(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتانه مخلوط النسل

[20.Jul.2022 - 17:21]

 

پښتانه مخلوط النسل

لیک: نور اپریدی

د ايم فل  يو کلاس کښې زه د پښتنو په تاريخ لګيا وم ـ په دې کلاس کښې زمونږ سره د پاکستان د ټولو لويو ژبو زده کوونکي وي ـ ما د پښتنو په تاريخ باندې خبره کوله په مختلف نظريات باندې مې چې کله خبره وکړه نو د سراٸيکې ژبې يو زده کوونکي  لمانه دا تپوس وکړو چې پښتانه د يو انګريز په نزد مخلوط النسل دي يعني په پښتنو کښې  ترک وغيره  قومونه دي ـ 

ما هغه ته څه دا رنګ ځواب ورکړو ـ 

 

چې اول خو دنيا کښې داسې يو نسل هم نشته چې هغه کښې ګډون نه وي شوے  ـ د ساٸنس نه دا خبره ثابته ده چې کوم نسل کښې د بل نسل ګډون اونه شي نو هغه د مختلف قسم بيمارو سره مخ شي او اخر رورو په ختميدو شي ـ 

بل  که دا انګريز واٸي چې پښتانه مخلوط النسل دي نو د هغه سره دليل څه ؟

که په خصاٸصو عاداتو باندې پښتانه  دې انګريز ته مخلوط النسل ښکاري نو پښتانه د ايشيا د ملا په تير باندې پراته دي  دلته هر کوجه راغلے دے او د پښتنو سره ٸې اول لاس اچولے دے خو چې کله ٸې دا خړ پښتون رالاندې کړے نه دے نو ورسره خپلوي ٸې کړې ده او په سوونو سوونو کالو پورې ورسره پاتې شوے دے او اخر ٸې په پښتنو کښې ځان غيب کړے دے او سوّچه پښتون شوے دے ۔  

مثال مې د قريشانو سيدانو او انصاريانو ورکړل چې دوي خو د اصل نه عرب دي خو په پښتنو کښې ٸې ځان ضم کړے دے او اوس سوچه پښتانه دي ـ او داسې دا هم چې په دې پښتنه زمکه څوک هم پښتو واٸي پښتو کوي او پښتو پالي هغه سوچه پښتون دے که هغه د هر نسل سره تعلق لري يا د هره خوا راغلے وي ـ 

 

که بعضې پوهانو ته په پښتنو کښې د ترکو عادات يا نور خصاٸص ښکاري نو دا نه شوه چې پښتانه ترک شو چونکې ترک د پښتنو په شان يو خانه بدوش قوم وو او د رزق يا د بل څه غرض دپاره به يې په مختلفو ملکونو حملې کولې نو چونکې پښتانه اکثر قبيلې په لارو درو کښې ابادې وې نو د دې پښتنو سره دا خلق لاس ګريوان شوي دي او ورسره بيا به پاتې شوي هم وي نو څه خصاٸص  به يې د پښتنو نه اخستي وي او څه به ورنه پښتنو اخستي وي ـ

داسې که پوهانو ته په پښتنو کښې د يونانيانو خصاٸص  ښکاري نو دا نه شوه چې پښتانه يونانيان شو ـ بلکښې  لکه ما څنګه وٸيلي  چې پښتانه د هميشه راسې د هند دروازه کښې پراته دي او اکثر قومونو د پښتنو سره لاس اچولے دے نو يونانيان دلته د سکندر سره راغلي دي د پښتنو سره لاس ګريوان شوي دي او بيا د دې پښتنو سره دوه سوه کاله پاتې شوي دي نو ضروري خبره ده چې د وينې اختلاط به هم شوے وي او خوٸ خصلت او عادات به يې هم د يو بل نه اخستي وي ـ 

دا انکام هم دے چې دلته به د بني اسرائيلو قبيلې هم راغلې وي خو داسې نه شوه چې ټول په ټوله پښتانه بتي اسرائيل مونږ اوګڼو ـ

بل  هغه انګريز دلته راغلے هم نه وو که راغلے هم وو نو د پښتنو په خوٸ خصلت دومره نه شو پوهيدل نه د هغه سره څه ډي اين اے وه چې هغه د پښتنو د نسل ډي اين اے کړې وه چې پښتانه مخلوط النسل دي

 

پښتانه د دې هندوکش خواشا غپل اولاد دے او د دليل په توګه مې ورته اول د رګ ويد حواله راخسته چې ټول پوهان که هغه انګريزان دي اوکه پښتانه پوهان دا مني چې د رګ ويد چې کوم پکهت  خلق ياد شوي دي دا بل څوک نه بلکښې  پښتانه دي ـ نو زمونږ سره خو دا ثبوت شو چې پښتانه د څلورو پينځو زرو کالو راسې په دې خپله لرغونې خاوره اباد دي او هغه  ځکه چې  رګ ويد څلور پينځه زره کاله زوړ کتاب ګڼلے شي ـ 

 

د دې نه علاوه مې د اويستا  حواله هم ورکړه چې هغې کښې کومه بخدي علاقه ياده شوې ده هغه هم د دې پښتون قوم په نوم باندې ده ـ  د دې لرغونتوب درې زرو کالو ته رسي ـ

د دې نه علاوه مې د هيروډوټس سکاٸي لس او بطليموس حوالې هم ورکړې چې دوه نيم زره کاله په ګوته کوي ـ

د فاهيان او هيون سانګ حواله مې هم ورکړه چې پينځلس سوه کاله پخوا د دې پښتنو ذکر په موجوده زمکه کوي ـ 

 

نو چې پښتانه څلور زره پخوانۍ نوشتو کښې ياديږي نو زه ولې پښتانه د ترکو اسرائيلو او يونانيانو پورې اوتړم ؟ 

البته د ډيرو پوهانو دا راٸې ده لکه فلپ حتي او دغسې نور چې د وسطي ايشيا يعني د پامير او هندوکش خواشا لوړې ژورې د انسانانو وړومبے ځانګو پاتې شوے دے او د دنيا اکثر قومونه د دغه ځايه کوچيدلي دي ـ  نو پښتانه خو په دې مرکز د پينځو زرو کالو راسې پراته دي هن يونانيان اسرائيل ترک فارسيبان د دغه ځايه لاړ دي نو لازم خبره ده چې په نمسي کښې د نيکه عادات وي نو چونکې پښتون د دې هندوکش خواشا زوړ بچے دے او دا نور قومونه د دې ځايه لاړ دي  نو نمسو کښې ٸې چې د نيکه خصاٸص  او عادات نه وي نو دچا به وي ؟ 

 

لنډه به يې په دې کړو چې دا ټول قومونه د دغه ځايه لاړ دي  نو د دې قومونو عادات به د يو بل سره خامخا سمون خوري ـ که دغه قومونه مونږ د دغه ځايه کوچيدلي هم اونه ګڼو خو د تاريخ په مختلف دورونو کښې دلته راغلي دي د پښتنو سره ايسا شوي دي د پښتنو نه ٸې  هم ډېر څه اخستي او پښتنو ورنه هم ډېر څه اخستي ـ هسې پښتنو ته نيکان لټول نه دي پکار بلکښې  پښتون خپله نيکه دے او نمسي ورنه کوچيدلي دي ـ 

 

نور سید اپريدے

- اپرېدی
بېرته شاته