(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د واخان دهلېز

[28.Jul.2022 - 15:23]

واخان دهلېز!

دعوې دنګلې!

معلومات او تبلیغات!

راځئ څه ناڅه دلته ولولئ!

 

خان محمد ستانکزی/جرمني

 

واخان دهلېز چې په دری کې یې دالان واخان، په چینایي کې 瓦罕走廊 او په انګلېسي کې Wakhan Corridor بولي، د افغانستان د خاورې یوه نرۍ تړانګه ده چې چین ته غزېدلې او د تاجکستان ګورنو بدخشان کورواکې سیمه د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیرله ګلګت بلتستان غرنۍ سیمې څخه جلا کوي

 

واخان دهلېز د افغانستان د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې پروت دی، او د ۲۰۱۰ کال د یوې شمېرنې په اساس، هلته ۱۲۰۰۰ کسان ژوند کوي.‌

 

د واخان شمالي برخه چې واخيان او پامیریان په کې ژوند کوي د پامیر په نامه یادیږي. د پامیر لوړه څوکه ۷۶۴۹ متره جیګه پرته ده.  

 

د پنج او پامیر سیندونه د واخان دهلېز له غرنۍ درې څخه سرچینه اخلي چې وروسته ترې ستر امو سیند جوړېږي. امو سیند چې لوېدیځوال یې اکسوس او عربان یې جیحون بولي د ۲۵۴۰ کیلومترو اوږدې لارې له وهلو څخه وروسته د قزاقستان او ازبکستان تر منځ پراته ارال جهیل ته ورتویېږي

 

واخان د ورېښمو د تاریخي لارې یوه برخه وه، او له لرغونو زمانو راهیسې د ختیځې، جنوبي او منځنۍ اسیا تر منځ تلونکو خلکو پرې تګ راتګ کړی دی

 

د نړۍ مشهور ګرځېدونکی شوان زانګ چې یو بودایي راهب وو د خپلو سفرونو په لړ کې له چین څخه له لیدنې وروسته په ۶۴۹ میلادي کال کې د واخان دهلېز په لاره راستون شوی دی

 

ایټالوی ګرځېدونکی او سوداګر مارکوپولو هم په خپل وخت کې له دغې لارې څخه تېر شوی خو وایي چې د واخان دهلېز د نوم ذکر یې نه دی کړی

 

ویل کیږي چې د واخان دهلېز سیمه کې د سړو د ډېرښت له امله د کال په یوازې ۵ میاشتو کې ژوند شونی دی، خو د اوسني عصر ټکنالوجي کولی شي چې په ډېره یخنۍ کې هم لارې وباسي او د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي

 

ریچارډ نیستروپ او ډونالډ سیکین د افغانستان په هکله په خپل یوه شریک کتاب کې لیکلي چې، واخان دهلېز د ۱۸۹۳ کال د یوې هوکړې په اساس چې د برتانوي امپراتورۍ (برتانوي هندوستان) او افغانستان تر منځ وشوه او د ډیورنډ کرښه یې وکښله، رامنځته شو

 

د هوکړې په اساس، دغه نرۍ خاورینه تړانګه د روسي امپراتورۍ (روسي ترکستان یا اوسني تاجکستان) او د برتانوي امپراتورۍ (برتانوي هندوستان یا اوسني پاکستان او د ګلګت بلتستان د جنجالي سیمې) تر منځ د حایل (بفر زون/Buffer Zone) په توګه وپېژندل شوه.‌

 

د واخان دهلېز ختیځ ته د چین سینکیانګ یا شینجیانګ سیمه پرته ده چې هغه وخت د قینګ د واکمنو د لړۍ له خوا اداره کېدله او اوس د چین د ولسي جمهوریت د خاورې برخه ده

 

واخان دهلېز د افغانستان د بدخشان ولایت مهمه یا د پام وړ برخه جوړوي، او د یوه روایت په اساس د واخان دهلېز په لوېدیځه دروازه کې چې د افغانستان له اشکاشم ولسوالۍ سره نژدې پرته ده د واخان دهلېز پلنوالی یا سور ۱۸ کیلومتره دی.‌

 

خو په لوېدیځه برخه کې بیا د هغه پلنوالی له ۱۳ څخه تر ۳۰ کیلومترو پورې بلل شوی او دا هغه سیمه ده چې وایي پاکستان په کې سترګې ښخې کړي، خو د واخان په منځنۍ برخه کې تر ۶۵ کیلومترو پورې سور لري

 

په ختیځ پای کې، واخان دهلېز دوه شاخه کیږي چې د چین او افغانستان تر منځ ۹۲ کیلومتره اوږد سرحد جوړوي

 

واخجیر چې په جنوب ختیځ‌ شاخ کې ختیځ اړخ ته غزېدلی پروت دی د بدخشان له اشکاشم څخه خواوشا ۳۰۰ کیلومتره فاصله لري. د شمال ختیځ شاخ ختیځ ښکر له اشکاشم څخه ۳۵۰ کیلومتره فاصله لري

 

په ګرده نړۍ کې د واخجیرسیمه داسې سیمه ده چې په لږه فاصله په کې د ساعت ستن درې نیم ساعته وړاندې یا وروسته کیږي. یعنې که په دغه تنګي کې د افغانستان لوري ته ساعت د سهار ۸ بجې وي، د چین لوري ته به د غرمې ۱۱:۳۰ بجې وي

د سرحد چینایي لوري ته د سینکیانګ هغه کورواکې سیمه پرته ده چې په غرونو کې یې تاجکان اوسېږي او د تاجک تاشکورګان/تاشقرغان په نامه یادیږي.‌

 

د واخان دهلېز شمالي سرحد په لوېدیځ کې د پامیر سیند او زرکول جهیل او په ختیځ کې د پامیر غرونو له لوړو څوکو څخه تشکیل شوی دی. شمال لوري ته د تاجکستان ګورنو بدخشان کورواکې سیمه پرته ده او جنوب ته د هندوکش او قراقرم لوړغرونه پراته دي.‌

 

د دهلېز د جنوبي اړخ په اوږدو کې دوه غرني غاښي یا کوتلونه پراته دي چې دهلېز د هغه له ګاونډیانو سره نښلوي. د بروغول کوتل واخان د اوسني پاکستان له خیبر پښتونخوا سره نښلوي، په داسې حال کې چې ارشاد غاښی واخان دهلېز د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر له ګلګت بلتستان سیمې سره نښلوي

 

ویل کیږي چې د دل سنګ غاښی چې هغه هم له ګلګست بلتستان سره نښتی دی، د استعمال وړ نه دی،‌ او ښایي دلیل یې دا وي چې د غرونو جوړښت یې ډېر پېچلی دی.‌

 

ختیځ غاښی چې د واخجیرغاښی دی له چین سره نښتی دی او د هغه هېواد او افغانستان تر منځ د اتصال مهمه لاره ده. ویل کیږي چې د افغانستان د بدخشان او د چین تر منځ له پخوا راهیسې تګ راتګ د همدغه کوتل له لارې کېږي.‌

 

په ټولنیزو رسنیو کې داسې اندېښنې په ډېرېدلو دي چې وایي د روسیې، چین او پاکستان تر منځ د افغانستان د واخان دهلېز په هکله پټې هوکړې شوي او وايي چې د افغانستان د واکمنو له خبرولو پرته پاکستان غواړي چې د واخان په هغې سیمه باندې چې پلنوالی یې لږ دی تاجکستان ته سرک تېر کړي او د دې کار لپاره یې سیمې ته خپل عسکر او تخنیکي ټیمونه لېږلي دي.  

 

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم تېر کال له دې شپو ورځو نه لږ مخکې په خپل وېب سایټ د افغانستان داسې نقشه خپره کړې وه چې له چین سره د افغانستان د نښتلو غاړه ترې پرې شوې وه او پاکستان په کې نېغ په نېغه له تاجکستان سره نښلول شوی وو خو په ټولنیزو او مروجو رسنیو د افغانانو له سختو غبرګونونو څخه وروسته روسانو هغه نقشه لیرې کړه او پرځای یې په نړۍ واله سطحه منل شوې نقشه خپره کړله

 

یو شمېر فعالان وایي چې د پاکستان د ستراتیژیکو څېړنو مرکز هم د افغانستان داسې نقشه خپره کړې چې واخان ترې پرې شوی او پاکستان نېغه په نېغه له تاجکستان سره نښلول شوی دی

 

زاویه نیوز خبري پاڼې چې ویل کیږي د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار حمدالله محب پورې تړاو لري، نن د جولای ۲۴مه لیکلي چې په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د چین سفیر سره د واخان له لارې د سرک جوړولو په هکله خبرې کړي، خو نورو سرچینو دا خبره رد یا تایید کړې نه ده.

 

په افغانستان کې واکمنو  تر اوسه په دې هکله د خلکو اندېښنې نه دي ځواب کړي خو یو شمېر تحلیلګران دا یوازې تبلیغات بولي او وایي چې پاکستان د اقتصادي لنګوال په حالت کې دی نو د داسې پروژو ترسره کول ورته اسان نه دي، خو نور بیا له چین او روسیې سره د پاکستان د تازه انډیوالیو په لړ کې هر څه شوني بولي

 

- د دې پوسټ په هکله د معلوماتو راټولولو نژدې درې ساعته وخت ونیو. شریک یې کړئ چې نورو ته هم ورسیږي، خو د مستقل پوسټ په توګه یې مه خپروئ

 

رنګینه نړۍ/Colourful World

Khan Mohammad Stanikzai

 

- دعوې دنګلې
بېرته شاته