(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ظاهر شکېب

[01.Aug.2022 - 16:09]

ډاکټر ظاهر شکيب د پښتو ادب ځلاند ستوری

ليک: امان الله نصرت

صورتګر چې ښه صورت پر دېوال ساز كا

كُل عالـم يې په صفت زبان دراز كا

د هغه نقاش په صنع نظر نه كا

چې له څه څاڅكي نه دا نقش و طراز كا

خوشال بابا

ملتونه او ولسونه هغه وخت د ترقۍ او پرمختګ لوړو پوړيو او ګلاليو پړاوونو ته رسېدلای شي چې پېغلې او ځوانان ېې د علم او پوهې په رناګانو ښکلي او سينګار شوي وي او علمي کدرونه ېې د نوي نسل په سالمه ښوونه او روزنه کې او د ولس د علمي کچې په لوړولو او شعوري پالنه کې خپل مسوليتونه په ملي احساس او ايماني جذبه سرته رسوي او د هغوی لارښوونه کوي۰

له ښه بخته چې مونږ په خپله جنګ ځپلې ټولنه کې چې د څو لسيزو راهيسې له کورنيو او بهرنيو ګواښونو سره مخ ده او د  ورانوونکو او انسان وژونګو جګړو په سرو لمبو کې سوځېږي يو شمير داسې علمي کدرونه او فرهنګي سټې لرو  چې د ژوند په روانو اور ورينو او ويرجنو شيبو کې ېې  د علم ډيوې او د ادب مشالونه روښانه ساتلي او لګيا دي د خپل ولس د ويښتيا او بيدارۍ لپاره خپل قلمونه چلوي او د هېواد په ګوډ ګوډ کې د رڼاګانو او رنګونو ويش کوي۰

ښاغلی او منلی ليکوال سرمحقق ډاکټر عبدالظاهر شکيب د هېواد له هغو هڅاندو او تپاندو علمي کدرونو څخه دی چې شپه او ورڅ د پښتو ژبې او ادب د ځلونې او غوړونې لپاره کار کوي او د فرهنګي او کلتوري ميراثونو او تاریخي افتخاراتو د ژوندي او خوندي ساتلو لپاره په نه ستړي کېدونکي زيار او کوښښونو بوخت دی۰

ښاغلی سرمحقق عبدالظاهر شکيب د محمد امين زوی دی چې په  ۱۳۵۶ لمريز کال د وري د مياشتې په دولسمه   (۰۲۰۴۱۹۷۷م ) د کندوز ولايت د دښت ارچې ولسوالۍ د زرغون په کلي کې زېږېدلی دی او پلرنی ټاټوبی ېې د کونړ ولايت د دانګام ولسوالۍ د سور کمر کلی دی او په خټه مشواڼی عليخيل دی۰ 

ډاکټر شکيب په ۱۹۸۵ م کال لومړنۍ زده کړه د خيبر پښتونخوا د دير د ضلعې د حضرت عمرفاروق په ښوونځی کې کړې او بيا ېې خپله منځنۍ زده کړه په محمديه ليسه کې  پر مخ وړي او په ۱۹۹۲ م کال د شهيد مولوي حبيب الرحمن لېسې له دولسم ټولګي څخه فارغ شوی دی۰  

د دولسم ټولګي له فراغت وروسته ډاکټر صاحب  په ۲۰۰۲ م کال  د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځى په  پښتو څانګه کې د لسانس دوره بشپړه کړه،  بيا ېې په ۲۰۰۸ م کال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه د ماسترۍ سند تر لاسه کړ او په ۲۰۱۸ م 

کال ېې د پېښور پوهنتون څخه په پښتو ادبياتو کې دوکتورا وکړه۰

علمي رتبې

د ښاغلي ډاکټر شکيب 

 څېړنيار : ۱۳۸۴ لمريز كال 

 څېړندوى ۱۳۸۸ لمريز كال 

 څېړنوال ۱۳۹۳ لمريزكال 

 څېړنپوه ۱۳۹۹ لمريز كال

دولتي رتبه : خارج رتبه  

کار او دندې

 ۱د جنګ او سولې په انستيوت كې د پښتو ژبې د ګرامري اصولو ښوونكى (۲۰۰۴ م كال )  

  ۲ - د پښتو څېړنو نړيوال مركز علمي غړى (۱۳۸۳ ـ ۱۳۸۵ لمريز

 ۳ - د پښتو څېړنو نړيوال مركز د تاليف او ترجمې د انستيتوت آمر (۱۳۸۵ ـ ۱۳۸۸ لمريز

 ۴ - د پښتو څېړنو د نړيوال مركز علمي منشي او مرستيال (۱۳۸۸ ـ ۱۳۹۱ لمريز

 ۵ - د پښتو مجلې مرستيال او مهتمم (۱۳۹۱ ـ ۱۳۹۲ لمريز )    

۶افغانستان د علومو اكاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيكو رئيس (۱۳۹۲لمريز ـ ۱۳۹۷ عقرب )   

 د علومو اكاډمي عمومي رئيس ، ۱۳۹۷ عقرب څخه تر دې دمه ۷

   له دې پرته ډاکټر صاحب  د ځينو فرهنګي ټولنو سره په فرهنګي فعاليتونو كې مرسته کړې او   

  د ځينو مجلو او خپرونو سره د كتونكې ډلې د غړي او همدغه راز ېې 

شپږكاله د سنځلې مهالنۍ مجلې سره د مرستيال په توگه وړيا كارونه هم ترسره کړي

 چې بايد يادونه ېې وکړواو د قدر په سترګو ورته وګورو۰ 

سفرونه

ډا کټر شکيب د نړۍ بېلابېلو هېوادونو لکه پاكستان ، هندوستان ، بنګله ديش ، سريلنكا ، جاپان ، متحده عرب امارات ،سعودي عربستان،  فرانسه ، سويزرلينډ ، بلجيم ، هالنډ جرمنى او نورو ته رسمي  سفرونه کړي او تر دېرشو زياتو په ملي او نړيوالو علمي غونډو او سيمينارونو کې ېې ګډون کړی دی او خپلې مقالې ېې پکې لوستې دي۰ که ډاکټر صاحب د خپلو سفرونو خاطري او تجربې راټولې او د کتاب په بڼه چاپ کړي نو دا به ېې هم يو خورا ګټور او ارزښتمن کار وي چې لوستونکو ته به ېې خير او ګټه ورسېږي۰ 

علمي څېړنيزې مقالې

تر دې مهاله ډاکټر شکيب  له ۶۰ زياتې علمي او څېړنېزې مقالې ليكلي ، چې په كابل مجله ، زيري جريده ،تكتو مجله(د بلوچستان پوهنتون مجله) ، پښتونخوا (د عبدالولي خان پوهنتون مردان ، مجله)عرفان مجله، پښتو (د پېښور پوهنتون ، پښتو اکاډمي مجله ) دسولې هڅه مجله ، كونړ غږ مجله ، سنځله مجله ، كندهار مجله، لمبه ، لوپټه او نورومجلو او اخبارونو كې نشرشوي دي. ځينې مقالې يې په مستعارو نومونو هم نشر شوي چې شمېر يې تر شلو زيات دي که دا خورې ورې مقالې راټولې او د چاپ په ګاڼه سينګار شي نو یو  ګټور علمي او څېړنيز کتاب  ترې جوړېږي چې بې له شکه به د پښتو ژبې په علمي بډاينه اوغنا کې ډېره ګټوره او د پام وړ زياتونه شي۰   

علمي تقريظونه:

تر شلو زيات علمي تقريظونه او نظرونه چې په كې د دكتورا د تيسسونو او علمي رتبو آثار شامل دي

گډ علمي كارونه:  

 پښتو ـ  پښتو تشريحي قاموس (دوهم چاپ) ۱

 ۲ - زاهد پښتو _ پښتو قاموس 

 ۳ - انگليسي - پښتو قاموس 

 ۴ - د اريانا دايرۀ المعارف  په بېلابېلو  ټوكونو كې د ليكوال ، ايډيټور او ژباړن په توګه كار

 ۵ - د خوشحال خټك دكلياتو په چمتو كولو كې ونډه 

په اهتمام چاپ شوي آثار

 تر دېرشو زيات اثار د ډاکټر صاحب په زيار او اهتمام چاپ شوي 

چاپ آثار

۱ - دخوشحال خټك اشعار د قافيې ، فورم او بديعي ښكلا له نظره (دڅېړندوى علمي رتبې ته دترفېع له پاره). نوموړى اثر په ۱۳۸۸لمريز كال دافغانستان دعلومو اكاډمي دپښتو څېړنو دنړيوال مركز له خوا چاپ شوى دى . او په ۱۳۹۱ ل په ننګرهار كې د مومند خپرندويې ټولنې له خوا يو ځل بيا هم چاپ شوى دى. دې اثر په ۱۳۹۱ كال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا لومړۍ درجه جايزه هم اخيستې ده۰

) دكونړ ولايت اتنو گرافيكي څېړنه ( ۱۳۸۹ ل كال چاپ ۲

) ۳ - د كندوز ولايت اتنوگرافيكي اطلس (۱۳۹۰ ل كال چاپ

۴ - د فراه ولايت اتنوگرافيكي اطلس ( ۱۳۹۱ ل كال چاپ  ) 

۵ - په پښتو معاصر ادبي بهيركې د مولوي منهاج د علمي ـ ادبي كورنۍ ونډه .(د څېړنوال علمي رتبې ته د ترفېع اثر)  (٢٠١٧ م کال چاپ

ناچاپ آثار:

۱ - دكونړولايت دانگام ولسوالۍ فولكلوريك اړخ،۱۳۸۱د لسانس دورې مونوګراف كال ناچاپ ۱۳۰مخه۰

۲ - دپيرمحمد كاكړ او شمس الدين كاكړ په ديوانونو كې بديعي صنايع. ۱۳۸۳ كال ناچاپ ۱۲۰ مخه۰ 

۳ - د يونس خيبري ، عبدالقادرخان خټك او رحمان بابا په اشعارو كې بديعي ښكلاوې . دغه د درې بېلابېلو مقالو ټولگه ده ، چې په كتابي بڼه راټوله شوې او چاپ ته چمتو ده ، ددې مقالو لومړۍ دوه برخې په كابل مجله او گلدسته د څېړنو په بهير كې (د مقالو ټولگه ) كې چاپ شوي هم دي۰ 

د مولوي منهاج ژوند او فن(د ماسترۍ تېزس). ناچاپ ۱۵۰ مخه۰ ۴

۵ ـ  د هرات  ولايت اتنوگرافيكي اطلس . نوموړى اثر په ۱۶۰ مخونو كې ليكل شوى او دهرات ولايت د تاريخي ، جغرافيوي ، اتنوگرافيكي مسايلو په اړه توضيحات لري .

 ۶ـ  تخار ولايت اتنوګرافيكي اطلس ، ناچاپ 

۷ - د شمس الدين كاكړ او ځينو نورو كلاسيكو شاعرانو د اشعارو پرتلنه او كره كتنه  

۸ ـ  پښتو كلاسيك ادب او د بديع فن ، تنقيدي جايزه د پي ايچ ډي تيسس ، اوه سوه مخه 

۹ ـ  د پښتو ادبي فنونو كره كتنه . د څېړنپوه علمي رتبې ته د ترفيع اثر ،۴۸۰ مخونه

مونږ هيله لرو چې د ګران ډاکټر صاحب دا علمي او ادبي اثار زر تر زره چاپ او د مينه والو لاسونو ته ورسېږي چې ټول ترې ګټه واخلي او خپله ادبي او علمي تنده پرې ماته کړي۰ 

بايد يادونه وکړو چې سرمحقق ډاکټر شکيب ته د دوی د نه ستړي کېدونکو خدمتونو او کار او زيار له امله د علامه سيد جمال الدين افغان  دولتي مډال او همدغه راز د مشرانو جرګې او ولسي جرګې مډالونه ورکړل شوي او له شلو زيات د علمي ادارو او وزارتونو له خوا په ستاينليکونو نازول شوی دی۰

پښتو ژبې او ادب ته د ډاکټر شکيب کارونه او خدمتونه په رښتيا هم خورا ارزښتمن او د قدر وړ دي او چې کله د پښتو ژبې او ادب  د رښتينو خدمتګارنو تاريخ ليکل کېږي نو  د ښاغلي ډاکټر شکيب نوم به پکې ځانګړی ځای لري او له ورايه به ځلېږي۰ 

که مونږ د ښاغلي ډاکټر شکيب علمي کارونو او خدمتونو ته ځغلند نظر وکړو نو په زغرده ويلای شو چې د کونړ د اتل زېږونکې خاورې او اسمانڅکو غرونو دا ژمن او هدفمند  ژڼی په رښتيا هم  په خپل وطن او ولس هغه مين شازلمی دی چې تل ېې خپلې ټولنې ته د علم او ادب رنګينې رڼاګانې ورکړي او د خپلو خلکو او قام د بيدارۍ او وېښتيا شعوري  هڅې  او هلې ځلې  ېې کړې دي۰ 

ډاکټر شکيب د خپلې ټولنې او ولس د يوه حساس او سترګور ليکوال او نوښتګر , ځيرک او هڅاند څېړونکي په توګه تل زيار ويستی چې هغه څه د کاغذ پر پاڼو وکښي چې ولس ورته اړتيا لري او  خپلې ژبې او کلتور د بډاينې پرمختګ او علمي کولو لپاره اړين او ضروري وي او د وخت غوښتنه وي۰

مونږ د شکيب په ليکنو او څېړنو کې هغه څه ليدلای او موندلای شو چې زمونږ ځوان نسل ورته اړتيا لري, د هغوی د علمي او ادبي ودې او لارښوونې لپاره د لارې د مشالونو حيثيت لري او د ګټورو او ارزښتمنو سرچينو او ماخذونو په توګه ترې کار او فايده اخيستلای شي۰

د ګران هيواد د اصيل فرهنګ او کلتوري او تاريخي وياړونو او ميراثونو د ساتنې، ځليدنې او غوړېدنې لپاره د ښاغلي شکيب ستړياوې، کوښښونه او زحمتونه خورا اغيزمن، غوښن او د پام وړ دي چې نوموړی ېې په لوړ افغاني احساس او ملي روحيه ترسره کوي او شپه او ورځ لګيا دی د افغانستان د علومو د اکاډمۍ اړونده چارې رهبري کوي او په دې لاره کې پياوړي او بنسټيز ګامونه اخلي او په پوره برياليتوب پر مخ ځي۰ 

د ډاکټر شکيب علمي او ادبي کارونه او هلې ځلې په ډېرو ستايلو ارزي او سترګې پټول پرې نه دي پکار نو په همدې بنسټ که مونږ هرڅومره  د نوموړي د کار او زيار او هڅو او کوښښونو يادونه او ستاينه وکړو بيا به هم کمه وي او  هغه ېې حقدار دی۰  

زه پوره باور لرم که ډاکټر شکيب خپلې ادبي او علمي هلې ځلې همداسې توندې او ګړندۍ وساتي نو پښتو ژبې او ادب ته به د لا زياتو ارزښتمنو اوتلپاتې خدمتونو مصدر شي او نوم به ېې په ځلاندو ټکو وليکل شي۰

په پای کې له ستر او مهربان رب څخه ګران ډاکټر شکيب ته اوږود عمر او خوږې شېبې 

غواړم او په اړونده چارو کې ورته د لا زياتو لاسته راوړنو، نوښتونو اد برياوو دعا کوم۰

په ډېره مينه او درناوی

                                                 ۳/۴/۲۰۲۱

تايمني، کابل

- نصرت
بېرته شاته