. دوی پټاقۍ الوزوي، شراب څښي او په خوشالۍ د نوي کال هرکلی کوي. ځوانان، زاړه، واده کړي، ناواده کړي ټول جوړه جوړه ښار ته ووځي

نن هم ښار د ښایسته جوړو څخه ډک و. د هرې پیغلې او هر ځلمي په لاس کې به دې یا د بیرو ګیلاس لیده اویا هم د شامپاین بوتل.

 په ښار کې ګڼه ګوڼه وه، نرۍ نرۍ لکه لښتې، سرې، سپینې پیغلې، په نیمه لوڅو جامو کې راوتلې وې، د هغوی په لیدو ما د یخنۍ احساس وکړ، په دې وخت کې رانه هغې وپوښتل:

- د دوی ساړه نه کېږي؟ په دې یخ کنګل کې لوڅې لینګي راوتلې دي؟ 

- نه، نه یې وینې چې بوتلې یې په لاسونوکې دي بس ګرم دي ګرم.  

 د لاس ګړۍ ته مې وکتل، ستنه په نهو ولاړه وه، زه مجبوره وم د هغې د خاوند په امر، دوه ساعته نوره هم هغه، په پښو وګرځومه، ترڅو سمه ستړې شي او کورته په تللو سره د خوب په بستر ړنګه بنګه پرېوځي او د خبرو هم نه وي پاتې. تر هغې وروسته به پرویز په یوولسو بجو له خپلې چیکۍ معشوقې سره د نوي کال د لمانځلو لپاره له کوره ووځي

اوس مې له نارینه وو څخه هم کرکه راتله، د دوی ټول چالونه، دوکې، درواغ، لار جوړونه او دا……. ټول راته معلوم شوي وو. په زړه کې مې شل قسمه اندېښنې او وسوسې تېرېدې او فکر مې کاوه که اکبر له ما سره داسې وکړي نو؟ هغه خو ترما ښکلی هم دی؟ او بیا د کورنۍ په خوښه یې ما سره کوژدنه شوې؟ 

خو دا ترما ښکلې او وړه ده، دې له خاوند سره په مینه واده کړی…… هم دا خیالونه مې زړه ته تللراتلل، له ځان سره په جنګ ومه، د هغې لیونۍ اواز راته بیا ټکان راکړ

- ولې نن داسې غلې غلې یې؟ هغه در یادیږي هن؟ 

- هو هغه راته یادیږدي چې اوس وای او د دې ښار د خلکو په شان مې لاس نیولی، کوڅه په کوڅه ګرځولی وای.  

- بس دا ارمان به دې پوره شي خو دا خوبونه د لږ وخت لپاره وي؟  

- د لږ وخت لپاره؟ هغه څنګه؟ 

- هغه داسې، ماته وګوره، دا خلک بل ډول دي، او زمونږ سړي بل ډول دي.  

- نو ولې ته څه وایې؟ ستا په زړه کې څه دي؟ 

- ماته خو د دوی عادت خوند راکوي خو چې ... 

چې څه؟ 

- بس مړې شکر دی، الله دې ژوندی لري، یوه مړۍ ډوډۍ خو کورته راوړي، او ای! دادی هغه کور کېناست، ماشومان ساتي، او زه یې تا سره پرېښودمه چې د نوي کال په شپه چکر ووهم

خو زه پوهېدمه چې هغه په دې پلمه غواړي خپل درد له مانه پټ کړي، هغې به ځوانو جوړو ته کتل او تبصرې به یې کولې، کله به یې پر هلک او کله پر نجلۍ نیوکې کولې

د ښار رڼاګانو نه مې کرکه راغله، د لوږې احساس مې وکړ، یوه ایټالوي رسټورانټ ته ننوتلوتر نورو شپو پکې بیروبار ډېر زیات و او په مشکله مو یو خالي مېز وموندلو

د ډوډۍ د میز ترشا یو بل ته سره مخامخ کېناستو، هغه راته موسکۍ موسکۍ وه، خو د مخ ځلا یې بایللې وه. په زړه کې مې راتېر شول، درې کاله وړاندې دا څومره ښایسته وه، خو اوس یې ځواني تر ډېره بایللې ده، هغه تر خپل عمر لس کاله مشره ښکارېده. د هغې په ستومانه سترګو کې مې د درد کیسې لوستلې، د هغې د معصومې موسکا تر شا د ژړا خزانې پټې وې

ایله مو ډوډۍ خوړل شروع کړي وو چې خاوند یې راته په موبایل فون وکړ

- څنګه ده؟ خوشاله ده؟ 

- هو، بلکل، بېغمه شه

- ښه ښه! بس تاسو به را روانې شئ چې د نوي کال پیلیدو ته یوه نیمه ګېنټه پاتې ده.  

- سمه ده، اوس نوي په ډوډۍ کېناستو

- ښه نو داسې وکړه چې زموږ تر کوره ټیکسي ونیسه، ته خو پوهېږې، زه باید زر تر زره له کوره ووځم، هغه راته د سین په غاړه منتظره ده، که زر ورنشم خپه کېږي

- سمه ده، ته بېغمه شه

ما هغې ته کړل چې زر باید لاړ شو، پلمه مې ورته وکړه چې اکبر راسره په سکایپ خبرې کول غواړي. ډوډۍ مو نیمايي وخوړه او پاتې نیمايي یې هغې په ډبي کې ځای پر ځای کړه او په خندا یې راته وویل:

- ماشومانو له به یې یوسمه، هغه خوارکی یې څومره په سختۍ ګټي او موږ یې داسې په سر بادوو.

 

- سبا عامر
بېرته شاته