(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لطیف جان

[28.Jul.2022 - 15:46]

د پښتو ژبې لیکوال،شاعر ،تاریخپوه، ممثل او موسیقي پوه ښاغلي استاد لطيف جان بابي لنډه پيژندګلوي:

د ښاغلي استاد  لطیف جان بابي د نامه او دده د شخصیت سره دافغانستان ،پښتونخوا او سویلي پښتونخوا ډیر شمیر لیکوالان ،شاعران او هنرمندان آشنا دي.

دی ډير پښتو او پښتنواله مین او د ګران افغانستان سره ژوره مینه لري.

ښاغلی استاد لطیف جان بابې د (۱۹۵۴) زیږدیز کال د دسمبر په لومړۍ نېټه د کندهار ښار  د بامیزو په کوڅه کې په یوې درنې پښتنې کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې  دي او  د بابیانو په نامتو پښتنې قبیلې  پورې اړه لري.

ده خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د کندهار په مشرقي ښونځي او احمد شاهي لیسې( های سکول) سرته رسولي  دي

  او بیا  د کابل پوهنتون د د پښتو ادبیاتو له څانګې نه یې 

د فراغت سند تر لاسه کړي دي.

ښاغلی استاد لطیف جان بابی په کندهار کې د منځنيو ښوونځيو ښوونکی هم وء  او د زده کړيالۍ پر مهال یې  د پښتو ډرامو سره ډیره  لېوالتیا هم  ښودله او په هغه  وخت کې یې په کابل کې  په راډيويي ډرامو کې هم  برخه اخيستله

همدا راز نوموړی د کندهار په البېروني لېسه کې د يو کال لپاره ښوونکى وء.

ورپسې  د میوند ولسوالۍ د ايوب خان لېسې ته واستول شو له هغه ځایه د افغانستان د وتلي لوبګر (ممثل) ښاغلي حميد جليا په غوښتنه یې راډيو ټلويزيون ته لاره وموندله او هلته يې د لوبگرۍ (تمثيل) تر څنگ سندرې هم ووېلې. همدا راز نوموړی د سپورټ او لوبو  په ډګر کې د کندهار د نامتو فوټبالرانو نه شمیرل کیده.

ښاغلي استاد  لطیف جان بابي د ځوانۍ له پیله د موسیقي سره ژوره مینه درلودله ،لومړی یې طبله وهله.

وروسته کله چې د کندهار د البیروني په ښوونځي کې ښوونکی وء د کندهار د مشهور موسیقي پوه او دلربا غږوونکي استاد قاسم جان نه یې دلربا زده کړه، تر هغې وروسته یې باجه ( هارمونیه) او بیایې د خدای بخښلي تور تنبوري نه تنبور زده کړ.

کله چې په( ۱۹۷۹ )زیږدیز کال روسانو پر افغانستان پوځي یرغل وکړ نو ښاغلی استاد  لطیف جان بابي هم د نورو ډیرو افغانانو په څیر د ګران افغانستان نه کډوالۍ ته اړ شو

لومړی د سویلي پښتونخوا مرکز کویټې ته لاړ ، بیا له هغه  ځایه کراچۍ او وروسته بیا امریکي ته لاړ.

 ښاغلی بابی برسیره پردې چې د پښتو ژبې لیکوال او  شاعر دی يو تکړه او مسلکي سندرغاړی ، کمپوزر  هم دی. ښاغلي بابي تر اوسه د پښتو موسیقۍ  په برخه کې ډېر مسلکي اثار لیکلي دي او په ځانگړي توگه یې د پښتنو سندریزه کولتور باندې جوته رڼا اچولې.

 ښاغلي بابي د ژبپوهنې په برخه کې هم  ډیر څه لیکلي او همدارنگه یې د لوي افغانستان پخواني تاریخ باندې هم خپل قلم آزمویلی او تر اوسه یې ۳۷ اثار د کتاب په بڼه خپاره شوي دي .

په کډوالۍ کې د ښاغلي استاد  لطیف جان بابي بوختیاوې:

ښاغلی استاد لطیف جان  بابي د نيويارک په اينډين میوزيکل سکول کې د څلورو کالو لپاره دهندي موسیقي پوه استاد  بسنت راى نه چې (د استاد علاوا لدین  خان شاگرد ؤءسيتار او هندي راگونه زده کړل چې د افغاني راگونو سره يې پرتله کړي هم دي

همدارنگه په گارډيه کالج ، ميډگار ایور کالج (La Guardia college,Medgar Ever college)او اډيلفي پوهنتون (Adelphi University) کې يې د ښوونې او روزنې زده کړې وکړې.

ښاغلی استاد  لطيف جان  بابى اوس مهال د کېليفورنيا د گڼو ژبو په اکاډمۍ کې د مرستيال استاد يا پروفيسور

 په توگه دنده ترسره کوي.

ټولنیزې لاسته راوړنې:

په( ١٩٨٩)زیږدیز کال کې یې د گډو ښوونکيو فدرېشن (United Teacher Federation) لخوا ستاينليک او مډال ترلاسه کړ

او انځورونه یې  د همدې فيډرېشن په ورځپاڼو کې خپاره شول

لطيف جان بابى يو له هغو سندرغاړو نه دی  چې څه زده کوي نو پر هغو باندې څېړنه هم کوي

لکه څنگه چې پخپله هم وايي : ٫٫ زه نښېرونه (اثار) لیکم چې راتلونکو پښتنو کهولو ته ليکلي يادښتونه پاتې شي٬٬.

سندريزې ټولگې:

د ښاغلي استاد لطيف جان  بابي ډېری سندرې د ولسي رومانتیکو سندرو يا مينه ييزه سندرو بڼه لري او هم يې

 د دود له مخې ډېری ولسي هېوادنۍ سندرې وېلي دي. تر اوسه يې ديارلس د اورېدنې صوتي ټولگې دي او يوه انځوریزه سندره يې هم جوړه کړې او ټول يې خپاره شوي دي .

دښاغلي استاد لطیف جان بابي چاپ شوي آثار:

۱- سندارا او سندره(Music and Song) چاپ

۲- شپېلۍ(Flute)چاپ

۳-باجه(harmonium) چاپ

۴-تبله(Tabla) چاپ

۵- شانۍ(Shawn,royal reed) چاپ

۶- ساز(Harmonica) چاپ

۷- سيتار(Sitar) چاپ

۸- راگونه(Ragas) چاپ

۹- سرگم پدنياني(دوه زره راگونه) چاپ

۱۰-تالنده او برېښنا(شعري جونگ/ټولگه)

۱۱-جکړ(شعري جونگ/ټولگه)

۱۲-کړاو او ناورين(شعري جونگ/ټولگه)

۱۳-سونگا او رينگټ(شعري جونگ/ټولگه)

۱۴- يادگار(شعري جونگ/ټولگه)

۱۵-رنځړې څړيکې(شعري جونگ/ټولگه)

۱۶-تپوس او غبرگون(شعري جونگ/ټولگه)

۱۷-د خپلواکۍ سوغات(شعري جونگ/ټولگه)

۱۸-گلپاڼي(شعري جونگ،ټولگه)

۱۹-خوږمن گرېز(شعري جونگ/ټولگه)

۲۰-نغوتي او نغوږي(پښتو دوه ييزي/مثنوي)

۲۱- نغوتي او نغوږي(دویم چاپ)

۲۲-زړتښت او اويستا چاپ

۲۳- پښتو او اويستا وييښود(قاموس) چاپ

۲۴- پښتو او زند وييښود(قاموس) چاپ

۲۵- انديځ ويونه(هممانيز ويونه،مترادف لغات)چاپ

۲۶-ويوې او وراشې چاپ

۲۷-ويونه او ريونه چاپ

۲۸-زړه پښتو په انگرېزي کې چاپ

۲۹-پخوا او نن(لومړۍ برخه)

۳۰-پخوا او نن(دویمه برخه)

۳۱-پخوا او نن(څلورمه برخه)

۳۲-پښتو نومښود(لومړى چاپ)

۳۳-پښتو نومښود(دویم چاپ د زياتونو سره)

۳۴-پښتو نوم(Pashto Noun) چاپ

۳۵-پښتو په انگرېزي مصدري وييښود(قاموس)چاپ

۳۶-پښتو په انگرېزي وييښود(قاموس) دوهم چاپ

۳۷-پښتو مصدرونه او د گردانولو رودې.

ناچاپه او چمتو آثار

۱-پخوا او نن(څلورمه برخه)

۲-زاړه ترکې آوېجه او زړه چاودى ولس

۳-راگونه او رنگونه

۴-راگچاڼ

۵- سنداريز(Vocal)،سندريز((Musicalاو ريشيز(poetical)وييښود(قاموس)

۶-لغړه پښتو(قاموس)

۷- د ويونو او ريونو گنجۍ

۸-ځلاند ستوري د سندارا(موسيقۍ) پر آسمان

۹-لنډکى کړکيښ او اوږدکى وييکيښ(زر مخه تاريخ)

۱۰- ريشين مشين(د شاعرۍ ماشين)

زه ښاغلي استاد لطیف جان بابي ته دلازیاتو خوشالیو او بریاوو هیله کوم او هیله لرم چې په راتلونکي کې هم زموږ خوږې پښتو موسیقۍ ته  لازیات خدمتونه وکړي .

(ډاکتر لطیف یاد)

- بابی
بېرته شاته