(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ماشومانو لپاره

[28.Jul.2022 - 15:59]

د هوښیاره کونګېه/د کوچنیانو له پاره لنډه کیسه

ژباړونکی: رڼاګل اریوبزی 

ډیر وخت پخوا دځنګل د ننه په یوه ژوره کې یوې کونګې ژوند کاوه. دې کونګې د د څیړۍ د یوې ځواکمنې څانګې په سرکې ځانته یوه ځاله جوړه کړه او ټول هغه څه به يې په غور او مینه اوریدل چې د ځنګل ژویو به د خپلو غمونواو ښادیو په هکله ویل.  کونګې هم هغه کیسې په مینه بیانولې چې باد او باران به له ورایه راوړلې. له ورځو نه یوه ورځ يې پریکړه وکړه چې دځنګل منځ به پریږدي او کومې بلې خواته به ځي، تر څوچې نوې کیسې واوري. دې خپل وزرونه وغځول او په دې پراخه نړۍ کې د لرې ځای په لور والوته. کونګې په خپلو غټو سترګو هرڅه لیدل، په خپلو تیزو غوږو يې هرڅه اوریدل او په خپله ځواکمنه حافظه کې يې هرڅه په غور خوندي ساتل. په دې ډول کلونه کلونه تیریدل، کونګه زړه کیده او ورځ په ورځ هوښیاریده. اوس يې نو په خپل ځنګل او د څیړۍ په لویه ونه پسې زړه وخوږیده، دهغوی دلیدو تنده يې ورځ په ورځ زیاتیده او پریکړه يې وکړه چې بیرته خپل ټاټوبي ته را وګرځي. په ورځو ورځو والوته او له ډ یرې الوتنې نه وروسته په کراره په زړې څیړۍ کې په خپله ځاله کې کیناسته. کله چې د ځنګل ژوي خبر شول چې هوښیاره کونګه بیرته راغلې ده، نو ټول د سپوږمۍ په رڼا کې دڅیړۍ لاندې سره ټول شول او غوښتل يې چې ټولې هغه کیسې واوري، کومې چې هوښیارې کونګې د نړۍ د هرې خوا نه له ځان سره راوړې وې. کونګې په ډ یرمینه داسې خوند ورې کیسې اورولې او ټولو ژویو په دومره خوند اورید لې، چې هیچا نه غوښتل کور ته لاړ او ویده شي. دې په ترتیب خپلې کیسې د مرغلرو په شان په تار کې پیلې وې اویوه په بله پسې يې په خوند بیانولې او اوریدونکويې په مزه مزه اورید لې، ترڅو چې کیسې پای ته ورسید لې. بیانو یوه آهو و ویل چېمیرمن کونګې! ته څومره هوښیاره يې، ما خو له تا ډ یر څه زده کړل، خو د خواشینۍ ځای داد ی چې انسانان ستا کیسې نه پیژنيکونګې تر ډیر وخت پورې په دې هکله په فکر کې ډوبه وه او کله چې پوه شوه چې د ژوند وخت يې ډیر نه دی پاتې، نو یوه غټه کتابچه او یوه د لکلو بڼکه يې راوخیستل او د کیسو لیکل يې پیل کړل، لیکل يې، اولیکل يې او کله چې يې وروستې کیسه تر پایه ولیکله، نو د تل له پاره يې سترګې پټې کړې او د مرګ په خوب ویده شوه. داغټ کتاب د څیړۍ لاندې را لویدلی و، ما بیاموند او چې خلاس مې کړ پکې لیکل شوي وو چېډیر وخت پخوا.......»

  Märchen aus Tschechien, Fassung Djamila Jaenike, © Mutabor Verlag, Kindermärchen aus aller Welt Bild: Cristina Roters 

.........................  

 

 

ګېدړ اوپشه/د کوچنیانو له پاره لنډه کیسه

ژباړونکی: رڼاګل اریوبزی 

د خدای کارونه وو چې یوه ورځ په یوه ځنګل کې یوه پشه د ښاغلي ګیدړ سره مخامخ شوه. پشې فکر کاوه چېښاغلی ګیدړ خوډیر هوښیار دی، ښې تجروبې لري او په ټوله د نیا کې مشهور دینو ځکه يې په ډ یر درانا وي ور ته وویل چېګرانه ګیدړه سلام! څنګه یاست؟ څه حال لری؟ تاسې دا خپل قیمتي وخت څنګه تیروی؟ ګیدړ، په ډیر غرور اوتکبر، پشې ته له سره تر لکۍ پورې ولیدل او په دې فکر کې و چې له سره ځواب ور کړي او که نه. خو اخر په خبرو راغی او ويې ویل چېای ته بې وسه، بې وزله بریتورې، ته احمقه برګۍ، ته وږې موږک خورې، ستا په فکر کې څه ګرځي؟ ته څه کاره يې چې له ما پوښتنه کوې چې زه څنګه یم؟ را ته ووایه چې تا څه زده کړي دي؟ په کومو هنرونو پوهیږې؟ پشې په عا جزې ورته وویل چېزه یوازې په یوه شي پوهیږمګید ړ و پوښتل چېداکوم هنر دی چې ته په پوهیږي؟ پشې وویل چې یوازې دا هنر مې زده کړی دي چېکله چې سپي را پسې منډه کړې، نوزه ونې ته ټوپ اچولی شم او ځان ترې خلا صولی شمګیدړ ترې وپوښتل چېدا ټول هغه څه دي چې تا زده کړي دي؟ ما ته وګوره چې په سلو هنرونو مسلط یم او سربیره پرد ې یو د چالاکیو نه ډ ک جوال هم لرم. زه ستا په حالت افسوس کوم. راځه چې زه يې در زده کړم چې یوه پشه باید دسپي نه څنګه ځان ازاد کړيپه دې شیبه کې یو ښکاري راغی چې څلور سپي ورسره وو. پشې په بیړه ونې ته ټاپ کړ، او دونې په سرکې يې ځان په شاخونو او پاڼو کې پټ کړ. دې په ګیدړغږ وکړچېښالیه  ګید ړه! دجوال خوله خلاصه کړه، دجوال خوله خلاصه کړهخو سپي ترې را چاپیر شول او ګید ړ يې په منځ کې بند پا ټې شو. پشې بیا ورناره کړه چېای ښاغلیه ګیدړه ! د دې سلو هنرونو سره سره بیا هم بند پا تې شوې. که چيرې زما په شان په ونه ختلی شوای، نو اوس به د دې برخلیک سره نه مخا مخ کیدي. پای

- کیسې
بېرته شاته