(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ساعرۍ توصیف

[16.Jul.2022 - 19:15]

د شاعري پر ضِد یوه توصيفي (تعریفي) تبصره !

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

ليک : رحيم خان

 

د روس دوږخي شاعر یوټيشنیکوف چي دوه کاله له مخه یې '' د پلانی ادبي ټولني '' د اجازت بغیر خپله ساه ورکړه څومره شه ویلي وو چي '' د شاعر بيوګرافي فقط د هغه خپله شاعري ته ویلی سو، نو هر څه حاشیه ګري ده''.

 

د امریکا نامتو ماډرنسټ شاعر ویلیس سټیوینس یو ځای لیکي چي '' یو شاعر نړۍ ته په هغه نظر ګوري په کوم نظر چي یو سړی یوې ښځي ته ګوري ''. ویلیس څه وخت پس د کورنۍ د اختلاف برعکس له یوې '' ناپاکي '' ښځي سره واده وکړ او هم دا د فطرت خوښه وه چي کله یې لور پیدا سوه نو د '' پاکي / سپېڅلي '' نوم یې ورباندي کښېښود.

 

رابرټ برټن چي خپله هم یو سکالر او شاعر وو ویلي وو چي '' شاعران ټول لیوني دي ''. باید یاد ولرو رابرټ برټن خپله هم بیا په اخر کي لیونی سو. یو عادت یې دا وو چي د غم په شېبو کې به یې په زور زور خندل.

 

فرانسوي هم جنس پرست نامتو شاعر او ډرامه نګار ژان کاکټیو یو وخت یو چا ته په پټه خوله، پټو سترګو او خلاصو غوږو ویلي وو چي '' شاعر هغه دروغجن څوک دی چي مدام رښتیا وایی ''. باید یاد ولرو ژان کاکټیو د ګمان تر حده ایماندار څوک وو او زه یقین لرم چي زموږ له شاعرانو سره یې هیڅ فکري واسطه یا خط وکتابت نه لرل.

 

ژان کاکټیو یو بل ځای دا هم ویلي وو چي '' هغه شاعر بدبخت دی چي خالي دي وستایل سي پر ځای د دې چي یو څوک دي ځان د ده په شاعري پوهه کري ''. شکر چي ژان کاکټیو مړ سو او زموږ له ادبي محفلونو نه سو فیضیاب !

 

زما خوښ او هر وخت له ناسازیو سره په جنګ اخته رابرټ فراسټ وایی '' شاعري هغه کله چي هيجان / جذبات خپل فکر وموندي او بیا هغه فکر خپل الفاظ ''. فراسټ بیا د خپل فکر له لاسه مرګ د ابدیت غېږ ته وسپاره.

 

ستر ناقد، په اطالوي میو را لوی سوی او د کلیسا منکر امبر ټو ایکو یو تور ماښام د لمر تر ځلا لاندي ګوره په کوم حال کي ویلي وو چي '' ډېر شاعران خرابه شاعري کوي او پر هغه برسېره خپله شاعري چاپوي هم. ښه شاعران خپله شاعري وسوځوي ''. د دې تشریح موږ ته لارډ بائرن کولای سي که نَن بیا د غفلت په خوب نه وو ویده.

 

او په بیا د اروپا نامتو شاعر او سوریالسټ ادیب جولز ورنې چي ادبي کار یې د نړۍ په مختلفو ژبو کي په زرهاوو واره ژباړل سوی دی یو سهار و تور دېوال ته ولاړ له ځان سره داسي وویل چي '' شاعران ټول داسي دي لکه متلونه یعني د یو او بل ضد ''. په دا بل سهار د جولز ورنې میرمني دی د هغه تور دېوال سره په داسي حال کي ولید چي دېوال بیتونه ویل او جولز ورنې د تل لپاره ګونګ سوی وو !

 

یادونه: زه تر اوسه پوري د څو شاعرانو فکري او روحاني مقروض یم که یې څه هم د قرض د ادا کولو داسي خاص اراده نه لرم خو مقروض څوک به تر مرګه پوري پور وړی وي او خدای هم پور وړی نه بخښي !

 

------------------------

ر.خ : ( دلته لفظ خ ګونګ دی !) - د جولاى ۲۰۱۹ یو سره غرمه

- رحېم خان
بېرته شاته