(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاکتر اسرار شاعري

[16.Jul.2022 - 19:23]

د ډاکټر اسرار د  شاعرۍ موضوعاتي جاج

لیک: پروفېسر شهاب الدين داودخېل   

   ډاکټر اسرار د ماشومتوب نه د شاعرۍ سره مينه لرله او وائي چې شاعري ئې هم د ماشومتوب نه شروع کړې ده لکه چې وائي:

 

    " د شعر وشاعرۍ شوق مې د وړوکوالي نه وۀ ـ په هغه دور کښې به په مختلفو حجرو او بېټکونو کښې د موسيقۍ محفلونه کېدل ـ د دې نه علاوه د باچاخان د خدائي خدمتګار تحريک په جلسو کښې به انقلابي شعرونه وئيلے کېدل چې هغې زما جذبات راولړځول او دغه شان مې د شاعرۍ اغاز وشو ـ د شاعرۍ اغاز مې تقريبا د نهم جماعت نه کړے دے

 

   د ډاکټر اسرار تر دې وخته پورې د شاعرۍ يو کتاب چاپ دے چې نامه ئې " د ژوند نغمه " ده ـ د دې نه علاوه د نثر دوه کتابه ئې د چاپ په کالو ښائسته شوي دي چې يو پکښې د تکلونو مجموعه " تکل په تکل کښې " او بل د اردو ژبې کتاب دے چې په طب ئې ليکلے دے ـ نوم ئې ورله " طب  جدید  ایلو پیتی  نہیں ہے "   ايښودے دے ـ 

 

"د ژوند نغمه " د ډاکټر اسرار وړومبۍ شعري مجموعه ده چې تر دې وخته درې ځله چاپ شوې ده ـ په دې کتاب کښې څۀ دپاسه سل غزلې دي ـ قطعې او نظمونه هم پکښې خوندي کړے شوي دي ـ سريزه پرې م ـ ر شفق ليکلې ده ـ محمد اظهار د دوي د شعري مجموعې باره کښې داسې معلامات بيان کړي دي ـ

 

"د ژوند نغمه د ډاکټر اسرار وړومبۍ شعري ټولګه ده چې تر دې دمه دوۀ ځله چاپ ده ـ وړومبے چاپ ئې ۱۹۸۸ء او په دوېم ځل د دانش خپرندوئې له خوا په کال ۲۰۰۹ ء کښې په يو سل  شپېته مخونو چاپ شوې ده ـ د کتاب اغاز د نعت شريف نه شوے دے او باقي پکښې يو سل او شپږ شپېته غزلې او يو څلوېښت قطعې موجودې دي ـ د دې سره پکښې نظمونه هم راوړلے شوي دي چې پکښې يوه مرثيه د سيد مختار باچا په مړينه ليکلې شوې ده

 

  د ډاکتر اسرار د شاعرۍ باره کښې م ـ ر شفق داسې ليکلي دي :

 

" دا ډاکټر اسرار شاعري د انساني جذباتو او احساساتو د شعوري او لاشعوري نفسياتو يو ژور سمندر دے چې ظاهري سطح ئې قلاره او پرسکونه ښکاري خو په تل کښې ئې د خيالاتو طوفاني موجونه او چپې راغورزېږي ـ د دۀ د شاعرۍ په ائينه کښې د ذات،حيات او کائنات هرقسمه تصويرونه او جدا جدا اړخونه په مناسب ډول ليدلے شي

 

    په دې مجموعه کښې ډاکټر اسرار غزلې ليکلې دي، نظمونه او قطعې ئې هم وئيلي دي او د شعر و ادب په نورو ډګرونو ئې هم د خيال نيلي زغلولي دي ـ د هغۀ د شاعرۍ ډېر ګڼ اړخونه دي چې پکښې پښتونولي،عشق و محبت ،وعظ و نصيحت ،بشر دوستي، امن ،رومانويت،مذهبيت،ترقي پسندي،حقيقت پسندي،رجائيت او وطن پرستي د يادولو وړ دي،چې تفصيل ئې داسې درج کولے شي

 

نن چې ورته يار په مينه وکتل            اوس به د اسرار ولې نظر لګي 

 

اے چې د اسرار نه دې مخ واړوو          غلا دې شوه څرګنده که غلا پټه  شوه

- داودخیل
بېرته شاته